مکابي پاڅون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مکابي پاڅون (په عبري ژبه: מרד החשמונאים) د سلوکي سترواکۍ او همدارنګه د یهودانو په ژوندانه کې د هیلنېستي اغېز پر وړاندې د یهودي وګړو هغه پاڅون و چې مکابیانو یې مشري وکړه. د دغه پاڅون اصلي بهیر له میلاد وړاندې ۱۶۷ کال څخه تر ۱۶۰ کال پورې دوام وکړ چې له امله یې په یهودیه سیمې باندې سلوکي واکمني پای ته ورسېده، خو د مکابیانو، یوناني شوو یهودانو او سلوکیانو ترمنځ نښتو له میلاد وړاندې ۱۳۴ کال پورې دوام وموند او بالاخره مکابیانو خپلواکي واخیسته.

سلوکي پاچا آنتیوخوس څلورم اپیفانس له میلاد وړاندې ۱۶۸ کال کې د یهودیت پر ضد پراخه ځپونکې چارې پیل کړې. د دغې چارې د ترسره کولو اصلي لامل څرګند نه دی، خو ښکاري چې کېدای شي دا له دې امله و چې پاچا د یهودي کاهنانو ترمنځ داخلي کړکېچ په تېروتنې سره بشپړ پاڅون ګڼلی و. د یهودانو مذهبي چارې منع اعلان شوې، اورشلیم د سلوکیانو تر مستقیم واک لاندې راغی او همدارنګه د اورشلیم دویم معبد په هم مهاله بڼه د بت پرستې – یهودي ډلې په مرکز واوښت. دغه ځپونکو چارو په کره ډول هغه پاڅون راوپاروه چې څلورم آنتیوخوس ترې وېرېده؛ په دغه پاڅون کې یو شمېر یهودي مبارزینو د مکابي یهوذا او د هغه د کورنۍ په مشرۍ له میلاد وړاندې ۱۶۷ کال کې پاڅون وکړ او د خپلواکۍ غوښتنه یې لرله. دغه پاڅون کوونکي بالاخره د مکابیانو په نوم وپېژندل شول چې چارې یې په لومړي مکابیان او دویم مکابیان کتابونو کې شرح شوې دي.

دغه پاڅون د یهودیه په لرې پرتو سیمو کې د یو چریکي خوځښت په توګه پیل شو، په ښارونو یې بریدونه پیل کړل او د سلوکي له مستقیم کنټرول څخه یې لرې یوناني چارواکي په نښه کول، بالاخره هغوی وکولای شو یو برابر پوځ جوړ او په پیاوړو سلوکي ښارونو بریدونه وکړي. له میلاد وړاندې ۱۶۴ کال کې مکابیانو اورشلیم ونیو چې دا د دوی لپاره پام وړ لومړنۍ بریا وه. ورپسې د معبد تصفیه او د عبري کالیزې د دریمې میاشتې (کیسلو) په ۲۵مه نېټه د محراب بیاځلي تقدیم یې د هانوکا جشن بنسټ جوړ کړ. سلوکیان بالاخره د یهودیت ضد چارو څخه لاس پر سر شول او د هغو ممنوعیت یې لغو کړ، خو راډیکال مکابیان چې د سلوکیانو تر واکمنۍ لاندې د یهودي آدابو د بیاځلي تضمین څخه راضي نه و، مبارزې ته یې دوام ورکړ او هڅه یې وکړه چې له سلوکیانو څخه ځان په مستقیمه بڼه جلا کړي. یهوذا مکابي له میلاد وړاندې ۱۶۰ کال پر مهال د یوناني جنرال باکیدس پر وړاندې په الاسا جګړه کې ومړ او سلوکیانو یوځل بیا د یوې مودې لپاره پر دوی مستقیم واک وموند، خو مکابي پاتې شونو د یهوذا د ورور، جاناتان آپوس تر مشرۍ لاندې د ښار په څنډو کې مقاومت ته دوام ورکړ. بالاخره د سلوکیانو ترمنځ کورنیو جنجالونو او د هغوی د سترواکۍ په نورو برخو کې ستونزو مکابیانو ته د خپلواکۍ مناسب فرصت برابر کړ. سمعان مکابي له میلاد وړاندې ۱۴۱ کال کې بریالی شو څو یونانیان په اورشلیم کې له خپلې قلا بهر کړي. د روم له جمهوریت سره د دوی اتحاد د خپلواکۍ ترلاسه کولو په برخه کې ورسره مرسته وکړه. په دې سره سمعان خپلواکه هاموني پاچاهي تاسیس کړه.

