Jump to content

ميټرولوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ميټرولوژي د اندازې پوهنيزه څېړنه ده. دا پوهه د واحدونو يو عام پوهاوی رامنځته کوي، چې د انساني فعاليتونو په نښلولو کې خورا مهم دي. معاصره ميټرولوژي په فرانسه کې هغه وخت د واحدونو د معياري کولو په موخه د فرانسې د اوښتون په سياسي خوځښت کې ريښې لري، چې له طبيعي سرچينې څخه اخېستل شوی د اوږدوالي معيار وړانديز شوی و. دا په ۱۷۹۵ ز کال کې د رامنځته کېدنې لامل شو، چې د اندازو د نورو ډولونو لپاره يې د معيارونو يوه ټولګه رامنځته کړه. بېلابېلو نورو هېوادونو د هېوادونو تر منځ د يو شانته والي ډاډمنولو په موخه د ۱۷۹۵ او ۱۸۷۵ ز کالونو تر منځ ميتريک سيستم ومانه او د وزنونو او اندازو نړيواله اداره Bureau International des Poids et Mesures (BIPM)  په نوم اداره رامنځته شوه. دې ادارې په ۱۹۶۰ ز کال کې د وزنونو او اندازو په يوولسم عمومي کنفرانس (General Conference on Weights and Measures (CGPM)) کې د يو پرېکړه ليک د پايلې په توګه د واحدونو نړيوال سيستم (International System of Units (SI)) ته تکامل ورکړی دی. [۱][۲][۳][۴][۵]

ميټرولوژي پر درې بنسټيزو فعاليتونو باندې وېشل شوې ده: [۶][۷]

  • د اندازه کولو د واحدونو راپېژندل
  • په عمل کې د اندازه کولو د دې واحدونو درک کول
  • د په نښه کولو يا کښلو وړتيا، چې په عمل کې رامنځته شوي معيارونه يا اندازې د سرچينې له معيارونو سره نښلوي [۶]

دا رانغاړونکي فعاليتونه د ميټرولوژي د درې فرعي څانګو له لورې په بېلابېلو کچو کارول کېږي:

  • پوهنيزه يا بنسټيزه ميټرولوژي، چې د اندازې واحدونو په رامنځته کولو پورې اړه لري.
  • تطبيقي، تخنيکي يا صنعتي ميټرولوژي، چې په ټولنه کې د توليد يا نورو بهيرونو د اندازه کولو لپاره کارول کېږی.
  • حقوقي يا قانوني ميټرولوژي، چې د اندازې د وسايلو او لارو چارو د اندازه کولو لپاره کړنلاره او قانوني غوښتنې رانغاړي.

په هر هېواد کې د لابراتوارونو، د قطر اندازه کولو اسانتياوو او جسمونو ته د اعتبار ورکونې د يوې شبکې په توګه د اندازې ملي سيستم “NMS” شته، چې د خپلې ميټرولوژي زېربنا پلې کوي او په پام کې نيسي. “NMS” په يو هېواد کې د اندازې معيارونو د جوړونې او نړيوالې ټولنې له لورې يې د رسميت پېژندنې په څرنګوالي باندې اغېز کوي، چې د ټولنې د اقتصاد، انرژي، چاپيريال، روغتيا، زېربنا، صنعت او د مصرف کونکي د باور په ګډون په پراخه کچه اغېز لري. پر سوداګرۍ او اقتصاد باندې د ميټرولوژي اغېزې ځينې تر ټولو اسانه کتل شوي ټولنيزې اغېزې دي. د مناسبې سوداګرۍ د اسانتیا لپاره بايد د اندازې يو منل شوی سيستم وي. [۸][۹][۱۰][۱۱]

تاريخچه

[سمول]

يوازې د اندازه کولو وړتيا بسنه نه کوي، د معنی لرلو په موخه د اندازو لپاره معياري کول مهم دي. د تل پاتې معيار لومړنی ثبت له ميلاد څخه مخکې ۲۹۰۰ کال کې هغه مهال و، چې له تور مرمر څخه د مصر شاهي کيوبيت [د اندازې پخوانی معيار دی] وکيندل شو. د کيوبيټ په اړه امر شوی و، چې د فرعون د لېڅې او د هغه د لاس په اوږدوالي دې وي او جوړونکو ته يې د کټ مټ يا نقل جوړولو معيارونه ورکړل شوي وو. د هرمونو د جوړولو لپاره د يو معياري شوي اوږدوالي بريا د دوی د بنسټونو د اوږدوالو له مخې په ډاګه کېږي، چې له ۰،۰۵ سلنې څخه زيات توپير نه کوي. [۱۲][۱۳]

