Jump to content

مېتا فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مېتا فلسفه (Metaphilosophy) چې کله نا کله د فلسفې فلسفه هم بلل کېږي، "د فلسفې د طبیعت پلټنه او څېړنه" ده. د مېتا فلسفې په موضوع کې د فلسفې موخې، د فلسفې حدود، او د هغې مېتودونه یا طریقې شاملې دي. له دې کبله، په داسې حال کې چې فلسفه په مشخص ډول د هستۍ د ماهیت او څرنګوالي، د شیانو د واقعیت، د پوهې د احتمال او شونتیا، د حقیقت د طبیعت او داسې نورو په اړه پلټنه کوي، خو مېتا فلسفه د طبیعت، اهدافو او د هغه فعالیت د طریقو او تګلارو په اړه چې له لارې یې دا ډول پلټنې رامنځته کېږي، د خپل ځان په اړه د تفکر (self-reflective) پلټنه ده. د دې پوښتنې له لارې چې فلسفه په خپله څه ده، څه ډول پوښتنې باید وکړي، دا پوښتنې څه ډول مطرح کولی او ځوابولی شي، او په دغه کار سره څه شی ترلاسه کولی شي. مېتا فلسفه ځینو پوهانو تر فلسفې مخکې او د فلسفې لپاره مقدماتي موضوع ګڼلې ده، په داسې حال کې چې ځینې نور یې بیا ذاتا د فلسفې یوه برخه بولي، یا هم خود به خود د فلسفې یوه برخه بلل کېږي، په داسې حال کې چې نور بیا د دغو نظرونو یو ترکیب غوره کوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

له مېتا فلسفې سره لېوالتیا د ۱۹۷۰ کال په جنورۍ کې د مېتا فلسفه په نوم مجلې د تاسیس لامل شوه.[۷]

د فلسفې ډېری فرعي څانګې د 'مېتا فلسفې' خپلې خپلې څانګې لري، چې بېلګې یې مېتا-ښکلاپېژندنه (meta-aesthetics)، مېتا-پوهنپوهنه (meta-epistemology)، مېتا-اخلاقپوهنه (meta-ethics) او مېتا-مېتافزیک (metametaphysics) (مېتا هستي پوهنه - meta-ontology) دي.[۸]

که څه هم په فلسفه کې د 'مېتا فلسفې' اصطلاح او د یوې ځانګړې حوزې په توګه مېتا فلسفې ته جوته پاملرنه په ۲۰مه پېړۍ کې راڅرګند شول، خو بیا هم داسې ښکاري چې دا موضوع خپله د فلسفې په څېر پخوانۍ ده، او لږ تر لږه د پخوانیو یونانیانو او دغه راز د لرغوني هند د نیایا (Nyaya) فلسفي مکتب په اثارو کې موندل کېدای شي.[۹]

له فلسفې سره یې اړیکه

[سمول]

ځینې فیلسوفان مېتا فلسفه له فلسفې څخه یوه جلا، ترې پورته یا له فلسې هاخوا بېله موضوع ګڼي، په داسې حال کې چې نور بیا پر دغه نظر اعتراض لري. تیموتي ویلیامسون (Timothy Williamson) استدلال کوي چې د فلسفې فلسفه "خود به خود د فلسفې یوه برخه ده"، هماغسې چې د هر بل څیز فلسفه ده. نیکولاس بونین (Nicholas Bunnin) او جیوان یو (Jiyuan Yu) لیکي چې د دویمې درجې له مطالعې (second-order study) څخه د لومړۍ هغې جلا کولو خپل محبوبیت له لاسه ورکړی، ځکه فیلسوفان په سختۍ سره دا تمایز یا توپیر مراعاتوي. لکه څنګه چې له دغو متضادو نظرونو څرګندېږي، دا بحثونه لا هم شته دي چې ایا د فلسفې د ماهیت ارزونه د 'دویمې درجې فلسفه' ده او که یوازې 'ساده فلسفه' ده.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ګڼو فیلسوفانو بیا د مېتا فلسفې د ارزښت په تړاو شکونه هم څرګند کړي. د دوی له ډلې یو هم ګیلبرټ رایل (Gilbert Ryle) دی چې وایي: "د مېتودونو او تګلارو په اړه په پوښتنو کې بوختیا موږ خپله د مېتودونو له تعقیبولو څخه منحرفوي. د یوې قاعدې په توګه، که موږ د خپلو پښو په اړه ډېر فکر وکړو، زموږ منډې وهل بدتره کېږي، ښه کېږي نه. نو راځئ ... د دې هرڅه په اړه خبرې ونه کړو، بلکې صرف ترسره یې کړو."[۱۴][۱۵]