دغه پاڅون په یهودي ملت پالنې باندې پام وړ اغېز درلود، د بېلګې په توګه د یهودانو ضد دولتي چارو پر وړاندې یې مقاومت او بریالۍ مبارزې لامل وګرځېدې سیاسي خپلواکي ترلاسه کړي.

مخینه[سمول]

له میلاد وړاندې ۳۳۸ کال کې مقدوني سکندر د فارس له سترواکۍ سره جګړه پیل کړه. له میلاد وړاندې ۳۳۳ کال څخه تر ۳۳۲ کال پورې نوموړي شام او فلسطین ونیو. دغه مهال یهودیه د ډېری هغو یهودانو کور و چې د فارسیانو په همکارۍ په بابل کې له تبعید څخه دلته ستانه شوي وو. له میلاد وړاندې ۳۲۳ کال کې د سکندر له مړینې وروسته د هغه د سترواکۍ په وېشل کېدو سره دغه قلمرو بطلیموسي مصر ته وسپارل شو. له دې وروسته د یوناني دولت ځای ناستي حکومت یا سلوکي سترواکۍ له میلاد وړاندې ۲۳۵ کال څخه تر ۱۹۸ کال پورې د یو لړ لښکرکشیو پر مټ یهودیه له مصر څخه ونیوله. د بطلیموسي او سلوکي واکمنۍ پر مهال ډیری یهودانو په ځانګړې توګه د لوړې طبقې او همدارنګه له اورشلیم څخه په لرې ښارونو کې لږکیو ډلو ته اړوندو یهودانو چې د یونان له سوداګریزې شبکې سره یې اړیکې لرلې، کوینه یوناني ژبه زده کړه. دغه مهال یوناني فلسفي افکارو فلسطین ته هم پراختیا ومونده. د سپتواګینتا په نامه د مقدس متن یوناني ژباړه هم له میلاد څخه وړاندې دریمه پېړۍ کې ولیکل شوه. ګڼ شمېر یهودانو ځانونو ته یوناني او عبري دواړه نومونه وټاکل چې یاسون او یوشع یې یوه بېلګه ده. ورته مهال ګڼ شمېر یهودانو په آرامي ژبې خبرې کولای شوې، هغه ژبه چې په بابل کې یې د تبعید پر مهال د دوی له ویونکې ژبې څخه سرچینه اخیسته. [۱][۲][۳]

په ټولیزه بڼه په دغه مهالیزه دوره کې د یونان حاکم سیاست دا و چې یهودانو ته اجازه ورکړل شي خپلې چارې په خپله اداره او همدارنګه د هغوی په مذهبي اعمالو کې مداخله وه نه کړي. له میلاد وړاندې دریمه پېړۍ کې یوناني لیکوالانو چې د یهودیت اړوند یې لیکنې کړې دي، دغه اقدام یې تر ډېره مثبت بللی. واقعي کلتوري بدلونونه رامنځته شول، خو تر ډېره پورې یې له هېواده بهر نظریاتو څخه د یهودانو له الهام اخیستو سرچینه اخیسته. یوناني حاکمانو هم د اجباري یوناني کولو ښکاره پروګرامونه پلي نه کړل. آنتیوخوس څلورم اپیفانس له میلاد وړاندې ۱۷۵ کال کې د سلوکیانو سلطنت ته ورسېد، خو هغه هم دغه سیاست بدل نه کړ. داسې ښکاري چې هغه په پیل کې د دغې سیمې پر وړاندې کومه مخالفه چاره هم نه ده ترسره کړې او یهودان هم تر ډېره پورې د هغه له حکومت څخه راضي و. یوه هغه موضوع چې وروسته بیا ورته د ډېرو پام واوښت دا وه چې څلورم آنتیوخوس وروسته له هغه د لوی کاهن دریم اونیاس پر ځای د هغه ورور یاسون وټاکه چې یاسون ورته په زیاته کچه پیسې د بډو په بڼه ورکړې. یاسون همدارنګه په دې لټه کې و چې په یو خودمختاره ښار باندې د اورشلیم د اړولو اجازه ومومي، خو یاسون یوازې د هغو کسانو په نوملړ واک درلود چې کولای یې شو رایه ورکړي او سیاسي ځایګي ترلاسه کړي. داسې نه ښکاري چې دغه بدلونونو دې د اورشلیم د وګړو کوم ځانګړی شکایت رامنځته کړی وي او احتمالا هغه لا هم په لومړنیو یهودي اصولو او قوانینو کلک ولاړ و. درې کاله وروسته د منلائوس په نامه یو بل نوي کس څلورم آنتیوخوس ته لا زیاتې بډې ورکړې څو هغه د لوی کاهن پر ځای وټاکي. همدا و چې پارېدلي یاسون د څلورم آنتیوخوس پر وړاندې مخالفت ته مخه کړه. سربېره پر دې دغه آوازه هم خپره شوه چې منلائوس، آنتیوخوس ته د بډو ورکولو په موخه د طلایي معبد وسایل پلورلي دي، دغه چاره د خلکو په ځانګړې توګه د هغې شورا د پریمانه ناخوښۍ لامل وګرځېده چې یاسون تاسیس کړې وه. دغه کړکېچ د کلتوري کړکېچ پر ځای تر ډېرې کچې سیاسي و؛ دغه محال ټول اړخونه «هیلنېز» یا یوناني شوي و او له سلوکي واکمنۍ راضي و، خو د فساد او همدارنګه یې منلائوس ته د شوي سپکاوي اړوند اختلافات لرل.  [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

