ناريال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کوپره

دکوپرې تاريخچه

کوپره په نړيواله توګه پيژندل شوى تخم دى دکوپرې انګليسي نوم په لومړي ځل هسپانيه او پرتګال کې Coconut يادکړ چې معنى يې دشادو مخ (Monkey Face) ځکه چې کوپره سترګې هم لري او دهسپانيې څيړونکو په کې درې وارې څيړنې کړي دي چې په دې بريالي شويدي دنيکوبرپه جزيره او دهندپه بحرکې دشلمې پيړۍ څخه مخکې دپولي واحد په توګه استعماليده دکوپر(Coconut) ونه په بوتانيکي ډول Cocosnucifera په ډول پيژندل شويده دکوپرې اصلي توليدونکي هيوادونه له ماليزيا،جنوبي اسيا،جنوبي امريکا،هندوستان او دارام سمندرګي په شاوخوا (Hawaii) او(Florida) کې کرل کېږي دکوپرې ونې ته په سانسګريټ ژبه کې Kalp Vriksha په نامه پيژندل کېږي چې دژونددټولو ضروروتونو پوره کوونکو مانالري يعنې دژوندپه هراړخ او په هره برخه کې استعماليږي . د کوپرې ميوه ډير غذايي ارزښت لري ځکه چې دغه ميوه په خپل ترکيب کې Sugar,Meat,Milk,Water,Fats لري همدرانګه کولاى شو ددې ميوې څخه دلوښي په شکل ګټه واخلو يعنې ددې ميوې څخه دکاسې او پيالې په توګه ګټه اخېسلاى شو دکوپرې پوستکې په طبعي ډول سوزيدلې ښکاري مګردميوې له پاسه تخم ته Coir وايي داسخت تارونه ددې پوستکي څخه جوړشويدي چې په ډيروځايونو کې استعماليږي لکه دبرس ،پوزکي اوماهيانوجال جوړولواو همدارنګه دشيانو دښويه کولو لپاره استعماليږي . د کوپرې تيل يومشبوع شخم دى چې دکوپرې دميوې دغوښنې طبقې څخه وځي اوپه سوداګريزډول دچاکليټ او مارګرين دپخولو لپاره استعماليږي يعنې په دې تيلو کې مارګرين اوچاکليټ پخيږي اوهمدارنګه نورپه غيرخوراکي شيانو کې ،دصابون او ارايش سامان الاتو جوړولو کې ورڅخه کاراخيستل کېږي په هرصورت کې دکوپرې ونه په يوکال کې بلوغيت ته رسيږي داونه په يو کال کې ديارلس ځله غوټۍ سپړي دکوپرې ميوې په ثابت ډول سره کرل کېږي او په دوامداره توګه راټول او جمع کيږي يعنې په دې دوران سره دکال په جريان کې په څو دورو کې ميوه ورکوي او راټوليږ په منځني ډول ديوې ونې څخه شپيته دانې کوپرې توليديږي او همدارنګه ځوانې او بالغه ونې په کال کې درې ځلې ميوه ورکوي کوپره په بوتانيکي ډول په Drupe کې طبقه بندي شويده اوپه Nut کې نه ده راغلې داپه غټه زړې ميوې پيژندل شويده او دبوتانيکي طبقه بندې څخه مخکې چانه پيژانده چې کوپره Drupe ده که Nut . کوپره دکوپرې علمي نوم Cocosnucifera دى په لومړيو وختونو کې هسپانويانو په Coco يادوله دشادو دمخ په ماناده ځکه چې دکوپرې جوړښت داسې دې لکه دشادو مخ نوځکه ورته دانوم غوره شو کوپره دغذايي موادو ستره برخه جوړوي چې دنړۍ په مختلفو سيموکې ګڼ شمېرخلک دغذايي موادپه څير ورڅخه ګټه پورته کوي کوپره دهغو غذايي موادو څخه شمير کېږي چې په خپل ترکيب کې ګڼ شمير ويټامينونه،منرالونه او ځينې نورموادلري چې دانسان بدن ته ډيره ګټه رسوي نه يوازې داچې کوپره يوه ګټوره غذا ده بلکې دکوپرې دتيلو څخه دمختلفوناروغيو په تداوي کې هم ګټه اخيستل کېږي چې په ځانګړي توګه اسيايي هيوادونو کې اوسمهال دمختلفو ټولنومذاهبواو نژادونو خلک کوپره دغذايي موادو او دطبعي علاج ديوې سترې منبع په توګه پيژني او په هر هغه ځاى کى چې دکوپرې کرموجودوي دهغه ځاى خلک يې په ارزښت پوهيږي دډيرې مودې راهېسې دکوپرې ددرملو په خوړوکې ديوې مهمې منبع په توګه پيژندل شويده . کوپره دډيرو ناروغيو دواده لکه: ويښتانو نه موجوديت، تبې ريزش،پښتورګوتيږو ،کمزورۍ ،ستوني ناروغي،غاښونو درد ،پوستکي ناروغي او يو شمېر نورو ناروغيو لپاره په کاروړل کېږي

کوپرې ونه :

