نارايانا ګوريو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


نارايانا ګوريو
نارايانا ګوريو
نارايانا ګوريو

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۸ اگسټ ۱۸۵۵[۱][۲][۳][۴]
مړینه 20 سپټمبر 1928 (73 کاله)[۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف
ښوونکی   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) مالايم
سانسګریت ژبه
تاميل   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نارايانا ګوريو “Narayana Guru”

ژوند ليک[سمول]

نارايانا چې کورنی نوم يې نانو “Nanu” دی، د ۱۸۵۶ ز کال د اګسټ پر ۲۰ نېټه د تراوانکور “Travancore” پخواني ايالت کې تېرووانانتاپيورام “Thiruvananthapuram” ته نږدې د چيمپاژانتي “Chimpazhanthy” کلي په يوه ايژاوا “Ezhava” کورنۍ کې زېږېدلی دی؛ پلار يې مادان اسان “Madan Asan” او مور يې کوتېياما “Kuttiyamma” نومېږي. د نوموړي لومړنۍ زده کړې د چيمپازانتي موتا پېليا تر لارښوونې لاندې د “gurukula” په طريقه وې، چې پر مهال يې د نوموړي د ۱۵ کلنۍ په عمر مور مړه شوه. د ۲۱ کلنۍ په عمر د رامان پېليا اسان په نوم د سانسکرت له پوه څخه د زده کړې په موخه مرکزي تراوېنکور ته لاړه، چې نوموړي ورته ويدا، اوپانيشاد کتابونه او د سانسکرت د منطقي فصاحت او بلاغت ادبيات تدريس کړل. ګوريو په ۱۸۸۱ ز کال بېرته هغه وخت خپل کلي ته راستون شو، چې پلار يې سخت ناروغ و او کليوالي ښوونځی يې پيل کړ، چې ځايي کوچنيانو ته يې درس ورکړ او همدې ښوونځي ورته د نانو اسان “Nanu Asan” نوم ور په برخه کړ. يو کال وروسته يې له کالياما “Kaliamma” سره واده وکړ، مګر لږه موده وروسته يې د يو ټولنيز سمون راوړونکي په توګه د خپل عمومي ژوند د پيل کولو په موخه له واده څخه ځان لرې کړ. [۶][۷][۸]

