مېرمن زرغونه
د "پټي خزانې" ليكونكي دا مېرمن داسي معرفي كوي او شرح حال يې په دې ډول ليكي:
"زرغونه د ملا دين محمد كاكړ لور وه، په پنجوايي كي اوسېده، او له پلاره يې تحصيل د علومو وكا او د فصاحت احكام يې زده كړل، او د فصحاو اشعار يې ولوستل، زرغونه په حباله د سعدالله خان نورزي وه، چې توريالي زامن يې درلود، او ټول د علم او هنر خاوندان و. ماته هسي نقل وكا زما پلار چي: زرغونې د شيخ مصلح الدين سعدى رحمآالله عليه د بوستان كتاب ټول په پښتو نظم كا، او نوم يې و "بوستان د پښتو" چې دا كتاب يې په سنه (903 هـ) قدسي پاى ته ورساوه او ټول نكات عارفه، او نصايح حكيمانه يې په پښتو كړل. علاوه پردې زرغونې نور اشعار او غزلونه هم وويل، او په زمره د فصحا يې شهرت وكا، هسي چې موزونانو د روزگار به يې اشعار لوستل، او د پښتو په بوستان بې سيركا، او گلونه د پند او نصيحت به يې ټولول. هسي وايي: چې زرغونه كمال داره ښځه وه. خط يې هم خورا ښه و، او كاتبانو به يې له حسن خط، اقسام د خط زده كول.
زما پلار هسي وويل: چې په سنه (1102 هـ) ما د زرغونې په خط "بوستان د پښتو" وليد، چې خپل اشعار يې په خپل ښه خط هسي كښلي و، چې ملغلري يې خط ته عاجزي كا. او دغه حكايت له هغه كتابه زما د پلار رحمآالله عليه په ياد و، چې زه يې په خزانه كي كاږم: حكايت له بوستانه څخه
اورېدلې مي قصه ده
چي له شاتو هم خوږه ه
د اختر په ورځ سهار
بايزيد چې و، رويدار
له حمامه را وتلئ
په كوڅه كي تېرېدلئ
ايرې خاوري چا له بامه
را چپه كړلې نا پامه
مخ او سر يې شو ككړ
په ايرو په خاورو خړ
بايزيد په شكر كښو سو
د خپل مخ په پاكېدو سو
چي زه بل يم د بل اور
چي په اور كي سم نسكور
له ايرو به څه بد وړمه
يا به لږ شكوه كومه
هو، پوهانو ځان ايرې كړ
له لويني يې ځان پرې كړ
څوك چې ځان ته گوري تل
خداى ته نسي كړاى كتل
لويي تل په گفتار نه ده
لو خبره په كار نه ده
تواضع به دي سر لوړ كا
تكبر به دي تل ځوړ كا