اصطلاحات

[سمول]

د مېتا فلسفه او د فلسفې فلسفه نومونه بېلابېلې معناوې لري، چې ځینې وختونه د مترادفو او ځینې وختونه د بېلو نومونو یا کلمو په سترګه ورته کتل کېږي.

موریس لازیروویټز ادعا کوي چې د 'مېتا فلسفې' اصطلاح یې په شاوخوا ۱۹۴۰م کال کې اختراع کړې او په ۱۹۴۲م کال کې یې په لیکنو کې کارولې ده. د لازیروویټز په وینا، مېتا فلسفه "د فلسفې د ماهیت په اړه څېړنه او پلټنه ده". پخوانۍ کارونې یې له فرانسوي څخه په ژباړو کې موندل شوې دي. دا اصطلاح له یوناني کلمو مېتا meta μετά ("وروسته"، "هاخوا"، "ورسره") او فلسفه philosophía φιλοσοφία ("له عقل او حکمت سره مینه") څخه اخیستل شوې ده.[۱۶]

د 'مېتا فلسفې' اصطلاح د پاول موزر له لوري د 'دویمې درجې' په مفهوم یا د فلسفې په پرتله لا ډېر بنسټیز کار په معنا کارول شوې، په هغه طریقه چې د چارلس ګریسولډ لخوا وړاندیز شوې:[۱۷][۱۸]

"د فلسفې او مېتا فلسفې ترمنځ تمایز او توپیر د ریاضياتو او مېتا-ریاضیاتو ترمنځ پېژندل شوي توپیر سره ورته‌والی لري."

– پاول ک. موزر، مېتا فلسفه، مخ. ۵۶۲ دا ډول کارول یې د لوډویګ ویټګینسټین (Ludwig Wittgenstein) له لوري بې معنا وبلل شول او د مېتا-ژبې او مېتا-فلسفې ترمنځ یې ورته‌والی رد کړ. په دې تړاو مارټین هیډیګر (Martin Heidegger) وایي:[۱۹]

«کله چې موږ وپوښتو چې "فلسفه څه ده؟" نو موږ د فلسفې په اړه خبرې کوو، په دغه ډول پوښتنه کولو سره موږ په ښکاره ډول پورته او بالاخره له فلسفې څخه بهر دریځ نیسو، مګر په حقیقت کې زموږ د پوښتنې موخه فلسفې ته ننوتل، مکث او ځنډ پکې کول، او خپل ځان د هغې طریقې ته برابرول، یعني "فلسفه" کول دي. له دې کبله زموږ د بحث مسیر باید نه یوازې روښانه لوری ولري، بلکې دا لوری باید په ورته وخت کې موږ ته دا هم تضمین کړي چې موږ په فلسفه کې دننه یو، نه له هغې څخه بهر او یا یې شاوخوا.» – مارټین هیډیګر، دا څه دي – فلسفه ده؟ مخ ۲۱

لیکنې

[سمول]

