ناومي انډرسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ناومي انډرسن
ناومي انډرسن
ناومي انډرسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱ مارچ ۱۸۴۳[۱]
د مړينې نېټه 9 جون 1899 (56 کاله)[۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۳]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۳][۴]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ناومي بومېن ټالبرټ انډرسن (۱۸۸۳ز، د  مارچ ۱نېټه – د  ۱۸۹۹ز کال د، د جون۹مه نېټه) يو افريقايي الاصل امريکايي د ښځو د رايې کارولو حق پلوې، اعتدال پلوې مشره، د مدني حقونو فعاله او ليکواله وه، چې په ۱۸۷۰ ز لسيزه کې يې د ټولو جنسونو او نژادونو لپاره د برابرو حقونو پلوي وکړه. هغې شعرونه وليکل او د هغو افريقايي الاصل امريکايي مېرمنو د تجربې په اړه روښانه کوونکې ويناوې وکړې، چې تر اوسه د رايې کارولو د نه وړتيا له مخې وينځې (غلامانې) وې. انډرسن له غورځنګ سره د هغې د ونډو او مرستو له امله، د ښځو د رايې کارونې له نورو پلويانو نه د پام وړ ستاينه تر لاسه کړه. [۵][۶]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

انډرسن له خپلواکو تور پوستو مور او پلار Elijah او Guilly Ann Bowman نه د انډيانا په مشيګن ښار کې زېږېدلې ده. Bowmans په مشيګن ښار کې يو له دوو کورنيو نه وو، چې انډرسن په کې د انډيانا له بېلو شويو دولتي ښوونځيو نه منع شوې وه. مور يې هغې ته يو خصوصي زده کړيز پروګرام وټاکه، چې انډرسن په کې د خپلې ليکنې مهارتونه پياوړي کړل. کله چې د مشيګن ښار سپين پوستې ټولنې په شاعرۍ کې د هغې وړتيا ته پام شو، نو ورته د ۱۲ کلنۍ په عمر پخواني ښوونځي کې چې ټول سپين پوستي وو، اجازه ورکړل شوه. مور يې په ۱۸۶۰ ز کال کې وفات شوه او پلار يې پر زده کړو باندې لکه د دې د مور غوندې ورته ټينګار ونه کړ، بلکې هغه يې کالج يا پوهنځي ته له تللو نه لرې وساتله. [۷]

واده کړی ژوند او کورنۍ[سمول]

ناومي د ۲۰ مې کلنۍ په عمر له ويليم ټالبرټ (William Talbert) سره واده وکړ، چې د انډيانا د Valparaiso سيمې يو نايي (ډم) و. له واده نه وروسته له دوو مياشتو نه په لږه موده کې بېرته مشيګن ښار ته د خپلې يوازينۍ خور د ښخولو په نيت ستنه شوه. تر هغې په مشيګن کې وه، چې خپل لومړنی زوی يې هم دفن کړ. ورور يې له دې وړاندې وفات شوی و، چې د فلوریدا په جېکسونويللي (Jacksonvelle) کې يې په Union Army [ائتلاف پوځ] کې خدمت کاوه. [۸]

انډرسنن په ۱۸۶۸ ز کې له خپل خاوند، زوی او پلار سره شيکاګو ته کوچ شوه، چې خپل فعاليت يې په کې پيل کړ. له يو تدريسي سياحت نه لږ وروسته له خپلې کورنۍ سره د اوهايو ډيټون (Dayton) ته لاړه. له هغې وروسته نوموړې د اوهايو په سيسيناتي کې ژوند وکړ او د خپل خاوند د روغتيايي حالت له خرابېدو نه وروسته يې د وېښته جوړونې (سينګارولو) سوداګري زده کړه او او له خپلې کورنۍ سره د اوهايو پورټسموت (Portsmouth) ته کډه شوه. انډرسن هلته د خپلې کورنۍ د ملاتړ په موخه کار وکړ او د کوچنيانو يو کور يې برابر کړ [وړکتون]. هغې د څلورو مياشتو لپاره ياد کور اداره کړ، مګر د لږې تنخوا او کورني مسووليتونو له امله يې کار پرېښود. نوموړې د ازموينه اخېستونکو له مديره پلاوي نه بريالۍ او د خپل خاوند د مرګ په وخت (۱۸۷۷ز) کې د ښوونکې په توګه وګومارل شوه. [۸]

