مچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Musca domestica
مچ
مملکه ژوی
شاخه Arthropoda
طایفه خوځندکې
ډله Diptera
تیره Musca (مچ)
16 ډوله مچان

مچ یا كورنى مچ (په لاتين:Musca domestica) د مچانو څخه یوه مضره حشره ده چې د Diptera په کورنۍ او د Musca په جنس پورې اړه لري. نوموړي خوځندکه په ځانگړي ډول د انسانانو په کورونو کی ژوند کوي او د گرمو ځایونو سره ډېره میننه لري او کولای شی ساري رنځونه سرایت وکړي. په نړۍ کې د مچانو ۷۵۰۰۰۰ ډولونه ژوند کوي. مچان لومړي پلا په هگۍ کې وي، او د ۱۴ ورځو په تېرېدا بیا وزرې کوي او له هگۍ راووځي.

توصيف

كورنى مچ یوه جوړه وزرونه، درې جوړې پښې او یو جوړه مرکب سترگې لري. اوږدوالي یی ۱۲ میلي مترو ته رسېدلای شی. بدن یی د ويښتو لخوا پوښ شوي دي