ناورین‌پالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نږدې په ټوله نړۍ کې په ځمک‌پېژندنه/جیولوژي کې ناورین‌پالنه هغه نظریې دي چې له مخې یې ځمکه تر ډېره د لنډمهاله، ناڅاپي او له تاوتریخوالي سره مل پېښو په واسطه جوړه شوې. دا له انډول‌پالنې (ځينې وختونه د سوکه‌پالنې په نوم هم یاديږي) سره چې له مخې يې ورو زیاتېدونکي بدلونونه، لکه شړېدل او د ځمکې ټولې جیولوژیکي ځانګړتیاوې رامنځته کېږي په ټکر کې ده. د انډول‌پالنې پلویان باوري وو چې اوس مهال د «تېر مهال کلۍ ده» او د ځمک‌پېژندنې ټولې پروسې (لکه شړېدل) په تېر وخت کې هغه څه ته ورته دي چې نن یې لیدلی شو. د ناورین‌پالونکو او انډول‌پالونکو تر منځ د ۱۹مې پېړۍ د مناقشو راهیسې د جیولوژيکي پېښو ډېر جامع او متحد لیدلوری رامنځته شوی، چې په هغه کې علمي اجماع دا مني چې ځينې ناورين‌پاله پېښې په جيولوژيکي تېر مهال کې پېښې شوې دي، خو دا د پېښېدونکو طبعي پروسو د سختو مثالونو په توګه د تشرېح کېدو وړ دي. [۱]

د ناورین‌پالنې پلویان وړاندیز کوي چې هر جيولوژیکي دور له تاوتریخجنو او ناڅاپي طبعي ناورینونو لکه سترو سېلابونو د لویو غرونو د رامنځته کېدلو له لړۍ سره پای ته رسېږي. د نړۍ په هغو برخو کې چې دا ډول طبعي پېښې په‌کې پېښې شوې هلته ژوند کوونکي بوټي/ نباتات او ژوي ورک/منقرض شوي او په ناڅاپي ډول له نویو سره بدل شوي چې فوسیلونو یې جیولوژیکي قشر مشخصاوه. ځينې ناروین پالانو هڅه کړې چې لږ تر لږه يو دا ډول بدلون په سپېڅلې کتاب کې د نوح (ع) له توپان سره وتړي.

فرانسوي ساینس‌پوه ژرژ کوويېر (زوکړه ۱۷۶۹ – مړینه ۱۸۳۲) د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د ناورین‌پالنې مفهوم دود کړ. هغه وړاندیز وکړ چې د ژوند نوې بڼې تر سیمه‌ييزو سېلابونو وروسته له نورو سیمو څخه راکډه شوې دي او هغه په‌خپلو علمي لیکنو کې له مذهبي یا میتافزیکي اټکلونو څخه ډه‌ډهوکړه. [۲][۳]

تاريخچه[سمول]

جیولوژي او د سپېڅلو اسماني کتابونو باورونه[سمول]

د ځمک‌پېژندنې/جیولوژي په لومړنۍ پراختیا کې په یوه ډېره مسیحي لویديځه ټولنه کې د نړیوال سېلاب (هغه لوی توپان چې مسلمانان یې د نوح (ع) د توپان په نوم پېژني) او د ځمکې د رامنځته کېدلو د پروسو په اړه د نویو مفاهمو د وړاندې کولو له لارې د سپېڅلي کتاب (انجیل) د روایاتو د پلي کولو لپاره هڅې وشوې. د نوح (ع) د دې لوی توپان د نورو لرغونو کیسو/اسطورو کشف د دې موضوع د تشرېح په توګه په پام کې ونیول شو، دا چې د سېلاب کیسه «ولې د يونان‌یانو تر منځ له ډېرې حیرانتیا سره په علمي میتودونو کې تشرېح شوې ده»، یوه بېلګه يې له لوی توپان څخه د تاريخ‌پوه پلوتارک روایتونه دي.  [۴]

کووېير او طبعي علم‌پوهان /مجتهدین[سمول]