دکوپرې ونه ډيره لوړيږي چې لوړوالى يې د 80 – 50 ft ته رسيږي اوپه منځني ډول 50 – 60 ميوې په يو فصل کې نيسي چې په کال کې درې فصله ورکوي . کوپرې ميوه :دکوپرې ميوه دونې په منځنۍ برخه کې توليديږي يعنې دونې په منځ کې وجودلري دکوپرې ونه لږ ترلږه پنځوس ميوې توليدوي دکوپرې ميوې جوړښت غټ ګرداويابيضوي دى ،دکوپرې دميوې قشرکلک جوړښت لري چې خام نصواري رنګ لري دقشرله پاسه دويښتانو يوډول تارونه لري چې تارونه دميوې دحفاظت دنده پرغاره لري اوهمدرانګه ددې ميوې په منځ کې اوبه شتون لري چې ددې اوبوڅخه په مختلفو موادو کې ګټه اخيستل کېږي . کوپرې پاڼې : دکوپرې ښاخونه ژيړبخن او زرغون رنګ لري چې په هرښاخ باندې ګڼ شمېر پاڼې وجودلري اوهره پاڼه يې 17 – 15ft ته رسيږي . کوپرې ريښې: دکوپرې ريښې نه Tap Root اونه Hair Root دي بلکې يوتاري سيستم Fibruos System لري چې په سانسګريټ ژبه کې دې بوټي ته Kalpa Virksha وايي چې دژونددټولو ضرورتونو دپوره کولو مانالري . کوپره په مالايايي(Malaya) ژبه کې د Pokok په نوم ياديږي چې دزرګونو ضرورتونو پوره کوونکې په معنى ده . په فيليپن کې ورته Tree of life وايي چې دژونددونې په معنى دى کوپرې تکثير: معمولاً په نرسرې کې ځوانې کوپرې چې دهغې پوستکې متضرر شوى نه وي په داسې ځاى کې واچول شي چې پوره رطوبت ولري. کوپرې ميوه بايد دکېلو په پاڼو کې تاوشي او تر هغه وخت پوره اوبه ورکړل شي ترڅوپاڼې راښکاره کړي چې معمولاً ترشپږو اوونيو پورې وخت ونيسي . که چيرې وغواړو چې دکورونوپه لوښوکې کوپره وکرو نوښه خاوره بايددلوښولپاره غوره شي او دا هم مهمه ده چې دکوپرې لپاره دلمروړانګې موجودې وي او ترهغه وخت پورې په ځانګړي ډول سره اوبه ورکړل شي ترڅو په لمړنۍ پاڼې ښکاره کړي دنوموړو پاڼوڅخه دوه پاڼې پرمختګ وکړي اوکله چې کوپره په نرسري کې کوپره دوه پاڼې وکړي دکوپرې دابوټې په يوجلاځاى اوياباغ کې وکرل شي ددې لپاره چې وروسته يوه ښه نوعه انتخاب کړاى شو کوم چې پنځه مياشتې وروسته ددائمي نبات په توګه غوره کيږي او داکار عموماً په باراني موسم کې ترسره کېږي . دطبي پلټنو له مخې دکوپرې ګټې ١ – کوپره دزکام ويروس له منځه وړي . ٢ – يوشميربکترياوي چې له امله يې دستوني درد ،دوريو ناروغي ،دغاښونو کمزوري ا وشمير نورې ناروغۍ رامنځته کوي له منځه وړي . ٣ – يوشمېرمضر پرازيتونه له منځه وړي . ٤ – په بدن کې ګټور غذايي مواد تهيه کوي . ٥ – دبدن پتريخي او دبدن په انزايمي سيستم فشارکموي . ٦ – په بدن کې دشکرې ناروغۍ امکان کموي . ٧ – په بدن کې دکلسيم او منګنيزم توليدزياتوي چې دهډوکواوغاښونو لپاره اړين ګڼل کېږي . ٨ – دبدن په هضمي سيستم کې دهضم سره مرسته کوي . ٩ – په بدن کې دحجرو ترميم سره مرسته کوي . ١٠ – دزړه ناروغۍ څخه په ژغورولو کې مرسته کوي . ١١ – کولمې او نورې اغضاوي دسرطان دناروغۍ څخه ژغوري . ١٢ – پختورګي هم دناروغۍ څخه ژغوري . ١٣ – دپختورګو تيږه له منځه وړي . ١٤ – دځګر ناروغۍ په مخنېوي کې مرسته کوي . ١٥ – دبدن ميتابوليزم عمليه ګړندۍ کوي اووزن دزياتيدومخنيوي کوي. ١٦ – دبدن پوستکې شفاف کوي. ١٧ – دبدن د پوستکي دګنځيدو او داغونومخنيوي کوي . ١٨ – دسرويښتان پياوړې کوي او رنګ ته يې ښکلا ورکوي . ١٩ – دلمر ضرر رسونکو وړانګو په مقابل کې پوستکې پياوړې کوي . ٢٠ – سر دويښتانو خوشکي (Dandruff) او پخه (Seboric dermatitis) له منځه وړي او هم دانسان بدن ته هيڅ ضرر نه لري . کرنه دکوپرې ونه کېداى شي چې تر 30m پورې لوړه شي اوښه ونه کولاى شي سل يازياتې کوپرې په يوه فصل کې توليد کړي مړې او زړې پاڼې بايددبوټې څخه پرې کړاى شي اودونې بيخ ته دملچ په شکل واچول شي حاصل راټولول هغه وخت صورت نېسي چې کله دکوپرې ميوه په غورځېدو پيل وکړي يعنې پوخوالى يې ښه تثبيت شي داډيره مهمه ده چې کوپره په برتانيه کې وکرل شي ولې چې سوداګريز مارکيټ هلته نه لري چې دکوپرې حمايت وشي نوضرورده چې کوپره دبهرني هيوادونو څخه وارده شي امکان لري چې کوپره له Green House ياله هغه ځايه څخه واخلي چې په محفوظ ډول ساتل شوى وي او په بنده هواکې دڅو کلونو لپاره وکري په دې شرط چې له بهرڅخه وارده شوى وي يوکرل کېدونکې نوعه (Hyiur Gandug) يوواړه ټيټ قدونه دي چې دماليزياپه استوايي سيموکې کرل کېږي نوموړې ونه چې کله څلورمتره ته ورسيږي نو کولاى شي چې حاصل توليدکړي دکوپرې ونه په هغه خاوره کې ښه توافق کوي چې په ښه ډول په کې Drainage ترسره شوى وي چې کافي دلمر رڼا ولري ،او دحرارت درجه پکې د 27 – 5 ¬ سانتي ګراددرجې ته اړتيالري اودې نباتاتو لپاره غضوي او غيرغضوي سرې ګټورې دي . دکوپرې ساينسي درجه بندي Kingdom______ Planta Order ________ Arecales Family _______ Arecaceae Subfamily _______ Arecoideae Tribe _______ Cocoeae Genus _______ Coco Species ______ Coco nucifera دکوپرې بوټې (Arecaceae) دخاندان غړې دى داپه Genus – Coco يوازينۍ نوعه ده چې لوړوالى يې 30m ته رسيږي ددې په يوه وخت کې ژيړې پاڼې غورځيږي او له منځه ځي او دونې تنه صافه پاتې کېږي دCoconut کلمه دکوپرې دونې زړې يعنې ميوې ته مراجع دى دCoconut کلمه داسې Cocoanut هم ليکل کېږي دکوپرې بوټې دنړۍ په ټولو ګرمو سيموکې کرل کېږي ددفترونو اوکورونو ښايسته کول او په اشپزخانوکې استعمال او په داسې نورو موادو کې استعماليږي لنډه داچې دټوټې هره برخه يې په انساني ژوندکې په کارراځي دکوپرې بوټي دنړۍ په ګرمو سيمو کې خپاره شويدي په دغه لويه پيمان خپريدو کې سمندرته نږدې اوسيدونکواو جالوانانو ستر رول لوبولى دى ددې بوټې ميوه سپکه اوکم وزن لرونکې ده او داوبوله پاسه تيريږي يعنې په اوبو کې نه ډوبيږي او دسمندر په شاوخوا سيمو کې په ډيره لوړه پيمانه پيداکېږي دهغه کوپرې ميوې چې په شمال کې دناروي څخه لاسته راړل شوى وى دصحي شرايطو لاندې په ډيربرياليتوب سره وده کړى وه د هاوايي په جزايرو کې دپولي نيسيان (Polynesian) نسبت ورکړل شويدى ځکه چې داپه لمړي ځل پولي نيسيان په نوم دبحري سفرکوونکولخوادغه ټاپوته راړل شول دغه دوه بوټې يې دجنوبي فاسفيک څخه راوړي ؤچې اوس دنړۍ په هره برخه په لويه پيمانه سره پيدا کېږي ددې ټوټي ګلان د Poly gamo monocious دي چې دواړه نراو ښځه ګلان په کې شامل دي دکوپرې زياترو بوټوګرده ا فشاني غيرخپل منځي (Cross pollinated)ده په څه ډولونو کې ګرده افشاني خپل منځي (Self pollinated) دي.

سرچينه يا منشاء

ددې بوټې په هکله بيلابيل نظرونه موجود دي يوڅه خلک وايي ،چې دابوټي دجنوبي اسيا څخه دي او بياځېنې وايي چې دجنوبي امريکاڅخه دې خو دبل پلوه دنوي زيلانډ څخه راپه ګوته شوى نښې نښانې داڅرګندوي چې دکوپرې په څيربوټي هلته پنځلس ميليونه کاله هم موجودؤ همدارنګه ددې نه هم زړې نښې نښانې په راجستان ،تاميل ناډو،کراله ،مهارشتراو ولناکې لاسته راغلي .دکوپربوټي په شګلنه خاوره کې ښه وده کوي او داپه مالګينې ساحه کې په لوړه کچه دودې توان لري او په لمريزه ساحوکې چې باراني وي ښه وده کوي همدرانګه کوپره ډيرې زياتې مرطوبې هواته اړتيالري چې ښه وده د80 – 70% پورې کوي لکه چې په مديترانه کې په سترګو کېږي په وچو غاړو کې دکوپرې دبوټې وده ډيره سخته ده او په هغه سيموکې چې کمې اوبه ولري ددې وده ناشونې ده دوچکالۍ په دوران کې نوې پاڼې په ښه توګه سره نه ليدل کېږي او زړې پاڼې وچيږي او همدارنګه ميوه هم غورځوي . دکوپرې بوټې دښې ودې لپاره ګرمې هواته اړتيالري او ديخې هوابرداشت نه لري داپه 27 کې ښه وده کوي ډيره زياته پرخه دې ته زيان رسوي خو ځينې وخت ددې بوټو په 4 کې هم وده کړيده .

