میلېوا ماریچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

میلېوا ماریچ (په انګلیسي: Mileva Marić؛ په سیریلیک سربي: Милева Марић؛ پیدایښت ۱۹-ډسمبر-۱۸۷۵؛ مړینه: ۴-اګوسټ-۱۹۴۸) چې ځینې وخت میلېوا ماریچ انشټین (Mileva Marić-Einstein) نومول کېږي، د سربیا هېواد یوه فزیک‌پوه او ریاضي‌پوه او له ۱۹۰۳ څخه تر ۱۹۱۹ز کال پورې د آلبرټ انشټین لومړۍ مېرمن وه. په څوریخ پولیتخنیک پوهنتون کې د انشټین په زده‌کړیالانو کې یوازېنۍ ښځینه محصله او دوه‌یمه ښځه وه چې د ریاضیاتو او فزیک په څانګه کې یې د زده‌کړې پروګرام بشپړ کړ. ماریچ او انشټین سره همکاران او یو پر بل مین وو او په ۱۹۰۲ز کال کې یې د «لیزرل» په نامه یوه لور درلوده، چې په ډېر احتمال سره د سرې یا تودې تبې له‌امله په یو او نیم کلنۍ کې مړه شوه. وروسته یې د هانز آلبرټ او ادوارډ په نامه دوه زامن درلودل.[۱]

هغوی په ۱۹۱۴ز کال کې سره جلا شول، ماریچ خپل زامن ځان سره ونیول او له برلین څخه څوریخ ته ستنه شوه او په ۱۹۱۹ز کال کې یې طلاق واخېست. کله چې انشټین په ۱۹۲۱ز کال کې د نوبل جایزه وګټله، د زامنو روزنې او تعلیم لپاره یې پیسې ماریچ ته ولېږلې؛ ماریچ دغو پيسو ته پوره لاسرسی درلود. په ۱۹۳۰ز کال کې د هغوی دوه‌یم زوی «ادوارډ» ته په ۲۰ کلنۍ کې یو اختلال پېښ شو او له تشخیص وروسته معلومه شوه چې په سکیزوفرنیا اخته شوی دی. څرګنده نه‌ده چې ماریچ تر کومه بریده د انشټین د لومړیو آثارو او په تېره بیا «د معجزې کال مقالو» (Annus Mirabilis Papers) په لیکلو کې ونډه درلوده.

ژوندلیک[سمول]

میلېوا ماریچ د ۱۸۷۵ کال د ډسمبر پر ۱۹مه نېټه، د اتریش-هنګري ټولواکمنۍ (اوسنۍ سربیا) په تیتل کې په یوې شتمنې کورنۍ کې زېږېدلې وه. هغه د کورنۍ په درېیو ماشومانو کې تر ټولو مشره وه، پلار یې میلوش ماریچ (۱۸۴۶ تر ۱۹۲۲ز) او مور یې ماریجا روژیچ ماریچ (۱۸۴۷ تر ۱۹۳۵ز) نومېدله. د هغې له زېږېدو لږ څه وروسته، پلار یې خپله نظامي دنده پرېښوده او لومړی د روما او وروسته د زاګرېب په محکمه کې وظیفه ونیوله.[۲]

