مېډکېیر/ درمل پالنه (متحده ایالات)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

درمل‌پالنه په متحده ایالاتو کې د روغتیايي بیمې یوه ملي دولتي خپرونه ده، چې په ۱۹۶۵ کال کې د ټولنیز امنيت ادارې (SSA) له‌خوا پیل شوه او اوس د مېډيکېیر او مېډکېډ مرکزونو (CMS) له‌خوا اداره کېږي. یادې خپرونې په لومړیو کې هغو امریکایانو ته روغتیايي بیمه چمتو کوله چې عمرونه ېې ۶۵ کاله یا ورڅخه پورته وو، خو همدارنګه يې د ځینې هغو ځوانو افرادو لپاره هم روغتیايي بیمه وړاندې کوله چې د بډوډو د ناروغۍ په وروستي پړاو کې وو یا هم له امیوتروفیک جانبي سکلېروز (ALS یا لوګرېک ناروغۍ) څخه کړېدل.

په ۲۰۱۹ کال کې د درمل پالنې د باوریانو د ۲۰۱۸ کال د راپور پر بنسټ، مېډکېیر له ۵۹.۹ میلیون څخه ډېرو کسانو ته روغتيايي بیمه وړاندې کړې- چې له ۵۲ میلون څخه زیات شمېر هغه کسان وو چې عمرونه يې له ۶۵ کلونو څخه پورته وو او نږدې ۸ ميلیون ځوان عمر لرونکي کسان وو. د درمل پالنې  د باوریانو او د مېډپک څېړنيزې ډلې د کلني راپورونو له مخې مېډکېیر/درمل پالنه د ثبت شویو افرادو د روغتيا پالنې نږدې نیمايي لګښت ته پوښښ ورکوي. هغه کسان چې یادې برنامې ته نوم‌لیکنه کوي نږدې تل خپل پاتې ډېر لګښتونه د اضافي خصوصي بیمې او/ یا د درمل پالنې د سي یا ډي برخې د عمومي روغتیا له پلان سره د یوځای کېدو له لارې پرې کوي. په ۲۰۲۰ کال کې د متحده ایالاتو فېدرال دولت ۷۷۶.۲ ميليارد ډالر پر مېډکېیر لګولي وو. [۱][۲][۳]

دا مهمه نه ده چې ګټه‌اخیستونکي له دې دواړو څخه کومه يوه ټاکي- یا که‌چېرې دوی د هېڅ کوم اضافي کار د نه تر سره کولو پرېکړه وکړي (د درمل پالنې د باوریانو د کلني راپور له مخې په ټول کال کې نږدې ۱ سلنه) ګټه‌اخیستونکي د روغتیا پالنې اړوند نور لګښتونه هم لري. دا په اصطلاح له جېب څخه بهر (OOP) اضافي لګښتونه دي چې د کسروړ لګښت او ګډ پرداختونه/تادیې په‌کې شاملېدی شي؛ له پوښښ پرته خدمتونه- لکه اوږدمهاله ساتنه، د غاښونو، غوږونو او سترګو پالنه؛ د کلنیو فزیکي معایناتو لګښت (د هغو کسانو لپاره چې د روغتیايي پلان په سي/C برخه کې چې فزیکي برنامې دي نه شاملېږي) او د ټول عمر لپاره د مېډکیېر لومړني او په هره پېښه پورې محدود لګښتونه هم په‌کې شاملېږي. مېډکیېر د خاص ورځني مزد، د ګټې اخیستونکو د بیمې حق، د ګټې اخیستونکو د اضافي مالیاتو، ګډو لګښتونو، د کسر وړ لګښتونو او د متحده ایالاتو د خزانو د عمومي عاید له ترکیب څخه تامينیږي.  

د مېډکیېر/درمل‌پالنې برخې: درمل پالنه په څلورو برخو وېشل کېږي: A، B، C او D. د اې/ Aبرخه يې روغتونونو، ماهرو نرسانو او د مرستون خدمتونو ته پوښښ ورکوي. د بي/ B برخه یې سمدلاسه/له بستر څخه بهر ناروغانو اړوند خدمتونه وړاندې کوي. د ډي/ D برخه يې هغه درملو ته پوښښ ورکوي چې کس يې په‌خپله تجویزولی شي، پر دې سربېره د سي/ Cبرخه یوه بدیله برخه ده چې ناروغانو ته د خپل پلان د ټاکنې اجازه ورکوي او له اضافي ګټو سره اې او بي ته ورته خدمتونه وړاندې کوي. د دې څلورو پلانونو جزئیات په لاندې ډول دي:

