نباتي ويروسونه
سریزه
په نړۍ کې الله (ج) بې شمېره نبا تات پیدا کړي دي چې په پراخه کچه ترې انسانان او حیوانات ګټه اخلي دغذایي رژیم ضرورتونو له پلوه د نبا تاتو په ذریعه د انسانانو او حیوانا تو بې شمېره ستونزې حلیږي انسانان یې په ډېرو ځایونو کې لکه : د سوزولو ، د ابادۍ جوړولو او د خپل غذايي رژیم د پوره کولو لپاره پکار وړي. د ا چې له نباتاتو څخه مونږ ته ډ ېرې ګټې رسیږي نو پکار ده چې د هغوی حفاظت ، ساتنه او پالنه وکړو همدارنګه د نباتاتو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړو او پرینږدو چې ځېنې عوامل نباتاتو ته زیان ورسوي ځکه دا نباتات دي چې د انسانانو چاپیریال یې خوندي کړی دی او ترډېره بریده یې د طبعي افتونو له ګواښ څخه خوندي ساتلي دي. د خپلې موضوع سره په ارتباط مې ځېنې عوامل چې نباتاتوته ګواښ پيښوی یو څه د (نباتاتو وایرسونه ) ترسرلیک لاندې معلومات د معتبرو منابعو څخه ترلاسه کړي دي او په دې موضوع کې مې ورته ځای ورکړی دی چې په راتلونکی کې ترې د هېواد بچیان او د پوهې د کاروان ملګرې ګټه واخلي . په دې موضوع کې مې ټول هغه لاملونه څیړلي دي چې د نباتاتو په روغتیا ناوړه اغیزه کوي یو څه رڼا اچولی ترڅو دغو لاملونو ته د حل لارې چارې ولټوو او خپل چاپیرل د طبیعت له دې نا پایه ښکلا څخه برخمن کړو.
په درنښت
د وایرسونو تا ر یخچه
اصلاً وایرس ي ناروغي د میلا د څخه مخکې خلکو پيژندله په همدې ډول د چیچک ناروغي د پخوا زمانې راهیسې د خلکو ترمنځ یوه پیژندل شوی ناروغي ده.
Pasteur نومې عالم په ۱۸۸۴ میلادي کال کې ونشو کړای چې د لیوني سپي ناروغي د ناروغه مادې څخه بکتریا جلا کړي وروسته له هغې Pasteur دا نظریه څرګنده کړه چې دلیوني سپي ناروغي د یو داسې مایکرو ارګانیزم په وسیله چې د بکتریا څخه کوچنۍ ده او د بکتریاسره توپير لري منځته راځي چې ورپسي یوبل روسي عالم Ewanovaski په ۱۸۹۲ میلادي کال کې ثابته کړه چې د لیوني سپي ناروغي د یو بل مایکرو ارګانیزم په وسیله منځته راځي ایوانوسکې د تمباکو موزایک ناروغۍ باندې کار وکړ او دا یې ثابته کړه چې نوموړي ناروغي د یو کوچني مایکرو ارګانیزم چې وایرس نومیږي منځته راځي .
ایوانوسکې دا معلومه کړه چې که چیرې د ناروغه نبات شیره چې د موزایک ناروغۍ په وسیله اخته وي روغ نبات ته داخل شي او یا دا چې د همدې ناروغه نبات شیره دبکتریا د فلتر څخه تیره کړو وبه لیدل شي چې د بکتریا څخه کوچني موجودات هم شته چی د بکتریایي فلتر څخه تیریږي که بیا یې هم د دغه بکتریایي فلتر څخه تیر کړو تیره شوی شیره چې د موزایک وایرس لرونکی هم ده روغ نبات ته پیچکاري شي نو وبه لیدل شي چې په روغ نبات کې هم د تمباکو موزایک ناروغۍ علایم په روغ نبات کې منځته راځي چې په هغه وخت کې ایوانوسکې دې پایلې ته ورسید هغه موجودات چې د بکتریایي فلتر څخه تیریرږي نو د فلتر تیردونکو موجوداتو نوم یې ورکړاو بیا په وروستیو وختونو کې دا موجودات د وایرس ونو په نوم یاد کړل ،په ۱۸۹۸ میلادي کال کې نوموړي ناروغي یوه وایرسي ناروغي وپيژندل شوه چې د یو انسان څخه بل انسان ته سرایت کولای شي ددې څخه وروسته د وایرس ونو د موجودیت په ثبوت ورسید ،په هغه وخت کې د Ultramicroscopic او د فلتر تیردونکو ارګانیزمونو نوم ورکړ شو د وخت په تیریدو سره ډېر وایرسونه وپیژندل شول چې په حفیف ډول او ځېنې يې په شدید ډول په نباتاتو کې ناروغي رامنځته کوي .
(۱)شکل: د تنباکو په نبا ت کې زیړوالې له ورایه څرګندیږي.
ځېنې وایرسونه خپل کوربه ته ظاهراً کوم زیان نه رسوي مګر خپل کوربه سره اوسیږي په دې کې ځېنې ډولونه یې بعضې وختونه مختلفې شدیدي ناروغۍ منځته راوړي د وایرس ونو تدریجي پیدایښت څرنګوالی د ډېرې مودې راهیسې د مختلفو نظریاتو په ورکولو سره بیان شوی دي په ځانګړي ډول هره نظریه په خپل وخت او زمان کې د یو خاص ارزښت لرونکی ده . د نباتي وایرسونو خاصیتونه نباتي وایرسونه د بوټو له نورو پتو جینونو څخه یوازې د اندازې او شکل په لحاظ نه بلکې د کیمیاوي ترکیب،فزیکې ساختمان،داخته کولو دلارو چارو له مخې ،په کوربه کې د انتقال ډېرښت خپریدلو او د هغه علایمو په وسیله چې میزبان نبات یې منځته راوړی شي توپير لري. سره له دې چې د ساده مایکروسکوپ په وسیله ممکن په وایرس اخته شوی حجرې کې ځېنې وایرس لرونکی مغلق شکلونه یا کرستلونه ولیدل شي خوپه عمومي توګه ویرسونه د نورو ناروغیو دعاملینو په څير چې داخته نسجونو له پاسه او یا دهغوی په دننه کې موجود وي او یاپه سترګواو یا مایکروسکوپ په وسیله ولیدل شي او یاهم ونه لیدل شي.د الکترو مایکروسکوپ لاندې د هغو حجراتو مقطع چې په وایرس اخته وي د وایرس په څير ذرې ولیدل شي یا نه ځکه چې د نوموړي مایکروسکوپ لاندې هم ټول وایرسونه په ډ ېرې اسانۍ سره نه شي لیدل کیدای له بله پلوه که چیرې د حجرې په مقطع یا شیره کې د وایرس ونو د موجودیت ثبوت وي یا دا چې دغې وایرس مشخصه ناروغي منځته راوړي ډېر زیات کار او وخت ته اړتیا ده د نبا تا تو د وایرس ونو د معلومولو لپاره تراوسه پورې هغه لارې چارې په کار وړل کیږي چې اتیا کاله پخوا له هغه څخه کار اخیستل کیده دا طریقې په لمړی د رجه د پيوند او یا د نباتاتو د هغه شیرې انتقال په وسیله چې د بکتریایي فلتر څخه تیر شوی وي ترڅو بکتریا او یا کوم بل عامل په کې پاتې نشي د ناروغه نبات څخه روغ نبات ته د وایرس د انتقال څخه عبارت دی. د نباتي وایرس ځېنې نورې لارې چارې لکه زیړکې یا نقل ورکونکې حشرات هم د وایرس د موجودیت ثبوت لپاره معلومیدلای شي د دې کار ا څخه وروسته د وایرس دا سې علایم منځته راځي چې د وایرس په څیر وي او تقریباً دا ثابتوي چې د یو یا څو وایرسونو په اخته بوټي کې موجود دي او دا ناروغي د وایرس په وسیله منځته راغلی وي. د پیوند کولو د میخانیکې اناکولیشن (Anacolation) یعنې د نبات په وایرس اخته کیدو عملیې څخه وروسته د علایمو منځته راتګ دا څرګندوي چې دا علایم د اقلیمي شرایطو په وسیله منځته ندي راغلي او همدارنګه د دې چانس امکان یې له منځه نه دې وړی چې دا علایم د بکتریا ،فنګسونو او یا زهري موادو د شتون په پایله کې پیدا شوي دي. د نورو پتو جینونو شتوالی باید د مایکرسکوپ لاندې د ناروغه نبات د شیرې د لیدلو په وسیله وڅیړل شي ځګه چې د وایرس ونو څخه پرته نورو پتوجینونه د ساده مایکروسکوپ په وسیله هم لیدل کیدای شي که چیرې کوم ډول زهري مواد په نبات کې موجود وي او د Toxicڅخه د ویرسونو بیلول د ناروغه څخه روغ نبات ته او ورپسې بل نبات ته د شیرې د پرله پسې انتقال په وسیله کیږي. په دې ترتیب چې زهري مواد ښه رقیق شي ترڅو د پرله پسې انتقال څخه وروسته علایم منځته راوړي چې نوموړي نباتات په وایرس اخته شوی دي او که نه معلومول یې د الکترون مایکروسکوپ په وسیله هغه وخت کیږي چې په نبات کې په وایرس سره اخته شوی سلول علایم څرګند داغونه ولیدل شي چې مطالعه یې د روغو نباتاتو سره اسانه شي. وایرس څه ته وایي؟ وایرس دا سې یو کوچنې اورګانیزم دی چې د عادي مایکروسکوپ په وسیله نه لیدل کیږي او لیدل یې یوازې د الکترو مایکروسکوپ په وسیله کیږي .نوموړي موجودات د خپل ځان څخه کوم مستقل فعالیت نه لري بلکې د یو ژوندي سلول څخه استفاده کوي او د ژوندانه ټول فعالیتونه په دې حجره کې اجرا کوي مکمل وایرس Virioin هم ویل کیږي. یو شمیر علماء نوموړي ارګانیزم ته ژوندې ارګانیزم وايي مګر د کیمیا علماء د بیولوژیستانو سره په دې عقیده ندي ځکه چې نوموړي ارګانیزم ته د نیو کلیو پروتین نوم ورکړی دی ځکه چې نوموړي موجودات د (DNA) او (RNA)څخه منځته راغلي دي او خارجي برخه یې پروتینونو احاطه کړی ده د وایرس غټوالی د (10-300) ملي مایکرون پورې رسیږي د بیلګې په ډ ول د چیچک وایروس د (30-250) ملي مایکرون پورې قطر لري څرنګه چې مخکې هم ذکر شول په عمومي توګه وایرسونه د الکترو ن مایکروسکوپ لاندې مطالعه او د لیدلو وړ دي خو په استثنایي ډول ځېنې غټ وایرسونه کیدای شي چې د عادي مایکرسکوپ په وسیله هم ولیدل شي ځېنې مایکرو ارګانیزمونه لکه : مایکرو پلازما د سفزیالوژي له نظره د بکتریا سره شباهت لري او قطر یې د 150 ملي مایکرون پورې رسیږي دا ټول ژوندي موجودات د عادي مایکروسکوپ لاندې د لیدلو قابلیت نه لري ددې لپاره چې د نوموړي ارګانیزمونو مورفولوژي مطالعه شي نو په خاص ډول ضرورت احساسیږي چې د وایرس تکثر مطالعه کړو.
