Jump to content

ناسم معلومات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ناسم معلومات، نا کره او غولوونکي معلومات دي. د ناسمو معلوماتو بېلګې ناسمې آوازې، غیبتونه او په تېر ایستونکي ډول د حقیقتونو غولوونکې استفاده ده. تېر ایستونکي معلومات د ناسمو معلوماتو یوه برخه ده چې موخه یې په قصدي ډول تېر ایستل دي. پر خبري طنز او مسخرو که باور وشي چې رښتیا دي او په داسې ډول ورسول شي چې ګویا واقعیت لري، ښايي پر ناسمو معلوماتو بدل شي. ناسم معلومات او تېر ایستونکي معلومات تر ډېره پورې د درواغو خبرونو له محتوا سره اړوند دي چې ډېری پوهان او څېړونکي دا معلومات داسې بیانوي: «هغه را جوړ شوي معلومات دي چې ظاهراً د رسنیو د خبري محتوا په بڼه وي، خو د جوړښت پروسه او نیت یې هغسې نه وي».[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

تاریخچه[سمول]

د ناسمو معلوماتو تاریخ له تېر ایستونکو معلوماتو او تبلیغاتو (پروپاګند) سره یوځای د ټولیزو اړیکو د تاریخ یوه برخه ده. لومړنۍ بېلګې یې هغه سپکاوي او تورونه دي چې په ایټالیا کې د امپراتورۍ او رنسانس د دورې د سیاسي سیالانو تر منځ د «پاسکوېنډ» [د طنز داسې ډول دی چې په نظم یا نثر کې لنډه کنایه ولري او د ادبي کاریکاتور په شکل هم لیدل کېږي] په شکل خپرېدل. دا بې‌نومه او حاضر ځوابې خبرې او ټوټې دي چې د پاسکوینو د میدان او په روم کې د «ګویا خبرې کوونکې مجمسې» او په فرانسه کې تر انقلاب وړاندې د «کانارډس» یا چاپ شوو یو مخ لرونکو خپرنیو په ډول وې چې کله کله به حکاکي کېدې تر څو لوستونکي قانع کړي چې خپلې وحشي کیسې جدي وګڼي. [۷][۸]

په 1835 کال کې نیویارک سن د لوړې کچې طنزي خبر خپور کړ چې «د سپوږمۍ لوی طنز» په نامه پېژندل کېده. په دې ټولګه کې شپږ مقالې وې چې په سپوږمۍ کې یې د ژوند د تشرېح ادعا کوله، «انسان ته د ورته اسمان‌څکالی او ږیره‌ور یو ښاخ‌لرونکي آبي آس غوندې موجوداتو په رسمونو بشپړې شوې وې». بیړه او ځینې وخت په ډېرو خپرېدونکو خپرنیو کې د تېروتنو لرونکو لامل کېږي، لکه په 1948 کال کې د شیکاګو تریبیون بدنام سرلیک «ډيوي ترومن مات کړ».[۹]

د معلوماتو په نوم دور کې د ټولنیزو شبکو سایټونه د ناسمو معلوماتو، دروغو خبرونو او ناوړه تبلیغاتو خپرولو لپاره پر پام وړ عامل بدل شوي. په ټولنیزو رسنیو کې د سنتي او پخوانیو رسنیو په پرتله ناسم معلومات په چټکۍ خپرېږي، دلیل یې تر خپرولو وړاندې د لازمو مقرراتو او ارزونو کم‌والی دی. دغه سایټونه کاروونکو ته دا امکان ورکوي چې معلومات په چټکۍ سره نورو کاروونکو ته د مسؤل کس لکه د اېډېټر له اجازې پرته خپاره کړي، څوک چې کولی شي له خپرېدو وړاندې د حقیقت د تایید لپاره نورې لارې وکاروي. پر اوسنيو خبریالانو دا نیوکه کېږي چې په دغو ټولنیزو پلټفارمونو [شبکو] کې د ناسمو معلوماتو له خپرېدو سره مرسته کوي، خو څېړنې ښيي چې دوی د ناسمو معلوماتو د ردولو او د ناسمو اوازو د مخنیوي له لارې په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو معلوماتو د خپرېدو د مخې په ډپ کولو کې رول لري. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

