مېډوې جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


مېډوې جګړه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د آرام سمندر په جبهه کې تر ټولو لویه سمندري جګړه وه چې په پرل هاربر باندې د جاپان له برید شپږ میاشتې او د مرجان سمندرګي له جګړې یوه میاشت وروسته د ۱۹۴۲ زکال د جون میاشتې په څلورمه نېټه پیل شوه او د همدغې میاشتې تر ۷مې نېټې یې دوام وکړ. د متحده ایالاتو سمندریزو ځواکونو د اډمیرالانو هر یو چسټر ډبلیو. نیمیتز، فرانک جې. فلچر او ریمونډ اې. سپروانس تر قوماندانې لاندې د جاپاني اډمیرالانو هر یو یاماموتو ایسوروکو، ناګومو چوایچي، کوندو نوبوتاکه تر قوماندې لاندې د جاپان سترواکۍ ته اړوندو برید کوونکو پوځي بېړیو ته په مرجاني سمندرګي کې ماته ورکړه او په دې سره یې جاپاني بېړیو ته سخت زیان واړوه. پوځي تاریخ پوه جان کیګان هغه «د سمندریزې جګړې په تاریخ کې تر ټولو حیرانونکې او قطعي ضربه» بولي، په داسې حال کې چې د سمندري جګړو بل تاریخ لیکونکی کریګ سیمونډز هغه «د نړۍ په تاریخ کې د سلامیس، ترافلګار او توشیما تنګي د جګړو په خوا کې داسې شدیده جګړه بولي چې هم یې له تاکتیکي او هم له ستراتیژیک پلوه پام وړ اغېز درلود». [۱][۲][۳][۴][۵]

په توکیو باندې د دولیتل هوايي برید ځواب؛ په دام کې د امریکايي الوتکو وړونکو بېړیو اچول او همدارنګه د مېډوې اشغال د جاپان د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه وه څو د جاپان د دفاعي محدودې د پراختیا پر وړاندې ټول موانع له منځه یوسي. دغه عملیات همدارنګه په فیجي، ساموآ او خپله هاوايي باندې د زیاتو بریدونو لپاره لار برابرونکي و. دغه طرح د امریکایانو د غبرګون اړوند د جاپانیانو د غلطو فرضیاتو او همدارنګه په لومړیو کې د هغو اړوند د کمزوري دریځ لرلو له امله کمزورې شوه. تر ټولو مهمه دا چې امریکايي کوډ لوستونکو وکولای شول د جاپاني کوډ شوو پیغامونو په پرانیستو د طرح شوي برید تاریخ او ځای ومومي او په دې سره د متحده ایالاتو سمندریز ځواک ته لار برابره شوه چې خپل کمین چمتو کړي.

په دغه جګړه کې څلور الوتکو وړونکو جاپاني بېړیو او همدارنګه دریو امریکايي بېړیو ونډه واخیسته. په جاپانۍ ډله کې شاملې څلور بېړۍ – اکاګي، کاګا، سوریو او هیریو په نومونو هغه بېړۍ چې شپږ میاشتې وړاندې په پرل هاربر باندې په برید کوونکو شپږو بېړیو کې شاملې وې – د میکوما لویې کروز بېړۍ په ګډون غرقې شوې. متحده ایالاتو هم د یورک ټاون الوتکې وړونکې او هامان برید کوونکې بېړۍ له لاسه ورکړې، په داسې حال چې د الوتکو لېږدوونکې یو اس اس انټرپرایز او یو اس اس هورنټ له جګړې بشپړې روغې راووتې.

له مېډوې جګړې او په سولمون ټاپو ګانو کې د سختو عملیاتو وروسته جاپان د جنګي تدارکاتو (په ځانګړې توګه د الوتکو وړونکو بېړیو) او بشري قوې (په ځانګړې توګه د مسلکي روزل شوو پیلوټانو او د خدمتي کارکوونکو) په برخه کې د مخ پر زیاتېدونکو تلفاتو سره د مقابلې په لار کې شاته پاتې شو؛ په داسې حال کې چې متحده ایالاتو د پراخو صنعتي او روزنیز وړتیاوو پر بنسټ زیانونه په اسانۍ جبران کړل. د میډوې جګړه د ګودال کانال له عملیاتو سره یوځای د آرم سمندر په جګړه کې د عطف ټکی ګڼل کېږي.