د وایرسونو تدریجي پیدایښت ۱ - وایرس لومړی د ژوندی ارګانیزم په شکل منځته راغلی دی او د پرازیت په ډول خپل ژوند ته دوام ورکوي اوسني وایرسونه د پخوانیو وایرسونو اولاد ګڼل کیږي د یوې نوې حجرې او د یو نوې نبات د پیدا کیدو سره سم کیدلای شي چې یو نوې وایرسونه منځته راغلی وي ځېنې وختونه د یوه نبات یا د یوې حجرې وایرس د بل نبات یا حجرې له پاسه د پرازیت په شکل ژوند کولای شي چې دا ډول غیر عادي پرازیت کله ډېر او کله لږ په نوې نبات یا حجره باندې پتو جینکي خصوصیات منځته راوړي د بیلګې په ډول د رومي بانجانو موزایک وایرس د نورو سبزیجاتو د مرګ سبب ګرځي. ۲ – وایرسونه د پتو جینک (Pathogenic) بکتریا څخه د تدریجي تحول په وسیله منځته راغلی وي ځېنې بکتریاوې په اختصاصي پرازیټونو کې او په تدریجي ډول هغه انزایمونه چې د یوه مستقل ژوند لپاره ضروري و د لاسه ورکړي دي هغه انزایمونه چې د یوه وایرس د بقا لپاره ضروري دي د کوربه د انزایمونو څخه استفاده کوي خو د دې نظريې د اثبات لپاره کوم قوي دلیل نشته. ۳ – یو شمېر علماء په دې آند دي چې وایرس یو جلا ارګانیزم نه دی بلکې د سلول یوه برخه ده چې د سلول د کنترول څخه وتلی ده او د سلول د پرازیت خواص یې غوره کړي دي یا په بل عبارت یو شمېر علماء داسې نظریه ورکوي چې وایرس د سلول له جین سره مشابهت لري او د یو نامعلوم سبب په وسیله د کروموزوم څخه جلا کیږي او د نبات د سلول په منځ کې نور سلولونه جوړوي د ځېنو نباتاتو په سلولونو کې دا سې مواد شته چې د هغې ترکیبي مواد په بل نبات کې د وایرس خواص غوره کوي.
هغه ځانګړتیاوې چې وایرسونه د نورو ژوندیو موجوداتو څخه جلا کوي: -Aوایرسونه د بکتریایي فلتر څخه تیریږي. -B وایرس د عادي نوري مایکروسکوپ په وسیله د لیدلووړدي. -C دتکثر لپاره یوازې نیوکلیک اسید ته اړتیا لري. D- وایرس یوازې یو ډول نیو کلیک اسید (RNA) یا (DNA) لري. E– وایرس په میزبان نبات کې د نسل ډیرښت کوي. د وایرسونو تکثر د وایرس ونو تکثر په بکتریو فیج (BactrioPhage) کې له نږدې څخه مطالعه شوی دي په بکتریاو کې وایرسونو تکثر په اسانۍ سره مطالعه کیږي ،مګر په عالي نباتاتو کې د وایرسونو مطالعه اسان کار نه دی دا ځکه چې د غټو نباتاتو د استوګنې ځای پیدا کول او د معینو شرایطو لاندې مطالعه کول ډېر سامان او لګښت ته اړتیا لري په خلص ډول ویلای شو چې ځېنې پوهان داسې نظریه ورکوي چې یوازې یو وایرس د کوربه سلول په یوه مخصوصه برخه کې داخلیدای شي که چیرې بل وایرس د دې سلول سره په تماس کې شي د کوربه سلول په وسیله نه جذبیږي خو ځینې پوهان په دې اند دي چې وایرس او د کوربه سلول په غشاء کې کیمیاوي مواد موجود دي چې د یوبل سره دوی یوځای کوي خو ځېنې داسې عقیده لري چې د کوربه سلول او د وایرس جذب لپاره ځېنو فکتورونو ته اړتیا شته لکه : غیرغضوي ایونونه (کلسیم او د امینو اسیدونو موجودیت ) اړین دی که چیرې دا وایرس د (DNA) او (RNA) د کوربه سلول په منځ کې داخل شي تر یوې مودې پورې د وایرس موجودیت د کوربه د سلول په منځ کې نه لیدل کیږي ترڅو چې د وایرس اجزاء د نوې وایرس د جوړیدو لپاره تشکیل کړي. په هر حال د وایرس د تکثر لپاره مختلقې نظریې موجودې دي ځېنې علماء په دې نظر دي چې د وایرس (DNA) او (RNA) د سلول د کروموزوم جز دی کله چې کروموزومونه یو ځای شي د کوربه سلولونو خواص بدلیږي او د کوربه سلول په یوه داسې فابریکه بدلوي چې نوې وایرسونه جوړ کړي په دې نظریه کې هر سلول د نورو فعالیتونو څخه پاتې کیږي او ټول وخت یې دې ته وقف کړی وي چې نوې وایرسونه جوړ کړي په پایله کې د نوې وایرس جوړیدل د وایرس تکثر په نوم هم یادیږي ځېنې علماء داسې نظریه لري چې د وایرس مهم جز (DNA) او (RNA) تشکیلوي کله چې د کوربه په داخیل کې چې تراوسه یې میخانیکت په سم ډول نه دی معلوم د کوربه په سلول کې نوې (DNA) او (RNA) جوړوي په دې نظریه کې اوسني علماء داسې وایي چې ممکن یو مخصوص (RNA) د داخیل شوی نیو کلیک اسید په لارښوونې سره جوړ شوی وي او د جوړ شوی (RNA) د حجرې د نورو اجزاو سره د وایرس اړینې برخې جوړوي چې د دې طریقې په وسیله د پولیو وایرس چې د (RNA) څخه جوړ شوی دی تکثر پکې مطالعه شوی دی چې (RNA) د پیغام وړونکي (Messenger) دنده سرته رسوي چې وروسته له وایرس څخه نور ډېر وایرسونه منځته راځي په همدې ډول د ځېنو نورو وایرس ونو لکه : Adenovirus چې پروتین یې د جذب کیدو په وخت کې د حجرې په خارج کې پاتې کیږي او نیو کلیک اسید یې د کوربه حجرې په سایتوپلازم کې داخلیږي او وروسته دا نیو کلیک اسید د نورو وایرسونو د جوړیدو سبب ګرځي. په دې وروستیو وختونو کې نوې (DNA) په لابراتوارونو کې په مصنوعي ډول منځته راغلی ده او دغه وایرس د (OX-174) پنوم یاد شوی دی دا چې ولې په دې نوم یاد شوی دی پخپله ددې وایرس کاشف نه غواړي چې دا وایرس نورو علماو ته ښکاره کړي دا هم نه غواړي چې دا وایرس نور وپیژني د (DNA) د جوړولو په دې طریقه کې یو کیمیاوي تعامل صورت نیسي چې تعامل یې د عناصرو د تعویض څخه عبارت دی د تعامل میخانیکیت یې داسې دی چې د (DNA) په ترکیب کې (Uracil) لري او د یوراسل یو هایدروجن د برومین په وسیله تعویض شوی دی دا بروم لرونکی یوراسل د 5-bromo Uracil په نوم یادیږي چې فورمول یې په لاندې ډول دی :
-5 برومو یوراسل یوراسل
کله چې وایرس نور (DNA) جوړوي نو د ا (DNA) یو د بل سره یوځای کیږي چې نوې وایرس جوړ شي (DNA) د پنځه برومو یوراسل ظخیمه کیږي او د اصلي (DNA) نسبت سره نوې (DNA) درنده وي کله چې د سنتریفیوج په وسیله د حقیقي (DNA) څخه دروند (DNA) چې په هغې کې یوراسل وجود نه لري جدا کېږي او په دې طریقه نوې (DNA) جلا تشخیص کېږي د (DNA) په جوړولو کې تراوسه پورې درې عالمان کامیاب شوی دي چې هر یویې SinCheiner په نوم دوهم یې د KornBery په نوم او دریم یې Guilin په نوم یادیږي.
کوم وخت چې ویرسونه تشکیل شي د دوی شمیر تر هغه وخت پورې رسیږي چې د کوربه سلول په داخیل کې ځای نه پاتې کېږي نو له دې کبله د کوربه سلول ډکیږي ځېنې وختونه د کوربه سلول د وایرسي تکثر په وسیله ډک شي یو شمېر وایرسونه د دې سلول څخه خارجیږي کیدای شي ځېنې وایرسونه ظاهراً کوربه سلول ته کوم زیان ونه رسوي مګر د کوربه سلول کې ژوند کوي دارنګه وایرسونه په هغه رنګه شوی کلچر کې چې د نوموړي سلول څخه اخیستل شوی و د پوهانو په وسیله وپیژندل شو.
پوهان په دې عقیده دي چې وایرسونه پخپل عادي کوربه سلول کې پتوجینیک (Pathogenic) نه دي که چیرې دوی موقع پیدا کړي د ناروغۍ سبب ګرځي چې دا ډول وایرسونه د Orphan Viruses په نوم یادیږي چې د دې وایرسو نو مثال په انسانانو کې د ماشومانو د اسهال او د تنفسي ناروغیو وایرسونه دي.