پېژندل او سمول[سمول]

هغه معلومات چې د باوري معلوماتو په ډول لېږدول کېږي خو وروسته اصلاح کېږي، ښايي د خلکو پر حافظه او استدلال د خبرې تر بېرته سمون وروسته اغېز وکړي. ناسم معلومات له ځینو مفهومونو لکه اوازو سره توپیر لري، ځکه ناسم معلومات هغه بې‌اساسه معلومات دي چې وړاندې ناسم ثابت شوي. د وېب آف ډېسپشن: په انټرنېټ کې ناسم معلومات وېبسایټ د اېډېټرې ان مېنټز په وینا: د معلوماتو د رښتینوالي د معلومولو لپاره غوره لاره د منطقي فکر کارول دي. مېټز سپارښتنه کوي چې لوستونکي دې وګوري چې آیا معلومات رښتیني او منطقي دي او آیا د هغو وېب‌سایټونو څښتنان یا خبریالان چې معلومات خپروي مغرض او مطلبي دي یا اجنډا لري. مسلکي خبریالان او څېړونکي د دغو معلوماتو لپاره نور وېب‌سایټونه (مشخصاً تایید شوې سرچینې لکه خبري چینلونه) ګوري، ځکه ښايي دا ډېر کسان وګوري او د لا ډېرو کره جزئیاتو لپاره ژوره پلټنه وکړي. [۱۸][۱۹][۲۰]

(د مجازي فضا لاندې کول/نیول: ملي امنیت او معلوماتي جګړهConquest In Cyberspace: National Security and Information Warfare) کتاب لیکوال مارټین لیبیکي ویلي چې له ناسمو معلوماتو سره د کار چل دا نظریه ده چې لوستونکي باید د معلوماتو تر منځ د سم‌والي او ناسم‌والي تعادل ولري. لوستونکي په اسانه قانع کېدای نه‌شي خو همدارنګه داسې هم نه ده چې د ټولو معلوماتو د ناسم‌والي په اړه بد ګمانه وي. تل دا احتمال شته ان هغه لوستونکي چې دا تعادل لري، ښايي پر تېروتنو سم باور وکړي او رښتيني معلومات ناسم وګڼي.[۲۱]

د یوه کس د زده‌کړو کچه او د معلوماتو پوهه یا رسنیزه پوهه د ناسمو معلوماتو په پېژندلو کې د هغو له وړتیا سره نېغ تړاو لري. دا په دې معنا ده چې که کوم کس د معلوماتو د څېړنې او وړاندې کولو د پروسو د محتوا له ډول سره ډېر بلد وي یا د هرې سرچینې د معلوماتو د انتقادي کتنې په ارزونه کې ښه وي، بیا ښايي دوی د ناسمو معلوماتو په پېژندلو کې ډېر ښه وي. د سواد لوړېدل ښايي د ناسمو معلوماتو په پېژندلو کې د وړتیا د ښه‌والي لامل نه‌شي، ځکه د سواد یوه مشخصه کچه ښايي «پر ناسمو معلوماتو د باور د پلمې» لپاره وکارول شي. نورې څېړنې ښيي چې د محتوا بیانوونکي د ناسمو معلوماتو په پېژندلو کې د خلکو پر وړتیاوو متفاوت اغېز لري.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