تاریخچه[سمول]

مخینه[سمول]

په آرام سمندر کې د جګړې په پراختیا سره چې لویدیځ سنګرونه هم په کې شامل و، جاپاني سترواکۍ په ډېرې چټکتیا سره یو شمېر لومړنیو ستراتیژیکو موخو ته لاسرسی وموند چې بریتانوي هانګ کانګ، فلیپین، بریتانوي مالایا، سنګاپور او هالنډي ختیځ هند (معاصره اندونیزیا) یې ونیول. وروستی یې د حیاتي نفتي زیرمونو له امله د جاپان لپاره ځانګړی اهمیت درلود. له همدې امله د عملیاتو د دویم پړاو لپاره د ۱۹۴۲ زکال د جنوري په لومړیو کې چمتووالي نیول پیل شول.

د جاپان د سلطنتي پوځ (IJA) او د هغو د سمندریز پوځ (IJN) ترمنځ د ستراتیژیکو اختلافاتو له امله د پوځ د لوی درستیزیت او د اډمیرال ایسوروکو تر قوماندې لاندې دجنګي بېړیو د قوماندانۍ ترمنځ ستونزې رامنځته شوې او په دې سره د ۱۹۴۲ زکال تر اپرېل میاشتې پورې هېڅ ستراتیژي جوړه نه شوه. اډمیرال یاماماتو بالاخره د استعفا کولو په ګواښ سره په دغه بورکراتیکه مبارزه کې بریالی شو او له هغو وروسته یې د آرام سمندر د مرکزي برخې اړوند طرحه ومنل شوه. [۶][۷]

د یاماماتو لومړنۍ ستراتیژیکه موخه د امریکايي ټرانسپورتي سمندریز ځواک له منځه وړل و؛ هغه ځواک چې نوموړي د آرام سمندر د عملیاتو په مخکې اصلي ګواښ باله. دغې اندېښنې هغه مهال زور واخیست چې د ۱۹۴۲ زکال د اپرېل په ۱۸مه د ډولیټل برید پر مهال د متحده ایالاتو د هوايي ځواک شپاړلسو بي- ۲۵ میتچل بم غورځونکو الوتکو له یو اس اس هارنټ بېړۍ څخه په پرواز کولو د توکیو په ګډون ګڼ شمېر نور جاپاني ښارونه بمبار کړل. دغه برید له دې سره چې له پوځي پلوه کمزوری و خو جاپانیان یې بیداره کړل څو د جاپان د بومي جزایرو په چاپېر کې په خپلو دفاعي لارو چارو کې تشو ته پام وکړي او همدارنګه یې د امریکايي بم غورځونکو الوتکو پر وړاندې د جاپاني قلمرو زیان منل څرګند کړل. [۸]

په سویلي آرام سمندر کې د امریکايي بېړیو پر مټ دغه او نورو بریالیو بریدونو وښووله چې دغه بېړۍ یو ګواښ دي له دې سره چې په ښکاره توګه یې په یوه هر اړخیزه جګړه کې د شاملېدو اړوند لیوالتیا شتون نه درلود. یاماموتو استدلال وکړ چې په پرل هاربر کې د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک په اصلي اډه به بل برید ټولې امریکايي بېړۍ اړې کړي څو د جګړې په موخه هلته حرکت وي. له دې سره د تېر کال د ډسمبر په ۷ مه په هاوايي ټاپو باندې د برید پر مهال د امریکايي هوايي ځواک د وړتیاوو زیاتوالي ته په پام هغه قضاوت وکړ چې اوس مهال په پرل هاربر باندې مستقیم برید ډیر ستونزمن دی. [۹][۱۰]

