مینیمالېزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

مینیمالیزم په ټوله کې هنرونو ته گډېږي خو په ادبیاتو کې داسې سبک یا ادبي اصل دی چې په تر ټولو لږو ممکنه کلمو کې د یوه ادبي اثر محتوا راونغاړي. مینیمالیست لیکوالان تر خپلې وسې له اثر څخه نااړین توري او کلمات باسي، متن لنډوي، کلمې محدودوي او په تر ټولو لږو ممکنه کلمو کې خپل اثر ځایوي، چې مهمه ځانگړنه يې هم همدا د تر ټولو لږو ممکنه کلمو شتون دی او د انگلیسي ژبې (flash fiction) (micro fiction) او (sudden fiction) او داسې نور او د پښتو ژبې کیسه گۍ یې ښې بېلگې گڼل کېدای شي. په ادبیاتو کې مینیمالیسم په تېره بیا په داستان کې اصل موضوع او محتوا ډېره له اضافي کلمو را لوڅه کړې او گڼ کره کتونکي يې نیوکو او حتی مخالفت ته هڅولي او د دوی ستر دلیل هم دا دی چې دومره لنډون په تېره بیا په داستان کې د داستان روح او خوند له منځه وړي.

د ودې شالید يې:[سمول]

مینیمالیزم له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته په لویدیځي هنر کې غځونې کړې، په تېره بیا په امریکايي تجسمي هنرونو کې ېې ۱۹۶۰ م او د ۱۹۷۰ یمو لومړي کلونه د یادولو دي. په تجسمي هنرونو کې د مینیمال آرټ یا ساده هنر په عنوان او ځینې وختونه د "literalist art" یا له معنا ډک هنر په نامه تر ډېره په نیویارک کې په ۱۹۶۰مو کلونو کې مینیمالیزم پام وړ نظر ځان ته واړاوه. په مینیمالیست ډیزاین کې هم ساده گي چې تر ډېره له جاپاني دودیز ډیزاین یا طراحۍ او معمارۍ څخه يې الهام اخیستی هنر ته ننوته او حتی د بوکمنسټر فیولر دا جمله چې "په لږو ډېر څه کول" لا مشهوره شوه. په ادبیاتو کې مینیمالیزم یا ادبي ساده خوښونه او ساده گرايي په تجسمي هنرونو کې د زیاتي کرښو او رنگونو د کارونې د له منځه وړلو په څېر اضافي کلمې له منځه یوړې او لوستونکی یې تر ډېرې کچې د هغه په خپل ذهن کې د یوې کیسې د بېلابېلو اړخونو غوره کولو ته هڅولی او داسې فکر کېږي چې په ۱۹۴۰مو کلونو کې د یو شمېر مشرحو لیکنو په غبرگون کې په ادبیاتو کې ساده گۍ ته ډېر پام واوښت او په ۱۹۶۰مو او اویایمو کلونو کې د میتافکشن یا فراداستاني ادبیاتو په غبرگون کې هم ادبي مینیمالیزم ډېر رول ودرلود، ځکه د دغه پېر ډېری لیکوالانو په خپلو اوږدو لیکنو کې حتی په رواني لحاظ له خپلې اصلې کیسې هم لیرې تلل.

مینیمالیسم او یو ظاهري تناقض:[سمول]

مینیمالیزم (Minimalism) یا لنډ لیکنه ساده لیکنه (ساده گرایی) داسې هنري مکتب دی چې د آثارو او بیان بنسټ یې په ساده گۍ، لنډو او له معمولو پېچلتیاو په تش بیان او ساده لارو چارو بنا دی، په داسې حال کې چې یو شمېر مخاطبان په تجسمي هنرونو کې په مینیمال آثارو تر نورو وروسته او حتی په گرانه پوهېږي، دغه راز په ادبیاتو کې مینیمالیزم چې کیسه گۍ یې ښه بېلگه ده د ځینو لپاره لا پېچلی ښکاري او حتی په مینیماليستي موسیقۍ کې هم عيني موضوع ده او ځینې ذوقونه ورسره جوړ نه راځي؛ خو له دې ټولو سره سره زه فکر کوم چې مینیمالیزم د هنري پرمخ یون د لارې یو ملگری دی نه سولېدلي پاتوړي، ځکه نو فکر کوم چې مینیمالستان باید ونه ترهول شي بلکه هماغه محدود "ځينې" دې د هنر په سکن کولو او رااخیستون کې یو څه زیاتي دقت وکړي.

د مینیمالیزم گټې:[سمول]

مینیمالیزم هسې راته ایسي لکه په ژوند کې له افراطونو، اصرافونو، ولخرجیو او ډېر تجلل او حرص لیرې د خوښۍ، قناعت او آزادۍ احساس چې ښايي په بېلابېلو برخو کې مینیمال د ژوند او ژواک په ډول او هنري – ادبي سبک کې له موږ سره مرسته وکړي چې ۱. ناخوښي لیرې کړو ۲. وخت بچت کړو ۳. په حال او شېبه کې مو واوسوي ۴. موخه تعقیب کړای شو ۵. لاره آسانه ومومو او وباسو ۶. ریښتينې آزادي تجربه کړو ۷. ډېر جوړ کړو لږ مصرف کړو ۸. په خپل ژوند کې اهداف ومومو ۹. په ځان جوړونه، روغتیا او ښه پالنه کې مرسته وکړو.

ځینې بېلگې یې:[سمول]

ا===بدي مساپر: === ویل یې ځم که خدای کول ډک لاس به راوگرځم، لاړ بیرته هیڅ رانغی...

تقدیر:[سمول]

ویل يې که دې دا ځل بیا هم لور وشوه نو شله به دې کړم، خدای زوی ورکړ خو شل...

یتیمه:[سمول]

نکاح ناآشنا ملا تړله، پوښتنه یې وکړه د ناوې وکیل خو یې پلار دی؟ د نجلۍ نیکه په لړزیدلو گوتو د چوپ اشاره ورته وکړه او تر سترگو یې اوښکې وڅڅیدې...

دُر:[سمول]

ویل یې وخت سره زر دی خو نه د خدای پامانۍ وخت...