میترائیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

میترائیت چې د ميترایي اسرارو یا د ميترا مذهب په نوم هم پېژندل کېږي یو اسرار امېزه رومي مذهب و چې پکښې د ميترا په نوم خدای باندې باور کېده. که څه هم رومي میترا د ایرانيانو له خوا د زردشتي خدای (یزاتا) پرستښ څخه الهام اخیستی، خو د میترا رومي مذهب په یو نوي او ځانګړي انځور پورې تړاو لري چې هغه د پارسي او یوناني-رومي دودونو ترمنځ په دوام باندې بحث کوي. دا مذهب ډېری د لومړۍ زېږدیزې پېړۍ څخه تر څلورمې زېږدیزې پېړۍ پورې د رومي سترواکۍ د پوځ په منځ کې دود و او عمل پرې کېده.[۱]

د میترا عبادت کوونکو د کوزیاڼې (نوي ګډون) او ګډو مذهبي خواړو اووه درجو پیچلی سېستم درلود. نويو ګډونوالو به ځانونه  سینډېکسیوی بلل، یعنې هغه خلک چې "د لاسونو په ورکړې سره یو ځای کېدل". دوی تر ځمکه لاندې عبادتځایونو کې سره لیدل چې اوس د میترایا (مفرد میترایم) په نوم یادېږي چې ګڼ شمېر یې تر اوسه پاتې دي.[۲]

داسې برېښي چې د دغه مذهب مرکز په روم کې و او د روم د سترواکۍ په لوېدیځه نیمایي کې خورا مشهور و، په سویلي خوا کې د رومي افریقا او نومیډیا ان تر رومي داچیا پورې، په شمال کې تر رومي برتانیا پورې او په لږه اندازه په ختیځ کې په رومي سوریه کې شتون درلود.

میترائیت ته د لومړني عیسویت د سیال په توګه کتل کیږي. په څلورمه پېړۍ کې میترائیان د عیسویانو له ځورونې سره مخ شول او وروسته بیا د هغه پېړۍ په پای کې دا مذهب د روم په سترواکۍ کې وځپل شو او له منځه یوړل شو.[۳]

د لرغون پېژندنې اړوندو زیات شمېر موندنو لکه د غونډو ځایونو، یادګاري مجسمو او لاسي هنري اثارو په ټوله رومي سترواکۍ کې د میترائیت په اړه په عصري پوهاوي او پېژندنه کې مرسته کړې. د میترا نامتو انځوريزې نندارې ښیې چې هغه له ډبرې څخه زیږېدلی او یو غویی ذبحه کوي او د سُول (لمر) خدای سره په مېلمستیا کې ګډون کوي. شاوخوا په ۴۲۰ ځایونو کې د دغه مذهب اړوند توکي ترلاسه شوي دي. په موندل شویو توکو کې شاوخوا ۱۰۰۰ لیکنې، ۷۰۰ د غوایانو د وژنې صحنې (توروکټوني)، او شاوخوا ۴۰۰ نور یادګارونه دي. اټکل کېږي چې د روم په ښار کې به لږترلږه ۶۸۰ د میترایانو عبادتځایونو شتون درلود. د دغه مذهب څخه هېڅ لیکل شوي روایتونه یا د باورونو اړوند لیکلنې لاس ته نه دي راغلې او یوازې لږ معلومات په یوناني او لاتیني ادبیاتو کې د لیکنو، خلاصه معلوماتو او حوالو څخه ترلاسه کېدای شي. د شته فزیکي شواهدو تفسیر او روښانه کول لاهم ستونزمن او د اختلاف وړ کار دی.[۴][۵][۶]

نوماوی[سمول]

د میترائیت اصطلاح یو نوی تړلیک دی. د روم د دورې لیکوالانو دې ته د "میترایي اسرار"، "د میترا اسرار" یا "د پارسیانو اسرار" په څېر عبارتونو سره اشاره کړې ده. عصري سرچینې ځینې وخت یوناني-رومي مذهب د رومي میترائیت یا  لویدیځ میترائیت په نوم یادوي تر څو د پارسي میترا له عبادت څخه توپیر شي.[۷][۸][۹]