پر ځای یې یاماموتو میډوې د جګړې لپاره وټاکله، هغه مرجاني کوچنۍ جزیره چې د هاوايي جزیرې د لړۍ شمال لویدیځې خوا ته له آواهو څخه په نږدې ۱۳۰۰ مایلي (۱۱۰۰ سمندري مایله، ۲۱۰۰ کیلومتره) فاصله کې یې موقعیت درلود. دا په دې معنی و چې د هاوايي په اصلي ټاپوګانو کې د مستقرو امریکایي الوتکو له اغېز څخه لږ خوندي و. له دې سره چې مېډوې په جاپاني لویه طرحه کې چندان اهمیت نه درلود خو جاپانیانو دا احساس کوله چې امریکایان مېډوې د پرل هاربر اډې لپاره حیاتي بولي او له همدې امله اړ کېږي څو له هغو کلکه دفاع وکړي. متحده ایالاتو بیا مېډوې حیاتي برخه بلله؛ له جګړې وروسته متحده ایالاتو په مېډوې کې د خپلو اوبتلونو یوه اډه جوړه کړه چې له پرل هاربر څخه یې د سون توکو او تدارکاتو ترلاسه کولو اجازه لرله او همدارنګه یې د خپلو عملیاتو شعاع تر ۱۲۰۰ مایله (۱۹۰۰ کیلومتره) فاصلې پراخه کړه. [۱۱][۱۲]

د آلیوتي جګړه[سمول]

په مېډوې عملیاتو کې د جاپان د سلطنتي ځواک د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه د جاپان سمندریز ځواک هوکړه وکړه څو د آلیوتي له آتو او کیسکا ټاپوګانو له لارې چې د الاسکا د قلمرو سازمان یافته همکاره برخه وه؛ په متحده ایالاتو باندې په برید کې د هغو ملاتړ وکړي. سلطنتي ځواک دغه جزایر ونیول څو وکولای شي د ځمکې پر بنسټ د متحده ایالاتو د بم غورځونکو الوتکو له محدودې بهر په آلاسکا کې جاپانۍ اصیلې جزیرې رامنځته کړي. په ورته بڼه ډېر امریکایان اندېښمن و چې دغه اشغال شوې جزیرې به د جاپانیو بم غوځورنکو الوتکو د اډو په توګه د امریکا په لویدیځو سواحلو کې په ستراتیژیکو او وګړیزو ځایونو باندې په برید کې وکارول شي. په آلیوتي باندې د جاپان په برید (Operation AL) کې ګڼ شمېر بېړۍ له منځه ولاړې؛ که چېرې داسې نه وای شوي په میډوې باندې د برید کوونکي ځواک قدرت به لا زیات وای. په داسې حال کې چې ډېری تاریخي راپورونه د آلیوتی عملیات د امریکايي ځواکونو د لرې کولو لپاره بولي، خو د جاپان د جګړې د طرحې له مخې دغه عملیات په پام کې و چې په مېډوې له برید سره هم مهاله پیل شي. د ناګومو د ضربتي ځواکونو د بېړیو یو ورځنی ځنډ لامل وګرځېد چې د الیوتی علمیات پر مېډوې له برید یوه ورځ مخکې پیل شي. [۱۳]

اغیز[سمول]

د مېډوې جګړه تر ډېره پورې «په آرام سمندر کې د عطف ټکی» بلل کېږي. دا د جاپان پر وړاندې د متفقینو هېوادونو تر ټولو ستره سمندریزه بریا وه. که چېرې جاپان د متحده ایالاتو په څېر دغه جګړه ګټلې وای کولای یې شو ټوله مېډوې جزیره خپله کړي. [۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Battle of Midway: June 4–7, 1942". Naval History & Heritage Command. 26 March 2015. مؤرشف من الأصل في ۲۰ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dull 1978, p. 166
  3. "A Brief History of Aircraft Carriers: Battle of Midway". U.S. Navy. 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Keegan 2005, p. 275
  5. Symonds 2018, p. 293
  6. Prange, Goldstein & Dillon 1982, pp. 13–15, 21–23; Willmott 1983, pp. 39–49; Parshall & Tully 2005, pp. 22–38
  7. Parshall & Tully 2005, p. 33; Prange, Goldstein & Dillon 1982, p. 23
  8. Prange, Goldstein & Dillon 1982, pp. 22–26
  9. Parshall & Tully 2005, pp. 31–32
  10. Parshall & Tully 2005, p. 33
  11. Willmott 1983, pp. 66–67; Parshall & Tully 2005, pp. 33–34
  12. "After the Battle of Midway". Midway Atoll National Wildlife Refuge. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جنوري ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Parshall & Tully 2005, pp. 43–45, derived from Senshi Sōshō, pp. 119–121.
  14. Dull 1978, p. 166; Prange, Goldstein & Dillon 1982, p. 395
  15. U.S. Naval War College Analysis, p. 1; Parshall & Tully 2005, pp. 416–430
  16. کينډۍ:Cite magazine