نارنج ماڼۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نارنج ماڼۍ د زاړه کندهار د ښار مرکزي کلا ( ارګ ) او د پاچا د اوسيدلو مېنه وه، چي د سرپوزې د غره ختیځ لوري ته ودان وو.

دا ماڼۍ د تاريخ په کتابو کي کابو ۲۵۰۰ کاله قدامت لري.

دا ښار خورا محکمه وو، ځکه ۷ کلاوي ( حصارونه ) ورباندي راګرځيدلي وه، دي ښار پنځه دروازي درلودي، لکه ماشور، باباولي، ويس قرني، خواجه خضر او د علی قاپي دروازه، د ښار د کلاوو برجونه تر پنځوسو اوښتئ وو، او دا ښار د مثلث په شکل جوړ و.

د نارنج ماڼۍ شاوخوا سیمه د روسي يرغلګرو سره د جهاد په څلورلس کلنه دوره کي د مقاومت ستر مرکز ګرزیدلی و، او د مهماتو لوی ډیپوګان پکښي وه، ځکه ډير وران او د خلګو له نظره پناه سوی دی.