د میترا رېښه[سمول]

د میتراس نوم (لاتین او د یوناني ""Μίθρας سره معادل) د میترا (د پارسيانو خدای) یوه بڼه ده او له زردشت څخه د مخه او له هغه وروسته د یوه پخواني خدای نوم و، دا مذهب د فرانز کمونټ په نوم لرغونپوه له دورې را په دېخوا د میترایي پوهانو لخوا پېژندل شوی دی. د دغه نوم د یوناني بڼې لومړنۍ بېلګه په څلورمه مخزېږده پېړۍ کې د زینوفون لخوا د سيروپیډیا په نوم اثر کې چې د پارس د پاچا لوی کوروش یو ژوندلیک دی، موندلی شو.[۱۰][۱۱][۱۲]

د لاتیني یا کلاسیکې یونانۍ اصطلاح دقیقه بڼه د ګرامري پروسې (د نوم اوړون) له امله توپیر کوي. د لرغون پېژندنې اړوند داسې شواهد شتون لري چې عبادت کوونکو په لاتیني ژبه د خدای نوم فاعلي حالت د"میترا" په نوم ليکلی دی. خو د پورفیري په یوناني اثر ډي ابسټيننشیاکې د ایوبولوس او پالاس لخوا د میترایي مذهب ورک شوي تاریخ ته اشاره شوې چې ليکوالانو یوه بهرنۍ اصطلاح او په موندل شوو اثارو کې یې د نه ګردانېدونکې کلیمه بلله.[۱۳]

په نورو ژبو کې د خدای اړوند نومونه عبارت دي له:

  • په ویدا کتاب کې د سانسکرېټ میترا، "ملګری،ملګریتوب" چې په رېګویدا کې د خدای د نوم په توګه ترې ستاینه شوې. په سانسکرېټ کې میترا د لمر د خدای نوم دی چې زیاتره وخت د "سوریا" یا "ادیتیا" په نوم پېژندل کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
  • د مي-اېت-را- بڼه له ۱۴۰۰م.ز څخه د هېتیانو او د میتاني پاچاهۍ تر منځ د سولې په یوه لیکلي تړون کې موندل شوې ده.[۱۸][۱۹]

ایراني میثرا او د سناسکرېټ میترا داسې انګېرل کېږي چې له هندي-ایرانۍ اصطلاح mitrás څخه راځي چې معنا یې "قرارداد، هوکړه او تړون" ده.[۲۰]

معاصر تاریخ پوهان په دې اړه بېلابېل نظرونه لري چې یا دا نومونه یوه خدای ته اشاره کوي که نه. جان آر هینلز د میترا/میثرا/میتراس په اړه لیکلي دي چې د یو واحد معبود په توګه چې په بېلابېلو مذهبونو کې یې عبادت کېده. له بلې خوا ډېوېډ اولانسي د غوایانو وژلو میترا یو نوی خدای ګڼي چې په لومړۍ مخزېږده پېړۍ کې یې عبادت پیل شو او د هغه لپاره یو پخوانی نوم کارول شوی و.[۲۱]

د لرغونو ايراني مذهبونو څېړونکې مریم بویس لیکي چې که څه هم داسې برېښي چې رومي میترائیت د تاریخ پوهانو د ګمان په پرتله لږ ایراني منځپانګه درلوده، "لکه څنګه چې یوازې د میترا نوم ښیي، دا منځپانګه یو څه اهمیت درلوده".[۲۲]

انځور پوهنه[سمول]

د میترا مذهب په اړه ډېری معلومات د شته ډبرینو لیکنو او مجسمو له څېړنې څخه لاس ته راغلي. د دې اثارو د ژباړنې لپاره ډېرې هڅې شوې دي.

