ناشونی توب (ناممکن والی)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ناشونی توب (Impossibilism) هغه مارکسیستي نظریه ده چې د کپیټلېزم تر رهبرۍ لاندې په محدودو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اصلاحاتو ټینګار کوي. د یوې نظریې په توګه، ناشونی توب د باثباته سوسیالیزم په موخه د دغه ډل اصلاحاتو د پلي کېدو په لار کې د کپیټلېزم د پیاوړی ملاتړ معکوس بولي. د ناشوني توب نظریه په دې بنسټ ده چې په کپیټلېزم کې اصلاحات، سوسیالېزم ته د لاسرسي له موخې سره بې اړیکې او په بشپړ ډول معکوس دي او نه باید د سوسیالیستي پالیسو ټول پام ورته واړول شي. [۱]

د ناشوني توب پلویان ټینګار کوي چې سوسیالیستان باید د ټولنیزو اصلاحاتو پر ځای په لومړیتوبنو یا په ټولنه کې په جوړښتي بدلونونو (ځینې مهال ورته د «انقلابي بدلونونو» اصطلاح کارول کېږي) تمرکز ولري. دوی باور لري چې انقلابي چارې په خپله د سوسیالیزم د رامنځته کېدو لپاره عملي لار ده، له همدې امله ناشوني توب د اصلاحاتو راوړونکو سوسیالیستي ګوندونو سره مخالف باور لري. هغه ګوندونه چې د عامه ټولنیزو اصلاحاتو (لکه د هوسا دولت) د رامنځته کولو له لارې د سوسیالېزم لپاره د ملاتړ ترلاسه کولو په لټه کې دي. همدارنګه دا د هغو کسانو پر خلاف ده چې باور لري، سوسیالیزم د تدریجي اقتصادي اصلاحاتو له لارې چې د یوه منتخب سوسیال دیموکرات سیاسي ګوند له لوري ترسره کېږي، ظهور کوي.

ناشونی توب(ناممکن) والی د «شونتیا(ممکن والي)» او د «فوریت پالنې» (immediatism) سره مخالف مفهوم دی. ممکن والی او فوریت پالنه د سوسیالېزم پر هغه تدریجي مسیر او د سوسیالیستانو پر هغې لېوالتیا تکیه لري چې د کاریګري اتحادیو او منتخبو سیاستوالو په ګډون د موجودو بنسټونو د عملي پروګرامونو له لارې په چټګ ډول د ټولنیزو ستونزو د له منځه وړو په لټه کې دي او له همدې امله د سوسیالیستي اقتصاد د جوړولو په وروستنۍ موخه ټینګار نه لري. دغه درېځ په دغه واقعیت تکیه کوي چې هغه سوسیالیستان چې ممکن والی یې منلی، په عمل او چلن کې له غیر سوسیالیستي اصلاح غوښتونکو سره چندان توپیر نه لري. [۲]

ناشوني توب پلوه خوځښتونه، له لینینېزم ضد دواړو درېځونو: مخکښ توب او دیموکراتیک مرکزي توب سره مل و.

د مفهوم رېښه[سمول]

د ناشوني توب اصطلاح – البته نه د یوې ځانګړې اصطلاح په توګه – د امریکايي مارکسیست نظریه ورکوونکي ډانیال ډی لئون له خوا وړاندې له دې چې له سیندکالیزم سره یې لېوالتیا پیدا شي د ډي لئون د نظریې پر بنسټ رامنځته شوه او په سختۍ سره یې تر اغېز لاندې راغی. دغې اصطلاح په ځانګړي ډول په دې پوښتنه تمرکز درلود چې آیا سوسیالیستان په دولت کې ونډه واخلي او د داسې سیاسي اصلاحاتو په لټه کې شي، چې د کپیټلیزم تر رهبرۍ لاندې د کارګري طبقې په ګټه وي.

په ۱۹۰۰ زکال کې په پاریس کې د دویم انټرنشنال کنفرانس کې هغو کسانو چې د ضمني روغې جوړې له مخې په دولت کې د شاملېدو پلویان وو، ځانونه یې امکان پال (Possibilists) وبلل، په داسې حال کې چې د هغو مخالفینو (هغه چې د ژول ګوسد په چاپېر کې و) هغوی سیاسي اپورچینسټان وبلل. برعکس انقلابي سوسیالیستان چې د اصلاح کوونکو اصلاحاتو او په شته دولتونو کې د ګډون مخالف وو، د مخالفانو له خوا یې «ناشوني پال» وبلل شول، ځکه په ښکاره ډول په کپیټلېزمي اداره کې له ونډې اخیستو څخه په ډډې کولو سره د ناشونو موخو په لټه کې و. [۳]