لوډویګ ویتګینسټین د فلسفي معماوو او فلسفي پوهاوي په اړه لیکل کړي دي. نوموړي هغو فلسفي تېروتنو ته اشاره کړې، چې د فلسفي څېړنې د څرنګوالي په اړه د ګډوډۍ او مغشوشتیا له کبله رامنځته شوې دي. ویتګینسټین په خپل کتاب فلسفي څېړنې کې لیکي چې مېتا-فلسفه د فلسفې د مېتا-تیوري په معنا نشته ده.[۲۰]

چارلي ډانبر بروډ (C. D. Broad) بیا په خپل کتاب علمي تفکیر (Scientific Thought) کې چې په ۱۹۲۳م کال خپور شوی، "د فلسفې موضوع او له ځانګړو علومو سره یې اړیکې" تر عنوان لاندې مقاله کې، تنقیدي فلسفه له تفکري هغې څخه بېله کړې ده. کرټ دوکاس، په فلسفه کې د یوه علم په توګه، د فلسفې د ماهیت یا طبیعت په هکله ګڼ نظرونه څېړلي دي، او پایله یې دا ده چې فلسفه یوه جلا موضوع لري: د تخمین نظریه (appraisals). د دوکاس نظر یو له هغو لومړنیو نظرونو څخه دی چې "مېتا فلسفه" بلل شوی شوی.[۲۱]

هنري لوفېور په خپل کتاب مېتا فلسفه (۱۹۶۵) کې له یوه مارکسیستي نظره د "هستي پېژندنې د پرېکون یا ontological break" په ګټه د ټولنیزې تنقیدي تیورۍ لپاره د یوه اړین میتودولوژیکي چلند په توګه استدلال کړی (په داسې حال کې چې د لويي التوسر "ایپیسټیمولوژیکي پرېکون" یې د ذاتي مارکسیزم له مخې نقد کړی، کوم چې د مارکسیستي جوړښت‌پالنې د مکتب لپاره د یوه بنسټیز تیوریکي بنسټ استازیتوب کوي).

پاول موزر لیکي چې په معمول میتودولوژیکي بحث کې د هغو شرایطو مشخصېدل شامل دي چې له مخې یې یوه ادعا فلسفي بلل کېدای شي. نوموړی مېتا-اخلاق‌پوهنه، یعني د اخلاقو مطالعه، د مېتا فلسفې یوه بڼه ګڼي، او همدارنګه یې مېتا-ایپیسټیمولوژي یا هستي پېژندنه، یعني د ایپیسټیمولوژي مطالعه هم ګڼي.[۲۲]

موضوعات

[سمول]

د فلسفې ډېری فرعي څانګې د 'مېتا فلسفې' خپله څانګه لري. که څه هم، د 'مېتا فلسفې' دننه ځینې موضوعات د فلسفې بېلابېلې فرعي څانګې هم رانغاړي، ترڅو یې د ټولو فرعي څانګو لپاره اهمیت لرونکي بنسټونه په پام کې ونیسي. ځینې ​​دا موضوعات په لاندې ډول دي.[۲۳]

  • معرفت یا پېژندنه
  • سیستماتیکتوب
  • میتودولوژي
  • تاریخي‌والی یا تاریخ‌پالنه
  • ځان ته رجوع او پر ځان پلي کول
  • دروني حضور او عدم حضور
  • اختلاف او تنوع
  • د عملي‌والي لومړيتوب
  • د فلسفې ښه او بد
  • فلسفه او تخصص
  • د فلسفې پای
  • د فلسفې مړینه
  • د فلسفې ضد
  • فلسفه او ادعا
  • فلسفه او تفسیر
  • فلسفه او ډول یا طرز
  • فلسفه د ادبیاتو په توګه
  • ادبیات د فلسفې په توګه
  • فلسفي ښکلا
  • فلسفه د علم په توګه
  • فلسفه او اړوند ډګرونه او فعالیتونه
  • فلسفه او استدلال
  • فلسفه او عقل یا حکمت
  • فلسفه او مېتا فلسفه
  • فلسفه او ولس
  • فلسفه او 'ابتدايي' ژوند
  • فلسفه او فیلسوفان
  • فلسفه او تدریس یا پیداګوژي[۲۴]