د ښوونځي منځنۍ دورې درسونه یې په ۱۸۸۶ز کال کې د نووي ساد د انجونو په یوې لېسه کې پیل کړ، خو یو کال وروسته په سرمسکا میتروویستا کې یوې لېسه ته ولاړه. ماریچ د ۱۸۹۰ز کال په پیل کې، په شاباڅ کې د سربي ګرامر سلطنتي ښوونځي کې شامله شوه. پلار یې په ۱۹۹۱ز کال کې ورته یو فوق‌العاده امر واخېست ترڅو ماریچ د زاګرېب د هلکانو په کلاسیک سلطنتي عالي لېسه کې د خصوصي زده‌کوونکې په توګه شامله کړي. د ریاضیاتو ښوونکی یې ولادیمیر واریچاک ؤ. ماریچ د شمولیت په ازموینه کې بریالۍ شوه او په ۱۸۹۲ز کال کې په لسم ټولګي کې کښېناسته. د ۱۸۹۴ کال په فبروري کې ورته په ځانګړې توګه اجازه ورکړل شوه ترڅو د فزیک په لکچرونو درسونو کې ګډون وکړي او د ۱۸۹۴ کال په سپټمبر کې یې د ښوونځي وروستۍ ازموینه په بریا سره پای ته ورسولې. تر ټولو لوړې نمرې یې په فزیک او ریاضیاتو کې اخېستې وې؛ په دواړو کې یې درجه «ډېره ښه» وه، له «عالي» څخه یوه درجه ټیټه. په هغه کال کې سخته ناروغه شوه او هوډ یې وکړ سویس ته ولاړه شي. د نومبر پر ۱۴مه یې په څوریخ کې «د انجونو په عالي لېسه» کې درسونه پیل کړل. په ۱۸۹۶ز کال کې یې د «متورا» ازموینه په بریالیتوب سره ورکړه او د څوریخ په پوهنتون کې یې د یوه سمسټر لپاره په طب کې زده‌کړې وکړې.[۳][۴][۵][۶]

د ۱۸۹۶ز کال په مني کې، ماریچ ځان د څوریخ پولیتخنیک پوهنتون ته تبدیل کړ (چې نوموړی پوهنتون وروسته Eidgenössische Technische Hochschule، ETH ونومول شو) او د شمولیت اړوند ریاضیاتو په ازموینه کې یې د «1-6» نمرو په حساب 4.25 نمرې ترلاسه کړې. له آلبرټ انشټین سره یې په یوه وخت کې د ډیپلوم دورې (VIA برخه) لپاره نوم ولیکه ترڅو په منځنیو ښوونځیو کې فزیک او ریاضیات تدریس کړي. د زده‌کړیالانو په شپږ کسیزې ډله کې هغه یوازېنۍ ښځینه او په ټوله کې پنځمه مېرمن وه چې VIA برخې ته یې لاره موندلې وه. د مېرمنو د منظورۍ پر محدودیتونو باندې د برلاسه کېدلو لپاره یې ګوندې فوق‌العاده وړتیاوې درلودې. ماریچ او انشټین ډېر ژر سره نږدې ملګري شول. په اکټوبر کې ماریچ هایدلبرګ ته ولاړه ترڅو د ۱۸۹۷-۱۸۹۸ز کال په ژمني سمسټر کې په هایدلبرګ پوهنتون کې د فزیک او ریاضیاتو په لکچرونو کې د یوه اضافي درس په توګه کښېني. د ۱۸۹۸ز کال په اپرېل کې بېرته د څوریخ پولیتخنیک پوهنتون ته ولاړه او هلته یې لاندې کورسونه تعقیب کړل: دیفرنسیل او انتیګرال کلکولس، توصیفي او ترسیمي هندسه، میخانیک، تیوریکي (نظري) فزیک، تطبیقي فزیک، تجربوي فزیک او استرونومي (ستورپوهنه).[۷][۸][۹]

ماریچ د خپلې ډلې له زده‌کړیالانو څخه په یوه کال ځنډ سره، په ۱۸۹۹ز کال کې د ډیپلوم په منځنیو ازموینو کې ګډون وکړ. د نمرو اوسط یې (د «1-6» نمرو په حساب) 5.05 ؤ او په دې سره د هغه کال په شپږو زده‌کړیالانو کې چې نوموړې ازموینې یې ورکړې وې، په پنځمه درجه کې راغله (انشټین د تېر کال په ګډونوالو کې لومړۍ درجه خپل کړه چې د نمرو اوسط یې 5.7 ؤ). ماریچ په فزیک کې 5.5 نمرې واخېستې (د انشټین سره یوشان). هغې په ۱۹۰۰ز کال کې د ډیپلوم د تدریس په ازموینو کې 4.00 او په ریاضیاتو (د تابع‌ګانو تیوري) کې 2.5 نمرې واخېستې او ناکامه شوه. انشټین په بریالیتوب سره د 4.91 نمرو په اخېستلو سره څلورم شو.[۱۰][۱۱][۱۲]