مخکېنۍ څېړنې ښيي چې د هغو ناسمو معلوماتو اغېزې جبران شي چې له وړاندې خلکو باور پرې کړی او د هغو حقیقت موندنه ښايي لا معکوسې پایلې ولري. یو کس ښايي یوې مشخصې پایلې ته د رسېدو لېوالتیا ولري چې دا دې لامل کېږي چې هر هغه معلومات ومني چې د یادې پایلې ملاتړ وکړي. دا د انګېزه‌يي استدلال په توګه پېژندل کېږي او دا کېدای شي د دې لامل شي چې خلک ناسم معلومات د سمو په توګه ومني. خلک ذهني ماډلونه او طرحې جوړوي چې د فزیکي او ټولنیزو چاپېریالونو د درک لپاره یې کوي. د هغو ناسمو معلوماتو مخنیوی چې په یوه ذهني ماډل کې کارېږي، په تېره بیا په اوږدمهال کې ګرانه چاره ده ځکه چې خلک دا غوره ګڼي چې یو بشپړ ذهني ماډل ولري. په دې برخه کې دا اړینه ده چې نه یوازې ناسم معلومات رد شي بلکې اصلاح شي او پر ځای یې سم او دقیق معلومات وړاندې شي تر څو پر ذهني ماډل کې کار ورکړي. د ناسمو معلوماتو د اصلاح لپاره د هڅې پر مهال دا مهمه ده چې مخکېنو څېړنو ته پام وشي، کومو چې اغېزناکې او نا اغېزناکې ستراتيژۍ مشخصې کړې. یوازې د هر ډول ناسمو معلوماتو د اغېز د اصلاح لپاره د اصلاح شوو معلوماتو وړاندې کول بسنه نه‌کوي او آن ښايي منفي اغېز ولري. د آشنا ښکارېدو له امله اکتشاف(هغه معلومات چې ورسره بلد یو ډېر احتمال شته چې سم‌والي او کره‌والي باور وشي) هغه اصلاحي پیغامونه چې اصلي ناسم معلومات پکې تکرار شوي، ښايي هغه ډېر آشنا ښکاره کړي او ښايي معکوس اغېز ولري. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