  • د A برخه: روغتون (يوازې په رسمي ډول اجازه لرونکي بستري ناروغان)، ماهر نرسېنګ (یوازې د درېو ورځو لپاره یوه روغتون ته رسمي اجازې، نه د ساتنې د پالنې لپاره) او د مرستون خدمتونو ته پوښښ ورکوي.
  • دB  برخه:  سمدلاسه/له بستر څخه بهر ناروغانو اړوند خدمتونو ته پوښښ ورکوي کله چې ناروغان په روغتون کې وي ځینې برابروونکي خدمتونه، له بستر څخه بهر ناروغانو لګښتونه، د ډاکتر د کتنې لګښت ان که کتن‌ځای په روغتون کې دننه وي او ډېری مجاز حرفه‌يي درمل په‌کې شاملېږي.
  • د C برخه: د درمل‌پالنې د مدیریت یا د درمل‌پالنې د ګټې په نوم یوه بدیله برخه ده چې ناروغانو ته اجازه ورکوي تر څو لږ تر لږه د روغتیاپالنې برنامې د اې او بي برخو تر پوښښ لاندې خدمتونو ته ورته (او غالباً تر هغه هم ډېرې) د روغتياپالنې برنامې وټاکي، تر ډېره د ډي برخې ګټې او په کلني ډول تل له جېب څخه بهر لګښتونو محدودیت چې A او B یې نه لري په‌کې شاملېږي. یو ګټه اخيستونکی په C برخه کې تر نوم‌لیکنې مخکې باید په A او B برخو کې نوم‌لیکنه وکړي. [۴]
  • د D  برخه: تر ډېره له نسخې پرته مجاز درمل تر پوښښ لاندې نیسي.

تاريخچه[سمول]

اصلاً په متحده ایالاتو کې د «مېډکېیر/درمل پالنې» نوم هغې برنامې ته اشاره درلوده چې په پوځ کې خدمت کوونکو افرادو د کورنیو لپاره يې د روغتیاپالنې اړوند خدمتونه د روغتيايي پالنې قانون د یوې برخې په توګه چې په ۱۹۵۶ کال کې تصویب شو وړاندې کول. ولسمشر ډوایټ. ډي. اېزونهاور د ۱۹۶۱ کال په جنورۍ کې د زړېدلو په اړه د سپينې ماڼۍ لومړنی کنفرانس جوړ کړ چې په هغه کې د ټولنیز تامين د ګټه اخيستونکو لپاره د روغتيايي پالنو د يوې برنامې د رامنځته کولو وړاندیز وشو.  [۵][۶][۷]

د ۱۹۶۵ کال په جولای کې، کانګرېس د ولسمشر لېنډون جانسون په مشرۍ له هېڅ ډول عاید یا طبي تاريخچې پرته د ۶۵ کلونو او له هغه څخه زیات عمر لرونکو کسانو لپاره د اتلسم په نوم د ټولنیز تامين قانون تصویب کړ. جانسون د ۱۹۶۵ کال د ټولنیز تامين سموونې د ۱۹۶۵ کال د جولای په ۳۰ د هري اېس. ترومن په ولسمشریز کتابتون کې د میسوري په اېنډېپېنډېنس ښار کې لاسلیک کړې. پخوانی ولسمشر هري اېس. ترومن او د هغه مېرمن، پخوانۍ لومړۍ مېرمن بيس ترومن د دې برنامې لومړي ترلاسه کوونکي شول. د مېډکېیر تر رامنځته کېدو مخکې یوازې ۶۰ سلنه افرادو چې عمرونه يې له ۶۵ کلونو څخه پورته وو روغتیايي بیمه لرله، چې ډېری کسانو دې پوښښ ته لاس‌رسی نه درلود یا ورته د صرفې وړ نه و، ځکه زړو کسانو به د ځوانانو په پرتله درې‌چنده روغتيايي بیمه ورکوله. له دې ګروپونو څخه ډېری (په ۲۰۱۵ کال کې نږدې ۲۰ سلنه) د یاد قانون له تصویب سره د مېدکېیر او مېډسېد لپاره د دوه‌ګونو شرایطو وړ شول. درمل پالنې په ۱۹۶۶ کال کې د تبعیض لرې‌کولو، د زرګونه انتظارخونو له نژادي ادغام، د روغتون له طبقو او د ډاکترانو د خدمتونو له پارولو سره د روغتيايي پالنې وړاندې کوونکو ته پرداختونه مشروط کړل. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