ورايټي ګانې :

دکوپرې ونه يوه ښکلې ونه ده چې په سياحي او تفريحي ځايونوکې کرل کېږي او ډېرې ورايټي شته چې کرل کېږي لکه : Malayan Coconut کوم چې شين مغز لري او همدرانګه غيرمشهور (Golden Malayan) چې ژيړمغز توليدو او ځېنې شنې زرغونې پاڼې لري دسور ملاين نوعه هم شته دLethal Yellowing په مقابل کې 95% مقاومت لري لوړ قدنوعه (Mypan) کوپره لاسته راوړل سخت کار دى بلکې داخبره په يادوي چې Jamicans ورايټي د Lethal Yellowing په مقابل کې حساس دي او دلوړقد يې د) (Penama اوټيټ قد(Nalayan) دکلټيورونودکراس څخه منځته راغلى دى يوه نوې نوعه يې چې Redspicata ټيټ قدکلټيوار دى دMypan څخه په ورو وده لري دانيمه ټيټ قدنبات دى او ټيټ قديې دMalayan څخه ټيټ دى او داسې نورې ورايټي هم دکوپرې شته دى لکه :Dwarf Palm,Tall Palm,Dwarf Varieties tall او داسې نور ورايټي ګانې هم وجودلري . د کوپرې توليدونکي هيوادونه په امريکا کې دکوپرې کښت :په امريکاکې يواځنې ايالتونه چې کوپرې په کې پرته له اوبوڅخه توليديږي دهاوايي او فلوريدا ايالتونه دي کيداى شي چې دجنوبي تکساس،برونسلي او ګلستوس په سيمو کې هم پيداشي په دغو سيموکې دکوپرې بوټي دميوې دورکولو نه مخکې دډيرې سختې سړې هواله کبله له منځه ځي مګر دفلوريدا په ايالت کې ژوندي پاتې کېږي خوبياهم که چېرې په فلوريداکې هوا ډيره سړه شي نوامکان لري چې زيان ورته ورسوي نوهمدارنګه دابوټي دامريکې په شمال کې په پرتو ساحولکه : Newporp Beach,California,Pacific Coast Highway کې هم کوپرې کرل کېږي په جنوبي کليفورنياکې دکوپرې ژغورنه شګلنې خاورې او لږو اوبوته اړتيالري چې په دې شرايطو کې ريښې هم له منځه نه ځي . په منځني ختيځ کې دکوپرې توليدات : په منځني ختيځ کې دکوپرې ستره توليدونکې سيمه Dhofer په نامه ياديږي چې داپه عمان کې ده همدرانګه Salalah خواکې سيمې هم کوپرې لري چې دعربي کوپرې ته ورته والى لري دDhofer کوپرې دکثرت په هکله دمراکش يو عالم چې ابن لطوطه نوميږي هم په خپل کتاب کې يادونه کړيده همدارنګه په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې کوپره داوبورسونې دپروسې په مرسته سرته رسيږي ،چې هدف يې دښاراو نورو ځايونوښکلاده دمتحده عربي اماراتو دولت په پخوکوپرو په واردولو بنديزونه لګولي دي داځکه چې ددوى زخه به مضره حشرات اوناروغي دخرماوو ونو ته انتقال ومومي په نړئ کې دکوپرې ستر توليدونکي هيوادونه عبارت دي له : اندونيزيا،فلپاين او هندوستان دي

دکوپرې تيل Coconut oil

داچې کوپره دخپل جوړښت له مخې دروغتيا له پلوه ډيرې ګټې لري ورسر تيل يې هم ارزښت لري چې دغذايي موادو او درملويوه برخه جوړوي مخکې داسې فکرکېده چې دکوپرې تيل دډيرو غوړيودلرلوله امله ګټور نه دي خواوس دا ثابته شويده چې دکوپرې غوړ اوسمهال دنړئ ترټولو ګټور تيل بلل کېږي ،ځکه دنورو غوړيو اوتيلو په نسبت يې دشخمياتو ماليکولونه کم او غذايي مواد په کې زيات دي .

کوپرې اوبه Coconut water :

دکوپرې اوبه په ځوانو کوپرو کې دخالصو او پاکې مايع په شکل وجود لري هرڅومره چې کوپرې پخيږي او وخت پرې تېريږي همدارنګه يې داخلي اوبه په هوا او مغز بدليږي داوږدې مودې راهېسې دکوپرې داوبوڅخه دڅښلو داوبو په توګه ګټه پورته کېږي په ځانګړي توګه دمنځنۍ اسيا په هيوادونو کې چېرته چې دا اوبه په بوتلونو کې اچول کېږي او پلورل کېږي دکوپرې اوبه په طبعي توګه دشخمياتو په نه درلودلو ګټور بلل کېږي مخکې لدې چې دکوپرې اوبه بازار ته عرضه شي په ډيراحتياط په بوتلونوکې اچول کېږي په مرکزي امريکاکې په ځانګړي توګه په کوستاريکا کې دکوپرې دلويې لارې په اوږدو او ياهم دساحل په غاړو پلورل کېږي او په دې هيواد کې کوپره د (اګراديسيا) په نامه ياديږي په دې هيواد کې کوپره دقشرسره پلورلو ته عرضه کېږي اودپلورولو په وخت کې دپيردونکو په مخ کې ورڅخه قشر لرې کېږي ترڅو پيرودونکې په دې ډاډه شي چې کوپره تازه ده خوددې سره سره دکوپرې اوبه په ځانګړو قطيوکې پلورل کېږي داچې دکوپرې اوبه مختلف خوندونه لري اودهرهيواد توليدجلا جلا خوندونه لري نودکوپرې داوبوغوښتلو مينوال بيلې غوښتنې لري دبيلګې په توګه : دهنددکوپرې اوبه مالګين خوندلري په داسې حال کې چې دبرازيل دکوپرې اوبه خوږ خوندلري دکوپرې اوبه په خپل ترکيب کې 95.5% اوبه لري او په ترتيب سره نايتروجن ،فاسفوريک اسيد،پوتاشيم او کلسيم اکسايد لري پخې کوپرې داخلي برخه :دخامې کوپرې غوښه پسته او دJelly په شان وي نوپه همدې وجه ورته ځنې وخت Jelly coconut وايي کله چې کوپرې پخې شي او بيروني پوښ يې نصواري شي نو په خپله دونې څخه راغورځيږي نوپه دغه وخت کې اندوسپرم ډبل او کلک وي او دکوپرې اوبه لږې ترخې شوى وي کله چې کوپرې په طبعي ډول راغورځيږي نو ددې بيروني پوښ نصواري او دپوښ له پاسه ويښته وچ او نرم وي چې په راغورځيدو کې کوم زيان نه رامنځته کيږي خو په ځنو ځايونو کې داسې هم شويدي چې دکوپرې راغورځيدنې خلک ژوبل کړيدي او يو وخت د Tetui دپاچا وينځه هم ديوې کوپرې دراغورځېدنې له کبله مړه شويده.

کوپرې راغونډول :

کله چې کوپري ښې پخى شي او پوخوالى يې تثبيت شي کوپرې راټوليږي دنړۍ په ځينو ځايونو کې دکوپرې راغونډولو لپاره روزل شويو انجونو څخه کار اخيستل کېږي په تايلينداو ماليزيا کې اوس هم ددې لپاره دروزنې مراکز او ښوونځي شتون لري ددغه انجونو ترمنځ هرکال سيالي کېږي چې په هغې کې دټولو ښه ټولونکي ته ښه جايزه ورکول کېږي . د کوپرې خارجي پوښ

دکوپرې په پوښ کې شامل مرکبات

مرکبات فيصدي سلولوز 33.61 لګنين 36.5 پنټوسان 29.2 اش 0.61


دکوپرې اقتصادي اهميت

په هندوستا ن کې دشنې کوپرې پلورونکي : هغه کوپرې چې دهغې داوبوڅښلو څخه استفاده کېږي يعنې دڅښلو په مقصدکارول کېږي شنې او ځوانې وي او په عمومي ډول سره دپوخوالي دمرحلې څخه لږمخکې او په يوځل بايد کوپرې ونې څخه رواشکول شي او په ټوليز ډول ټوله شي دکوپرې يوه برخه بايد دچاقو په وسيله پرې کړل شي او دهغواوبو څخه چې دکوپرې په منځ کې دي په ډاډمن ډول ورڅخه استفاده وشي او وروسته بياپه برخو وويشل شي هغه اوبه چې دکوپرې په منځ کې وجود لري معمولاً دفشار لاندې وي داستفادې په وخت کې بايدپه ډيراحتياط ورڅخه کار واخيستل شي دګرمې هوا او شګلنې خاورې په شتون کې کوپره کولاى شي چې په ځان کې دامکان تربريده زياتې هغه اوبه ذخيره کړي چې دډيرې انرژي لرونکي وي کله که کوپره مخکې له پخيدو څخه دځمکې په مخ ولويده نو لمړې بايد مشاهده شي چې ورسته شوي نه وي حشرات ونه لري،تخريب شوى نه وي که چېرې يادشوى ستونزې ولري ددې په ځاى چې مفيدې اوبه ولري نو ترخې او به به ولري .