د وايرس په وسيله د کوربه سلول اخته کېدل او د نوي وايرس منځته راتګ په وايرسونو باندي د بوټو اخته کول په مستقيم ډول د وايرسونو په جوړيدو پور ي اړه لري ځکه ترهغه وخته پوري اخته کول نه واقع کېږي ترڅو چې د کوربه سلول په حسا سو نسجونو کې وايرس ډير نه شي. د بوټو وايرسونه یواځې د هغه زخمونو له لاري حجرو ته ننوزي چې په ميخانيکې ډول په بوټو کې منځته راغلي وي يا د وايرس نقلوونکو ژووپه وسيله اويا د اخته نبات له ګردی سره (ovule )ته ننوزي کله چې وايرس د بوټي د حساسي حجري د سايتوپلازم سره تماس حاصل کړي نو په پوره اندازه په نوموړي حجري پوري نښلي او د څوګونو مينځلو په وسيله هم ورڅخه نه بيليږي له هغه ځايه چې د وايرس فعاله برخه يعني نيوکليک اسيد په مکمل ډول د پروتين په وسيله پوښل شوي وي نو د دي لپاره چې اخته کول واقع شي بايد پروتين د نوموړي پوښ څخه ازاد شي د پروتين د پوښ لري کول د اناکوليشن څخه و روسته ديوه ساعت په شاوخواکې صورت نيسي او ښايي د کوربه د حجرو د انزايمونو په وسيله سر ته ورسيږي ځکه د بوټوهيڅ ډول وايرس تر اوسه پوري پيژندل شوي نه دي چې انزايم ولري اويايي توليد کړي د تجزيه شوي پروتين د پوښ ټوټي په حجره کې پاتي کېږي اوښايي د حجري د پروتين سره يوځاي شي او د حجري په جوړونکو عملونوکې ورڅخه ګټه واخستل شي کله چې نيوکليک اسيد د پروتين له پوښ څخه ازاد شي نولومړنۍ اغيزه يي دا وي چې په اخته حجره کې انزايمونه چې د RNApolymiraseRNAsynthetase RNAياRNAreplicase په نومونو ياديږي جوړکړي دا انزايمونه دوايرس د RNAپه موجوديت کې نو ر ډير RNAتوليدوي. کله چې نوي وايرس نيوکليک اسيدونه تشکېل شي نو د کوربه حجرې د ننه پروتين ماليکولونه جوړيدوته هڅوي چې د پروتين واړه واحدونه اويا د وايرس پروتيني پوښ ورڅخه جوړشي د وايرس RNA رشتي یواځې يو برخه د پروتين د جوړيدو لپاره ضروري وي په روغوحجرو کې د پروتين جوړښت د امينواسيدونو په موجوديت او د رايبوزومونو messenger RNA ,transfer RNA د مرستي پوري اړه لري. هغه وخت چې دوايرس نيوکليک اسيد اود وايرس پروتين واړه واحدونه مينځته راشي نو نيوکليک اسيدونه ښايي د پروتين واړه واحدونه په خپل خوا او شا کې منظم کړي او په دي تر تيب نيوکليک اسيد او د پروتين واړه واحدونه دا سي سره يو ځای شي چې د وايرس مکمله کتله (Virion) جوړه کړي. د حجري هغه برخه يابرخي چې په هغې کې د وايرس RNAاو پروتين جوړيږي سره يو ځای کېږي چې (virion) لاس ته راوړي تر اوسه پورې په مطلق ډول د بوټو هيڅ ډول وايرس لپاره نه دي پيژندل شوي خو له اناکوليشن څخه وروسته د لسو ساعتو په شاوخواکې د بوټي په حجره کې لومړی وايرس منځته راځي وايرسونه ښايي په ځانګړي يا ګروپي ډول واوسي اوښايي د حجري په ځينو برخوکې (سايتوپلازم ،هسته ،هستچه ) کرستلي مغلق شکل جوړکړي. هغه علايم چې د بوټو د واېرسونو په وسيله منځته راځي هغه بوټي چې په وايرس اخته وي د هغوی په ټولو ياځينو برخوکې د ناروغۍ علايم منځته راځي دا علايم ښايي عمومي اوغير مشخص وي اويا د يومخصوص وايرس اويا د وايرسونو د يومشخص ګروپ علايم وي. ځيني وختونه یواځې ني علايم چې د وايرسونو په وسيله منځته راځي د بوټي د ودی د کموالي څخه عبارت دي. په عمومي توګه د بوټو ټولې وايروسي ناروغۍ عمومي حاصلات يوه اندازه کموي اود هغه بوټوژوند لنډ وي چې په وايرس اخته وي په وايرس اخته بوټو باندې ډيرعمده علايم په پاڼه لرونکو برخو کې منځته راځي خوځيني وايرسونه ښايي په تنه، ميوه او نيلو باندي د پاڼو سره يو ځاي يا یواځې علايم منځته راشي په هغه ټولو وايرسي ناروغيوکې چې په کرونده کې واقع کېږي وايرس په سیستماتیک ډول په بوټي کې موجودوي اود سیستماتیک اخته کیدنې په نوم ياديږي اوهغه علايم چې منځته راځي دسیستماتیک علايمو په نامه ياديږي ډير هغه بوټي چې په مصنوعي ډول دځيني وايرسونو په وسيله اناکوليت(Anacoliet) یا نبات په وایرس اخته شوي وي اوښايي ځيني طبیعي اخته کوونکې وايرس یوازي د ننوتلو په برخه کې واړه په عمومي توګه نکروتيکې داغونه (محلي اخته کیدنه )منځته راوړي چې علايم يي هم د محلي علايمو يا محلي داغونو په نوم ياديږي .ډير داسي وايرسونه شته چې ځيني کوربه بي له دي چې علايم ورباندي ښکاره شي اخته کیږي چې دا ډول وايرسونه په عمومي توګه د پټو (latent)وايرسونو په نوم اوکوربه يي د علايم نه لرونکو کوربه په نوم ياديږي دځيني نورووايرسونو په وسيله په ځيني اقليمي شرايطو د مثال په توګه په لوړه يا ټيټه تودوخه کې علايم په موقتي ډول نه ښکاره کو ي چې دا ډول علايم د پردي لاندې علايمو په نوم ياديږي .ځيني وختونه بوټي له اناکوليشن څخه وروسته ډير ژر داسي علايم ښکاره کوي چې د کوربه د مړيني سبب کیږي.که کوربه د لومړي ضربي په وړاندي ژوندي پاتي شي نو علايم نرميږي اونرم شکل اختياروي چې د بوټي ځيني برخي بيرته انکشاف کوي او د بوټي د يوي اندازي يا بشپړ روغيدني سبب کېږي له بله پلوه علايم ښايي ورو ورو زيات شي او په نتيجه کې د بوټي دوړلوياچټک له منځه تګ سبب شي. موزاييک (mosaic)،زيړي (yellows)اودايروي داغونه (ring spots) دهغو ډيرومعمولوعلايمو څخه دي چې دوايرسونو دسیستماتیک اخته کیدلوپه نتيجه کې مينځته راځي .
(۲) شکل: د وایرس علایم په دغه نباتاتو کی څرګندیږي. موزا ييک (Mosaic) موزائيک د کمرنګه شنو زيړو ياسپينو برخو څخه چې د پاڼو ياميوو د عادي شين رنګ سره ګډشوي وي يا د ګلانو يا ميوو د عادي رنګ سره د سپين بخنو رنګونو د ګډيدلوڅخه عبارت دي .هغه وايرسونه چې اکثره موزائيکې ناروغي مينځ ته راوړي په ميخانيکې ډول انتقاليداي شي او په طبعت کې نباتي سپږۍ دهغوي د عمده ناقلينو په څير کارکوي د تودوخه د لنډي تداوي په وړاندي مقاومت ښيي د ګلانو منځته راتګ نه د روي او د زخو استراحت باندي اغيزه نه کوي. زيـــــــــــــړې (Yellows) زيړي د پاڼه لرونکو برخو د عمومي بي رنګۍ څخه عبارت دي .هغه وايرسونه چې رښتيني زيړوالي منځته راوړي د شین بخنوګلانود منځته راوړلو ،د اړخينوزخو داستراحت د دوري ماتيدلو اودګلانو دمنځته راوړلو د وقفي سبب کېږي.
(۳)شکل: د وایرس په ذریعه په نبات کی د زیړوالي علامې ښکاره کیږي. دا يروي داغونه (Ring Spots) :
د هغه بيرنګه يا نکروتيکې دايروڅخه عبارت دي چې په پاڼواو ځيني وختونه په ميوو اوتنو کې منځته راځي. د دي ناروغيو علايم له منځه ځي او بيا په اقليمي شرايطو کې بيرته راښکاره کېږي اکثره دا ډول وايرسونه د نباتي سپږو او زنجرو (leaf hopper)په وسيله نه انتقاليږي خوځيني يي د نيموتودونو په وسيله انتقال مومي.
همدارنګه د وايرسونو په وسيله په بوټوکې يو ګڼ شمير داسي نور علايم لکه د ودي کميدل ،دپاڼوراتاويدل ،دفلويم نکروسس ،تومورونه اوداسي نورمنځته راځي چې ډير معمول ندي دا ډول علايم ښايي د نورو علايمو سره يوځاي د همغه بوټي په نورو برخوباندي هم مينځته راشي. د ليدونکو اوښکاره علايمو برسيره په نسجونو اوحجرو کې د وايرسونو په وسيله يو ه سلسله داسي بدلونونه منځته راځي چې نسجونه ياحجري غټيږي خونوري يي بيا دعادي په نسبت واړه پاتي کېږي اوښايي بي رنګه له کاره لويدلي اونيکروټيکې شکل غوره کړي.
(۴) شکل: د نبات پرپاڼو دایروي داغونه ښکاري.
دهغه بوټو فزيالوجي چې په وايرس اخته وي
د بوټو د وايرسونو انزايمونه ،تاکسينونه ،يانورمواد نلري چې د نوروپتوجنونو په څير د ناروغيود منځته راتګ سبب شي د ويرسونو نيوکليک اسيد (RNA) د ناروغۍ محدودونکې عامل دي خود (RNA)ياد وايرس د بشپړوکتلو موجوديت د ناروغۍ د منځته راتګ لپاره کافې نه ګڼل کېږي له دي څخه معلوميږي چې د بوټو وايرسي ناروغۍ په لومړۍ درجه د ميتابوليکې موادو د هغه اندازي له کبله نه وي چې وايرسونه يي جوړوي بلکه د وايرسونو دهغه نوروغير مستقيمو اغيزو له کبله وي چې د کوربه په ميتابوليزم باندي واقع شي.
په عمومي توګه وايرسونه د پاڼي د کلوروفيل د کموالي ،د کلوروفيل د موثريت ،اوپه هر بوټي کې د پاڼي پر اندازه اغيزي له کبله دبوټي فوتوسنتسس (Photosynthesis)کموي .وايرسونه همدارنګه د ودي تنظيمونکوموادويعني هارمونونو په اندازه کې کموالى راولي اود ودي محدودونکوموادواندازه هڅوي د وايرس د چټک جوړولوپه وخت کې د منحل نايتروجن کموالى منځته راځي اوپه موزاييکې ناروغيوکې په نسجونوکې د کاربوهايدريتونودمزمن کموالي سبب ګرځي .