ماریچ د ۱۹۰۱ کال په مې میاشت کې، په ایټالیا کې د یوې لنډۍ رخصتۍ پر مهال له انشټین څخه امېدواره شوه او زده‌کړې یې وځنډېدلې. د امېدوارۍ په درېیمه میاشت کې یې د دوه‌یم ځل لپاره د ډیپلوم ازموینې ورکړې خو بیا هم د بریالیتوب نمرې یې وانه‌خېستلای شوې. هغې د خپل ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره د رسالې لیکلو کار په داسې حال کې پرېښود چې یو وخت یې هیله درلوده ترڅو د فزیک پروفېسور هاینریش وېبر تر نظر لاندې د خپلې ډوکتورا تیزس ولیکي. [۱۳][۱۴]

هغه نووي ساد ته ولاړه او په ۱۹۰۲ز کال کې یې لور وزېږېدله (په احتمال سره په جنوري میاشت کې). د ماریچ او انشټین ترمنځ د ترسره شویو مکاتباتو له‌مخې د لور نوم هانسل ؤ، خو له زېږون وروسته یې ورباندې «لیزرل» نوم کېښود. لیزرل په یو کلنۍ کې په سرې یا تودې تبې اخته او ناروغي وغځېدله. د ځینو سرچینو په باور، لیزرل په ۱۹۰۳ز کال کې ډېر ژر مړه شوه، خو ځینې نور بیا وایي چې هغه په سربیا کې په فرزندۍ ونیول شوه.[۱۵][۱۶][۱۷]

له انشټین سره د همکارۍ په تړاو بحث[سمول]

دغه پوښتنې چې ایا ماریچ د انشټین د لومړیو آثارو او کارونو او په تېره بیا «د معجزې کال مقالو» (Annus Mirabilis Papers) په لیکلو کې ونډه درلوده او که چېرې ځواب «هو» دی، نو تر کومه بریده یې ورسره همکاري کړې ده، یو لانجمن بحث دی. د فزیک ډېري مورخان ادعا کوي چې هغې هېڅ کومه اغېزناکه علمي ونډه نه‌درلوده، خو ځینې نور پر دې باور دي چې هغه ملاتړ کوونکې ملګرې یې وه او کېدای شي انشټین سره یې د هغه په څېړنو کې له مادي پلوه ډېرې مرستې کړې وي او همدا راز امکان لري چې هغو د زده‌کړې په دوره کې علمي مفاهیمو ته په ګډه وده او پراختیا ورکړې وي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

واده او کورنۍ[سمول]

په ۱۹۰۱ز کال کې ماریچ د انشټین لومړنی ماشوم په رحم کې ګرځاوه. د دې لپاره چې خپله امېدواري له خلکو او خپلوانو څخه پټه او له بدنامي څخه ځان خلاص کړي، خپل ښار ته ولاړه ترڅو هلته ماشوم وزېږوي. انشټین ته د لېږل شویو لیکونو له‌مخې داسې معلومېږي چې د هغوی لور د ۱۹۰۲ کال په جنوري کې، په نووي ساد کې زېږېدلې وه. دا چې کوچنۍ ماشومې ته له زېږون ورسته څه پېښ شوي دي، هېڅ معلومات نه‌شته. [۲۲]

