ناپېيلې هېوادونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ناپېيلې هېوادونه دغه اصطلاح په هغو هېوادونو اطلاق كېږي چې د خيتځ او لويديځ تړونونو څخه د مستقل سياست پېروي كوي. په عمومي ډول ناپييلي هېوادونه هغو هېوادونو ته ويل كېږي چې د ختيځ او لويديځ بلاك هېوادونو د سياست تابع نه وو، مستقل خارجي سياست يې درلود. يا په بله ژبه د دواړو بلاكونو په وړاندې يې تعهد نه درلود. ناپېيلي هېوادونه د ختيځ او لويديځ بلاك په څېر نظامي او سياسي اتحاديه نه وه او ددې دواړو بلاكونو په وړاندې يې كوم نظامي تړون نه درلود، يوازې يې د يوې اخلاقي قوې په توگه په بين المللي سياست كې نفوذ درلود. ناپېيلي هېوادونو د كپيټاليزم او كمونيزم په وړاندې كومه گډه مشخصه ايډيالوژي نه لرله. بلکه مختلفوهېوادونو مختلف ايډيالوژيك تمايلات او مختلف سياسي رژيمونه لرل. ددې هېوادونو د ناپېيلتوب سياست د دوى په خپلو ملي منافعو، له نړيوالې جگړې څخه د ځان ساتنې، په نظامي تړونونو كې د نه گډون او د نړيوال بحران د تخفيف په لزوم اتكاء لرله.