د کوپرې استعمال :

دکوپرې دميوې سپينه برخه خوړل کېږي او وچه ديګ کې استعماليږي همدارنګه په فلپاين کې هم په مرتبانو کې پيرودل کېږي همدرانه دارايش او سنګار په سامان الاتو کې استعماليږي دکوپرې نه پاتې شوې تارونه دحيوانات دغذاپه توګه کارول کېږي اوهمدارنګه په عطرونو کې هم کارول کېږي په مالديپ کې کوپرې دډير عمرلرونکو خلکوته ورکول کېږي چې دهغوى بدن سلامت وساتي دکوپرې زړه په سلاد کې هم کارول کېږي په ويتنام کې کوپره شيرنۍ کې کاريږي همدارنګه کوپرې په کلچواو چاکليټونو کې کارول کېږي په همدې دخوراک او پوستکي او ويښتانو لپاره ورڅخه تيل جوړيږي او همدارنګه کوپرې نور هم په زرګونو برخو کې استعماليږي . د اوبو اداره او تنيظيم : زيات رطوبت په خاوره کې دکوپرې دحاصل دکمېدو سبب کيږي په ځانګړي توګه چې خاوره يې Sandy او Sandyloam وي دکوپرې باغونه په ځانګړي توګه په ځنډني ډول اوبه ورکول کېږي يعنې دزياتو اوبوکولو څخه يې مخنېوې وشي ځکه دزيات رطوبت سره حساس دى او حاصل کموي ددې په خاطر چې دکوپرې بوټې دزيات رطوبت سره حساس دى نو دکوپرې بوټې بايدپه اوړي کې اوبه شي که چېرې په اوړي کې داوبه خور اسانتياوې موجودې وي سره له دې چې دکوپرې لپاره په معلومو سيموکې لاسي اوبه خور هم پيل شوى خو دا اوبه ددې لپاره کافي نه دى که چېرې دکوپرې بوټي رنګي وي او يا واړه باغونه وي بيايوڅه اندازه امکان لري چې دا اوبه خور وشي په اوسني وخت کې معلومه شوى چې Filter Point ټويلونه نصبيدلاى شي په ځانګړي توګه په ساحلي سيمو کې اودځمکې لاندې اوبه دانجن په وسيله راوباسي او دفصلونو لپاره کارول کېږي د Sandy Soil يا دسينددغاړو په سيمو کې حتى دسينداوبه هم داوبه خور لپاره داوړي په مياشت کې بغير له کومې ناروغۍ خطر څخه استعماليږي.

دکوپرونې لپاره درطوبت اړتيا

په عامه توګه دنورو زارعتي فصلونوپه شان دمحدودرطوبت ساتل دکوپرې ونې دکرنې دکاميابئ سبب کېږي په باراني ورځوکې سهاروختي جذب ميزان په ډيرې کرارۍ سره صورت نېسي په اوږدمرطوب سيزن کې چې دهندپه جنوبي ساحل کې مسلسله وريځجنې ورځې وي درطوبت جذب او ګټه اخيستنه دونو په وسيله ډيره زياته ټيټه وي سره له دې چې ډېرې اوبه هم موجودې وي په وچ موسم کې دجذب مقدار ډيرزيات مخ په لوړه ځي ځکه چې تبخير(Transpiration) هم زيات صورت نيسي دکوپرې ونې پاڼې طبعي توافق لري چې تبخير اندازه کنترول کړي د کوپرې په ونه کې داوبو دذخيره کېدو هيڅ ارګان نشته چې اوبه ذخيره کړي په وچ او لمريز موسم کې باد دپاڼوتبخيرزياتوي دکوپرې دغذا جذب په دوه عاملو باندې ولاړ دى . ١ - هغه عامل چې دنبات په دننه کې صورت نيسي عبارت دى له فزيالوجيکي څخه. ٢ – هغه عامل دى چې دنبات څخه دباندې صورت نېسي عبارت دى له چاپيريال څخه . دونې عمر ،صحت ، تبخير اندازه او ميزان کې پراخه ونډه لري درطوبت په نامناسبوحالاتو او وچکالۍ په وخت کې ليدل کېږي چې زړې پاڼې راغورځيږي داندازې له مخې زړې پاڼې ډېرې اوبه تبخيروي نو په دې خاطر ونه دټاکلې اندازې پورې اوبه نشي ساتلى داوبوثابت مقدار دنبات ژوندساتلې شي په ځوانو ونو کې دزړو ونو په نسبت هغه جوهرزيات وي چې داوبو دفيصدي اندازه ساتي داوبو اړتياپه ځوانو ونوکې دهغوى دقد په تناسب دى يعنې ځوانې او لوړقدې ونې زياتې اوبه جذبوي داځکه چې ځوانې ونې دوچکالۍ په مقابل کې حساسې وي دامعلومه شوه چې Inter Cropping او Manuring دخاورې رطوبت په ساتلوکې تر زياتې اندازې پورې مرسته کوي داخلي کرنه غضوي سرې او دکوپرې پاڼې دځمکې درطوبت ساتلو کې ګټور اغيز لري پورته عمليات خورامهم دي په ځانګړي توګه دهندپه جنوبي ساحل کې په کوم ځاى کې چې دجون څخه تر سپتامبر او اکتوبر پورې سخت بارانونه کيږي او ددې څخه وروسته بله دوچکالۍ پنځه مياشتنۍ دوره وي يعنې دجون څخه ترمۍ مياشت پورې دکال په اوږدو کې دکوپرې دميوې حاصل دګلانوپورې مربوط نه دى مګرغذايي موادو پورې مربوط دى دا ډيره مهه ده چې په يادولرو دکوپرې دونو ګلي سيستم دودې پرمختلفو وختونو کې د 90 – 70 رطوبت په برکې نېسي موجود پوتاشيم يوغذايي عامل دى چې دکوپرې په وده باندې عمل وکړي دنامناسبه رطوبت ترموجوديت لاندې ښکاره شوى چې هيڅکله به Optimum نه وي حتى دپوتاشيم په غني خاوره کې سره له دې چې دکوپرې ونه يوطبعي توافق کوونکي ونه ده دچاپيريال او دراز راز حالاتو رطوبت او غذايي موادو سره توافق کوي . د مورني بوټي ټاکل او حاصل :دکوپرې دمورني بوټوپه باغونو کې دکوپرې تخم دهغه دحاصل اندازې ( سايز)،شکل،طبيعت او عمر په نظر کې نيولو سره ټاکل کېږي دمورني بوټي دټاکلو لپاره دکوپرې کلنې حاصل يومهم معيار دى ونې بايدمنظمې او ډير حاصل ورکوونکې وي او داونې بايد هرکال ډيرحاصل ورکوونکي وي نه پرلپسې څو کلونه په هندکې دمورني بوټي دټاکلولپاره لږ تر لږه 100 – 80 کوپرو پورې حاصل ورکول اړين بلل کېږي دکوپرې شمېراو وزن يو له بل سره تړلي دي دايو غوره معيار دټاکلو لپاره ګڼل کېږي دکوپرې دحاصل دظرفيت قضاوت کولو يوه مهمه لار دونې پوره او دوامداره ثبت شوى حاصل په مختلفوکلونو کې په نظر کې نيول کېږي چې دکوپرې داعمليه دهندپه څيړنيزو مرکزونو کې سرته رسيږي دکوپرې ونې دښکاره کيفيت څخه لکه : ساقو اوږدوالى ،په تاج کې پاڼو تعداد هم يوتخميني نظريه دحاصل رامنځته کوي يو لوړ حاصل ورکوونکې مورنې بوټې دخپل منځني عمر په هر وخت په تاج کې د 40 – 30 پورې مکملې خلاصې پاڼې لري .

دتاج شکل :

دونې غټ تاج کوم چې دونې غټه برخه وي دپاڼو دودې دمتتفلو برخو څخه تشکيل شويدى په تاج کې دوېش له مخې کولاى شو چې په څلورو برخو ووېشو چې عبارت دي له : Spherical-a Semi Spherical-b Drooping-c Erect-d ( نيغې ولاړې پاڼې) ددوى څخه لمړنۍ دوه غوره پاڼې دي چې په دې دواړو کې ترتيب په وخت کې دګلي ساحي کافي کوټنۍ لري دپاڼو نارمل پرمختګ لپاره او همدرانګه دPetioles په وسيله پوره حمايه کېږي که چېرې تاج د Droopingاو Erect ډول تاجونه ولري له هغې څخه بايد مخنېوي وشي مګرکه دابوټي نورې ښې ځانګړنې هم ولري . دګلي ساحې او ډنډرکې طبيعت : Petioles بايد لنډ او پلن وي او ددې قابليت ولري چې دکوپرې ګلي ساحې ته زيات قوت ورکړي دغونچې ډنډرکې هم بايدلنډ او قوي وي اوهيڅ ميلان ونه لري چې لاندې ځوړندشي.