د روم په سترواکۍ کې د میترا خدای عبادت د هغه د انځورونو له لارې چې غویی ذبح کوي پېژندل شوی دی. د میترا نور انځورونه د روم په عبادتځایونو کې موندل کېږي، د بېلګې په توګه د لمر له خدای سول سره مېلمستیا او د ډبرې څخه د میترا د زېږون انځورونه. د دې انځورګرۍ تر شا د باورونو او دودونو د بیا رغونې لپاره متني سرچینې خورا لږ دي. (په لاندې برخه کې د غوایو ذبح کولو صحنو تشرېحات وګورئ.)[۲۳]

داسې برېښي چې د غوایي ذبح کولو په حالت کې د خدای انځورونو کښلو دود د رومي میترائیت لپاره ځانګړی دی. د ډېوېډ اولانسي په وینا دا د ایراني او رومي دودونو تر منځ د څرګند توپیر "ښایي تر ټولو غوره مثال" وي: "... هېڅ داسې نښې نښانې شتون نلري چې وښیي ایراني خدای میترا کله هم د غوایي له وژلو سره کومه اړیکه درلوده."[۲۴]

د غوایي ذبح کولو صحنې[سمول]

د میترا په ټولو عبادتځایونو کې تر ټولو غوره هنري اثر یا انځور، میترا د یوه سپېڅلي غوایي د ذبح کولو په حالت کې ښیي چې دغه کړنې ته ټاروکټوني وایي. په انځورونو کې ښایي ډبرینه لیکنه وي یا ميترا د یواځې درېدو په حال کې وي او نور معلومات کېدای شي شتون ولري او یا له منځه تللي وي. د دغه هنري اثارو اصلي ټوټه، میترا اناټولیایي جامې اغوستې او فریګي خولۍ په سر لري چې پر یوه ستومانه غوایي یې ګونډې وهلې، په کيڼ لاس یې تر پزو نیولی وي او په ښي لاس یې په چاړه وهي. د دې کار کړو پر مهال هغه د خپلې اوږې څخه د سول یا د لمر خدای انځور ته ګوري. یو سپی او مار د وینې خوا ته را نږدې کېږي. یو لړم د غوايي تناسلي غړي نیسي. یو کارغه شاوخوا الوتنه کوي یا په غویی ناست وي. د غوایي له لکۍ یا پرهار څخه د غنمو یو یا درې وږي را وځي. ډېری وخت غوایی په سپین رنګ کې لیدل کېږي. خدای په غیر طبیعي ډول په غوايي باندې ناست وي او خپله ښۍ پښه یې د غوایي سوه باندې اېښې وي او کیڼه پښه یې د غویی په شا او ډډې باندې اېښې وي.[۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. Geden, A. S. (15 October 2004). Select Passages Illustrating Mithraism 1925. Kessinger Publishing. د کتاب پاڼي 51–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4179-8229-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۱. Porphyry moreover seems to be the only writer who makes reference to women initiates into the service and rites of Mithra, and his allusion is perhaps due to a misunderstanding.... The participation of women in the ritual was not unknown in the Eastern cults, but the predominant military influence in Mithraism seems to render it unlikely in this instance. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Clauss, Manfred (2000). The Roman Cult of Mithras: The god and his mysteries. تُرجم بواسطة Gordon, Richard. Edinburgh University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-92977-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Isbn
  3. Martin, Luther H.; Beck, Roger (December 30, 2004). "Foreword". Beck on Mithraism: Collected Works With New Essays. Ashgate Publishing. د کتاب پاڼي xiii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-4081-3. The cult was vigorously opposed by Christian polemicists, especially by Justin and Tertullian, because of perceived similarities between it and early Christianity. And with the anti-pagan decrees of the Christian emperor Theodosius during the final decade of the fourth century, Mithraism disappeared from the history of religions as a viable religious practice. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Beck, Roger (17 February 2011). "The pagan shadow of Christ?". BBC-History. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۱۱. We know a good deal about them because archaeology has disinterred many meeting places together with numerous artifacts and representations of the cult myth, mostly in the form of relief sculpture. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Coarelli; Beck, Roger; Haase, Wolfgang (1984). Aufstieg und niedergang der römischen welt [The Rise and Decline of the Roman World]. Walter de Gruyter. د کتاب پاڼي 2026–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-010213-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۱۱. A useful topographic survey, with map, by F. Coarelli (1979) lists 40 actual or possible mithraea (the latter inferred from find-spots, with the sensible proviso that a mithraeum will not necessarily correspond to every find). Principally from comparisons of size and population with Ostia, Coarelli calculates that there will have been in Rome "not less than 680–690" mithraea in all ... . الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Clauss, Manfred (2000). The Roman Cult of Mithras: The god and his mysteries. تُرجم بواسطة Gordon, Richard. Edinburgh University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-92977-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Isbn