د کور په پرېښودلو سره يې په ټوله کيرالا “Kerala” او ټاميل ناديو “Tamil Nadu” کې سفر وکړ او د همدې سفرونو پر مهال يې له چاټامپي سوامېکال “Chattampi Swamikal” سره وکتل، چې يو ټولنيز او مذهبي بیارغونکی و او ګوريو يې اياويو سواميکال “Ayyavu Swamikal” ته وروپېژنده، چې نوموړي ورڅخه تفکر او جوګ [د هندوانو ذهني رياضت] زده کړل. وروسته يې خپلو ګرځېدنو ته تر هغې دوام ورکړ، چې په ماروتوامالا “Maruthwamala” کې د پېلاتادام “Pillathadam” غار ته ورسېد، چې نوموړي په کې د خپل عبادت لپاره يو ګوښه ځای جوړ او د راتلونکو اته کالونو لپاره يې په کې تفکر او جوګ تمرين کړل. ګوريو په ۱۸۸۸ ز کال له اريووېپيورام “Aruvippuram” څخه ليدنه وکړه، چې د يو څه مودې لپاره يې په کې تفکر وکړ او هلته د پاتې کېدنې پر مهال يې د شيوا ‘Shiva’ د بت په توګه له سيند څخه د اخېستل شوې ډبرې د يوې ټوټې عبادت ته ځان ځانګړی کړ، چې له همغه وخته راپدېخوا د اريووېپيورام د شيوا عبادتځای يا معبد “Aruvippuram Shiva Temple” شوی دی. هغه قانون چې وروسته د اريووېپيورام پراتېشتا په نوم وپېژندل شو، د د پورتنۍ ارثي مذهبي ډلې «براهمن» په منځ کې يو ټولنيز پاڅون جوړ کړ؛ برهمن ډلې بت ته د عبات کولو لپاره د ګوريو حق تر پوښتنې لاندې راوړ. دوی ته د نوموړي دا ځواب چې «دا براهمن شيوا نه دی، يو ايژوا شيوا “Ezhva Shiva”» وروسته يوه نامتو وينا يا اقتباس شو، چې د نسب او ټولنيز دريځ پلوۍ پر وړاندې يې ورڅخه ګټه پورته کړه. همدې ځای کې د ۱۹۰۳ ز کال د می په ۱۵ نېټه د بنسټګر رئيس په توګه د نارايانا ګوريو په مرسته د پاډمانابهان پالپيو (چې د ډاکتر پالپيو په نوم پېژندل کېږي) په هڅو “Sree Narayana Dharma Paripalana Yogam (SNDP Yogam)” رامنځته شو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ګوريو په ۱۹۰۴ ز کال کې خپل مرکز وارکالا ته نږدې سيواګيري “Sivagiri” ته ولېږدوه، چې نوموړي په کې د ټولنې د ټيټ پوړ کوچنيانو لپاره يو ښوونځی پرانيست او د هغوی د ارثي او مذهبي ډلې په پام کې نيولو څخه پرته يې ورته وړيا زده کړې برابرې کړې. که څه هم سيمه کې د معبد جوړولو يې اوه کالونه ونيول او د سارادا مټ “Sarada Mutt” په نوم ۱۹۱۲ زکال کې ودان شو. نوموړي د تريشر، کانيور، انکوتينګيو، تالاسيري، کوژېکودی او مانګالور غوندې نورو ځايونو يې هم عبادتځايونه جوړ کړل او د سريلانکا (چې هغه وخت يې ورته سيلان ويل) په ګډون يې زياتو ځايونو ته وېوړ، چې نوموړي په کې په ۱۹۲۶ زکال خپله وروستۍ ليدنه تر سره کړه. هند ته د بېرته راستنېدنې پر مهال د سېواګيري “Sivagiri” زيارت د پلان جوړولو په ګډون يو شمېر فعاليتونو کې ښکېل و؛ ياد زيارت د SNDP Yogam” په کاليزه کې د ګډون په موخه په ۱۹۲۷ ز کال کې د پالاتريوتي “Pallathuruthy” له کتنې څخه وروسته پلان شوی و. [۱۸]

پالاتريوتي کې له غونډې څخه لږه موده وروسته، چې د نوموړي د ګډون کولو وروستۍ عمومي دنده وه، ګوريو ناروغ شو او د اليووا، تريشر، پالاکاد او په پای کې د چينای په شان ځايونو کې يې درملنه وکړه. هغه ډاکترانو چې د نوموړي پالنه يې وکړه، ايورديک ډاکتران لکه: کولاېل مامې واديار، پاناپاللي کرېشنان واديار او تایکاوټيو دېواکاران مووس او همدا راز الوپاتيک ډاکتران يعنې کرېشنان تامپي، پانېککر، پالپيو او د نوبل په نوم اروپايي ډاکتر و. نوموړی سارادا مټ “Sarada Mutt” ته راستون شو او د ۱۹۲۸ ز کال د سپټمبر په ۲۰ د ۷۲ کالونو په عمر ومړ. [۱۹]

ميراث[سمول]

د ارث او نسب پالنې پر وړاندې مبارزه[سمول]