په وايرس اخته بوټي کې د اخته کېدوڅخه وروسته ډيرژر تنفس لوړيږي چې تنفس دلومړني لوړوالي څخه وروسته د ځيني وايرسوپوسيله د اخته بوټوتنفس همغسي لوړپاتي کېږي خوپه ځينونوروکې د روغوبوټو په نسبت تنفس کميږي اوهمدارنګه په ځينونورواخته بوټوکې بيرته عادي حالت ته راګرځي .دا د بوټي اکثره سيستمونه په مستقيم ياغيرمستقيم ډول دوايرس داخته کېدوله امله اغيزمن کوي اوپه يوه يابله لار دميتابوليکې موادودغير عادي ټوليدوسبب کېږئ دميتابوليکې موادو تجمع ځيني وختونه په بوټي کې د علايمودښکاره کېدوسبب نه کېږئ خونور يي بيا په کوربه اغيزه کوي اود علايموپه انتشارکې برخه اخلي په نايتروجني مرکباتو،وده تنظيموونکواوفينوليکې مرکباتوباندي دوايرس اغيزه دعلايمود ښکاره کېدولپاره چټک علتونه بلل کېږي .
په بوټي کې د وايرسونوانتقال اوانتشار
وايرسونه د باد يا اوبوپه وسيله نه انتقاليږي اوحتى که د بوټوپه شيره يا د بوټو پاتي شونو باندي هم وي ترهغه وخته پوري ناروغي منځته نه شي راوړي ترڅو چې د يوې زخمي شوې ژوندۍ حجرې د داخلي موادوسره په تماس کې نه شي نو په دي اساس وايرسونه له يوه بوټي څخه بل ته دغيرزوجي تکثریا په ميخانيکې ډول د شيري، تخمونو، ګردي، حشرو، کنو، نيماتودونو، زيړکى اوفنګسونو په وسيله انتقال مومي.
١- دغيرزوجي تکثر پوسيله د وايرسونوانتقال
کله چې بوټي په زخه پيوند يا ښاخ پيوند، قلمي يا د ځمکنيوتنو،غوټو، پياز يا غزيدونکې ډنډرپوسيله په غيرزوجي ډول ډيريږي نوکه په مورني بوټي کې هرډول وايرس موجود وي نوي نسل ته انتقال مومي همدارنګه د نزدي بوټواوپه خاص ډول د ونود نيلوطبعي پيونديدوپه نتيجه کې وايرسونه د يوي وني څخه بلي ته انتقاليږي.
٢- د بوټو د شيري پواسطه د وايرسونوميخانيکې انتقال
په طبيعت کې هغه بوټي چې له يوه بل سره ډير نژدي کرل شوي وي د قوي بادونوڅخه وروسته د بوټوپاڼي يوله بل سره مښل کېږي اوکه داسي زخمي شي چې يواندازه شيره يوله بل سره بدله کړي نوکه چیرې وايرسونه موجود وي هغه هم انتقال مومي .دکچالانو X ډوله وايرس په دي توګه په اسانۍ سره انتقاليږي که په کرنيزوفعاليتونوکې بوټي زخمي شوي وي اود اخته شيري يوه برخه سامانونو،لاسونويا کاليوپوري نښتي وي په تصادفي توګه زخمي بوټوته وايرسونه انتقالوي د حيواناتود خولواوبدن د نوروبرخوپوري داخته شيري د نښتلوپوسيله وايرسونه له يوه بوټي څخه بل بوټي ته انتقاليداى شي له يوه بوټي څخه بل بوټي ته د وايرسونوميخانيکې انتقال لپاره هغه نسجونه چې زيات شمير وايرسونه لري د مثال په توګه ځواني پاڼي اوګل پاڼي په يوه لوښي کې ښه ټکول کېږي اودحجرود ماتيدوپه صورت کې د شيري سره يوځاى وايرسونه بهر ته راوځي داشيره دململ دفلتر (Cheese cloth ) څخه تيريږي اوپه يوه کمه چټکۍ سره سنترفيوج کېږي چې د نسجونوټوټي ورڅخه بيلي شي اوکه د وايرسونوغلظت يا خالصول په کاروي نوپه نوبت سره په لږه چټکۍ اوبيا د ډير سرعت سره سنترفيوج کېږي دا شيره بياپه هغه پاڼوباندي اچول کېږي چې د يوي زيږي مادي لکه کاربورنډم پوسيله په ډيراحتياط سره زخمي شوي وي که وايرس لرونکې شيره په نوموړوپاڼو واچول شي نووايرسونه دزخمونويا د پاڼو ماتوشويوويښتانوله لاري زخمي حجروته ننوزي په اناکوليټ(Anacolate) په وايرس اخته شويوپاڼوکې ٤-٧ پوري يا ډيرو ورځوکې محلي داغونه منځته راځي که کوربه په سیستماتیک ډول اخته وي نود علايمومنځته راتګ د ١٠-١٤ يا ډيروورځوکې سرته رسيږي .
سره له دي چې تقريبا ټول عمر وايرسونه د زخي پيوند يا ښاخ پيوند پوسيله انتقال مومي خود وايرسونو هغه ډولونه چې زيړونکې (زيړى) ناروغي منځته راوړي په ميخانيکې ډول نه انتقاليږي د دي سبب هم د اخته بوټي په شيره کې د وايرسونود شمير لږوالى ګڼل کېږي .
٣- د تخم پوسيله د وايرسونوانتقال
د١٠٠ څخه لږ وايرسونه ليدل شوي دي چې د تخم پوسيله انتقال مومي د دي جملي څخه يواځي ٥٠ يي په ښکاره توګه د تخم له لاري انتقاليږي د يوه قانون په څير هغه تخمونود جملي څخه چې د اخته بوټي څخه په لاس راوړل شوي وي يواځې په سلوکې له ١-١٠ پوري وايرسونه انتقا ليږي.
هغه وايرسونه چې د تخم پوسيله انتقاليږئ داخته بوټي د Ovule څخه راوځي خوڅوګوني نورداسي وايرسونه هم څيړل شوي دي چې د ګردي څخه سرچېنه اخلي که ټول نه وي نواکثره هغه وايرسونه چې د تخم پوسيله انتقاليږي د تخم په دننه کې وي .دا چې ولي یواځې په سلوکې لس وايرسونه د تخم پوسيله انتقالیږي اوداچې ولي داخته بوټي څخه په لاس راوړل شويوتخمونو کمه فيصدي وايرسونه انتقالوي تراوسه پوري نه ده واضح شوي . ٤- د ګردي پوسيله د وايرسونوانتقال
داسي وايرسونه هم ليدل شوي دي چې په وايرس اخته بوټي د ګردي پوسيله د ګرده افشانۍ له لاري روغوبوټوته انتقال شویدي اود دي بوټوڅخه بياپه وايرس اخته تخمونه لاسته راځي په دي وروستيووختوکې ښودل شوي ده چې د ګردي سره وايرس یواځې اخته تخم اونيالګى منځته نه راوړي بلکه نوربوټي هم اخته کولاى شي .سره له دي چې داخته ګردي دالقاح په نتيجه کې کم شمير ميوي توليدوي خوبياهم د يوه بوټي څخه بل بوټي ته د وايرسونودا ډول انتقال په کمه اندازه واقع کېږي اويایواځې يوڅووايرسونه په دي شکل انتقال موندلې شي .
٥- د حشروپوسيله د وايرس انتقال
په کرونده کې د وايرسونود انتقال ډيره معموله لاره د ناقلوحشروپوسيله انتقال دى دحشرويوکم شميرګروپونه د بوټي دوايرسونوانتقال کړي ،دHomoptera په اردرکې د بوټود وايرسونوډيري مهمي انتقال کوونکي حشرې شاملي دي د بوټووايرسونه په څونوروګروپونولکه :Himeptera,Thysanoptera,Coleoptera&Orthopteraکې هم بوټود وايرسونوخپرونکې حشري شته .د وايرس د مهموناقلوحشروخولې څښونکې او وهونکې يا سوري کونکې (Piercing ) وي خوهغه حشري چې ژوونکې خولي لري د وايرسونوپه انتقال کې ډيرلږ رول لري هغه حشري چې څښونکې خولي لري وايرسونه په خپلوسټايليټونو يا يي دخپل بدن په دننه کې جمع کوي اوبيا يي د خولي پوسيله بوټي ته ننباسي .ښايي ځيني وايرسونه دنقل ورکونکوژوو په بدن کې ډيرشي هغه وايرسونه چې د ژوونکوحشروپوسيله انتقال مومي د بوټو سپږۍ د څوثانيو(٣٠ يا دهغي څخه لږ) په اوږدوکې د ناروغه بوټوڅخه وايرسونه اخلي اوپه څونورثانيوکې نوروبوټوته انتقالوي .وايرسونه په حشروکې د وخت داوږدوالي ،پايښت اودهغوى پوسيله روغوبوټواخته کولوله مخي يوله بله توپيرلري اودا وخت له څو دقيقوڅخه څوساعتونوپوري رسيږي .سره له دي چې يوه حشره ښايي په يوه وخت کې د يوه څخه زيات وايرسونه ولري په عمومي توګه يومشخص وايرس د يوي حشري پوسيله انتقاليږئ په حقيقت کې یواځې څووايرسونه يودويم بي رابطي وايرس په موجوديت کې انتقاليدلاى شي له بله پلوه ښايي د وايرسونوداسي سټرينونه د حشروپوسيله په عادي توګه انتقال شي چې د نوروحشروپوسيله نه انتقاليږي .
۶- د کنو پوسيله د وايرسونوانتقال
د Eriophydae او Tetranychidae د کورنيود کنوپوسيله د بوټوډيروايرسونه انتقالیږي دا کني وهونکې ،سوري کوونکې اوڅښونکې خولي لري دهغه وايرسونوځيني ډولونه چې د کنوپوسيله انتقاليږي په سټايليټ کې وي خونوريي د بدن په دننه کې وي.
٧- د نيماتودونوپوسيله د وايرسونوانتقال
د لسو وايرسونوپه شاوخواکې دهغه دري جنسونه د نيماتودونوپوسيله انتقال مومي چې په خاوروکې د بوټود پاسه ژوندکوي ،دLongidorus اوXiphnema د جنسونونيماتودونه څوګردي وايرسونه خودTrichodorus جنس ميله شکله وايرسونه انتقالوي .د وايرسونوخپرونکې نيماتودونه داخته بوټود نيلوله تغذيي څخه وروسته د روغوبوټو نيلوته د تګ په وخت کې وايرسونه انتقالوي.