دميوې اندازه اوشکل :

دمورني بوټي دټاکلو لپاره بايدهغه ونې وټاکل شي چې په منځنۍ اندازه ميوه ولري او تقريباً ګرده وي دا ډول ونې نه يوازې داچى لوړ حاصل ورکوي همدارنګه ددې کوپرې ميوه دنورو ميوو په نسبت ښه کيفيت لرونکي وي . دغونچې او ميوې وزن : دمورني ونې لپاره بايدهغه ونې وټاکل شي چې په لويه پيمانه سره درنه ميوه په غونچه کې ولري . ١- عيب لرونکې ونې : هغه ونې چې شنډې او کوپرې نه توليدوي يعنې هغه کوپرې چې منځ يې خالي وي ياهغه ونې چې مخکې دپخيدوڅخه ميوه غورځوي دمورنيو بوټو دانتخاب په وخت کې دا ډول ونې بايدلرې شي اګرکه داونې په لوړه پيمانه حاصل هم ورکړي . ٢ – حالت ياوضيعت : هغه ونې چې کورونو ،دحيواناتو دفارمونو اوياهم دډيرانونو سره نږدې کرل کېږي نوداډول ونو څخه دانتخاب په وخت کې مخنيوي وشي ځکه چې دا ګرانه ده چې ددې بوټې ډول دنورو بوټو دحالتونو سره توپيرشي . ٣ – مورني بوټي عمر: مورني بوټي دتخم په انتخاب کې دعمر په باره کې مختلقې نظريې موجودي دي چې په نظري ډول سره دبوټي عمر دخپل اولاد په کيفيت کې هيڅ تغير نه راولي.دهنددکوپرې په مهموسيمو کې دکروندګرديته ترجيح ورکوي چې دزړو ونوڅخه تخم ټول کړي ځکه چې دويته ددې حاصل اوتاريخ معلوم وي او دمنځني ونوڅخه هم تخم راټولوي او هغه ځکه چې ونې په دې وخت کې دژوندپه يوه قوي مرحله کې قرار لري او ډير حاصل ورکوي دنورمالو شرايطو لاندې هغه ونې چې د 26 – 25 پورې عمر ولري دپوره ميوې ورکولو ته رسيدلې وي او کېداى شي چې دمورني بوټي لپاره هم انتخاب شي .

اقليم او خاوره

دکوپرې بريالې او ګټور صنعت دپرمختګ لپاره اړينه ده چې دبوټي خوښي او ناخوښي په نظر کې ونيول شي په ځانګړي ډول په سيمه کې چې موږ نوې دکوپرې ونې کرو يعنې ددې څخه مخکې په کې نه وي کرل شوى په حقيقت کې دا دمختلفو چاپيريالو سره دتوافق قابليت لري دکوپرې حاصل دهغې اقليمي شرايطو پورې اړه لري .دکوپرې بوټي اساساً استوايې بوټي دي نو لاندې اړوندعاملونه او اړتياوې په نظر کې ونېول شي لکه: عرض البلد،باران ،رطوبت ،لمررڼااو داسې نور...

  1. عرض البلد : دکوپرې بوټي په استوايي سيمو کې يا داستوايي کرښوپه شاوخوا کې خپاره شويدي او شپږدکوپرې کرلو بنسټيز مرکزونه عبارت دي له : فلپاين ،هندوستان،اندونيزيا،سيلون،جنوبي جزايراو ماليزيا څخه دي چې دټولې نړۍ 90% محصول ياد شوى هيوادونه توليدوي
  2. لوړوالى :څرنګه چې دکامياب فصل لپاره دعرض البلدمقياس ټاکل شوى دى همدارنګه دجګوالى مقياس هم ټاکل شويدى په هندوستان کې ښه او غوره حاصلخيزه کرونده دميسورې په ايالت کې کوم چې دبحر له سطحې د900 – 600m جګوالي کې قرار لري کرل کېږي په عامه توګه سره کېداى شي چې دبحر دسطحې څخه 900 – 600m په زيات لوړوالى کې او همدارنګه داستوا کرښې ته نږدې هم زرغون شي په کوم ځاى کې چې دکوپرې دودې لپاره دحرارت درجه ډيره ګټوره ده .
  3. با ران :دکوپرې دټولو اقليمي عواملوڅخه دباران او حرارت درجه ډيره داهميت وړ ده دکوپرې ونه کولاى شي چې په 100cm کلني اورښت کې حاصل ورکړي مګر دګټورې کروندې لپاره د 125 – 200cm کلنې اورښت ته اړتياده په ښه Drained شوى خاوره کې ددې اندازې څخه زيات اورښت پوره اړه لري لکه څنګه چې دابوټې Tap Root system نه لري نو په دې خاطر لږ رطوبت ذخيره کوي او داپه هغو سيمو کې مناسب نه دي چېرته چې اوږده وچکالي او ياوچ موسم وي په کوم چې Water Table لاندې وي که چېرې Water Table ډير لوړ وي او په باغ کې اوبه دډېرې مودې لپاره ډنډ شي نودحالت دبوټي لپاره ډير مضر تماميږي .

داورښت کلنې اندازه دهند په ايالتونو کې مختلفه ده او همدرانګه دوچکالۍ اندازه هم مختلفه ده نو په دې ايالتونو کې يوازې او يوازې دښه اوبه خور په واسطه ښه فصل توليديږي .

  1. حرارت : حرارت يوبل اقليمي فکتور دى کوم چې دکوپرې په توليد او وده باندې زيات اغيز لري په حقيقت کې همدا حرارت دى چې دعرض البلد دجګوالي محدوديت ټاکي دکوپرې ونې معتدل اقليم ته اړتيا لري يعنې نه ډير يخ اونه ډير ګرم وي چې دکوپرې دښې ودې او حاصل لپاره دکلنۍ تودوخه بايد وي د هندپه عربي سواحلو کې مياشتنۍ دحرارت درجه وي چې اضغري تودوخه څخه نه کميږي او همدرانګه مياشتنې اعظمي حرارت کله نا کله ته رسيږي که ددې څخه لوړ شي کېداى شي دغونچو داوچيدو سبب شي اوکوپره خپل توليد کموي په هغو مياشتو کې چې په کومو کې دحرارت درجه ددوى دحاصل لپاره مناسبه وي زيات حاصل ورکوي .
  2. لنده بل : په عامه توګه دکوپرې ونه هغه اقليم خوښوي کوم چې دګرمواو نمجنو شرايطولرونکې وي زيات نمجن شرايط دکوپرې لپاره ښه نه ګڼل کېږي او دوه اړخه لري يو داچې دتبخير اندازه کموي او غذا ليږد هم کموي او دوهم داچې دونې وژونکو ناروغيو دژر خپريدو لپاره مناسب شرايط برابروي لکه : Bud Rot او داسې نورې ناروغۍ رامنځته کوي دبيلګې په ډول په کرهاله کې دکوپرې ونې او پاڼو نارغي وليدل شي چې په باراني مياشتو چې کله چاپيريال ډير نمجن وي په چټکۍ سره خپريږي په سوماترا کې ډير زيات نم ددې سبب شو چې خامه ميوه به خوساکيده.
  3. دلمر روښنا ئي : دکوپرې ونې دلمرډېرې رڼا ته اړتيالري او په هغو ځايونو کې ښه زرغونيږي چې دسيورې لاندې وي او ياډيرې وريځجنې سيمې وي په سيوري کې ونې بې حاصله ډيرې کږې او لغړې وي داونې دخنډونو يا ممانعتونو څخه خپل مسير ته تغير ورکوي او خپل تاجونه لمر ته رابرسيره کوي ترڅو دابوټې داندازې وړ لمرترلاسه کړي دلمررڼا همدرانګه دپاڼې دسطحې تودوخه لوړوي او دودې فعاليت مخ په وړاندې وړي دلمر رڼااهميت دشين کلوروفيل په وسيله دغذايي موادو ترکيبول دي .
  4. باد : وچ اوبادلرونکې محيط دکوپرې بوټې دودې لپاره ګټور دى چې دخاورې رطوبت شرايط برابرساتي مګرپه هغه ځايونوکې چې خاوره وچه وي يوازې لږ بادګټور دى دبادونو لګيدل دتبخيراتو اندازه لوړوي او دخاورې دمحلول څخه دغذايي موادو په ليږد کې مرسته کوي په هغو سيمو کې چې تيز بادونولګيږي دکوپرې دکر لپاره مناسبې نه دي شديدطوفانونه دکوپرې کروندې ته دپام وړ زيان اړوي دابادونه نه يوازې داچې ونې ماتوي همدراګه تاجونه خرابوي او پاڼې هم خرابوي چې دپام وړاندازه دفصل تباهي کوي .
  5. دبحرونو سره نږديوالى : کوپره په پراخه پيمانه په هغو ځايونو کې کرل شويدي چې دسينداو سواحلو سره سرحد لري او په دې کار يو ناوړه تاثيررامنځته شويدى چې دکوپربوټي دسيندڅخه په لرې سيمو کې نه زرغونيږي اګرچې دسيندسره يږديوالې په اقليم او خاوره باندې دپام وړ اغيز لري .