ارث او نسب پلوي يا کاستيزم د ۱۹ پېړۍ پر مهال او د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې کېرالا کې دود وه او د ټيټ ذات يا پوړ خلک لکه ايژاواس “Ezhavas” او نه حس کېدونکي پوړونه لکه پارايارس قبيلوي او پولايارسيانو بايد د لوړ پوړ ټولنې له لورې توپيري چلند زغملی وی. دا د دې توپيري چلند خلاف و، چې ګوريو په ۱۸۸۸ ز کال اريووېپيورام کې د سېوا “Siva” بت ته د خپل عبادت په ځانګړي کولو سره خپل لومړنی ستر عمومي قانون تر سره کړ. نوموړي په عمومي ډول په ټوله کيرالا او تامېل ناديو کې پينځه څلوېښت عبادتځايونه عبادت لپاره ځانګړي کړل. د هغه د عبادتځايونو ځانګړي کول په اړين ډول له عادي دود سره سم الوهيتونه نه وو، مګر يوه دړه يا تخته وه چې کليمې، حقيقت، اخلاق، زړه سوی او مينه يې پرې ليکلی وه، د نباتاتو د خوړلو عقيده لرونکی شيوا، يوه ښيښه او يو بت چې د نوموړې له لورې د بېلابېلو جوړو شويو سپېڅلتياوو له منځه د ايټالوي بت جوړونکي له لورې جوړ شوی و. نوموړي د زړه سوي او مذهبي زغم نظريات او د خپلو کتابونو له ډلې د انوکامپاداساکام “Anukampadasakam” په نوم نامتو کتاب خپور کړ، چې د کرېشنا، بودا، ادي شانکارا او حضرت عيسی عليه السلام غوندې بېلابېل مذهبي اشخاص ستايي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

وېکوم ساتياګراها “Vikom Satyagraha”[سمول]

د وېکوم ساتياګراها ټولنيز لاريون د تراوانکور “Travancore” په هندو ټولنه کې د نابرابرۍ پر وړاندې د ټيټ پوړ يا ذات له لورې يو تحريک و. د معلوماتو له مخې د لاريون انګېزه د هغه مهال پېښه وه، چې ګوريو د لوړ ذاتي شخص له لورې وېکوم عبادتځای ته له غځيدلي سړک څخه د تېرېدلو اجازه ورنه کړل شوه. دې پېښې کوماران اسان او مولور اس پادمانابها پانېکر چې دواړه د ګوريو مريدان وو، وهڅول چې د پېښې په لاريون کې شعرونه وليکي. ټي کی مادهاوان چې د ګوريو يو بل مريد يا زده کوونکی و، چې په ۱۹۱۸ ز کال کې يې د سري مولام نامتو جرګې “Sree Moolam Popular Assembly” څخه ارث يا نسب ته له پاملرنې پرته عبادتځای ته د ننوتلو او عبادت کولو د حقونو غوښتنه وکړه. د کی کيلاپان او کی پي کيساوا مينن په ګډون د خلکو يو کوربه يوه کمېټه جوړه کړه او د کېرالا پارياتانام “Kerala Paryatanam” خوځښت يې اعلان کړ او پاڅون يا تحريک د مهاتما ګاندي په ملاتړ سره  په يو لوی خوځښت بدل شو، چې په پايله کې يې د ټولو ذاتونو يا پوړونو پر وړاندې عبادتځای او ورته غځېدلي درې سړکونه پرانېستل شول. ياد لاريون د ۱۹۳۶ ز کال د معبد د ننوت اعلاميه “Temple Entry Proclamation” هم اغېزمنه کړه. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سېواګېري زيارت[سمول]