موخې

[سمول]

ځینې فیلسوفان (د بېلګې په توګه اګزیستېنشلیستان یا هستي‌پالونکي، پراګماتیسټان) فکر کوي چې فلسفه په نهایت کې یوه عملي څانګه چې باید له موږ سره د معنا لرونکي ژوند په کولو کې مرسته وکړي او موږ ته وښيي چې موږ څوک یو، څه ډول له خپلې شاوخوا نړۍ سره اړیکه لرو او څه باید وکړو. ځینې نور (لکه تحلیلي فیلسوفان) بیا فلسفې ته د یوې تخنیکي، رسمي او په بشپړ ډول نظري څانګې په سترګه ګوري، چې "د خپل ځان په خاطر د پوهې بې‌طرفانه څارنې" په څېر موخې لري. د فلسفې په نورو وړاندیزي اهدافو کې د هر هغه څه اصلي دلیل کشفول چې فلسفه یې څېړنه کوي، د عادي او علمي باورونو ماهیت او اهمیت روښانه کول، او د ساینس او ​​دین لخوا ورکړل شوې پوهې او بصیرت را یوځای کول او ترې وړاندې تېرېدل شامل دي. نورو پوهانو بیا دا هم ویلي چې فلسفه یوه پېچلې څانګه ده ځکه له ۴ تر ۶ پورې مختلف اړخونه لري.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچینې

