مک فارلن برنټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فرانک مک فارلن برنټ (زوکړه: د ۱۸۹۹ زکال د سپتمبر ۳مه – مړینه: د ۱۹۸۵ زکال د اګست ۳۱مه) چې تر ډېره د مک فارلین یا مک برنټ په نومونو پېژندل کېږي اسټرالیايي ویروس پیژندونکی و چې د ایمیونولوژي په برخه کې د هڅو له امله شهرت لري. نوموړي په ۱۹۶۰ زکال کې د اکتسابي ایمني تحمل (acquired immune tolerance) اړوند د خپلې وړاندوینې او همدارنګه د کلونال انتخاب (د مشخصو انټي جنونو پر وړاندې د بدن د محافظتي سیسټم د حجراتو د عملکرد) د نظریې د رامنځته کولو له امله د نوبل جایزه ترلاسه کړه. [۱][۲]

برنټ په ۱۹۲۴ زکال کې د ملبورن له پوهنتون څخه د ډاکټرۍ سند او په ۱۹۲۸ زکال کې یې د لندن له پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ. نوموړی د طبي څېړنو په موخه د ملبورن والټر او ایلیزا هال انستیتیوت ته ولاړ څو د مایکروبیولوژي او ایمیونولوژي په برخه کې پرمختللې څېړنې ترسره کړي چې بیا یې له ۱۹۴۴ زکال څخه تر ۱۹۶۵ زکال پورې د دغه انستیتیوت مشري هم وکړه. نوموړي له ۱۹۶۵ زکال څخه په ۱۹۷۸ زکال کې د خپل تقاعد تر مهاله په ملبورن پوهنتون کې کار وکړ. ورته مهال نوموړي د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې د طبي علومو اړوند د اسټرالیا د عامه پالیسۍ د پراختیا په برخه کې فعاله ونډه لرله، د اسټرالیا د علومو اکاډمۍ یو له بنسټګرو غړو څخه و او له ۱۹۶۵ زکال څخه یې تر ۱۹۶۹ زکال پورې د دغې اکاډمۍ د مشر په توګه خدمت وکړ.

د مایکروبیولوژي اړوند د برنټ په اصلي لاسته راوړونو کې د کیو- تبې او سیتاکوز د عواملو کشف؛ د جلاتوب په موخه کیمیاوي سنجش (assays) ته پراختیا ورکول، د انفلونزا د ویروس کرنه او تشخیص، د انفلونزا د توپیر لرونکو ژنېټیکي حجراتو (strains) د نوو ترکیبونو تعریف او د دې تشرېح شاملېږي چې میکسوماتوزېس وایرس د انسان په وجود کې د ناروغیو لامل نه ګرځي. د انفلونزا د واکسینونو د تولید په برخه کې معاصرې کړنلارې د برنټ د هغو چارو پر بنسټ دي چې د چرګو په هګیو کې یې د وایروسونو د ودې بهیر ته پراختیا ورکړه.

په اسټرالیا کې د علمي چارو د ترسره کولو له امله نوموړی په ۱۹۶۰ زکال کې د کال مخکښ اسټرالیايي وبلل شو او په ۱۹۷۸ زکال کې ورته د اسټرالیا تر ټولو عالي مډال ورکړل شو. هغه د خپلو لاسته راوړنو له امله په نړیواله کچه شهرت وموند؛ د نوبل د جایزې سربېره یې د لاسکر جایزه ترلاسه او دسلطنتي ټولنې کوپلي مډال هم ترلاسه کړ. ورته مهال هغه ته د همګټو هېوادونو او جاپان له خوا د بې سارو خدمتونو د ترسره کولو له امله افتخاري دوکتوراوې او نور ویاړونه ورکړل شول. [۳]

لومړنی ژوند[سمول]

برنټ د ویکټوریا په ټرارالګون کې وزیږېد؛ د هغه پلار فرانک برنټ سکاټلنډي الاصله و او اسټرالیا ته کډه شوی و چې دلته بیا د استعماري بانک د ټرارالګون د څانګې مدیر و. مور یې هاداسا برنټ (کورنی نوم یې مک کې و) د منځنۍ طبقې د یو سکاټلنډي کډوال لور وه او هغه مهال یې د فرانک له پلار سره ولیدل چې هغه په کورویت ښار کې دنده لرله. د واده پر مهال فرانک ۳۶ کلن و او هاداسا له هغه ۱۴ کاله کشره وه. د ده کورنۍ له ټولنیز پلوه محافظه کاره او انګلو – ساکسون پروتستانت وه. فرانک مک فارلین برنټ د خپلې کورنۍ د اوو ماشومانو څخه دویم و چې له ماشومتوبه د «مک» په نامه یادېده. هغه یوه مشره خور، دوه کشرې خویندې او درې کشري وروڼه لرل. د هغه مشرې خور ډوریس د ذهني کمزورتیا ستونزه لرله چې د هاداسا د وخت ډیره برخه به له هغې سره تېرېدله او کورنۍ یې د ډوریس دغه وضعیت یو نا ویلی شرم باله چې له امله یې نورو ماشومانو هم کور ته خپل ملګري نه شوی رابللی څو نه شي هغوی دغه نجلۍ وویني. [۴]