هغه فکتورونه چې د اصلاحي پیغام په اغېزناک‌توب کې ونډه لري؛ د یوه کس ذهني ماډل، د نړۍ‌لید باورونه، د ناسمو معلوماتو تکرار، د ناسمو معلوماتو او اصلاحاتو تر منځ واټن، پر سرچینه باور، د ناسمو معلوماتو او اصلاحي پیغام نسبتي تطابق دی. اصلاحي پیغامونه به هغه وخت ډېر اغېزناک وي چې تطابق ولري او د موخنو مخاطبینو د نړۍ لید له باورونو سره جوړ وي. هغه مهال به یې اغېز کم وي چې انګېرنه دا وي دا معلومات له باوري سرچینې راغلي او له سمون وړاندې تکرار شوي هم وي (ان که تکرار د ګونګتیا د له منځه وړلو په پروسه کې وشي) او یا هغه وخت چې د ناسمو او اصلاحي معلوماتو د افشا تر منځ د وخت واټن موجود وي. پر دې سربېره هغه اصلاحي پیغام به ډېر اغېزناک وي چې د ناسمو معلوماتو خپرېدونکې اصلي سرچینه یې خپاره کړي.[۳۰]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Merriam-Webster Dictionary (19 August 2020). "Misinformation". لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Lazer, David M. J.; Baum, Matthew A.; Benkler, Yochai; Berinsky, Adam J.; Greenhill, Kelly M.; Menczer, Filippo; Metzger, Miriam J.; Nyhan, Brendan; Pennycook, Gordon; Rothschild, David; Schudson, Michael; Sloman, Steven A.; Sunstein, Cass R.; Thorson, Emily A.; Watts, Duncan J.; Zittrain, Jonathan L. (2018). "The science of fake news". Science. 359 (6380): 1094–1096. Bibcode:2018Sci...359.1094L. doi:10.1126/science.aao2998. PMID 29590025. S2CID 4410672. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Merriam-Webster Dictionary (19 August 2020). "disinformation". Merriam-Webster. لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Woolley, Samuel C.; Howard, Philip N. (2016). "Political Communication, Computational Propaganda, and Autonomous Agents". International Journal of Communication. 10: 4882–4890. خونديځ د اصلي څخه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Caramancion, Kevin Matthe (March 2020). "An Exploration of Disinformation as a Cybersecurity Threat". 2020 3rd International Conference on Information and Computer Technologies (ICICT). IEEE: 440–444. doi:10.1109/icict50521.2020.00076. S2CID 218651389. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-7281-7283-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Lazer, David M. J.; Baum, Matthew A.; Benkler, Yochai; Berinsky, Adam J.; Greenhill, Kelly M.; Menczer, Filippo; Metzger, Miriam J.; Nyhan, Brendan; Pennycook, Gordon; Rothschild, David; Schudson, Michael; Sloman, Steven A.; Sunstein, Cass R.; Thorson, Emily A.; Watts, Duncan J.; Zittrain, Jonathan L. (2018). "The science of fake news". Science. 359 (6380): 1094–1096. Bibcode:2018Sci...359.1094L. doi:10.1126/science.aao2998. PMID 29590025. S2CID 4410672. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "A short guide to the history of 'fake news' and disinformation". International Center for Journalists. خونديځ د اصلي څخه ۲۵ فبروري ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "The True History of Fake News". The New York Review of Books. 2017-02-13. خونديځ د اصلي څخه ۰۵ فبروري ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "A short guide to the history of 'fake news' and disinformation". International Center for Journalists. خونديځ د اصلي څخه ۲۵ فبروري ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Stawicki, Stanislaw; Firstenberg, Michael; Papadimos, Thomas. "The Growing Role of Social Media in International Health Security: The Good, the Bad, and the Ugly". Global Health Security. 1 (1): 341–357. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Lazer, David M. J.; Baum, Matthew A.; Benkler, Yochai; Berinsky, Adam J.; Greenhill, Kelly M.; Menczer, Filippo; Metzger, Miriam J.; Nyhan, Brendan; Pennycook, Gordon; Rothschild, David; Schudson, Michael; Sloman, Steven A.; Sunstein, Cass R.; Thorson, Emily A.; Watts, Duncan J.; Zittrain, Jonathan L. (2018). "The science of fake news". Science. 359 (6380): 1094–1096. Bibcode:2018Sci...359.1094L. doi:10.1126/science.aao2998. PMID 29590025. S2CID 4410672. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Vosoughi, Soroush; Roy, Deb; Aral, Sinan (2018-03-09). "The spread of true and false news online" (PDF). Science. 359 (6380): 1146–1151. Bibcode:2018Sci...359.1146V. doi:10.1126/science.aap9559. PMID 29590045. S2CID 4549072. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archiveurl= و |archive-url= منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archivedate= و |archive-date= منځګړی (لارښود)