[سمول]
  1. Lazerowitz, M. (1970). "A note on "metaphilosophy"". Metaphilosophy. 1 (1): 91. doi:10.1111/j.1467-9973.1970.tb00792.x. see also the Internet Encyclopedia of Philosophy article by Nicholas Joll: Contemporary Metaphilosophy
  2. Nicholas Joll (November 18, 2010). "Contemporary Metaphilosophy". Internet Encyclopedia of Philosophy (IEP).  
  3. Armen T Marsoobian (2004). "Metaphilosophy". In John Lachs; Robert Talisse (eds.). American Philosophy: An Encyclopedia. pp. 500–501. ISBN 978-0203492796. Its primary question is "What is philosophy?"
  4. See for example, Charles L. Griswold Jr. (2010). Platonic Writings/Platonic Readings. Penn State Press. pp. 144–146. ISBN 978-0271044811. {{cite book}}: External link in |author= (help)
  5. Martin Heidegger (1956). Was Ist Das – die Philosophie?. Rowman & Littlefield. p. 21. ISBN 978-0808403197.
  6. Timothy Williamson (2008). "Preface". The Philosophy of Philosophy. John Wiley & Sons. p. ix. ISBN 978-0470695913. The philosophy of philosophy is automatically part of philosophy, just as the philosophy of anything else is...
  7. The journal describes its scope as: "Particular areas of interest include: the foundation, scope, function and direction of philosophy; justification of philosophical methods and arguments; the interrelations among schools or fields of philosophy (for example, the relation of logic to problems in ethics or epistemology); aspects of philosophical systems; presuppositions of philosophical schools; the relation of philosophy to other disciplines (for example, artificial intelligence, linguistics or literature); sociology of philosophy; the relevance of philosophy to social and political action; issues in the teaching of philosophy."
  8. Robert S Hartman (1995). "Axiology as a science". In Rem B. Edwards (ed.). Formal Axiology and Its Critics. Rodopi. p. 21. ISBN 978-9051839104.
  9. IEP
  10. Nicholas Bunnin & Jiyuan Yu (2009). "Metaphilosophy". The Blackwell Dictionary of Western Philosophy. Wiley-Blackwell. pp. 426–427. ISBN 978-1405191128.
  11. Timothy Williamson (2008). "Preface". The Philosophy of Philosophy. John Wiley & Sons. p. ix. ISBN 978-0470695913. The philosophy of philosophy is automatically part of philosophy, just as the philosophy of anything else is...
  12. Martin Heidegger (1956). Was Ist Das – die Philosophie?. Rowman & Littlefield. p. 21. ISBN 978-0808403197.
  13. See for example, Charles L. Griswold Jr. (2010). Platonic Writings/Platonic Readings. Penn State Press. pp. 144–146. ISBN 978-0271044811. {{cite book}}: External link in |author= (help)
  14. Søren Overgaard; Paul Gilbert; Stephen Burwood (2013). "Introduction: What good is metaphilosophy?". An introduction to metaphilosophy. Cambridge University Press. p. 6. ISBN 978-0521193412.
  15. Gilbert Ryle (2009). "Chapter 23: Ordinary language". Collected Essays 1929-1968: Collected Papers Volume 2 (Reprint of Hutchinson 1971 ed.). Routledge. p. 331. ISBN 978-0415485494. Quoted by Søren Overgaard; Paul Gilbert; Stephen Burwood (2013). "Introduction: What good is metaphilosophy?". An introduction to metaphilosophy. Cambridge University Press. p. 6. ISBN 978-0521193412.
  16. e.g. Clemenceau G., In the evening of my thought (Au soir de la pensée, Paris: Plon, 1927), Houghton Mifflin company, 1929, Vol. 2, p. 498: "this teratological product of metaphilosophy"; Gilson E., Christianity and philosophy, Pub. for the Institute of Mediaeval Studies by Sheed & Ward, 1939, p. 88
  17. Paul K. Moser (2008). "Metaphilosophy". In Robert Audi (ed.). The Cambridge Dictionary of Philosophy (Paperback reprint of 2nd ed.). Paw Prints 2008-06-26. pp. 561–562. ISBN 978-1439503508.
  18. See for example, Charles L. Griswold Jr. (2010). Platonic Writings/Platonic Readings. Penn State Press. pp. 144–146. ISBN 978-0271044811. {{cite book}}: External link in |author= (help)
  19. Martin Heidegger (1956). Was Ist Das – die Philosophie?. Rowman & Littlefield. p. 21. ISBN 978-0808403197.
  20. One might think: if philosophy speaks of the use of the word "philosophy" there must be a second-order philosophy. But it is not so; it is, rather, like the case of orthography, which deals with the word "orthography" among others without then being second order. Ludwig Wittgenstein Philosophical Investigations Blackwell Oxford 1963 para 121.
  21. Dommeyer F., (1961), A Critical Examination of C. J. Ducasse's Metaphilosophy, Philosophy and Phenomenological Research, Vol. 21, (Jun., 1961), No. 4 pp. 439-455
  22. Paul K. Moser (2008). "Metaphilosophy". In Robert Audi (ed.). The Cambridge Dictionary of Philosophy (Paperback reprint of 2nd ed.). Paw Prints 2008-06-26. pp. 561–562. ISBN 978-1439503508.
  23. Robert S Hartman (1995). "Axiology as a science". In Rem B. Edwards (ed.). Formal Axiology and Its Critics. Rodopi. p. 21. ISBN 978-9051839104.
  24. legacy.earlham.edu
  25. Penguin Dictionary of Philosophy (2005)
  26. Collins English Dictionary
  27. Mastering Philosophy by Anthony Harrison-Barbet (1990)کينډۍ:Page needed
  28. Adler, Mortimer (1993), The Four Dimensions of Philosophy: Metaphysical-Moral-Objective-Categorical
  29. Vidal, Clément (2012). "Metaphilosophical Criteria for Worldview Comparison" (PDF). Metaphilosophy. 43 (3): 306–347. CiteSeerX 10.1.1.508.631. doi:10.1111/j.1467-9973.2012.01749.x. خوندي شوی له the original (PDF) on 2021-12-25. بياځلي په 2021-12-25.