سېواګېري زيارت د والابهاسيري ګووېندان واديار، د ټي کی کېټان ورايټر او مولور اس پادمانابها پانېکر په نومونو د ګوريو د درې زده کوونکو له لورې په پام کې نيول شوی و، چې ګوريو په ۱۹۲۸ ز کال په خپلو ستاينو سره ثابت کړ. نوموړي وړانديز وکړ، چې د زيات موخې بايد د زده کړې، پاکوالي، د خدای د عبادت، سازمان، کرنې، سوداګرۍ، لاسي صنعتونو او تخنيکي روزنې پرمختګ وي او وايديار او ورايټر بايد د دې هيلو د پلي کولو لپاره اړتيا باندې د فشار راوړلو په موخه د دې موضوعګانو په اړه د ويناوو يوه لړۍ برابره کړي او دا خلکو ته د سېواګېري زيارت د اصلي ارادې يا نيت په توګه بيان کړي. که څه هم لږه موده د نوموړي مړينې د ۱۹۳۲ زکال تر هغه وخته پورې ياده پروژه وځنډوله، چې په پاتانامتېټا سيمه کې له الاويومتېټا څخه لومړنی زيارت تر سره شو. [۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Open Library ID: https://openlibrary.org/works/OL105468A?mode=all — subject named as: Narayana Guru — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Aaron Swartz — منښتلیک: GNU Affero General Public License, version 3.0
  2. FAST ID: https://id.worldcat.org/fast/100870 — subject named as: Narayana Guru — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3059 — subject named as: Nārāyana Guru — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  4. NLA Trove people ID: https://trove.nla.gov.au/people/959247 — subject named as: Narayana Guru — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. https://books.google.co.in/books?id=krsoAAAAYAAJ&q=narayana+guru+20+September+1928&dq=narayana+guru+20+September+1928&hl=en&sa=X&ved=0ahUKEwixyNeOuP7VAhUHQY8KHTE6AtQQ6AEILzAC
  6. "Narayana Guru, 1856-1928". LC Name Authority File. Library of Congress. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Pullapilly, Cyriac K. (1976). "The Izhavas of Kerala and their Historic Struggle for Acceptance in the Hindu Society". In Smith, Bardwell L. (المحرر). Religion and social conflict in South Asia. 22. BRILL. د کتاب پاڼي 24–46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-04510-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Sree Narayana Guru, Varkala, Thiruvananthapuram, Kerala". Kerala Tourism - Varkala (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Younger, Paul (2002). Playing host to deity : festival religion in the South Indian tradition. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 127. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-514044-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Younger, Paul (2002). Playing host to deity : festival religion in the South Indian tradition. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 127. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-514044-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Staff Reporter (په 24 December 2012 باندې). 125 years of Aruvippuram temple.
  12. "125 years of Aruvipuram Pratishta". The New Indian Express. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Sree Narayana Guru in a new light". 13 November 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. A. Sreedhara Menon (4 March 2011). Kerala History and its Makers. DC Books. د کتاب پاڼي 205–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-264-3782-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "In Kerala temple priest appointments, Backward caste Ezhavas overrun Brahmins". outlookindia.com/. 17 October 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Chandramohan, P. (April 2016). Developmental Modernity in Kerala: Narayana Guru, S.N.D.P Yogam and Social Reform. Tulika Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789382381792. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "SNDP Yogam". sndpyogam.in (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Sree Narayana Guru, Varkala, Thiruvananthapuram, Kerala". Kerala Tourism - Varkala (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Sree Narayana Guru, Varkala, Thiruvananthapuram, Kerala". Kerala Tourism - Varkala (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Guru-varsham 150: The year of Sree Narayana Guru". www.rediff.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Sree Narayana Guru, Varkala, Thiruvananthapuram, Kerala". Kerala Tourism - Varkala (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "These places were a part of Sree Narayana Guru's life". OnManorama (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "TKMM College". tkmmcollege.org. 2 April 2019. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Sekher, Dr Ajay (6 September 2017). "Guru who made Kerala fit to bear 'god's own' label". Deccan Chronicle (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 22 July 2009 باندې). Extreme injustice led to Vaikom Satyagraha, says Romila Thapar.
  26. "Vaikom: A Story of Courage & The Extraordinary Movement That Changed India!". The Better India (په انګلیسي ژبه کي). 30 October 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Fenced By The Thread". outlookindia.com/. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 12 November 2011 باندې). Temple Entry Proclamation the greatest act of moral freedom: Uthradom Tirunal.
  29. "Rediff On The NeT: Rajeev Srinivasan". www.rediff.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 4 January 2013 باندې). Elavumthitta - the birthplace of Sivagiri pilgrimage.