ساحلي اقليم زياتره وخت نمجن او دتودوخې په تغير کې په زياته پيمانه بدلون نه راوړي چې دشرايط دکوپرې دبوټې دزرغونيدو لپار اړين دي همدارنګه معلومه شويده چې په ساحلي سيمو کې دکوپرې دبوټو وده ډيره بهتره ده دساحلي سيمو يوه بله ګټوره بڼه داده چې دخاورې لاندې طبقې ته اوبه تهيه کوي .

  1. خاوره Soil : دکوپرې بوټي داستواېي سيمو سره ډيرتوافق کوونکې بوټې دى او په پراخه اندازه سره دخاورې شرايط زغملې شي دافصل دخاورې دنهايي شرايطو لاندې کرل کېږي کوم چې د Sandy نه تر د Heavy Clay پورې توپير کوي په استسنائي توګه دلوړو سيمو دچاپيريال سره هم توافق کوي دا کولاى چې په Heavy Soil کې هم ښه وده وکړي کله چې هغه ښه Drained شوى وي په استوايې سيموکې پراخه ساحلي سيمې موجودي دي کوم چې موږ کولاى شو چې کروندې لپاره وکاروو همدارنګه کارول شوي هم دي کوپرې په هر ډول خاوره کې کرل کېږي پرته له Parent Material څخه دکوم څخه چې داخاورې منځته راځي نو دامعلومه شوه چې دبوټې په لاندې خاوره کې په ښه توګه کرل کېږي .

Alluvial – 1 Marine Soils whit or gravelly send – 2 Volcanic Soil – 3 Peaty Soil – 4 Literate Soil – 5 Pumice Soil – 6 Coral Soils – 7 بهترينه خاوره ده دکوپرې لپاره دالويول (Alluvial) غني خاورې ياهغه Loam په مناسبه توګه دخاورې رطوبت وساتي او Drained شوى وي چې داډول خاورې له لاندې سيمو کې پيداکېږي لکه ټراونکور،کوچين،مالايار،جنوبي کناره اوپه مشهورو دلتايي سيمو کې دکوپرې بوټې ښه زرغونيږي او همدارنګه ښه حاصل ورکوي پهLateritic Loam او Black Clayey خاورو کې کوم چې په سيندونو او بندونو په غاړه وي او همدراګه په Sandy Soil او په ځانګړي توګه Littoral Type کې په ښه توګه زرغونيږي او حاصل ورکوي . د کوپرې کرنه په ګروپي شکل :دکريالې د Back water په سيمو کې دمعمول سره دکوپرې کروندې لپاره پالنه په هغه ځايونو کې کېږي کومې چې دډنډونو دډکيدو څخه د Clay او Sand په وسيله دمسلسلو طبقو په شکل جوړ شوى وي او دځمکې سطحه داوبو څخه لوړه وي په ټراونکور او کوچين کې په داډول خاوره باندې بهترين او پراخه دکوپرې باغونه شتون لري. دکوپرې پرخاوره باندې دغذايي موادو نصبولو اغيزې : خاورې چې په هغه کې دنبات غذايي مواد موجود وي زياتره وخت تغيرکوي چې دکوپرې دودې لپاره نامناسبه شي پرته دهغو ميتودونو څخه کارو واخلو چې دFixation مخنېوي کوي او يايې کموي بايد اقتباس وشي ځکه نو Red Lateritic Soil کوم چې په پراخه توګه دکوپرې دونې حمايت کوي زياتره وخت ليدل کېږي چې په ياد شوو خاورو کې موجوده فاسفوريک اسيد،پوتاشيم ،ليتيم او نايتروجن نيګړې دى . هايډريټ ايرن اکسايد(Hydrated Iron Oxide) کوم چې دLateratic Soil دخاورې تشکيلونکي دي او ددې ځانګړتيالري چې فاسفوريک اسيددنبات داستعمال لپاره نصب کړي پرته له دې چې دعضوي موادو ښه مصرف کوونکې موجودوي او دا Fixed غذايي موادپه ثابته توګه خوشې کړي دکوپرې بوټې دLaterit Soil خاورې خرابوي . د خاورې ذ هکشي Drainage : په خاوره کې د Drainage لمړې داهميت وړ دى دخاورو داوبو حرکات دکوپرې دودې او نمو دپرمختګ لپاره ډير اړين دى دکوپرې ريښه ددې قابليت نه لري چې ولاړو اوبو کې مقاومت وکړي اګرکه دا او به خوږې ياترخې هم وي که چيرې دکوپرې ونې لپاره ښه ذهکشي وشي دوچکالۍ په مقابل کې ښه مقاومت کولاي شي . د خاورو ژوروالى :دکوپرې ونه وخاورې ښه ژوروالي ته اړتيالري اګر که دکوپرې بوټي يو ګټور ريښوي سيستم لري ريښې يې قوي نه دي چې په کلکه طبقه کې نفوذ وکړي دبيلګې په توګه لکه : Hard Latrite خاورې کوپرې کولاى شي په يو محدود Root System کې ښه دوه وکړي او ښه حاصل ورکړي که چيرې دخاورې سطحه په فزيکي توګه ښه مناسبه وي او په کيمياوي توګه غني وي کوپره ښه حاصل ورکوي .

د خاورې ښيرازي :

دکوپرې دبوټې ښه او لوړحاصل دخاورې دښيرازۍ پورې اړه لري دکوپرې په کرونده کې شپږ مهم فکتورونه ډيره ونډه اخلي چې عبارت دي له : Moisture Soil – 1 Root Space Soil – 2 Temperature Soil – 3 Air Soil – 4 Nutrients – 5 Growth Substances Toxic to Plant – 6

دکوپرې دخاورې ځانګړتيا :

په هندکې کوپرې دکرلو لويه برخه ځمکه په جنوبي او غربي سواحلو کې پرته ده همدارنګه دميوې په ايالت او دغربي بحيرې او دWester Ghats ترمنځ دخاورې اقليم او نور شرايطو په اساس دکومو لاندې چې په هندکې کوپره کرل کېږي هغه ساحه په لاندې سيمو کې کولاى شو ګروپ بندي کړو په ساحلي Sandy ځمکو کې په کومو چې مناسب لوړ Water table وي دا سيمې غو ره سيمې دي جنوبي سيمې چې په جزيرو کې پرتې په کرياله ،مدراس،اندرا،اوړيسااو ممبۍ کې دټرانکور ،کوچين ،مالايار په Clay سيمو کې چې لوړ Water table د يو متر پورې وي دمنځنۍ او پاسنۍ ځمکې چې دساحل او Hill Slopes ترمنځ پرتې دي دجنوبي کناره او کرياله په ساحو کې چيرته چې Sandy Soil خاوره موجوده وي د ټيټ Water table سره يعنې د شپږو مترو پورې وي . د کرنې اداره او تنطيم : کوپره اساساً Cash Crop نبات دى چې په ټاکلو هيوادونو لکه : هند،فلپاين او نورو کې زيات کرل کېږي يوغذايي نبات دى چې دډيرو هيوادونو پام يې ځانته اړولې دى اصلي توجه په Plantation Management کې داده چې دکوپرې په عايدکې په پوره توګه ډيروالې منځته راوړي او بيځايه لګښت څخه مخنېوې وشي . د ادارې عمليې : لږګټورتوب دکوپرې کرنې دخرابې او نامنطمې او نامناسبه Soil Management پورې اړه لري دنورو دمنطومو لارو په خپلولو سره کولاى شو چې دحاصلاتو کچه لوړه کړو مهم منجمنټ سايل عمليې کوم چې ډير مهم دي دکوپرې پورې اړه لري عبارت دي له : Husk Burying Tillage ,Cover Carping Mann ring , Erosion Control , Mulching , Drainage او خاورې اصلاح کول او جوړولو اهميت او اړتياهريوه ددې عمليې توپيرلري دخاورې په شکل موقيعت او حالت په مايلويااو Sloping Land ځمکو کې دهرڅه نه زيات او اساسي اړتيادځمکې خوندې ساتل دي ځينې دخاورې دادارې عمليې کوم چې دکوپرې سره توافق کوي په لاندې ډول دي .