د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د ناورين‌پالنې اصلي ملاتړی فرانسوی اناتومي‌پوه او لرغون‌پوه ژرژ کووېیر و. د هغه انګېزه د ورکو شویو بېلګو او ځای‌ناستو ځناورو تشرېح وه چې هغه او نورو په فوسیلي ريکارډونو کې ليدل. حال دا چې هغه داسې اټکل کاوه چې ناروين‌پالنه په اېورېژا کې ښايي په لږ ژورو سیمو کې د سیند د سېل وهنو په واسطه د وروستیو ورکېدنو/انقراضونو مسؤله وي، خو د نوح (ع) توپان ته يې هېڅ اشاره هم ونه کړه. هغه هېڅ‌کله کوم الهي خلقت ته د داسې میکانیزم په توګه اشاره نه ده کړې چې په ترڅ کې يې د انقراض تر پېښو وروسته د نفوس بیا ځاي پر ځای کېدل پېښېږي. کووېیر په حقیقت کې د روښانګرۍ او د فرانسې د انقلاب د فکري فضا تر اغېز لاندې د مذهبي یا میتافزیکي اټکلونو له وړاندې کولو څخه په‌خپلو لیکنو کې ډه‌ډه کړې. کووېیر همدرانګه باوري و چې د ستراتيګرافۍ ریکارډونه د دغه ډول څو انقلابونو پېښېدل ښيي او هغه دا د ځمکې د عمر د تاريخ په بهیر کې د ثبات د اوږدو فاصلو تر منځ پرلپسې طبعي پېښې بللې. دې چارې هغه په دې باوري کړ چې ځمکه څو میلیون کاله لرغونتوب لري.  [۵][۶][۷]

د دې خلاف په بریتانیا کې، چېرته چې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې طبعي الهیات اغېزمن وو، د وېليم باکلنډ او رابرت جېمسون په ګډون یوه ډله ځمک‌پوهانو د کووېیر کار بل ډول تعبیر کړ. کووېیر د خپلو مقالاتو د ټولکې په سریزه کې چې د فوسیلي چارپایانو په اړه يې لیکلي وه د ناورين‌پاله ورکېدنې په اړه د خپلو نظریو په اړه بحث کاوه. جېمسون د کووېیر مقاله انګلیسي ته وژباړله او د ځمکې د نظریې له سرلیک سره یې خپره کړه. نوموړي په ژباړه کې د سرمقالې پراخ یادښتونه ورزیات کړل او د کووېیر وروستي انقلابونه یې په څرګند ډول د سپېڅلي کتاب له سېلابونو سره وتړل. ترلاسه شوې مقاله په انګلیسي ژبې نړۍ کې خورا اغېزمنه وه. باکلنډ د خپل ژوند د لومړیو کلونو ډېره برخه د ځمک‌پېژندنې د شواهدو په کارولو سره د سپېڅلي کتاب د ريښتیاوالي په اثبات کې تېره کړه. هغه تر ډېره د کووېیر پر اثارو تکیه کوله، که څه هم کووېیر د محدودې جغرافیې او اوږد مهال سېلاب وړاندیز کړی و، حال دا چې باکلنډ د سپېڅلي کتاب له روایتونو سره له لنډمهال نړیوال سېلاب څخه ملاتړ کاوه. باکلنډ په پای کې د سېلاب جیولوژي د لوېيس اګسټر د کنګلي نظریې په ملاتړ تر هغې وروسته پرېښوده چې اګستر له الپ غرونو څخه تر ليدنې وروسته د کنګل کېدنې اغېزې لومړی لاس ثابتې کړې. په پای کې په نولسمه پېړۍ کې د ناورين‌پالنې اړوند د جېمزسون، باکلنډ او د طبعي الهیاتو د نورو پلویانو اغېز د اروپا د نورو برخو په پرتله په بریتانیا کې ډېر پیاوړی مذهبي رنګ خپل کړ.   [۸][۹][۱۰]

په ځمک‌پېژندنه/جیولوژۍ کې د ناورين‌پالنې راڅرګندېدل[سمول]

