ناسم تعمیم (عمومي کول)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ناسم عمومي کول یوه غیر رسمي تېروتنه ده، چېرې چې د یوې ښکارندې یوه یا څو نمونې د ډېرو یا ټولو نمونو په اړه پرېکړه کوي او پایلې ته رسېږي. دا په ریاضیاتو کې د ثبوت د مثال سره ورته او د چټکې نمونې اخیستنې یوه بېلګه ده. د بېلګې په توګه، یو څوک یوازې د یو کس یا څو کسانو په اړه معلومات لري او هغه د یوې ډلې یا ټولو خلکو په اړه عمومي کوي او د ټولو په اړه ورته قضاوت کوي.[۱][۲]

  • که چېرې یو کس د X هېواد له یوه غصه ناک کس  سره وګوري، نو کېدای شي فکر وکړي، چې د X هېواد ټول خلک قهرجن دي.
  • که چېرې یو کس یوازې سپین سوان (یو ډول مرغه چې معمولاً سپین رنګ لري) وویني، نو کیدای شي فکر وکړي چې ټول سوانان سپین رنګه دي.

په تر ټولو دقیقه فلسفي ژبه کې د نیمګړي قیاس یا انډکشن تېروتنه هغه پایله ده، چې د کمزورو مقدماتو پر اساس ترسره کېږي او یا په کافي او غیر بې طرفانه شواهدو توجیه کېږي.[۳]

منطق[سمول]

ناسم عمومي کول معمولاً له لاندې بڼو پیروي کوي:

د Q د نمونې تناسب د A ځانګړنه لري. په همدې اساس د نفوس د Q تناسب د A ځانګړنه لري.

دا ډول عمومي کول د یوې نمونې په اړه د مقدمې (معمولاً غیر استازې یا متعصب) نه تېرېږي او خپله د نفوس یا ټولنې په اړه پایلې اخیستنې ته رسېږي.[۴]

همدارنګه ناسم عمومي کول د هغه فکر یوه بڼه ده چې د یو کس یا یوې ډلې تجربه په ناسم ډول په نورو باندې پلي کوي.

قیاسي تېروتنې[سمول]

  • بیړنی عمومي کول هغه تېروتنه ده چې یوازې یو یا څو بېلګې یا د یوې قضیې مطالعه کول د ټولو توکو یا قضیو په استازي توب کارول کېږي او عمومي کول صورت نیسي.
  • برعکس ورو عمومي کول هغه تېروتنه ده چې د منطقي استدلال له پایلې څخه انکار کوي او یو اثر د «یوازې یو تصادف» تر عنوان لاندې ردوي، په داسې حال کې چې احتمال یې زیات نه دی.
  • څرګنده استثنأ د بیړني عمومي کولو سره تړاو لري خو د بل لوري کار هم ورکوي. دغه عمومي کول ډېر دقیق دي، خو د هغه په صلاحیت باندې ځیني نښلوونکي پوره موارد د (استثنأ) تر عنوان لاندې له منځه وړي. هغه څه چې پاتې کېږي، د هغه اغېز د هغه پر پرتله ډېر کم دی، چې اصلي وینا یې د هغه د انګېرنې لامل کېدای شي.
  • د غیر استازي نمونو تېروتنه، هغه تېروتنه ده، چې پایله یې د هغو نمونو په کارولو باندې ترلاسه کېږي چې غیر استازې یا معتصبې دي.[۵]
  • تېراېستوونکې غلطي، د بیړني عمومي کولو بڼه ده چې د حواسو لپاره جالب تمامېږي.
  • د احصایوي شمېرو ځانګړې غوښتنه، هغه وخت رامنځ ته کېږي چې د اړوندې احصایې تفسیر د پایلې د یوې برخې د معلوماتو د بیا طبقه بندي کولو او بیا اندازه کولو په لټه کې «مساج» کېږي، په داسې حال کې چې به نورو کټګوریو کې ورته پلټنه نه ترسره کېږي.
  • دا کېدای شي د ترکیبي تېروتنې د یوه ځانګړي مورد په توګه په نظر کې ونیول شي چې په هغه کې د بحث اجنډا یوه ډله ده او تېروتنه هغه څه دي چې کېدای شي د پوهې پر اساس د مادې یوه برخه ترلاسه شي.