هغه په ۱۸۷۹ ز کې بېرته د اوهايو کولمبس (Columbus) ته لاړه او د ويښتانو د سينګار خپله سوداګري يې جوړه کړه. په ۱۸۸۱ ز کې يې له دويم خاوند Lewis Anderson سره واده وکړ او کولمبس ته نږدې يوې کروندې ته ګوښه شول [هلته يې ژوند کول غوره کړل]. انډرسن په پای کې Wichita Kansas ته په ۱۸۸۴ ز کې کډه وکړه، چې خاوند يې په کې يو د بانک يو بريالی مامور و. [۸]

ناومي په شيکاګو[سمول]

ناومي په شيکاګو کې د سترو عبادتځايونو له نړيوال سازمان سره او وروسته اعتدال ته د ودې ورکولو په موخه د ښځو د عيسوي اعتدال ټولنې (Women's Christian Temperance Union) سره رضاکاره شوه. هغې ډېر ژر د ښځو د رايې کارونې حق په اړه وينا کول پيل کړل، چې پيل يې په ۱۸۶۹ ز کال د ښځو حقونو په لومړني کنوانسيون کې (ناسته) وکړه. نوموړې په ۱۸۶۹ ز کې د انډيانا د سويلي Illinois او اوهايو کې د وينا کولو يو ګرځښت (سياحت) برابر کړ. له ۱۸۶۹ ز نه د ۱۸۷۰ز  لسيزې تر پايه يې د ښځو، عيسويت او اعتدال په اړه د Chicago Tribune او Dayton Journal په ګډون ورځپاڼو لپاره مقالې وليکلې. انډرسن په ۱۸۷۶ ز کې د متحده ايالتونو د سلمې کليزې لپاره يو شعر وليکه. دې چارې د نوموړې عيسوي ايمان منعکس کړ، چې هغو مشرانو ته مننه وه چې د غلامۍ لغوه کول يې رهبري کړل او هيله يې لرله چې افريقايي الاصل امريکايان به خپل ملت ته خدمت وکړي، زده کړيزې موکې به تعقيب کړي او زموږ له ناڅرګندوالی به استعدادونه پورته کړي. [۸]

له خپل دويم خاوند سره Wichita ته په تللو باندې، ناومي د «يوې ويناوالې، شاعرې او د ښځو حقونو د يوې مدافع په توګه» پېژندل کېده. هغې وموندل چې: هغو سپين پوستو مېرمنو چې د کوچنيانو يو کور يې برابر کړی دی، د تور پوستو کوچنيان به ونه مني، نو انډرسن د تورپوستو ښځو يوه شورا ترکيب کړه او يو «خپل کور» يې تنظیم کړ. [۸]

هغه وخت چې انډرسن په ۱۸۹۰ز لسيزه کې په سانفرانسسکو کې ژوند کاوه، د ملت د لومړني دولتي ښځو د رايې کارولو حق يوې ټول پوښتنې لپاره د کمپاين (مبارزې) په موخه يې د سپين پوستو د رايې کارولو د حق پلويانو سره کار وکړ. Susan B. Anthony او Elizabeth Cady Stanton دواړو فعالانو له غورځنګ سره د انډرسن د مرستې له امله ورنه مننه او ستاينه وکړه. د انډرسن په روښانه ډول (فصيح او بليغ ډول) وار له مخه غلام شويو سړو ته وينا وکړه او ورنه يې د دې منل وغوښتل، چې افريقايي الاصل امريکايي مېرمنې به تر هغه وخته پورې غلامانې (وينځې) وي؛ چې تر څو يې د رايې کارولو حق نه وي ترلاسه کړی. [۹][۱۰]

سرچینې[سمول]

  1. https://awpc.cattcenter.iastate.edu/directory/naomi-bowman-talbert-anderson/
  2. سرليک: San Francisco Call او The San Francisco Call
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
  4. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — دوتنه: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
  5. Carter, Linda M. (1996). Notable Black American Women, Book 2. Detroit: Gale Research Inc. د کتاب پاڼي 11–12. د کتاب نړيواله کره شمېره 0810391775. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Mead, Rebecca (2018). How the vote was won : woman suffrage in the western United States, 1868-1914. New York University Press. د کتاب پاڼي 89. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0814756768. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hine, Darlene Clark. "Anderson, Naomi". Facts On File Encyclopedia of Black Women in America: The Early Years, 1617–1899. Facts on File, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ ۸٫۴ Majors, Monroe A. (c. 1893). Noted Negro women:their triumphs and activities. Chicago. د کتاب پاڼي 82–87. hdl:2027/yale.39002000950411. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mead, Rebecca (2018). How the vote was won : woman suffrage in the western United States, 1868-1914. New York University Press. د کتاب پاڼي 89. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0814756768. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hine, Darlene Clark. "Anderson, Naomi". Facts On File Encyclopedia of Black Women in America: The Early Years, 1617–1899. Facts on File, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)