د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې د رسوبي پرښو د رامنځته کېدلو او د جیولوژیکي دور د پراخې برخې د پوهې یا په مفهومي ډول د [1]ژور مهال د پېژندلو په اړه ورته توضیحات د جېمز هاټون په لیکنو کې چې ځینې وختونه د جیولوژۍ د پلار په توګه پېژندل کېږي پيدا شول. ځمک‌پېژاند چارلز لېل د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمه برخه کې د هاټون د نظریو پر بنسټ خپل کار پیل کړ او د انډول نظریې په ملاتړ يې لیدنې/مشاهدات راټول کړل چې له مخې يې د ځمکې ځانګړنې د ځمک‌پېژندنې د هم‌هغه پروسو په واسطه جوړې شوې چې اوس‌مهال يې په ورو ورو په یوه ډېره اوږده مهالنۍ دوره کې لیدلی شو. لېل خپلې نظریې په ۱۸۳۰ لسیزه کې په یو درې ټوکه/جلد اغېزمن اثر کې خپرې او وړاندې کړې، چې د کووېیر او باکلنډ په څېر د ناورین‌پالنې د پلویانو له‌خوا د ځمکې د ناببره بدلونونو په اړه وړاندې شوې نظریې يې وننګولې.    [۱۱]

له ۱۸۵۰ څخه تر ۱۸۸۰ پورې، ډېری ځمک‌پېژاندان[سمول]

د انډول‌پالنې («اوس‌مهال د تېرمهال کلۍ ده») او سوکه‌پالنې/تدریجیزم (جیولوژیکي بدلونونه په سوکه ډول په اوږدو مهالنیو دورو کې پېښېږي) تصویبېدل او د دې نظریې ردول چې ناورین‌پاله پېښې لکه زلزله او د اورغورځوونکو راخوټېدنه یا له اوس څخه ډېرو ځواکمنو لیدل شويو سېلابونو اوس‌مهال د ځمکې د سطحې په جوړولو کې اړین رول لوبولی دی. د دې پر ځای هغوی باوري و چې ځمکه د اوږدمهاله قوو لکه اور غورځونې، زلزلو، شړېدلو او رسوب په عمل کې رامنځته شوې چې اوس‌مهال يې موږ په عملي ډول لیدلی شو. د ځمک پېژندونکو ردول تر یوې کچې له دې باور سره پياوړي شول چې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې ناورین‌پالان په دې باور و چې خدای په مستقیم ډول د ځمکې د تاريخ په تعینولو کې برخه لري. د ناورین‌پالنې اړوند ځينو نظریو په نولسمه پېړۍ او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې له دین سره تړاو درلود او ځينې وختونه د ناورین سرچینې د طبعي پېښو پر ځای معجزه‌ډوله بلل کېدې.     [۱۲]

د انډول‌پالنې ډېروالي د نوي ناورین په اړه د یوې نظريې وړاندې کول ډېر ستونزمن کړل. جې هارلن برېټز په ۱۹۲۳ کال کې د [2]چينلي سکابلنډونو په اړه چې د متحده ایالاتو په واشنګټن کې د میسولا د کنګلي جهیل په واسطه رامنځته شوي وو یوه مقاله خپره کړه. برېټز د جیولوژۍ د رامنځته کېدو له ورځې راهیسې د خپلو نظریو پر وړاندې له مقاومت سره مخ شو او څلوېښت کلن سخت بحث یې پيل کړ. برېټز په پای کې په ۱۹۷۹ کال کې د امریکا د ځمک‌پېژندنې د ټولنې تر ټوله لوړه جایزه؛ د پېنروز مډال ترلاسه کړ. [۱۳]

سرچينې[سمول]


[1]  د جيولوژیکي دور د معرفي کولو اصطلاح، ژباړن

[2] له یو بل سره نښلېدلي له وچ سېلاب څخه پاتې شوي کانالونه چې په بشپړ ډول وچه او بې خاورې سیمه وه، ژباړن

  1. Turney, C.S.M.; Brown, H. (2007). "Catastrophic early Holocene sea level rise, human migration and the Neolithic transition in Europe". Quaternary Science Reviews. 26 (17–18): 2036–2041. Bibcode:2007QSRv...26.2036T. doi:10.1016/j.quascirev.2007.07.003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Harvardnb
  3. Rudwick 1972, pp. 133–134
  4. کينډۍ:Harvardnb
  5. Rudwick 1972, p. 131
  6. Rudwick 1972, pp. 133–134
  7. کينډۍ:Harvardnb
  8. Rudwick 1972, p. 135
  9. Rudwick 1972, pp. 133–135
  10. Rudwick 1972, pp. 136–138
  11. Rudwick 1972, pp. 174–175
  12. Rudwick 1972, pp. 174–179
  13. Penrose Medal 1979 to J Harlen Bretz, Geological Society of America