۸ـ دفنګسونوپوسيله د وايرسونوانتقال
ځيني فنګسونه لکه :Olpidiunbrassicae,Synchytriunendobiutichum,Polymyxagraminis دبوټوځيني وايرسونه له يوه بوټي څخه بل ته انتقالوي.
٩- د زيړکې پوسيله د وايرسونوانتقال
د بوټوځينې وايرسونه د زيړکې د تاو راتاو تنوپوسيله له اخته بوټي څخه روغوته انتقاليږي په عمومي توګه وايرس په غيرفعال ډول له اخته بوټي څخه د زيړکې د هستوريا له لاري دغذايي موادو د جذبولوسره يوځاى اخيستل کېږئ اوبيا د زيړکې په Phloemکې له انتقال څخه وروسته د روغوبوټودانتقالي نسجونوسره دنويوهستوريا پوسيله انتقاليږي .
د بوټود وايرسونوخا لصول
د وايرسونود کوربه حجرواجزاو څخه د وايرسونوبيلول په څولاروترسره کېږي چې د وايرسونود خالصولو(Virus purification ) په نوم ياديږي دوايرسونوخالصول د هغوى د ليدلو،اندازه کولو اومشخصو وايرسونود تشخيصولواود وايرسونود ډيرومخصوصوخواصوپه څيړلوکې اهميت لري . وايرس يوداسي کوربه کې اناکوليټ کېږي چې په لوړ غلظت سره په کې وايرسونه توليديږي ،بياپه يوه بفر محلول کې ځواني پاڼي ټکول کېږي اود بوټي شيري اود بفر د محلول سره يوځاى د ململ د فلترڅخه تيريږئ ترڅود نسجونوټوټي ورڅخه بيلي شي په لاس راوړل شوي شيره بيا ورو ورو د١٠-٣٠ د قيقوپوري د٣٠٠٠-١٠٠٠٠ په چټکتياسره سنترفيوج کېږي د فلترکولوپوسيله،دحرارت ورکولواويخولوپوسيله يا د کلوروفارم يا بيوتانول د حل شوي موادود استعمال پوسيله( چې دا ټولي عمليي د ځينو پروتينونوغيرعادي کولواوجمع کولوسبب کېږي) پاکېږي ،له دي مرحلوڅخه وروسته دغيرعادي شويو پروتينونوله منځه وړولولپاره په نوموړي شيره کې يوځل بيا يوسست سرعته سنترفيوج يا فلترکول اجراکېږي .شيره له سکرويا ځينونوروموادوڅخه تيريږي ترڅورنګه اجزاوي ورڅخه بيلي شي د شيري وروستنى اوښه پاکوالى د امونيم سلفيت د مالګي ورکولو،الکتروفوريسيزاوکروماتوګرافي اوځينونوروعمليوپوسيله کېږي،د دي لپاره چې ثبوت شي چې د خالصولودعمليوڅخه په لاس راوړل شوي مواد وايرسونه لري ياوايرسونه دي په يوه مناسب کوربه کې د هغوى اخته کوونکى خاصيت معلوميږي اويا د سيرالوجيکې يا ځينونوروطريقوپوسيله ثابتيږي.
د بوټود وايرسونوسيرولوجي
کله چې د يوه وايرس پروتين اويابل هرپردى پروتين (Antigen ) يوه تي لرونکې حيوان ( سوى ،موږک،اس) يا مرغه (چرګ،فيل مرغ) ته پيچکاري شي نود دي په نتيجه کې د ويني په سيروم کې يوډول مواد راښکاره کېږي چې دAntibody په نوم ياديږي،اوپه مشخصه توګه د پيچکاري شوي انتي جن سره تعامل کوي د دي کبله چې وايرس او د هغي انتي باډي په څه ډول اوچېرته سره يوځاى شوي دي دا ازمويني په لاندي دري ګروپونوويشل کېږي.
١- رسوب ورکول يا پريسپټيټيشن تعامل دى چې په هغي کې انتي جن اوانتي باډي په يوه محلول کې سره ګډيږي اويا د دوه داسي محلولونود يوځاى کولوپه نتيجه کې چې دوى په کې په جلا ډول موجود وي اويا دځينونوروطريقوسره انتي جن اوانتي باډي سره مخامخ کېږي.په دي ټولوازموينوکې دانتي جن اوانتي باډي تعامل د دواړود رسوب په نتيجه کې اويا د دواړود مخامخ کېدوپه ځاى کې د يوه شريک سرحد د منځته راوړلوپه نتيجه کې ښکاره کېږي. ٢- خنثى کول: په دي ازموينه کې د اخته بوټي څخه په لاسته راوړل شوي شيره کې يا د يو نقل ورکونکې حشري څخه اخيستل شوي مايع موادو کې انتي باډي اچول کېږئ چې په نتيجه کې د وايرس اخته کوونکى خاصيت له منځه وړي يا يي کموي . ٣- دComplement fixation ازموينه : دا يوه پيچلى عمليه ده چې په عادي وينه کې د يوي مادي د موجوديت په وخت کې ترسره کېږي چې دComplement په نوم ياديږي دانتي جن اوانتي باډي د تعامل لپاره ضروري وي .دا ماده د تعامل په اوږدو کې له محلول څخه په مصرف رسيږي د تعامل اندازه د دي مادي د استعمال شوي اندازي يا د هغه اندازي له مخي چې په محلول کې پاتي شوي اټکل کېږي.
بوټود وايرسونودسيرولوجي پواسطه د وايروسونوترمنځ رابطه دبوټودناروغه کوونکې وايرس تشخيص اود هغه وايرسونوڅيړل چې په کوربه کې علايم منځته نه راوړي څيړل کېږي.سيرولوجي دوايرسونودمقداري اندازي، په يوه حجره يا نسج کې دوايرس د موقعيت ورکولو،په حشروکې دبوټودوايرسونودمعلومولو اوديوه وايرس د خالصولولپاره هم استعماليداى شي.
د بوټود وايرسونونومول اوطبقه بندي
په عمومي توګه د بوټودوايرسونونومول دهغه ډيروښکاره اومهموعلايموله مخي صورت نيسي چې په هغه لومړني کوربه کې منځته راځي نوپه دي لحاظ يووايرس چې په تنباکوباندي د موزائيک ناروغي منځته راوړي د تنباکود موزائيک وايرس ( Tobacco Mosaic virus ) اوناروغي يي د تنباکود موزائيک (Tobacco Mosaic )په نوم ياديږي يوبل وايرس چې په ګلاسونوباندې حلقوي داغونه منځته راوړي د ګلاسونود حلقوي داغونووايرس( Cherry Ring spot virus ) په نوم اوناروغي يي د ګلاسونودحلقوي داغونوپيژندل دي. د وايرسونود نامګذارۍ يوعلمي دوه ګونې سيستم هم په دې وروستيوکې منځته راغلى دى چې دحيوانا تواوبوټود نامګذارۍ سره ورته دي خود هغوى په اساسا توولاړنه دى.د وايرسونودا ډول نامګذاري تراوسه نه ده عملي شوي .تراوسه پوري د ټولووايرسونود نومولوعمومي سيستم اود بوټود وايرسونود نومولوخصوصي سيستم منځته نه دى راغلى. د نامګذاري هرسيستم چې پخوا وړاندې شوې وه په کمه اندازه منل شوى اوپه پراخه پيمانه نه دى استعمال شوي د وايرسونود نومولوبين المللي کميټي په دي وروستيووختونوکې يونظر وړاندي کړي چې وايرسونه د هغوى د کوربه په لحاظ نه بلکه د وايرسونود فزيکې اوکېمياوي خاصيتونوپه اساس ونومول شي.
د دي سيستم په اساس ټول وايرسونه دvira په نړۍ پوري اړه لري په دي وايرسي نړۍ کې دوه ډويژنونه موجود دي چې د RNA او DNA د وايرسونوپه نوم ياديږي اودا هم په دي پوري اړه لري چې د وايرس نيوکليک اسيد DNA دى که RNA په هر ډويژن کې بيا د وايرسونونومول د هغوى جوړښت اومارفالوجي په اساس سرته رسيږي.
د بوټو د وايرسونوتشخيصول
که د وايرسونو د طبقه بندۍ اوسني حالت او هغه مشکلات په نظر کې ونيول شي چې د وايرسونو طبعي خاصيت معلومو ي نو د وايرسونو تشخيصول يوه پيچلي بڼه اختياروي کله چې فکر وشي چې د ناروغۍ عامل وايرس دي نود ازموينو يوه سلسله د دي وايرسونو د تشخيص لپاره ضروري ده د دي وايرس په وسيله د څوکوربه بوټو د اناکوليټ په نتيجه کې علايم منځته راځي چې د همغي په وسيله دا وايرس دغټو ګروپونو له جملي څخه په يوه پورې اړه لری لکه د مثال په توګه زيړي، موزائيکونه، حلقوي داغونه اوداسي نور.
د کوربه هغه شمير چې يو وايرس يي اخته کولي شي هغه کوربه چې يو وايرس ورباندي علايم منځته راوړلاي شي او دهغه علايمو ډول چې منځته راځي ښايي په يوه ګروپ کې د وايرس په تشخيص کې نوره مرسته هم وکړي روغ بوټي ته د وايرس په انتقال کې دا څرګنديږي چې ايا وايرس په ميخانيکې توګه انتقال مومي او که د نقل کونکو حشرو په وسيله د هرنوي خاصيت کشفول د وايرس د نور تشخيص لپاره ګټور ثابتيږي .
که وايرس په ميخانيکې توګه انتقال ومومي نود دي وايرس ځينې خاصيتونه لکه د لسو دقيقو په اوږدو کې هغه تودوخه چې دا وايرس په مکمل ډول غير فعالوي په ويټرو (vitro )کې د دي وايرس د فعال پاتي کېدلو د وخت اوږدوالي هغه ټيټ غلظت چې لاتر اوسه کوربه اخته کولاي شي وايرس د نورو ډيرو ډولونو څخه بيلوي اویواځې د يوڅو وايرسونو په ګروپ پوري يي نښلوي که چېرته په دغه مرحله کې د وايرس تشخيص ښه واضح نه شي نو د سيرولوجيکې ازموينو څخه بايد کارواخستل شي اوکه دا ازمويني مثبت وي نو دالکتروني مايکروسکوپ د مطالعي د نورو وايرسونو سره د عکس العمل اود بوټو يوشمير نورو سپيشزونو د اناکوليټ (په وایرس اخته کول ) په واسطه يو موقتي تشخيص سر ته رسيږي . د يو نوي يا يو غير معمول وايرس د تشخيص لپاره څو ګوني يا پورتنۍ ټو لې ازمويني ضروري وي او په طبیعت کې د ډيرو معمولو
وايرسونو تشخيص د هغه علايمو په وسيله کېږي چې په کوربه يا مشخص معلومونکې بوټي کې منځته راوړي د اشتباه لاندې وايرس د انتي باډي سره د يوې ځانګړي سيرولوجيکې ازمويني په وسيله يا د اليکتروني مايکرسکوپ لاندي د اخته بوټي د شيري د مطالعه کولو په وسيله تشخيصيږي .