  7. Origen. "Contra Celsus". newadvent.org. Book 6, Chapter 22. After this, Celsus, desiring to exhibit his learning in his treatise against us, quotes also certain Persian mysteries, where he says: 'These things are obscurely hinted at in the accounts of the Persians, and especially in the mysteries of Mithras, which are celebrated among them ...' "
    Chapter 24: "After the instance borrowed from the Mithraic mysteries, Celsus declares that he who would investigate the Christian mysteries, along with the aforesaid Persian, will, on comparing the two together, and on unveiling the rites of the Christians, see in this way the difference between them".
    الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Electronic Journal of Mithraic Studies". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۱. The Electronic Journal of Mithraic Studies (EJMS) is a revival of the Journal of Mithraic Studies edited by Dr. Richard Gordon. It is a place where researchers on Roman Mithraism can publish the product of their research and make it freely available for other interested people. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Beck, Roger (2002-07-20). "Mithraism" (الطبعة Online). Encyclopaedia Iranica. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۱. For most of the twentieth century, the major problem addressed by scholarship on both Roman Mithraism and the Iranian god Mithra was the question of continuity. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lewis, Charlton T.; Short, Charles (المحررون). "Mithras". A Latin Dictionary – عبر Tufts University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "[no article title cited]". Encyclopedia of World Religions. (2006). Encyclopædia Britannica, Inc.. 509. ISBN 978-1-59339-491-2. “... Mithra is the next most important deity and may even have occupied a position of near equality with Ahura Mazde. He was associated with the Sun, and in time the name Mithra became a common word for "Sun". Mithra functioned preeminently in the ethical sphere; he was the god of the covenant, who oversaw all solemn agreements that people made among themselves ... In later times Mithra gave his name to Mithraism, a mystery religion.” 
  12. Xenophon, Cyropaedia 7.5.53. cited in کينډۍ:Cite dictionary
  13. Gordon, Richard L. (1978). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The date and significance of CIMRM 593 (British Museum, Townley Collection"]. Journal of Mithraic Studies II: 148–174. . p. 160: "The usual western nominative form of Mithras' name in the mysteries ended in -s, as we can see from the one authentic dedication in the nominative, recut over a dedication to Sarapis (463, Terme de Caracalla), and from occasional grammatical errors such as deo inviato Metras (1443). But it is probable that Euboulus and Pallas at least used the name 'Mithra' as an indeclinable [foreign word] (ap. Porphyry, De abstinentia II.56 and IV.16)."
  14. Turcan, Robert (1996). The cults of the Roman Empire. Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 196. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-20047-5. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۱. The name Mithras comes from a root mei- (which implies the idea of exchange), accompanied by an instrumental suffix. It was therefore a means of exchange, the 'contract' which rules human relations and is the basis of social life. In Sanskrit, mitra means 'friend' or 'friendship', like mihr in Persian. In Zend, mithra means precisely the 'contract', which eventually became deified, following the same procedure as Venus, the 'charm' for the Romans. We find him invoked with Varuna in an agreement concluded c. 1380 BC between the king of the Hittites, Subbiluliuma, and the king of Mitanni, Mativaza. ... It is the earliest evidence of Mithras in Asia Minor. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. E.g. in Rig Veda 3, Hymn 59