درمل‌پالنه له نيمې پېړۍ څخه له زیات مهال راهیسې فعالیت کوي او په دې موده کې بېلابېل بدلونونه په‌کې رامنځته شوي دي. د دې برنامې ګټې له ۱۹۶۵ کال راهیسې زیاتې شوې دي او په ۱۹۷۲ کال کې د وینا، فزیکي او د شکسته‌بندۍ ګټې په‌کې شاملېږي. درمل‌پالنې په ۱۹۷۰ لسیزه کې د روغتیا ساتنې سازمان (HMO) ته د پرداختونو ټاکنه ورزیاته کړه. دولت په ۱۹۸۲ کال کې د لنډې مودې لپاره د زړو افرادو لپاره د مرستون ګټې ورزیاتې کړې او په ۱۹۸۴ کال کې يې دا ګټې دایمي کړې. کانګرېس په ۲۰۰۱ کال کې درمل‌پالنې ته پراختیا ورکړه تر څو په جانبي امیوتروفیک سکلروز (د لوګريک ناروغي یا ALS) اخته ځوانانو ته پوښښ ورکړي. د کلونو له تېرېدو سره کنګرې د دایمي معلولیت لرونکو ځوانانو لپاره چې د ټولنیز تامين د معلولیت بیمه (SSDI) یې ترلاسه کوله او د هغه ناروغانو لپاره چې د بډوډو د ناروغۍ په وروستي پړاو (ESRD) کې وو د روغتیايي بیمې د شرایطو برابرتیا ته پراختیا ورکړه. په ۱۹۹۷ کال کې د بېل‌کلېنټون د ولسمشرۍ پر مهال له HMOs سره اړیکې چې په ۱۹۷۰ کال کې پيل شوه د درمل‌پالنې د C برخې په توګه پراختیا ومونده او په رسمیت وپېژندل شوه (که څه هم د درمل پالنې د سي برخې ټول ملاتړي نه‌باید HMO وي، نږدې ۷۵ سلنه يې دي). په ۲۰۰۳ کال کې د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پر مهال له نسخې پرته ټولو مجازو درملو ته یوه د درمل‌پالنې برنامه تصویب شوه او په ۲۰۰۶ کال کې د درمل‌پالنې د D برخې په توګه پلې شوه.[۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]


[1] د حرکي نیورونونو ناروغي چې د اعصابو په مرکزي او محیطي سیستم کې د مغز او نخاع د نه رغېدونکي تخریب لامل کېږي، ژباړن.


[K H W1]زما له نظره په سورس متن کې د تاريخ په تسلسل کې اشتباه وه، ځکه مې بدل کړ.

  1. 2019 Annual Report of the Medicare Trustees (for the year 2018), April 22, 2019
  2. (په August 22, 2021 باندې). Hospitals and Insurers Didn't Want You to See These Prices. Here's Why.. The New York Times.
  3. "Federal Spending by Category | U.S. Treasury Data Lab". datalab.usaspending.gov (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "About Medicare". Medicare.gov. U.S. Centers for Medicare & Medicaid Services, Baltimore. د لاسرسي‌نېټه October 25, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. , Robinson, P. I. (1957). Medicare: Uniformed Services Program for Dependents. Social Security Bulletin, 20(7), 9–16.
  6. Tibbits C. "The 1961 White House Conference on Aging: it's rationale, objectives, and procedures". J Am Geriatr Soc. 1960 May. 8:373–77
  7. Mcnamara PAT, Dirksen EM, Church F, Muskie ES. The 1961 White House Conference on Aging: basic policy statements and recommendations / prepared for the Special Committee on Aging, United States Senate 87th Congress, 1st Session, Committee Print, May 15, 1961.
  8. (په July 31, 1965 باندې). Medicare Bill Signed By Johnson: 33 Congressmen Attend Ceremony In Truman Library.
  9. (په July 29, 1965 باندې). What Medicare Means to Taxpayers: How to Get Voluntary Insurance.
  10. See Health Insurance for the Aged Act, Title I of the Social Security Amendments of 1965, Pub. L. No. 89-97, 79 Stat. 286 (July 30, 1965), generally effective beginning with the month of July 1966. Section 321 of the Act amended section 1401 of the Internal Revenue Code to impose the Medicare tax.
  11. "Truman Library - July 30, 1965: President Lyndon B. Johnson Signs Medicare Bill". Trumanlibrary.org. د اصلي آرشيف څخه پر May 27, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 2, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Study Panel on Medicare and Disparities (October 2006), Vladeck, Bruce C.; Van de Water, Paul N.; Eichner, June (المحررون), "Strengthening Medicare's Role in Reducing Racial and Ethnic Health Disparities" (PDF), National Academy of Social Insurance, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-884902-47-5, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 29, 2020 باندې, د لاسرسي‌نېټه July 17, 2013 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) p. 17
  13. medicare.gov, 2012
  14. "Medicare Modernization Act". Social Security. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)