(۵) شکل: دوایرسونو علایم د نوموړي نبات په پاڼو کې د لیدل کیږي.
د فزیکې او کیمیاوي عواملو په اساس د وایرسونو مقاومت د کوربه په خارج کې وایرسونه ډېر لږ مقاومت لري او په عمومي صورت د یولړ شرایطو لاندې د څو ساعتونو لپاره ژوند کولای شي او وروسته له هغې مري هغه شرایط چې په وایرسونو تاثیر لري په لاندې ډول دي : د دیرشو دقیقو په جریان کې مري خو ځېنې استثنات شته . ۲- کیمیاوي مالګې :- که ډای میتایل سلفاید ، مګنیشیم سلفیټ ،سوډیم سلفیټ او مګنیشیم کلوراید چې د وایرس سره یو ځای شي د یو ساعت لپاره ژوندي پاتې کیږي . ۳ – راډیو اکټيف وړانګې :- د X وړانګې او د الترا ویلیټ او داسې نورې انرژي لرونکی وړانګې په وایرس اغیزه کوي او کولای شي چې وایرس له منځه یوسي خو د ډول وایرس لپاره شعاع توپیر لري. ۴ – رنګونه :- علماو داسې نظر څرګند کړی دی چې رنګونه د نیو کلیک اسید سره تعامل کوي او په دې ترتیب سره وایرس خپل خاصیت له لاسه ورکوي او وایرس له منځه ځي. ۵ –PH :- که چیرې PH کم شي او یا ډېر زیات شي په وایرسونو اغیز لري چې له منځه یې یوسي مثلاً په داسې یو محلولو کې چې 50% ګلیسرین او یوه معمولي بکتریا چې سور ونه لري واچول شي تر ډېرو میاشتو پورې کیدلای شي او حتی تر یو کال پورې ژوندي پاتې کیږي د دې ادعا د ثبوت لپاره د نباتاتو ځینې درمل او واکسینونه په ګلسرین کې ساتل کېږي . ۶ – واکسین :- ځېنې وایرسي واکسینونه چې په منجمد شکل سره وچ شوی وي د ډېرې مودې لپاره ساتل کېږي چې د نباتاتو او حیواناتو د وایرسي ناروغیو په مقابل کې انتي باډي جوړوي او وایرس له منځه وړي. د بوټو د وايرسونو اقتصا دي اهميت وايرسونه د بکترياو ، فنګسونو او الجيو څخه نيولي تر وښو او ونو پوري د بوټو په ټولو ډولونو حمله کوي . د بوټو وايرسي ناروغۍ ښايي د بوټو پاڼو ، تنو ،نيلو ، ميوو ، تخمونو يا ګلانو ته تاوان ورسوي اود بو ټو د حاصلاتو اندازه يا جنسيت تاواني کړى د وايرسي ناروغيو ضررونه ښايي چې ډير زيات يا کم او یا د پام وړ نه وي .
د يوي مشخصي وايروسي ناروغي سختوالى د بو ټي د ورائټيو او داسي نورو عواملو په نسبت توپير لري اکثره وايروسي ناروغۍ په ځينو بوټو باندې کال په کال واقع کېږي او ډير کم تاوان ورته رسوي چې ځيني وختونه حتي هيڅ ډول ښکاره علايم منځته نه راوړي د مثال په توګه د کچالانو x ډوله وايرس پرته له دي چې د کچالانو اخته بوټي د ناروغۍ څرګند علايم وښیې د حاصلاتو نژدي لسمه برخه يي له منځه وړي .
د بوټي د وايروسونو مخنيوى
د وايرسونو د مخنيوي ډيرې لارې د قرنطين ، تفتيش ، او د سرټيفيکېټ ورکولو د سیستم په مرسته د يوي سيمي څخه د هغه د باهر ساتلو څخه عبارت د ى د علايمو د نه لرونکي کوربه موجوديت ،د انکېبوشن موده ، او په تخمونو ، زمکنيو تنو ، غوټو او د قوريي په بوټو د علايمو نشتوالى ځيني وختونه قرنطين بي ارزښته کوي. داناکولم (Anacolom) دله منځه وړلو په خاطر ځيني وختونه دکروندي څخه دناروغه بوټو دله منځه وړلو د ناروغۍ په منخنيوي کې مرسته کوي .بوټي اوهمدارنګه د ځيني وايرسونو له ېرغل څخه ساتل کېږي د ناقلو حشرومخنيوي او د هغه هرزه بوټو له منځه وړل چې د وايرس کوربه په څير وظيفه اجراکوي ښايي د ناروغۍ په مخنيوي کې مرسته وکړي . د وايرس نه لرونکې تخم ،ځمکنېو تنو ،اوزخو لرونکې لرګي استعمال د اکثره وايرسي ناروغيوپه خصوصي توګه د هغه ناروغيو مخنيوي کوي چې عامل وايرسونه يي ناقلي حشري نه لري .سره له دي چې د کوربه بوټو روغتيا او ښه وده د وايرسي ناروغيو په وړاندي مقاومت يا معافيت نه رامنځته کوي خو ارثي مقاومت لپاره د بوټو نسلګيري ډير اهميت لري او د بوټو ډيري داسي ورايتي اوس منځته راغلي دي چې د ځيني وايرسونه په وړاندي مقاومت لري که يو وايرس داسي سټرين ته داخل شي چې شديده ناروغي نشي توليدولاي نو نوموړي بوټي د سختي ناروغۍ منځته راوړونکو وايرسونو د اخته کولو په مقا بل کې معافيت پيداکوي له اخته کونو څخه د بوټو دا رنګه ژغورنه په تجربوي توګه ممکنه ده خو د نورو بوټو د تاواني کېدو اوميوټيشن له ويري په کرونده کې تر اوسه پوري نه ده استعمال شوي . کله چې وايرسونه په بوټي کې ننوځي ځينې يې د تودوخې په وسيله له فعاليت څخه غورځيږي په عمومي توګه د استراحت په حال کې تکثري برخې یې په داسې اوبو کې چې د سانتي ګراد د ٣٥ څخه تر ٤٥ درجې تودوخه ولري د څو دقيقو يا ساعتونو لپاره غوټه کېږي خو هغه بوټي چې په فعال ډول د ودې په حال کې وي په ګل خانو يا نورو ځايونو کې د ډېرو ورځو ، اونيو يا مياشتو لپاره د سانتي ګراد له ٣٥ څخه تر ٤٥ درجو تودوخې کې ساتل کېږي او په دې توګه په اکثره بوټو کې له فعاليت څخه لوییږي او بوټي په بشپړه توګه روغېږي.همدارنګه که پِه وايرس اخته بوټو د څانګو او نيلو مرستيمي برخو د څوکو له خوا ديوه سانتي متر د لسمې برخې څخه د پوره يوه سانتي متر په اوږدوالي غوڅې او کلچر شي نو بې وايرسه بوټي لاسته راځي . تراوسه پورې د بوټو د وايرسي ناورغيو د مخنيوي لپاره کېمياوي وايرس وژونکې مواد په لاس کې نشته بيا هم څوګوني مواد لکه سايتو وايرين ( sytovaran ) ( 2 _ thiouracil ) ( 8a zoo guan an ) ( 24d ) ( zinc sulfate ) او ځينې نور مواد که په پاڼه لرونکو برخو باندې د محلول په شکل وشيندل شي يا همدا محلول بوټو ته د اوبو په ډول ورکول شي او يا پکې بوټي غوټه شي نو د ناروغۍ علايم په شا تمبوي او د وايرس غلظت راټيټوي خو هغه بوټي چې په پورته ډول معالجه شوي وي له مينځه ځي . د پورتنيوموادو څخه يو يې هم په تجارتي شکل سره په کرونده کې د وايرس د ناروغيو د مخنيو ي په غرض نه دي استعمال شوي له بله پلوه د بوټي په پاڼه لرونکو برخو باندې د ځينو وده تنضيمونکو موادو لکه جبرليک اسيد شيندل د هغو اړخيزو زخو وده هڅوي چې د وايرس په وسيله تهديد شوي وي . همدارنګه که جبرليک اسيد په هغه بوټو باندې وشيندل شي چې وده يې د وايرس په وسيله کمه شوي وي بېرته ودې ته هڅول کېږي . د اوسنيو څېړنو په اساس که د داسې بوټو نيلې چې په ځينې هغه وايرسونو اخته وي چې د زېړونکو ناروغيو د مينځته راتګ سبب کېږي د ټيټراسيکلين د ګروپ د اريومايسين ( aureomycin ) او اګزومايسين ( achromycin ) د انتيبيوتيکونو په محلول کې غوټه شي او يا نوموړي انتيبيو تيکونه په ناروغه بوټې وشيندل شي نو د ناورغۍ مخنيو ى کېږي .
د تنباکو موزایک وایرس (Tobacco Mosaic Virus) د تنباکو موزایک وایرس دهغه نباتی وایرسونو له ډلې څخه دی چې په اختراع کولو سره یې په طبعي علومو کې نوې فصل پرانیستل شو. نوموړې وایرس د نباتاتو 150 جنسونه لکه : غله جات ، دوه مشیمه یي او د سبزیجاتو کورنۍ تر حملې لاندې نیسي. نوموړې وایرس د میزبان د مرګ سبب نه ګرځي بلکې د اخته کیدو خساره یې د سبزیجاتو د ترانسپورتیشن، دکیفیت خرابوالی ، د قد ټيټ والی او دهغوی د ګل نیولو اندازې د کموالی سبب ګرځي چې په دې ناروغۍ د نباتاتو د اخته کیدو راپورونه په ټوله نړۍ کې ورکړل شوی دي او نباتات یې د حملې لاندې نیولي دي. د ناروغۍ نښې نظر د نبات په نوعه پورې د اخته کیدو وخت ، دنبات عمر، دنباتاتو د غذایي موادو جذب حرارت او نور د اندازې له مخې فرق کوي د نباتاتو د پاڼو هغه برخې چې روښانه وي نسبت هغو برخو ته چې ظخیم وي د ناروغۍ نښې په کې ښې څرګندیږي معمولاً په ځوانو پاڼو کې علایم ډېر ژر څرګندیږي ولی پخو او رسیدلو پاڼو ته سرایت نه کوي .