  16. Speidel, Michael (1980). Mithras-Orion: Greek hero and Roman army god. Brill. د کتاب پاڼې 1 ff. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-06055-5 – عبر Google Books. India's sacred literature refers to him since the hymns of the Rig Veda. But it was in Iran where Mithras rose to the greatest prominence: Rebounding after the reforms of Zarathustra, Mithras became one of the great gods of the Achaemenian emperors and to this very day he is worshipped in India and Iran by Parsees and Zarathustrians. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Hopfe, Lewis M.; Richardson, Henry Neil (September 1994). "Archaeological Indications on the Origins of Roman Mithraism". In Lewis M. Hopfe (المحرر). Uncovering ancient stones: essays in memory of H. Neil Richardson. Eisenbrauns. د کتاب پاڼي 150ff. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-931464-73-7. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۱. All theories of the origin of Mithraism acknowledge a connection, however vague, to the Mithra/Mitra figure of ancient Aryan religion. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Turcan, Robert (1996). The cults of the Roman Empire. Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 196. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-20047-5. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۱. The name Mithras comes from a root mei- (which implies the idea of exchange), accompanied by an instrumental suffix. It was therefore a means of exchange, the 'contract' which rules human relations and is the basis of social life. In Sanskrit, mitra means 'friend' or 'friendship', like mihr in Persian. In Zend, mithra means precisely the 'contract', which eventually became deified, following the same procedure as Venus, the 'charm' for the Romans. We find him invoked with Varuna in an agreement concluded c. 1380 BC between the king of the Hittites, Subbiluliuma, and the king of Mitanni, Mativaza. ... It is the earliest evidence of Mithras in Asia Minor. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Thieme, Paul (October–December 1960). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The 'Aryan' gods of the Mitanni treaties"]. Journal of the American Oriental Society 80 (4): 301–317. doi:10.2307/595878. 
  20. کينډۍ:Iranica
  21. Hinnells, John R. (1990). "Introduction: The questions asked and to be asked". In Hinnells, John R. (المحرر). Studies in Mithraism. Rome: L'Erma di Bretschneider. د کتاب پاڼې 11. The god is unique in being worshipped in four distinct religions: Hinduism (as Mitra), in Iranian Zoroastrianism and Manicheism (as Mithra), and in the Roman Empire (as Mithras). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Boyce, Mary; Grenet, Frantz (1975). Zoroastrianism under Macedonian and Roman rule, Part 1. Brill. د کتاب پاڼي 468, 469. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-09271-4. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۱. The theory that the complex iconography of the characteristic monuments (of which the oldest belong to the second century A.C.) could be interpreted by direct reference to Iranian religion is now widely rejected; and recent studies have tended greatly to reduce what appears to be the actual Iranian content of this "self consciously 'Persian' religion", at least in the form which it attained under the Roman empire. Nevertheless, as the name Mithras alone shows, this content was of some importance; and the Persian affiliation of the Mysteries is acknowledged in the earliest literary reference to them. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. ... we possess virtually no theological statements either by Mithraists themselves or by other writers. — Clauss (2000)[۲]:{{{1}}}
  24. Ulansey, David (1991). Origins of the Mithraic Mysteries. New York, NY: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-506788-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Hinnells, J.R. (1976). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The iconography of Cautes and Cautopates: The data"]. Journal of Mithraic Studies 1: 36–67. See also Malandra, William W. "Cautes and Cautopates". Encyclopædia Iranica.  
  26. Clauss, Manfred (2000). The Roman Cult of Mithras: The god and his mysteries. تُرجم بواسطة Gordon, Richard. Edinburgh University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-92977-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Isbn
  27. Näsström, Britt-Marie. "The sacrifices of Mithras" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۱. He is wearing a Phrygian cap and a wind-filled cloak, and, most remarkable of all, his head is turned in the other direction as if he would not look at his own deed. Still, this sacrifice is a guarantee of salvation for the participants. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)