روزا لوکزامبورګ چې په معمول ډول د یوې ناشونې پالې په توګه نه توصیف کېدله، خو له دواړو ریفورمیزم او مخکښ پالنې سره مخالفه وه، او تر ډېره یې کلاسیک مارکسیستي لیدلوری درلود، د دغه لیدلوري له مخې انقلاب د ټولنې په تولیدي ځواک کې د مادي بدلونونو په وړاندې خپله پارېدلی غبرګون بلل کېده. د لوکزامبورګ په خبره: «[د کپیټلېزم سیاسي او حقوقي اړیکي] له منځه تلونکې نه دي، بلکې برعکس د ټولنیزو اصلاحاتو په پراختیا او دیموکراسۍ سره لا هم وده کوي او پیاوړې کېږي».[۴][۵]

د کارل مارکس په آثارو کې یې بنسټ[سمول]

کارل مارکس د کمونیستي اتحادیې مرکزي کمېټې ته د وینا پر مهال (۱۸۵۰ زکال) په اصلاحات پالنې نیوکه وکړه او د سوسیال دیموکراتانو له فوریت پالو(امکان پالو) موخو یې ننګه وکړه. په ځانګړي ډول هغه استدلال وکړ چې د معاشاتو د زیاتوالي، کاري شرایطو د ودې او رفاهي لګښتونو د ورکړې په موخه طراحي شوې کړنې له سوسیالیزم او له هغې انقلابي پوهې چې پر باور یې سوسیالیستي اقتصاد ته د لاسرسي په موخه اړینه ده، د کارګري طبقې د منحرف کولو په موخه دي. همدارنګه دا د ټولنې د اصلي بنسټیز بدلون پر وړاندې یو رښتینی ګواښ دی چې په کپیټلېسټي چاپېریال کې د یو شمېر اصلاحاتو او رفاهي طرحو له مخې د کاریګري طبقې لپاره یو لړ شرایط د زغم وړ ګرځوي. [۶]

د ناشوني توب سیاسي بنسټونه[سمول]

ناشونی توب په ځانګړي ډول د ۲۰ مې پېړۍ په لومړیو کې په بریتش کولمبیا کې د E. T. Kingsley د اغېز له امله مشهور و. د کاناډا د کینګزلي سوسیالیست ګوند ګڼ شمېر غړو له ۱۹۰۱ زکال څخه تر ۱۹۱۰ زکال پورې د بریتش کولمبیا مقننې قوې ته لار ومونده. ویل کېږي: د بریتانیا د پخواني مارکسیست ګوند د تیوري او عمل پر بنسټ په ۱۹۰۴ زکال کې د لویې بریتانیا سوسیالیست ګوند او انټرنشنال نړیوال سوسیالیست خوځښت رامنځته شو، په داسې حال کې چې دوی دغه توصیف ردوي.

په متحده ایالاتو کې د امریکا ډي لئونسټ سوسیالیست کارګر ګوند د هغو د مخالفینو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو له خوا چې د امریکا په سوسیالیست ګوند کې یې د ټاکنیز محوریت لیدلوری درلود، د ناشون پالي په توګه بلل کېده. په ۱۹۲۰ زکال کې د امریکا د پرولتاري ګوند په نامه یو بل سخت درېځي ناممکن پال بنسټ هم رامنځته شو، هغه بنسټ چې په سکاټلنډ کې د زېږېدلي جان کریچر تر مشرۍ لاندې و، چې په مستقیم ډول د کاناډا د سوسیالیست ګوند او د لویې بریتانیا د سوسیالیست ګوند د نظریاتو تر اغېز لاندې و.

په فرانسه کې ژول ګوسد او د فرانسي کارګري ګوند، د ناشوني توب د فلسفې په لرلو تورن شول.

سیاسي ډلې[سمول]

  • د فرانسې کاریګر ګوند.
  • د امریکا پرولتاري ګوند.
  • سوسیال دیموکراتیک فدراسیون.
  • د لویې بریتانیا سوسیالیست ګوند.
  • د کاناډا سوسیالیست ګوند.
  • د کاناډا (WSM) سوسیالیست ګوند.
  • د امریکا سوسیالیست کارګر ګوند.
  • د آیرلنډ نړیوال سوسیالیست ګوند.
  • د هند نړیوال سوسیالیست ګوند.

سرچينې[سمول]

  1. "Impossiblism". Marxists.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rosenstone, Robert (November 1978). "Why is there no socialism in the United States?" (PDF). Reviews in American History. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Browne, Waldo R. Browne, المحرر (1921). "Impossiblism, Impossibilist". What's What in the Labor Movement: A Dictionary of Labor Affairs and Labor Terminology. New York: B.W. Heubsch. د کتاب پاڼې 215. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Luxemburg, Rosa (1986) [1900], "Chapter IV - Capitalism and the State", Social Reform or Revolution (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 1908 revised second), London: Militant Publications الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hallas, Duncan (January 1973). "Do We Support Reformist Demands?". International Socialism. العدد 54. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۳ – عبر Marxist Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Marx, Karl; Engels, Friedrich (March 1850). "Address of the Central Committee to the Communist League". Marxists.org. London. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۳. However, the democratic petty bourgeois want better wages and security for the workers, and hope to achieve this by an extension of state employment and by welfare measures; in short, they hope to bribe the workers with a more or less disguised form of alms and to break their revolutionary strength by temporarily rendering their situation tolerable. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)