میدانښار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

میدانښار یا په ساده ډول میدان، د افغانستان د مرکزي ولایت، وردګو مرکز دی. په ۲۰۰۳ کال کې یې نفوس ۳۵۰۰۸ تنه اټکل شوی ؤ چې زیاتره یې پښتانه، هزاره او تاجک دي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ میدانښار د طالب جنګیالیو له خوا ونیول شو او ۲۷م ولایتي مرکز ؤ چې د طالبانو د ۲۰۲۱ کال په پراخو بریدونو کې ونیول شو. 

شرح[سمول]

میدانښار ۱۴۲۶۵ تنه نفوس لري. دا ښار ۴ ولسوالۍ او ټول ۳۳۴۷ هکتاره مساحت لري. په میدان ښار کې مجموعاً ۱۵۵۸ استوګنخایونه شته دي.[۶]

ظریفه غفاري په ۲۰۱۹ کال کې ښارواله شوه، نوموړې یوه له څو افغان ښځینه ښاروالانو او تر ټولو ځوانه ښارواله ده چې په ۲۶ کلنۍ کې وټاکل شوه. هغې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د پیاوړتیا په برخه کې د خپلو هڅو له امله جایزې ګټلې دي. [۷]

اقلیم[سمول]

میدانښار د کوپین د اقلیم په طبقه بندۍ کې د ګرم اوړي مرطوب براعظمي اقلیم څرګند کړی. دا ښار تود او وچ اوړي، سوړ او واورین ژمی لري. په میدانښار کې د تودوخې منځنۍ درجه ۷،۶ سانتي ګراد ده، په داسې حال کې چې کلنی ورښت په اوسط ډول ۵۵۸ ملي متره دی.  

جولای د کال تر ټولو ګرمه میاشت ده، چې په اوسط ډول د تودوخې درجه ۲۰،۸ سانتي ګراد وي. جنوري تر ټولو سړه میاشت ده چې د تودوخې منځنۍ درجه په کې ۷،۴ـ سانتي ګراد وي.  


د میدانښار د اقلیم پټه ډېټا


میاشت


جنوري

فبروري


مارچ


اپریل


مې


جون


جولای


آګسټ


سپټمبر


اوکټوبر


نومبر


ډسمبر


کال


د تودوخې منځنۍ لوړه درجه سانتي ګراد (فارانهایټ)

−۱۳ (۲۹.۷) −۰.۹ (۳۰.۴) ۶.۴ (۴۳.۵) ۱۴٫۷ (۵۸٫۵) ۲۰.۶ (۶۹.۱) ۲۵.۳ (۷۷.۵) ۲۸٫۳ (۸۲٫۹) ۲۷٫۲ (۸۱٫۰) ۲۳.۳ (۷۳.۹) ۱۷٫۰ (۶۲٫۶) ۹٫۱ (۴۸٫۴) ۲٫۹ (۳۷٫۲) ۱۴.۴ (۵۷.۹)


ورځنۍ اوسط په سانتي ګراد او فارانهایت

−۷.۴ (۱۸.۷) −۶.۵ (۲۰.۳) ۰.۳ (۳۲.۵) ۷٫۸ (۴۶٫۰) ۱۳.۴ (۵۶.۱) ۱۷.۶ (۶۳.۷) ۲۰٫۸ (۶۹٫۴) ۲۰٫۰ (۶۸٫۰) ۱۶٫۰ (۶۰٫۸) ۱۰.۱ (۵۰.۲) ۲٫۹ (۳۷٫۲) -۳.۴ (۲۵.۹) ۷٫۶ (۴۵٫۷)


منځنۍ ټیټه درجه په سانتي ګراد (فارانهایت)

−۱۳.۵ (۷.۷) −۱۲٫۰ (۱۰٫۴) −۵.۹

(۲۱.۴)

۰.۹ (۳۳.۶) ۶.۲ (۴۳.۲) ۹٫۹ (۴۹٫۸) ۱۳.۲ (۵۵.۸) ۱۲٫۸ (۵۵٫۰) ۸.۶ (۴۷.۵) ۳٫۱ (۳۷٫۶) −۳.۳

(۲۶.۱)

−۹.۶ (۱۴.۷) ۰.۹ (۳۳.۶)
سرچینه: Climate-Data.org

میدانښار[سمول]

میدانښار یو ښاري کلی دی چې د کابل لوېدیځ ته په ۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی. د ځمکې ډېره برخه د بې حاصله ځمکې او خالي پلاټونو له خوا قبضه شوې نه ده او یا هم نه کارول کیږي چې ټولې ځمکې ۸۱ سلنه کارول کېږي. اداري ځمکه دوهمه لویه جوړه شوې ځمکه ده (۲۲٪). استوګنځایونه په ۱ او ۲ ناحیو کې ټول شوي دي. [۸]

میدانښار د وردګو[سمول]

میدانښار د وردګو ولایت په شمال ختیځ کې پروت دی. دا ښار د کابل ولایت د ارغندۍ او پغمان غرونو او د وردګو ولایت د جلریز او نرخ ولسوالیو په وسیله چاپېر شوی دی.  

دا ځای ۳۴۵ کیلومتر مربع مساحت لري. د بحر له سطحې څخه ۲،۲۲۵ متره لوړوالی لري. 

دا ولسوالي له ۵۹ اصلي کلیو او ۱ فرعي کلي څخه جوړه ده.  

میدانښار[سمول]

د میدانښار اکثره خلک په کرنه، مالدارۍ، باغدارۍ او سوداګرۍ بوخت دي. په ټوله کې د میدانښار د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی. 

ټولیز[سمول]

په دې ښار د ۲۰۰۸ کال تر پایه په ټولیز ډول ۱۴ ښوونځۍ موجودې وې، چې نږدې ۹۲۶۸ زده کوونکي ته د خدمت جوګه دي. شاوخوا ٢٧٥ ښوونکي په دغو ښوونځيو کې درس ورکوي. [۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Default Parallels Plesk Panel Page". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ministry of Rural Rehabilitation and Development
  3. "Home" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. aims.org.af
  5. http://www.mrrd.gov.af/nabdp/Provincial%20Profiles/Wardak%20PDP%20Provincial%20profile.pdf Wardak Provincial Profile - MRRD
  6. The State of Afghan Cities report 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Education Is the Key to Empowering Afghan Women". thediplomat.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. The State of Afghan Cities report 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. http://www.mwardag.gov.af/media/Maidan%20Wardak%20Province%20Three%20years%20Report(English).pdf[مړه لينکونه]