ماریچ او انشټین په ۱۹۰۳ز کال کې، د سویس په بېرن ښار کې سره واده وکړ، چېرې چې انشټین د فکري مالکیت په فدرالې اداره کې دنده ونیوله. په ۱۹۰۴ز کال کې د هغوی لومړنی زوی «هانز آلبرټ» وزېږېده. نوموړې کورنۍ تر ۱۹۰۹ز کال پورې په بېرن کې ژوند کاوه؛ په دغه کال کې انشټین د څوریخ په پوهنتون کې وګومارل شو. په ۱۹۱۰ز کال کې د هغوی دوه‌یم زوی «ادوارډ» وزېږېده. په ۱۹۱۱ز کال کې انشټین په چارلس پوهنتون کې په تدریس بوخت شو او له کورنۍ سره یې یوځای پراګ ته کډه وکړه. یو کال وروسته، انشټین په خپل پوهنتون کې د پروفېسور په توګه ومنل شو او کورنۍ بېرته څوریخ ته ستنه شوه.

مړینه[سمول]

میلېوا ماریچ د ۱۹۴۸ کال د اګوسټ پر ۴مه نېټه، په ۷۲ کلنۍ کې د یوې شدیدي مغزي سکتې له‌امله په څوریخ کې مړه او هلته د نوردهیم په هدیره کې خاور ته وسپارل شوه. ادوارډ انشټین د مور له مړینې وروسته، د ژوند تر پایه، تر ۱۹۶۵ز کال پورې په روغتون کې د روحي ناروغیو او سکیزوفرنیا له‌امله بستر شو.[۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Pusch, Luise. "Mileva Einstein-Marić". fembio.org. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. M. Popović (2003). In Albert's Shadow: The Life and Letters of Mileva Marić, Einstein's First Wife, p. xv "The Family Tree of Mileva Marić-Einstein"
  3. Highfield, 1993, pp. 36–43.
  4. Darko V: Mathematics Intelligencer Sep 2019
  5. Esterson and Cassidy, 2019, pp. 10, 269
  6. Highfield, 1993, pp. 36–43.
  7. D. Trbuhuvić-Gjurić, Im Schatten Albert Einsteins, 1988, pp. 35, 43, 49, 60, 63
  8. D. Trbuhuvić-Gjurić, Im Schatten Albert Einsteins, 1988, pp. 35, 43, 49, 60, 63
  9. Finkbeiner 2019.
  10. The Collected Papers of Albert Einstein, Vol. 1, Doc. 42.
  11. The Collected Papers of Albert Einstein, Vol. 1, Doc. 67
  12. کينډۍ:Cite arXiv
  13. Stachel (1996), pp. 41, 52, n. 22
  14. Highfield, 1993, p. 80
  15. The Collected Papers of Albert Einstein, Volume 5 The Swiss Years: Correspondence, 1902–1914. Edited by Martin J. Klein, A. J. Kox, and Robert Schulmann.کينډۍ:ISBN
  16. Einstein, Albert and Marić, Mileva (1992) The Love Letters. Edited by Jürgen Renn & Robert Schulmann. Translated by Shawn Smith. Princeton University Press, Princeton, N.J. کينډۍ:ISBN
  17. Singh, S (2005). Big Bang. Harper Perennial. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-00-715252-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Pais, A. (1994), pp. 1–29 Holton, G. (1996), pp. 177–93 Stachel, J. (2002), pp. 26–39, 55 Martinez, A. (2005) Calaprice, A. & T. Lipscombe (2005), pp. 41–42
  19. Maurer, M. (1996); Troemel-Ploetz, S. (1990) Walker, E.H. (1991)
  20. Ruth H. Howes; Caroline L. Herzenberg (1999). Their Day in the Sun. Temple University Press. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56639-719-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Gagnon, Pauline (19 December 2016). "The Forgotten Life of Einstein's First Wife". Scientific American Blog Network. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Gagnon, Pauline (19 December 2016). "The Forgotten Life of Einstein's First Wife". Scientific American Blog Network. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Marić, Mileva; Einstein-Marić, Mileva; Einstein-Maric, Mileva (2003). In Albert's Shadow: The Life and Letters of Mileva Marić, Einstein's First Wife (په انګلیسي ژبه کي). JHU Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8018-7856-5. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مې ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)