له میلاد وړاندې ۱۷۰ کال څخه تر ۱۶۸ کال پورې له سلوکیانو او بطلیموسي مصریانو سره د نامعلومو لاملونو له امله د سوریې ۶مه جګړه پیل شوه. آنتیوخوس په مصر باندې د برید په موخه د پوځونو مشري وکړه. له بریالۍ لښکر کشۍ وروسته هغه مهال چې له اورشلیم څخه د بېرته راستنېدو په حالت کې و، په ښکاره دول لوی کاهن منلائوس د یهودي قوانینو پر خلاف آنتیوخوس دویم معبد ته ور وباله. همدا و چې هغه د معبد په خزانې برید وکړ؛ هغه خزانه چې ۱۸۰۰ ټالنټه سره زر په کې و. له بطلیموسي لړۍ سره ناندریو دوام وموند او آنتیوخوس یوځل بیا له میلاد وړاندې ۱۶۸ کال کې مصر ته لښکرې ولېږلې. یاسون داسې ګنګوسه واورېده چې آنتیوخوس وژل شوی دی او په اورشلیم کې یې د منلائوس پر وړاندې د کودتا هڅه وکړه. آنتیوخوس چې لا ژوندی و، د دغه خبر په اورېدو سره یې په ښکاره ډول دغه ډله ییزه نښته د خپل شخصي ځایګي پر وړاندې پاڅون وباله او د یاسون توطئه کوونکو د له منځه وړو په موخه یې لښکر ولېږه. له میلاد وړاندې ۱۶۸ کال څخه تر ۱۶۷ کال پورې جګړه له کنټرول څخه ووته او دولتي سیاست هم په پام وړ توګه بدلون وکړ. په اورشلیم کې په زرګونو کسان ووژل شول او په زرګونو نور هم په غلامۍ ونیول شول. په دغه ښار بیاځلي برید وشو؛ نوي یوناني قومندانان ورته ولېږل شول، دولت د یاسون له ملاتړو څخه په پریمانه کچه ځمکه او شتمني مصادره کړه او همدارنګه د اورشلیم معبد یې مخالفې یوناني – یهودي مذهبي ډلې ته وسپاره او هغه یې د مومنو یهودانو په نظر ککړ کړ. ورته مهال د سلوکیانو ملاتړو یهودانو او یونانیانو په اورشلیم کې د اکرا په نامه نوی ارګ جوړ کړ. څلورم آنتیوخوس هم داسې فرامین صادر کړل چې په رسمي ډول یې یهودي دین وځپه. د سیمې وګړي د خوګ د غوښې خوړلو، د یهودي خوراکي رژیم څخه سرغړونې او په سبت ورځې کې کارکولو ته اړ کړای شول او همدارنګه یې د هلکانو د سنت کولو په ګډون له ګڼ شمېر چارو څخه منع کړل. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Grabbe 2010, p. 10–16
  2. Hengel 1973, p. 64
  3. Cohen 1988, p. 46–53
  4. Regev 2013, p. 17–25
  5. Bar-Kochva, Bezalel (2010). The Image of the Jews in Greek Literature: The Hellenistic Period. University of California Press. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520290846. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hengel 1973, p. 277
  7. Tcherikover 1959, p. 170–190
  8. Grabbe 2010, p. 10–16
  9. Cohen 1988, p. 46–53
  10. Grainger 2012, p. 25–29
  11. Grabbe 2010, p. 10–16
  12. Cohen 1988, p. 37–39
  13. Hengel 1973 p. 280–281; 286–297.