ملچينګ Mulching :

ملچينګ دځمکې دسطحې دپوښولو عمليه ده دنورو نباتاتو دپاتې شونو موادو څخه ديوې طبقې په شکل او همدارنګه دځمکې دطبقو تودوخه په نظرکې ساتي دهرزه ګياوو او دهغې دودې راټيټول اود ځمکې مخ داوبو دجذبولو لپاره جوړوي درطوبت مخنيوې کوي دنورو هرټيکلچري فصلونو په پرتله په کوپره باندې دملچينګ داغيزو په باره کې ډير کمې ليکنې شويدي هغه مواد چې په ملچينګ کې کارول کيږي عبارت دي له : پوستکي (Husk) پاڼې (leaves) دريښو پاتې شوني پورتني يادشوي موادپه پراخه مقدار سره په فلپاين او نورو هيوادونو کې پيداکيږي مګر دامواد په هندکې ستونزمن دي چې دملچينګ دموخې لپاره کولاى شو چې وکاروو په سليون کې دملچينګ عمليه دپوستکي په وسيله دميوه ورکونکوو بوټو دبيخ څخه په دوه متره فاصله کې اجرا کېږي او درطوبت دخوندې ساتلو او دهرزه ګياووپه مخنوي کې مرسته کوي په هندکې دملچينګ عمليه دوچو پاڼو په وسيله په شګلنه خاوره کې ترسره کېږي چې داوړي په مياشت کې هيڅ اغيز نه لري ملچينګ بايد دباراني موسم په پاى کې اجراشي لمړنۍ کتنې دښيې چې په سيلون کې Coir Dust په وسيله ملچينګ يوازې دخاورې رطوبت ساتلې شي مګره په نابالغه ونو باندې اغيز نشي کولاى .

Cover Cropping :

دځمکو پوښونکو نباتاتو راشنه کيدل دکوپرې په کروندو کې زيات مشهور دي په هغه هيوادونو کې چيرته دکوپرې بوټي کرل کيږي Cover Cropping هغه ځمکه پوښوونکي فصلونه دي کوم چې قابليت لري چې غښتلې نشونمارامنځته کړي او کولاى شي چې په لږ وخت دځمکې مخ په مکمل ډول پټ کړي Cover Cropping داصلي بوټي لپاره Catch Crop څخه زيات مهم دي اوهمدرانګه دخپل ځان څخه اصلي بوټي ته ګټور دي پوښوونکي نباتاتو په کرلو سره کولاى شو لاندې ګټې لاس ته راوړو . ١ – دخاورې دتخريب مخنيوې کوي . ٢ – دهزره ګياوو څخه مخنيوې کوي . ٣ – عضوي موادپه خاوره کې زياتوي . ٤ – دخاورې Aeration اصلاح کوي . ٥ – دلمردمستقيمو وړانګو څخه دريښو حفاظت کوي. ٦ – حاصلخيزي خوندي ساتي . ٧ – نايتروجن نصبول په هغه وخت کې چې ليګومي نباتات په کې وکرل شي. ٨ – درطوبت او غذايي موادو اخيستل دخاورې څخه. ٩ – دميوې پخولواو ميوې په ښکلي رنګ ورکولو کې مرسته کوي. د تخريب مخنيوې : دخاورې تخريب واقعاً چې يوجدي مشکل دى په هغوباغونو کې چې مايله وي په ځانګړې توګه په هغو سيموکې چې شديدبارانونه کېږي دخاورې پاسنۍ حاصلخيزه برخه له منځه ځي او دنبات ريښې ښکاره کېږي کوم چې دنبات په غذا کې کمښت راولي چې په پايله کې نبات مرضي ښکاريږي او دحاصلاتو زياته اندازه کموي دErosion Control دمخنېوي اهميت دپامه ونه غورځول شي يو شمېرمکروبونه چې دخاورې دتخريب مخنېوې کوي عبارت دي له : Terracing Contour Bonding , Cover Cropping , Building ,Crescent Bunds.

INTER CROPPING :

دکوپرې هغه باغونه چې بوټي يې 9 – 7.m فاصلو پورې کرل شوى وي خو د Inter Cropping لپاره په کې موقع مساعده ده يعنې ديوکلن او څوکلن نباتاتولپاره په کې زمينه برابره ده چې دکومې لارې څخه کروندګريو اضافي عايدلاسته راوړي په حقيقت کې دکوپرې په باغونوکې دخاورې او اقليم شرايطومطابق فصلونه کرل کېږي اوياهغه فصلونه کرل کېږي چې په محلي بازار کې يې غوښتنه زياته وي دکوپرې باغونو په لمړنۍ مرحله کې چې کله دکوپرې بوټي واړه وي او ځمکه سيوري نه وي نيولې دفرعي فصلونو په کرلو کې کوم خطر نشته مګر فرعي فصلونوته بايدښه سره ورکړل شي اوښه پاملرنه ورته وشي دکوپرې دوړو بوټو سر نږدې ونه کرل شي داډيره غوره ده چې دکوپرې دوړو بوټو په منځ کې ددوه مترو په شاوخواکې نوربوټي ونه کرل شي ترڅو داساحه دهزره ګياوو څخه وساتل شي په دغه ساحه کې بايد دځوانونباتاتولپاره ډيرې عالي سرې (Manur) واچول شي او دخاورې سره ګډه شي .

د حشرآتو اداره :

کوپرې په ذخيره ځايونو او سټورونو کې دحشرو دجدي ګواښ سره مخامخ دي او ډيرزيان ورته رسوي دټنونو زيانونو ترڅنګ حشرات دکوپرې په کيفيت باندې منفې اغيزې لري په شديدوحالتوکې په دغه کچه اقتصادي ضايعات کېداى شي چې ددې نه هم زيات شي کوم چې دوزن دکمبود څخه راولاړيږي دکوپرې حشرات په لاندې ډول دي .

Black Headed Caterpillar چې علمي نوم يې (Opisina Arenosella) دى په زياته اندازه پيداکېدونکې حشره ده په هندکې مخکې دساحلي سيموپورې محدوده وه مګراوس داندارپرديش،ګرناټک او تاميل ناډوپه وچو کې هم ليدل شويدي ددې حشرې دڅوکې دفعاليت په ګرمو مياشتو(اپريل نه تر جون ) کې مشاهده شويدى .

داحشرې په هرډول ونو باندې حمله کوي پرته له : Arecanut څخه داحشره متوسط سايزلري خاکستري رنګ لري او مخکنۍ وزرې پيکه سپين رنګ لري دنبات په وړو پاڼو باندې کريمي سپين رنګه هګۍ اچوي Caterpillar حشره نرۍ غزيدلې پيکه خاکستري شين رنګ لري او سريې رنګه نصواري موج داره پټۍ ياخطونه لري. د Pupa مرحله په Cocoon کې تيروي کوم چې په Larvae Gallery کې جوړ شوي وي دژونددوران يې په دوه مياشتو کې تکمليږي. Control : يوشمېرهګۍ،لارواوې او Pupal پرازيتونه داندراپرديش،امباجيپټ او دنارساپور دنسل ګرۍ په مرکزونو کې وڅيړل شو او ددې په خلاف پرازيتونه وپيژندل شو او داپرازيتونه لمړى په هغه وخت کې کولاى شو چې خوشې يې کړو په کوم وخت کې چې مونږ دپورته حشرې حمله وګورو او درې وارې وروسته ددوه راتلونکو اوونيو په موده کې په ځوانو نباتاتو کې داغيزمن شويو پاڼو غوڅول او سوځول دحشرې او دحملې په سر کې دلوړونباتاتو او دغټوباغونو نباتاتو لپاره دبيولوژيکي او کيمياوي متودونو څخه کاراخلي . Rhinoceros Betle: علمي نوم يې (Oryctes Rhinoceros) دى يوه مهمه حشره ده چې په ټول هندکې پيداکېږي دڅوکې فعاليت Peak Activity دجولايې څخه ترسپتامبرپورې شروع کوي او هرډول ونو باندې حمله کوي . Control : دManuring تداوي کول تداوي کول دCarbaryl Dust په وسيله څلورځله په کال کې دجنوري،اپريل، جولايي او اکتوبرکې دتاجونوڅخه بايدحشرې راويستل شي دجولايي څخه ترسپتامبردمياشتو په دوران کې سوري دشګواو Lindane Dust په وسيله ډک شي د 1:1 تناسب سره د شومي زهري کول لکه : Toddy ,Castor Cake ,Rotting Mustard او داسې نور... Scaales : علمي نوم يې (Aspidiotus Destrustors) دى داحشرات په ځينوسيموکې دجدي حشرو په توګه واقع کېږي په ځانګړي توګه دجنوبي ساحل کې په ګرمومياشتوکې منځته راځي . Control : معمولاً ددوى نفوذ دطبعي دښمنانو په وسيله کنتروليږي . Termites : علمي نوم يې (SP- Obontotermis Polyphagous) په Laterite , Sandy Loam , Sandy خاورو کې عام دي Termites اجتماعي حشرې دي چې دخټو په جالوکې اوسيږي او هرې يوې حشرې ته خپله دنده سپارل کېږي يعنې کارګران ،شاهان او ملکه لري اوملکه دڅوکلنو پورې ژوندکوي او په زرګونو هګۍ اچوي . Control : ډيرزيات اوبه خور کول او لمدې ساتل دنرسرۍ او يا دبزغليو او دلوښود Chloropyriphos او Qunialphos سره يوځاى توصيه شويدي د Termitaria کندل او دملکې ختمول دټولو نه مهم دي .