(۶ ) شکل: د تنبا کود ناروغۍ علایم ښکاري. کله چې نوې پاڼې تولیدیږي د موزایک ناروغۍ نښې ډېر ژر انکشاف کوي د نوموړي ناروغۍ عامل (TMV) وایرس دی د تنباکو موزایک وایرس دوک ماننده شکل لري چې طول یې 300 ملي مایکرون او قطریې 15 ملي مایکرون ته رسیږي .
پورې مقاومت لري خو د نباتاتو په بقایاو او اخته شویو پاڼو کې په دیرشو دقیقو کې 120 سانتی ګراد درجو کې بیا هم کولای شي چې نباتاتو د اخته کیدو چانس پیدا کړي.
د تنباکو موزایک وایرس د نباتاتو په شیره کې د 61 اونیو پورې د بکتریاو په انزایمونو کې خپل فعالیت ته ادامه ورکوي . د تنباکو موزایک وایرس کیدای شي چې د تخم په وسیله او هم هغه پاڼې چې وچې شوی وي که په لابراتوار کې تر مطالعې لاندې ونیول شي تر پنځو کالو پورې خپل فعالیت ساتلی شي تراوسه داسې وایرس نه دی پیژندل شوی چې د خپل ژوند دوران تر اوږدې مودې پورې تیر کړي نوموړې وایرس د حشراتو په وسیله نه لیږدول کیږي د انتقال طریقه یې د نباتاتو اخته شوی شیره او د نباتاتو د پیوندولو په وسیله انتقالیږي.
هغه کروندګر چې په کروندو کې کار کوي که جامې ، بدن او نو ر سامان یې په نوموړي وایرس ککړ شي په تصادفي ډول د نورو نباتاتو سره د تماس په وخت کې نوموړې وایرس مستقیماً انتقالیږي د دې لپاره چې نوموړې وایرس نورو نباتاتو ته انتقال نشي لومړی باید هغه پاڼې چې په وایرس اخته وي د کروندو او د تخم د ذخیره کوونکو ځایونو څخه لرې واچول شي او په کروندو کې کارکوونکې باید خپل لاسونه په صابون پریمنځي. په کروندو کې میتایل بروماید کیمیاوي مواد وخت په وخت وپاشل شي ترڅو نوموړې وایرس په خاوره کې پاتې نشي .
د بادرنګو موزايک ناروغي (CMV) پيدايښت او ارزښت
د بادرنګو موزايک وایرس د نړۍ په ګوډ ، ګوډ کې موندل کېږي ددې ناروغۍ لامل وايرس دی بل وايرس په پرتله د سبو ، زينتي بوټو او نورو بوټو په يو شمېر ورايټيو باندې حمله کوي د سبو او زينتي بوټو له جملې څخه بادرنګ ، خربوزې ، کدو ، مرچک ، پالک ، رومې بانجان ، سيلري ، چغندر ، لوبيا ، د کرم د کورنۍ بوټي ، نافرمان ګلان ، ګلابي ګلان ، ز نبق ، پتوني ، جينيا يا روسي ګلان او هرزه بوټي ډېر مهم مثالونه دي چې ددې وايرس په وسيله اخته کېږي .
نښې نښانې
په کروندو کې د بادرنګو ځوان نيا لګي ډېر کم وختونه په دې وايرس اخته کېږي خو بيا هم که چېرته د ودې په لومړيو وختونو کې د بادرنګو د موزايک په وايرس اخته شي نو مشيمې يې زېړې او مړې کېږي په ځوانو پاڼو يې بې رنګه داغونه منځته راځي وده يې ودرېږي نوې منځته راغلي پاڼې يې وړې بد شکله او رنګه داغونه لري او په نتيجه کې هغه بوټي چې له دېرش سانتي مترو څخه ټيټ وي مړه کېږي .
(۷)شکل: دبا درنګو د موزایک نا روغۍ علایم په نوموړي شکل کې لیدل کیږي.
په عمومي توګه په کرونده کې دا ناروغي په هغه وخت کې پيل کېږي چې بوټي د شپږ و اونيو په شااو خوا کې عمرولري اوښه وده وکړي له اناکولېشن (Anacoliton) څخه څلور يا پينځه ورځې وروسته نوې غټېدونکې پاڼې رنګه داغونه لري بد شکله کېږي او راغونجېږي اوغاړې يې ښکته خواته راتاوېږي، ټوله وده یې په ښکاره ډول کمېږي او د پاڼو د ډنډرکو او تنې د لنډ والي او د پاڼو د وړکوالي له کبله بوټي واړه پاتې کېږي دا ډول بوټي کم شمېر غځېدونکى ډنډر همدارنګه لږ ګلان او مېوې توليدوي دا اخته بوټي د غونچو او جاروګانو په شان د ځمکې په سر لنډې او نښتې ودې منځته راوړي د اخته بوټي زړې پاڼې لومړى بې رنګه او ورپسې نيکروټيکې برخې کوي مړې شوې پاڼې د ډنډرکو پورې نښتې مخ ښکته خواته ځوړنديږي او ځېليو اکثره برخې لوڅې پاتې کېږي . او په هغو مېوو چې د اخته کېدو څخه وروسته په بوټي کې منځته راځي کم رنګه شنه يا سپين ځايونه د توربخنو شنو راپورته شويو برخو سره يوځاى ښکاره کېږي اکثره وختونه په ميوو باندې پورته خواته لوړې برخې د ميوې مخ زېږوي او شکل يې خرابوي هغه بادرنګ چې د ناروغيو په ورستيو مرحلو کې په اخته بوټي کې منځته راځي ،يو اندازه بد شکله وي خو هوار خړ بخنې سپين رنګ او ځينې غېر منظمې شنې برخې لري ،هغه بادرنګ چې په موزايک وایرس اخته وي اکثره وختونه ترېخ خوند لري او د اچار جوړونې په وخت کې نرميږي او اوبلنه بڼه غوره کوي .
د ناروغۍ عامل
د بادرنګو موزايک وايرس ( CMV ) (cucumbermosaicvirus ) د بادرنګو موزايک وايرس يو څو مخى ګرد وايرس دى چې قطر يې د ٢٨ څخه تر ٣٠ ملي مايکرون وي دا وايرس RNA لري ماليکولي وزن يې ٩ - ٨ څخه تر ٥ ر ٨٢ ميلونه ماليکولي واحدو پورې دي چې د وزن په سلو کې ٥ - ١٨ برخې RNA او ٥ - ٨٢ برخې يې پروتين تشکېلوي د تودوخې په وسيله له فعاليت څخه د ولېدو نقطه يې د لسو دقيقو په اوږدو کې د سانتي ګراد ٦٠ او ٨٠ درجو په منځ کې او د غلظت ورستنۍ نقطه يې ١ : ١٠٠٠٠ ده.
دا وايرس په اسانۍ سره د بوټي دشيرې د ډېرو حشرو په وسيله انتقالیږي.
د دې وايرس ډېر مهمې نقل کونکي حشرې د بوټو سپږۍ دي چې د ( Myzuspercicae ) او ( Aphis gospel ) په ګډون يې لږ تر لږه شپږ سپېشزونه دا وايرس نقلولى شي .ځينې ګونګټان او ځينې ملخان هم دا وايرس انتقالولې شي د ا وايرس د بادرنګو او نورو ورته کوربه په تخمونو کې نه شي انتقالېدلى خو د ځينو نورو کوربه تخمونو په ذریعه انتقالیږي .
د ناروغۍ پرمختګ
د بادرنګو موزايک وايرس په ګڼ شمېر څو کلنو هرزه بوټو ، ګلانو او کرنيزو بوټو کې ژمى تېروي چې په پسرلي کې نقل کونکی حشرې دا وايرس له دې ځايه بادرنګو او نورو حساسو کوربه و ته انتقالوي کله چې د بادرنګو څو بوټي اخته شي نو حشرې او انسان يې د کار په وخت کې په مخصوص ډول د بادرنګو د ټولولو په وخت کې نورو ډېرو بوټو ته انتقالوي د کدوانو د کورنۍ د بوټو ټوله کرونده ځېنې وختونه د لومړي حاصل له راټولو څخه وروسته ډېر ژر په موزايک وایرس اخته او زېړه معلوميږي او په ميخانيکې ډول د شيرې له لارې د دې وايرس انتقال په اغيزناک او اسان ډول سرته رسيږي. که وايرس د حشرې په وسيله او يا د شيرې له لارې انتقال شي د کدوانو د کورنۍ په ټولو کوربه و باندې سیستماتیک اخته کیدنه منځته راوړي په عمومي توګه هغه زاړه نسجونه اوبرخې چې له اخته کولو څخه مخکې يې انکشاف کړى وي د دې وايرس په وسيله نه اخته کېږي خو هغه فعالې او ځوانې حجرې او نسجونه چې له اخته کیدلو څخه وروسته منځته راځي په مختلفو اندازو اخته کېږي په اخته بوټي کې له اناکولېشن څخه وروسته تر ډېرو ورځو پورې د وايرس غلظت زياتېږي او بيا بېرته تيتيږي تر څو نبات مړ شي د واي.رس د زياتېدو دوره د تودوخې درجې سره اړيکه لري او په ټيټه تودوخه ( د سانتي ګراد ١٦ درجې ) کې دا وخت اوږد خو په نسبتاً لوړه تودوخه ( د سانتي ګراد ٢٨ درجې ) کې بيا نوموړى وخت لنډ وي په دې توګه د کوربه په ډېر شمېر ورايټۍ چې په ټيټه تودوخه کې مقاومت لري او ډېر حفيف علايم ښکاره کوي او که په نسبتاً لوړو تودوخه کې وساتل شي نو د ناروغۍ سخت علايم ښيي او يا د دې وايرس په وسيله له منځه ځي
مخنيوى
په سبو او ګلانو کې د بادرنګو موزايک ناروغي په وړاندې د مقاومو ورايټيو استعمال د هرزه بوټو له منځه وړل چې د کوربه په څېر وظيفه اجرا کوي ا و دنقل کونکو حشرو کنټرول د دې ناروغۍ مخنيوى کوي په هغه کوربه کې چې دا وايرس د تخمونو له لارې انتقاليږي نو د وايرس څخه پاک تخمونه بايد وکرل شي . بزغلى بايد د نورو بوټو لکه جريبن ، زنبق او د بادرنګو څخه چې ښايي وايرس ولري جلا وساتل شي او د داسې حساسو بوټوسره نږدې ونه کرل شي چې وختي کرل شوې وي څو کلن هرزه بوټي بايد په ګل خانو، باغونو او کروندو کې بېخي له منځه يوړل شي ترڅو د انا کولم سرچېنه له منځه لاړه شي او د نقل کونکو حشرو او شيرې په وسيله نوموړى وايرس نوي کرل شويو بوټو ته انتقال نه شي له هغه ځايه چې اکثره وخت اخته کوونکې د حشرو په وسيله پيل کېږي د فصل په لومړيو کې د بوټو د سپږو او د بادرنګو د ګونګټانو د له منځه وړلو لپاره د حشره وژونکو موادو استعمال ډېره مرسته کوي ځکه دوى نه شي کولاى چې وايرس ځوانو او چټکې ودې لرونکو بوټو ته انتقال کړي .