  13. Tucker, Joshua A.; Guess, Andrew; Barbera, Pablo; Vaccari, Cristian; Siegel, Alexandra; Sanovich, Sergey; Stukal, Denis; Nyhan, Brendan. "Social Media, Political Polarization, and Political Disinformation: A Review of the Scientific Literature". Hewlett Foundation White Paper. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ مارچ ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Machado, Caio; Kira, Beatriz; Narayanan, Vidya; Kollanyi, Bence; Howard, Philip (2019). "A Study of Misinformation in WhatsApp groups with a focus on the Brazilian Presidential Elections". Companion Proceedings of the 2019 World Wide Web Conference on – WWW '19. New York: ACM Press: 1013–1019. doi:10.1145/3308560.3316738. S2CID 153314118. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1450366755. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Starbird, Kate; Dailey, Dharma; Mohamed, Owla; Lee, Gina; Spiro, Emma (2018). "Engage Early, Correct More: How Journalists Participate in False Rumors Online during Crisis Events". Proceedings of the 2018 CHI Conference on Human Factors in Computing Systems (CHI '18). doi:10.1145/3173574.3173679. S2CID 5046314. لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Arif, Ahmer; Robinson, John; Stanck, Stephanie; Fichet, Elodie; Townsend, Paul; Worku, Zena; Starbird, Kate (2017). "A Closer Look at the Self-Correcting Crowd: Examining Corrections in Online Rumors" (PDF). Proceedings of the 2017 ACM Conference on Computer Supported Cooperative Work and Social Computing (CSCW '17): 155–169. doi:10.1145/2998181.2998294. S2CID 15167363. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1450343350. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۶ فبروري ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Mintz, Anne. "The Misinformation Superhighway?". PBS. خونديځ د اصلي څخه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۳. لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Libicki, Martin (2007). Conquest in Cyberspace: National Security and Information Warfare. New York: Cambridge University Press. مخونه 51–55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521871600. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Khan, M. Laeeq; Idris, Ika Karlina (2019-02-11). "Recognise misinformation and verify before sharing: a reasoned action and information literacy perspective". Behaviour & Information Technology. 38 (12): 1194–1212. doi:10.1080/0144929x.2019.1578828. ISSN 0144-929X. S2CID 86681742. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Lazer, David M. J.; Baum, Matthew A.; Benkler, Yochai; Berinsky, Adam J.; Greenhill, Kelly M.; Menczer, Filippo; Metzger, Miriam J.; Nyhan, Brendan; Pennycook, Gordon; Rothschild, David; Schudson, Michael; Sloman, Steven A.; Sunstein, Cass R.; Thorson, Emily A.; Watts, Duncan J.; Zittrain, Jonathan L. (2018). "The science of fake news". Science. 359 (6380): 1094–1096. Bibcode:2018Sci...359.1094L. doi:10.1126/science.aao2998. PMID 29590025. S2CID 4410672. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Caramancion, Kevin Matthe (September 2020). "Understanding the Impact of Contextual Clues in Misinformation Detection". 2020 IEEE International IOT, Electronics and Mechatronics Conference (IEMTRONICS): 1–6. doi:10.1109/IEMTRONICS51293.2020.9216394. S2CID 222297695. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-7281-9615-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Vraga, Emily K.; Bode, Leticia (December 2017). "Leveraging Institutions, Educators, and Networks to Correct Misinformation: A Commentary on Lewandosky, Ecker, and Cook". Journal of Applied Research in Memory and Cognition. 6 (4): 382–388. doi:10.1016/j.jarmac.2017.09.008. ISSN 2211-3681. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. "Supplemental Material for The Role of Familiarity in Correcting Inaccurate Information". Journal of Experimental Psychology: Learning, Memory, and Cognition. 2017. doi:10.1037/xlm0000422.supp. ISSN 0278-7393. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Ecker, Ullrich K. H.; Lewandowsky, Stephan; Chadwick, Matthew (2020-04-22). "Can Corrections Spread Misinformation to New Audiences? Testing for the Elusive Familiarity Backfire Effect". Cognitive Research: Principles and Implications. 5 (1): 41. doi:10.31219/osf.io/et4p3. PMC 7447737. PMID 32844338. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Plaza, Mateusz; Paladino, Lorenzo (2019). "The use of distributed consensus algorithms to curtail the spread of medical misinformation". International Journal of Academic Medicine. 5 (2): 93–96. doi:10.4103/IJAM.IJAM_47_19. S2CID 201803407. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. Walter, Nathan; Tukachinsky, Riva (2019-06-22). "A Meta-Analytic Examination of the Continued Influence of Misinformation in the Face of Correction: How Powerful Is It, Why Does It Happen, and How to Stop It?". Communication Research. 47 (2): 155–177. doi:10.1177/0093650219854600. ISSN 0093-6502. S2CID 197731687. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)