Mites علمي نوم يې (Eriophyes Guerreronis) دى په دې نږدې وختونو کې په جنوبي هندکې په کوپرې باندې په خطرناک شکل سره Mitesراوتل پيل شو په ځانګړي ډول په تاميل ناډو،کرياله ،ګرناټک او داندراپرديش په سرحدي ساحو کې Mites دنسجنونوتخريب سبب ګرځي دميوې دپرمختګ مخنيوې کوي سايزيې کموي اوهمدارنګه په زړې کې هم کمود راولي .

Control : ددې حشرې دکنټرول لپاره Methyl Demeton , Dicofol او Triazophos او اوونۍ کې دوه ځله کارول کېږي . Red palm Weevil : علمي نوم يې (Rhynchophorus Ferriygineus F) دى دادټولوڅخه زياته تخريبونکې حشره ده که په ځوانو ونو کې د Rhinceros Beetle برخلاف ځوانې ګوګونګټې نشي کولاى چې ونو ته کوم مستقيم خطرواړوي ددې برخلاف ګونګټې خپلې ابتدايي مرحلې په ونو کې تيروي او دګونګټې لاروا او ژونکې خطررامنځته کوي ددې ګونګټې بله نوعه R-Palmarum هم ډيره خطرناکه حشره ده دکوپرې دونو لپاره په غربي استوايي سيموکې . ميخانيکي کنټرول : ددې حشرې دکنټرول لپاره هم ځنې متودونه توصيه شوى دپخوانيو کارګرانو په وسيله يوازې وقايوي او ميخانيکي طريقې کارول کيدې ټولې ظاهري زخمي برخه يې دنبات ددرملو په وسيله کنټرول شي دمړو او وچوونوڅخه باغ پاک شي ترڅو ګاونډۍ ونې محفوظې شي خامې سطحې دنبات بايدد 10 ml قيراو 10gr Lindane dust مخلوط په وسيله رنګه کړاى شي ترڅو دهګۍ اچولو څخه مخنيوې وشي .

دناروغۍ اداره اوتنطيم :

Bacterial Leaf Blight  : دا دکوپرې يوشديدمرض دى دلوندموسم په دوران کې پاڼې دڅوکولخوالاندې طرف ته وچيږي او مکروب دزړو پاڼو څخه ځوانو پاڼو ته هم سرايت کوي کومې ونې چې زياتې اغيزمن شوى وي دوچکالۍ ځپلوونو غوندې ښکاري په اغيزمن شوى پاڼوکې د Midrib شاته تياره رنګه زخمونه ليدل کېږي . Control : داغيزمن شويو ونو غوڅونه او سوځونه ددې غوره غوره لاره ده . Fruit Rot : علمي نوم يې (Phytophthora Omnivora) دى ،داناروغي په ټولو کوپره لرونکو هيوادونو کې ليدل شويده ،داناروغي ميوه اغيزمنوي او په حاصل کې يې زيات کمبود راولي ،داسې کوم خبرنشته چې دې ناروغۍ کومه ونه وژلى وي . Control : Fruit Rot کولاى شي چې په اسانۍ سره کنترول کړو لکه کاپرفنجي سايډ په وسيله باندې (Bordeaux Mixture) دمخلوط سپرې په متاثره اوزخمي سطحو باندې وشي اد سپرې بايد د موسمي بارانونو څخه مخکې او وروسته استعماليږي دسپرې سره سره بايد دونې ټول تاجونه پاک شي که هغه متاثره و ي اوکه نه راغورځېدلې ميوې بايدجمع شي او وسوځول شي مرضي برخې بايد لرې کړاى شي او همدارنګه ګاونډۍ روغې ونې هم بايدسپرې شي . Leaf Blight : علمي نوم يې Pestalotiopsis Palmarum دى په ټولو کوپره کروونکو ايالاتوکې په ځانګړي توګه په کرياله کې عام دى . Control : دزړو او متاثرو پاڼو لرې کول او د Bordeaux Mixture يوه فيصده محلول سپرې کول او همدارنګه دناروغي خپريدل ښه دنظر لاندې ونېول شي . Leaf Rot : علمي نوم يې Bipolaris Halodes دى داناروغي دکريالې په سهيلي ولسواليو کې ډير خپور دى لومړنۍ نښې کومې چې ښکاره کېږي هغه دادي : زړې او ځوانې پاڼې توريږي او وورسته مړاوى کېږي .

Control په پاڼو سپرې کول په پرلپسې توګه سره ديو فيصده Bordeaux Mixture په وسيله چې Mancozeb 3gr او Fytolan 5gr په يو ليتر اوبو کې ولري نو داغيزمن شويو پاڼو له لرې کولو څخه وروسته بايد څلورځله سپرې شي کوم چې ددې ناروغي دپاملرنې وړانديز پورې کموي .
Stem Bleeding دا ناروغي دلومړي ځل لپاره په سيلون کې وليدل شواو وروسته په هند،فلپاين،مالايا،انډيمان او ټرينټيډاډ کې هم وليدل شو،ددې ناروغۍ نښې دادي چې دونې دساقې دلاندنۍ برخې چې دځمکې دسطحې څخه د 3 – 2 m پورې لوړى وى دونې دساقې دقد په دغه ساحه کې د ډډ درزونو څخه يوه تياره رنګه سره نصواري رنګه مايع رواځي،دامايع تور رنګ غوره کوي کله چې وچه شي ددغو اغيزمن شويو ساحو لاندې انساج ژيړيږي او خوسا کېږي چې په ځوانو ونو کې ناروغي په تيزۍ خپريږي.
Control په لاندې طريقو سره کولاى شو چې دناروغي تريوې کچې کنټرول کړو اغيزمن شوى انساج بايد دتيشې په وسيله پرې شي داخلي اغيزمن شوى انساج لرې شي ترڅو کوم ناروغه انساج په کې پاتې نشي او زخم بايد دقيريا (Bordeaux Paste) په وسيله وپوښل شي .
Tatipaka Disease علمي نوم يې Phytoplasma دى،دا ناروغي په لمړي ځل داندراپرديش ايالت په ختيځ کې دګوداوارې په ولسوالۍ په Tatipaka کلي کې وليدل شو او په همدې نوم ونومول شو. هغه ونې چې عمر يې د25 او 60 کلونو ترمنځ وي ډيرزيات يې اغيزمنوي ،په دې ناروغۍ کې غټ تاجونه غيرنورماله وده کوي او تياره رنګه شنې داخلي پاڼې لري وروسته دتاج اندازه کوچنۍ کېږي او ساقه په کراره کراره نرۍ کېږي،په دې ناروغۍ کې وړې پاڼې په نامناسبه توګه پاکېږي،دپاڼو له پاسه ژيړ داغونه ښکاره کېږي ،دپاڼو شمېر کمېږي،اغيزمنه شوى ونه وړې غونچې توليدوي او ميوه شنډيږي .
Control داغيزمن شويو ونو ويجاړول او لرې کول او داغيزمن شويو ونو دميوې څخه بايد مخنېوي وشي ترڅو په نرسرۍ کې ونه کرل شي او داغيزمن شويو سيمو څخه بايد دبزغلي ليږد منع شي .
¬¬