د جوارو وایرسي ناروغي په جوارو کې تراوسه پورې د 20 څخه زیاتې وایرسي ناروغۍ راجستر شوی دي چې د دې ناروغیو زیات شمېر په خاره او نیمه خاره سیمو کې لیدل شوی دي د ډېرو مشهورو ناروغیو څخه د جوارو د پاڼو کرښې کرښې کیدل دي . دا ناروغي د امریکا او افریقا په زیاتو سیمو کې څرګندې شوی دي دا ناروغي د لومړي ځل لپاره د نبات په لاندنیو برخو کې ښکاره کیږي وروسته په ځوانو پاڼو کې د وړو او ګردو داغونو په څیر چې ډېرې وخت زیړ رنګه ،بې رنګه او یا کم شین رنګ لرونکی وي منځته راځي ورپسې دغه داغونه غټیږي او کرښې جوړوي او د جوارو ټوله پاڼه نیسي د دې څخه وروسته ناروغي نورو پاڼو ته سرایت کوي او په پاڼو کې اوږدې کرښې منځته راوړي زیات وخت دا کرښې د اساسي رګونو په امتداد وي د دې کرښو اوږدوالی له بل څخه ډېر توپير لري د څو ملي مترو څخه نیولې تر څو سانتي مترو پورې رسیږي د ناروغۍ عامل (MazStrenk Virus) په نوم یادیږي دا وایرس عموماً د تخم او میخانیکې اناکولیشن په وسیله نه انتقالیږي معمولاً د Cicadulina Kabila CicadulinaNicholsi او Ciadulinazeca حشرو په وسیله انتقال مومي او یا د خاورې د محلول په وسیله د نبات په ترشحاتو کې روغ نبات ته انتقال شي .
(۸) شکل: کې د جوارو وایروسي نا روغې علایم د جوارو په پا ڼو او دانو با ندې ښکا ري.
همدارنګه د نامکمل او وراسته شویو نباتاتو په وسیله د یو وخت څخه بل وخت ته او یاد یو نبات څخه بل نبات ته انتقال شي د ناروغیو زیان د جوارو د ترانسپورتیشن د کیفیت د خرابوالي د نبات د قد ټیټوالي لامل ګرځي په دې ناروغۍ کې پاڼې وچیږي او د تخم دغضوي تیزابونو او قندونو اندازه کموي دجوارو دانې اکثره وړې وي او په کمه اندازه جوړیږي چې د 50% پورې د حاصل د کموالي سبب ګرځي .
اوسنۍ څیړنې ښیي چې د زیاتو منرالي سرو کارونه د فصل په لومړی نیمایي کې ناروغۍ زیاتوي دا په دې خاطر چې د کلوروفیل د جوړیدو به اساس په پاڼه کې د ناروغۍ نښې هم زیاتیږي،په اوسني وخت کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د جوارو او نورو سبزیجاتو لکه د رومي بانجانو د نوې صوروتونو څخه چې د تمباکوموزایک ناروغۍ په مقابل کې لوړ مقاومت لري دا ناروغي د Listochka په نوم یادیږي.
د شفتالو موزایک وایرسي ناروغي
دا یوه وایرسي ناروغي ده چې د شفتالو په پاڼو کې د (Chlerosis) داغونو د رامنځته کیدو او د پاڼې د شکل بدلون د دې ناروغۍ اساسي نښې دي په دې کې هم د شفتالو نباتات په ښه توګه وده نه کوي او اکثراً ټیټ قدی پاتې کیږي د ناروغۍ عامل (Oa Mosaic Virus) په نوم یادیږي نوموړې وایرس د کنو په وسیله انتقالیږي او عموماً د هغو علفوي نباتاتو په وسیله چې د حیواناتو د تغذیي لپاره د ژمي په موسم کې ساتل کېږي نوموړې وایرس هم د یو موسم څخه بل ته ځان ساتي بله ناروغي چې په شفتالو کې موزایک په نوم یادیږي اکثراً د پاڼو په رګونو حمله کوي په دې خاطر د شفتالو د پاڼو درګونو د موزایک ناروغۍ په نوم یادیږي.
د ناروغۍ مشخصی نښې دا دي : د پاڼو درګونو دزیړوالي برسیره په ناروغه نبات کې د غوټۍ نیولو اندازه د 3 – 4 ځلې کمیږي او د ناروغۍ عامل د Red Clover Vein Mosaic Virus په نوم یادیږي چې د (Rifolium Virus – 2weiss) په نوم هم یادیږي دا هم میله شکله وایرس دی او د شفتالو سربیره نور علفوي او نخود هم د دې په وسیله اخته کیږي خپریدل یې معمولاً دکنو په وسیله کیږي.
پایله وایرسونه واړه موجودات دي چې د عادي مایکروسکوپ لاندې نه لیدل کیږي او یوازې د الکترو مایکروسکوپ لاندې لیدل کیږي. وایرسونه د ژوندیو حجرو په دننه کې ډیرښت کوي او د ناروغۍ د منځته راوړلو توان لري ټول وایرسونه داخلي پرازیتونه دي او په ټولو ژوندیو اجسامو په ځانګړي ډول د یو حجروي کوچنیو نباتاتو څخه نیولې تر غټو نباتاتو پورې ډول ډول ناروغۍ منځته راوړي .وایرسونه په نباتاتو حمله کوي او ځېنې مایکروسکوپي موجودات لکه بکتریا د حملې لاندې نیسي د ټولو هغو وایرسونو له جملې څخه چې ترنن پورې پیژندل شوي دي د نیمایې څخه زیات یې په نباتاتو باندې حمله کوي او د هغوی د ناروغۍ سبب ګرځي . کیدای شي چې یو یا څو وایرسونه په یو یا څو ګونو بوټو باندې حمله وکړي او په همدې ډول یو بوټې هم کیدای شي چې په یویا ډول ډول وایرسونو تر حملې لاندې راشي . سره له دې چې نباتي وایرسونه د ناروغیو لاملونه دي او د نورو ژوندیو موجوداتو په څیر فعالیتونه او ډېرښت لري دکیمیاوي مالیکولونو په څير هم تر څیړنې لاندې نیول کیدای شي د وایرسونو ډېر ساده شکل چې د نیو کلیک اسید او د پروتین څخه داسې جوړ شوی دی چې پروتین د نیو کلیک اسید ګرد چاپیره واقع دی. نباتي وایرسونه ډول ډول شکلونه لري اکثره یې د میلې په شکل او یاد څو مخې کتلو په شکل واقع کیږي په هر وایرس کې یواځې یو ډول پروتین موجود وي خو ځېنې غټ وایرسونه ممکن څو ډوله پروتینونه لري چې هر یو یې جلا جلا فعالیت لري . وایرسونه ویشل کیږي او هیڅ ډول تکثري ساختمانونه لکه سپورونه هم نه تولیدوي بلکې هغوی د کوربه حجرې داسې هڅوی چې وایرس ډېر کړي وایرسونه د حجرو او د موادو اخیستلو یا تاکسینونو په واسطه د هغوی د ژولو له لیارې د ناروغۍ د منځته راوړلو سبب نه کیږي بلکې د کوربه د حجرې میتابولیزم کې داسې بدلون منځته راوړي چې په تنیجه کې د غیر عادي موادو او شرایطو د منځته راوړلو لپاره وهڅیږي چې پخپله د حجرو او یا د ټو ل ژوندي جسم د ژوند لپاره مضر وي.
سپارښتنې
۱ – دا چې نباتات زمونږ په ژوند کې ستررول لوبوي ټول هېوادوال او په خاص ډول کروند ګر دې د نباتاتو روزنې او پالنې ته خاصه پاملرنه وکړي.
۲ – هغه عوامل چې نباتات د ګواښ سره مخامخ کوي لکه : حشرات ، مایکرو ارګانیزمونه، ځینې کیمیاوي درمل ، د تودوخې درجه ، خاوره ، هوا ، اوبه او رڼا د وایرسونه او داسې نورو عواملو له خطر څخه نبات وساتل شي.
۳-هرزه بوټي له منځه وړل چي د وایرس د کوربه په څير وظیفه اجرا کوي ښایې د ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.
۴ – دولت باید د وایرس نه لرونکي تخم کرلو ته زمینه برابره کړي.
۵ – کروندګر دې خپلو ځمکو او کروندو کې ځینې کیمیاوي مواد لکه سايتو وایرین (Sytovairan) په پاڼه لرونکو نباتاتو باندې وخت په وخت وپاشي.
۶ – د هغو بوټو ریښې او پاڼې چې په وایرس اخته وي لومړی باید د انتی بیوتیکونو په محلول کې غوټه او وروسته د کروندو څخه لرې وغورځول شي .
۷-کروندګر باید خپل هغه کالي چې په کروندو کې یې کاروي وخت په وخت پاک کړي ترڅو د وایرسي ناروغیو د انتقال مخه ونیول شي.
۸ – د تخمونو زیرمه کول په هغه ځای کې وشي چې په وایرسي ناروغیو ککړې جامې ،لوښي او خاوره موجوده نه وي.
ومن التوفیق
اخځلیکونه
۱ – احسان الله .(۱۳۶۶).نباتي ناروغۍ . کابل پوهنتون.
۲ – ارمان، محمد حسین . (۱۳۹۰ ) . وایرولوژي. ننګرهار پوهنتون .
۳ – بابکرخیل، بادشاه خان . (۱۳۷۹ ). مایکروبیولوژي. ننګرهارپوهنتون .
۴ – دوست، دوست محمد .(۱۳۸۰) . مایکرو بیولوژي. ننګرهار پوهنتون .
۵ – نوښت، نور آغا . (۱۳۹۰ ) . دنباتاتو وایرسونه. ننګرهار پوهنتون .
6 Long. (1972).Medical Micro Biology. Loziana University (USA).