بېړني عمومي کول[سمول]

بېړني عمومي کول د ناسم عمومي کولو یوه غیر رسمي تېروتنه ده، چې د کافي شواهدو د نشتوالي پر اساس قیاسي عمومي کېدل په کې شامېلېږي. په بله معنی پرته له دې چې کافي شواهد او ټول متغییرات په نظر کې ونیول شي نو بیړنۍ پایله اخیستنه صورت نیسي. په احصایه کې دا شونې ده چې له یوه وړوکي ګروپ داسې پراخه پایله واخیستل شي چې د ټول نفوس استازیتوب ونه کړای شي. د دې برعکس تېروتنه د کمزوري یا ورو قیاس په نوم یادېږي، چې د قیاسي استدلال له معقولې پایلې انکار کوي. د بېلګې په توګه (دا یوازې یو تصادف و).[۶][۷]

بېلګې[سمول]

  1. X د A لپاره سم دی.
  2. X د B لپاره سم دی.
  3. پس X د C, D, E او ... سم دی.

د بېلګې په ډول که چېرې یو کس له یوه ښاره د لومړي ځل لپاره تېرېږي او لس کسان چې ټول ماشومان دي وویني، نو کېدای شي دې پایلې ته ورسېږي چې دغه ښار هېڅ بالغ اوسېدونکی نه لري. په همدې توګه یو سړی ممکن د شمیرې کرښه وګوري او وویني چې 1 شمیره د مربع شمیره ده؛ 3 یوه لومړنۍ یا اصلي شمیره ده، 5 یوه لومړنۍ یا اصلي شمیره ده ؛ 7 یوه لومړنۍ یا اصلي شمیره ده؛ 9 د مربع شمیره ده؛ 11 یوه لومړنۍ یا اصلي شمیره ده او 13 یوه لومړنۍ یا اصلي شمیره ده. له دې دغه کس ممکن ادعا وکړي چې ټول طاق عددونه فرد یا اصلي او هم یا مربع عددونه دي په داسې حال کې چې په واقعیت کې، 15 هغه مثال دی چې دغه ادعا ردوي.

بدیل نومونه[سمول]

تېروتنې په لاندې نومونو هم یادېږي:

  • د تور سوان (یو ډول مرغه) تېروتنه
  • ناقانونه عمومي کول
  • د ناکافي نمونو تېروتنه
  • له ځانګړي لید څخه عمومي کول
  • یوې پایلې ته رسېدل
  • عمومي وینا
  • بېړنی قیاس
  • د کوچنیو شمېرو قانون
  • غیر نمایشي نمونې

کله چې له یوې بېلګې رامنځ ته شوي عمومي کولو ته رجوع کېږي، نو شونې ده چې له لاندې اصطلاحاتو د « یوازیني واقعیت تېروتنه» یا د« مثال سره د اثبات تېروتنه» وکارول شي. کله چې شواهد په قصدي توګه د پایلې په اړه د تعصب لپاره پرېښودل کېږي، نو ویل کېږي چې د حذف تېروتنه او د ټاکنې د تعصب بڼې یو ډول په کې ښکېل دي.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Hasty Generalization". logicallyfallacious.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dowden, Bradley. "Hasty Generalization". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Nordquist, Richard. "Logical Fallacies: Examples of Hasty Generalizations". ThoughtCo (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Nordquist, Richard. "Logical Fallacies: Examples of Hasty Generalizations". ThoughtCo (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Dowden, Bradley. "Fallacies — Unrepresentative Sample". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Fallacy: Hasty Generalization (Nizkor Project)". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Fallacy". www.ditext.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)