مک په ټرارالګون کې د خپل ژوند د لومړنیو کلونو پر مهال په خپل نږدې چاپېریال، په ځانګړې توګه په ټرارالګون کرېک کې د هر څه اړوند له پلټنو څخه خوند اخیست. نوموړی وړاندې له دې چې د اووه کلنۍ په عمر دولتي ښوونځي ته ولاړ شي یو خصوصي ښوونځي ته ولاړ چې یوازې یو ښوونکی یې درلود. مک له نوې ځوانۍ څخه تر ډېره له خپل پلار څخه لرې و او خوښېدله یې چې په خپل اضافي وخت کې کبان ونیسي او د ګلف لوبه ترسره کړي. همدارنګه یې له نوې ځوانۍ څخه له کتاب لوستلو سره لېوالتیا لرله او له ورزش سره یې لېوالتیا نه لرله. نوموړي د اته کلنۍ په عمر دومره کچې درک ته لاسرسی درلود چې کولای یې شو د خپل پلار شخصیت تحلیل کړي. مک له فرانک (خپل پلار) سره مخالف و او هغه یې له اخلاقي اصولو څخه داسې ریا کوونکی ملاتړی باله چې د رښتیا ویلو څېره یې ځانته غوره کوله په داسې حال کې چې د مشکوکو اخلاقو لرونکو سوداګرو سره یې ناسته لرله. هاداسا له ډوریس سره بوخته وه او په دې سره مک نسبتا منفرد شخصیت وموند.

برنټ په ۱۹۰۹ زکال کې وروسته له هغه له خپلې کورنۍ سره ترانګ ته کډه شو چې پلار یې په لندن کې د دندې وړاندیز رد کړ او دلته د بانک مدیر وټاکل شو. برنټ د ترانګ د جهیل په چاپېر کې د ژوو له ژوندانه سره لیوالتیا لرله؛ نوموړی په ۱۹۱۰ زکال کې د سکوټس (Scouts) په نامه کشفیاتي ټولنې سره مل شو او له کور څخه بهر ټولو چارو څخه یې خوند اخیست. هغه مهال چې په ترانګ کې اوسېده د ګوڼګټو راغونډونه یې پیل کړه او د بیولوژي په برخه کې یې مطالعه کوله. هغه په چمبرز پوهنغونډ کې د بیولوژي مقالې لوستې چې له امله یې هغه د چارلز داروین له چارو سره بلد شو. د نوموړي د نوې ځوانۍ پر مهال د هغه کورنۍ به د کلنیو رخصتیو د تېرولو په موخه فیري بندر ته تلله چېرې چې ده خپل ټول وخت د وحشي حیواناتو په لیدو او د هغو د رفتار په ثبت باندې تېراوه. هغه د ترانګ په دولتي ښوونځي کې زده کړې وکړې او همدارنګه به د سیمه ییزې کلیسا سنډې ښووونځي ته تله، د دغې کلیسا کشیش هغه وهڅاوه څو د ښوونځي زده کړې تعقیب کړي او د هغه د هڅو د ستایلو په موخه یې ورته د مېږیانو اړوند یو کتاب ورکړ. هغه فرانک ته لارښوونه وکړه چې د مک په زده کړه باندې پانګونه وکړي، همدا و چې نوموړي په جیلونج کالج کې د زده کړو بورس ترلاسه کړ، دا په ویکټوریا کې یو له ځانګړو خصوصي ښوونځیو څخه و. مک دلته په ۱۹۱۳ زکال کې زدکړې پیل کړې او یوازنی زده کوونکی و چې د دغه ښوونځي بشپړ بورس یې ترلاسه کړی و. نوموړي په دغه ښوونځي کې حاکمې طبقې ته د اړوندو کسانو له زامنو سره له وخت تېرولو څخه خوند نه اخیست؛ د هغه ډیری همزولي ګستاخه او د ورزش خوښونکي و، خو برنټ د کتاب سړی و او له ورزش سره یې لیوالتیا نه لره او خپل ټولګیوال ورته مغروره او بد اخلاقه ښکارېدل. هغه په دغه مهال کې د ګونګټو د راغونډونې او د خپلو همزولو څخه د ناخوښۍ موضوع ګانې پټې وساتلې او له مجبورۍ څخه یې ځان له هغوی سره جوړ راووست. له دې سره د هغه استعداد لامل وګرځېد یو شمېر امتیازاتو ته لاسرسی ومومي؛ نوموړی په ۱۹۱۶ زکال کې له دغه ښوونځي فارغ  او د فزیک، کیمیا، تاریخ او انګلیسي په برخو کې د ټول ښوونځي عمومي اول نمره شو. د هغه په څېر د ټولنیزې مخینې لرونکي کس لپاره د پوهنتوني زده کړه معمول مسیر دا و چې باید د الهیاتو، حقوقو او یا هم طبابت په برخه کې زده کړو ته دوام ورکړي. دغه مهال هغه له دین څخه ناهیلی شوی و او له همدې امله یې طبابت ته مخه کړه. سربېره پر دې لومړنۍ نړیواله جګړه روانه وه او هغه احساس وکړ چې د طبابت په برخه کې به د هغه مخینه د داسې چانس لامل وګرځي څو ورته یوه غیر نظامي دنده وسپارل شي. [۵][۶][۷]

سرچينې[سمول]

  1. Fenner, F. J. (1987). "Frank Macfarlane Burnet. 3 September 1899-31 August 1985". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 33: 100–126. doi:10.1098/rsbm.1987.0005. JSTOR 769948. PMID 11621432. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Cite AuDB
  3. Lewis, Wendy (2010). Australians of the Year. Pier 9 Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-74196-809-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Biographical Memoirs, p. 101.
  5. Biographical Memoirs, p. 101.
  6. Biographical Memoirs, p. 102.
  7. Biographical Memoirs, p. 102.