نبوي کورنۍ (اهلبیت)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

نبوي کورنۍ (اهلبیت)[سمول]

لکه څنګه چې کتاب او ښوونکي دواړو ته اړتیا ده؛ قرآن او امام دواړو ته اړتیا ده.

رسول الله (ص) څو څو ځل ويلي دي : (( زه په تاسې کې دوه ګرانبیه څیزونه پرېږدم او ځم؛ یو یې قرآن (چې د ژوند قانون دی) او بل یې اهلبیت (چې ددې کتاب ښوونکي دي). ))

بیا یې وویل: (( قرآن او اهلبیت مې له یو له بله بېل نه دي، دا دواړه یو د بل ترڅنګ د تل لپاره ښیونوزلې دي.[1]))

په دې زده کړه کې له نبوي کورنۍ سره، چې هماغه الهي مشران دي، پېژندګلوی پیدا کوو.

لکه څنګه چې رسول الله (ص) او قرآن د خدای له لوري دی؛ نو د قرآن ښوونکي هم باید د خدای له لوري وټاکل شي، چې ددوی ترمنځ بېلتون رانشي.

الهي مشر (امام) باید د قرآن بېلګه وي. امام رضا وايي: (( زموږ د ټولو خبرو سرچینه قرآن دی.))

علي (ک)[سمول]

د نبوي کورنۍ د امامانو لومړی یې حضرت علي کرم الله وجهه دی، چې څو څو ځل د رسول الله له لوري خلکو ته ورپېژندل شوی دی او د ژوند په پای کې چې کله له حج څخه راستنېده؛ نو د الله په حکم یې په یوه پرتمینه غونډه کې، د ماسپښین تر لمانځه روسته، په خم غدیر کې په یوه وینا کې ټولو ته وروپېژنده.

علي کرم الله وجهه د قرآن هینداره ده؛ که په قرآن کې د لمانځه او عبادت حکم شوی دی؛ نو خورا غوره لمونځ او عبادت به هغه کوه، هغه په لمانځه نه ستړی کېده؛ لکه څنګه چې کب په لامبو نه ستړی کېږي.

که قرآن پلارمړیو ته د درناوي حکم کوي، آنحضرت د پلارمړیوپلار و او هغوی ته به یې پخپله خواړه وړل.

که قرآن د علم سپارښتنه کوي؛ نو د آنحضرت پوهه دومره وه، چې پخپله یې ويل: ((څه چې پوښتئ، ځواب یې لرم[2].))

که قرآن د کار و کوښښ سپارښتنه کوي، هغه د کجورو بڼونه جوړ کړل.

که قرآن د مړانې سپارښتنه کوي؛ نو حضرت علي له ستروکفارو سره په جګړه کې داسې توره وهلې، چې توره وهل یې د ټولو عبادت کوونکیو تر عبادته غوره ګڼل شوې ده.[3]

حضرت علي په کورني ژوند، اولاد روزنه او د مظلومانو په لاسنیوي کې تر رسول الله (ص) روسته ساری نه درلود.

همداچې رسول الله (ص) امامت ته وټاکه، خلکو مبارکي ورکړه او په ځانګړیو مراسمو کې یې ورسره د وفادارۍ ژمنه وکړه. نه یوازې په ژوند کې؛ بلکې ان په شهادت يې ټولې ښېګڼې ځان ته ځانګړې کړې وې؛ د بېلګې په توګه: په خورا غوره ورځو (رمضان میاشت)، په خورا غوره شپو (د قدر شپې)، په خورا غوره ځای (د جومات محراب) په خورا غوره عبادت (لمونځ)، په خورا غوره حالت (سجده) کې یې په شهادت ځان الله ته وروسپاره.


[1] . وسایل،۲۷ ټوک، ۳۳ مخ.

[2] . ژباړن: د پښتو غزل بابا؛ امیرحمزه خان شینواری وايي: (( ښار یې دی احمد علي دی باب د علم         لمر محمد دی، علي مهتاب د علم))

[3] . بحارالانوار،۳۹ ټوک، ۲ مخ.