نور تمدنونو د اندازې عمومي منل شوي معيارونه رامنځته کړل، چې له ډلې يې رومي او يوناني معمارانو د اندازې پر بېلو سيستمونو باندې تکيه وکړه. د سترواکيو ړنګېدلو او ورپسې تورې دورې د اندازې زياتره پوهه او معياري کول له لاسه ورکړل. که څه هم د اندازې سيمه ييز سيستمونه عام وو، مګر د يو بل تر پرتله ځکه ستونزمنه وه، چې زياتره سيمه ييز سيستمونه وړ يا متناسب نه وو. انګليستان په ۱۱۹۶ ز کال کې د اوږدوالي اندازو لپاره د معيارونو جوړولو په موخه د اندازو د قاضيانو جرګه “Assize of Measures” رامنځته کړه او د ۱۲۱۵ ز کال مګناکارتا منشور د شرابو او بير د اندازه کولو لپاره يوې برخې يا څپرکي ته ځای ورکړ. [۱۲][۱۴][۱۵]

معاصره ميټرولوژي د فرانسې له اوښتون څخه سرچينه اخلي. په ټوله فرانسه کې د واحدونو د همغږۍ لپاره له سياسې هڅونې سره د طبيعي سرچينې پر بنسټ د اوږدوالي يو معيار وړانديز شوی و. د ۱۷۹۱ ز کال په مارچ کې متر وپېژندل شو. دا په ۱۷۹۵ ز کال کې د اعشاريې پر بنسټ د متريک سيستم د جوړېدنې لامل شو، چې د اندازو د نوور ډولونو لپاره يې هم معيارونه رامنځته کړل. د نړيوال ورته والي د ډاډمنولو په موخه د ۱۷۹۵ او ۱۸۷۵ ز کالونو تر منځ بېلابېلو هېوادونو متريک سيستم ومانه او د “Meter Convention” له لورې د وزنونو او اندازو نړيواله اداره (فرانسوي:  Bureau International des Poids et Mesures يا BIPM) جوړه شوه. که څه هم د يادې ادارې (BIPM) اصلي دنده د اندازې د واحدونو لپاره د نړيوالو واحدونو جوړول او د يو شانته والي په موخه يې له ملي معيارونو سره تړل وه، مګر د عمل سيمه يې برېښنايي او فوټومتريک واحدونو او د ايوني کېدونکې وړانګې د اندازې معيارونو په رانغاړلو سره پراخه شوه. متريک سيستم په ۱۹۶۰ ز کال کې د وزنونو او اندازو په يوولسم عمومي کنفرانس “General Conference of Weights and Measures” (فرانسوي: Conference Generale des Poids et Mesures يا CGPM) کې د يو پرېکړه ليک د پايلې په توګه د واحدونو نړيوال سيستم (International System of Units “SI”) په جوړونې سره معاصر شو. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

فرعي څانګې

[سمول]

ميټرولوژي د وزنونو او اندازې د نړيوالې ادارې له لورې د اندازې د هغې پوهې په توګه راپېژندل شوې ده، چې د ساينس او ټيکنالوژۍ په هره څانګه کې د ناڅرګندتيا د هرې کچې ازمايښتي او نظرياتي دواړه څرګندونې رانغاړي. دا د واحدونو عمومي پوهه رامنځته کوي، چې د انساني فعاليت لپاره مهمه ده. ميټرولوژي يوه پراخه څانګه ده، مګر د درې بنسټيزو فعاليتونو له لارې لنډيز کېدلی شي: د اندازې د نړيوالو منل شويو واحدونو راپېژندنه، په عمل کې د اندازې د دې واحدونو درک کول او د په نښه کولو يا کښلو وتيا د کړيو کارونه، چې اندازه د اصلي معيارونو سره نښلوي. دا مفکورې د ميټرولوژي په درې اصلي څانګو کې په بېلابېلو کچو پلي کېدلی شي: پوهنيزه يا ساينسي ميټرولوژي، د پلي کولو، تخنيکي يا صنعتي مترولوژي او قانوني مترولوژي. [۲۰][۲۱][۲۲]

پوهنيزه يا ساينسي مترولوژي

[سمول]

پوهنيزه مترولوژي د اندازه کولو د واحدونو په رامنځته کولو، د اندازه کولو د نويو مېتودونو رامنځته کولو، د اندازه کولو د معيارونو درک کولو او په ټولنه کې د کارونکو لپاره له دې معيارونو څخه د سپړلو وړ لېږد پورې اړه لري. د ميټرولوژي دا ډول د ميټرولوژي لوړه کچه ګڼل کېږي، چې د لوړې درجې کره والي هڅه کوي. “BIMP” د نړۍ په کچه د بنسټونو يا ټولنو د ميټرولوژيکي اندازې معلومولو او اندازه کولو وړتيا يو ډيتابيس ساتي. دا بنسټونه چې فعاليتونه يې په ځير سره بيا کتل کېږي، د ميټرولوژيکي سپړلو وړتيا لپاره بنسټيزه سرچينه برابروي. “BIMP” د اندازه کولو په سيمه کې نهه ميټرولوژيکي سيمې مشخص کړي دي، چې اواز پوهنه، برېښنا او مقناطيسيت، اوږدوالی، کتله او اړوند اندازې يې، فومتري او راډيومتري، د وړانګې ايوني کېدنه، وخت او فريکوينسي، ترمومتري يا د تودوخې اندازه کول او کيميا دي. [۲۳][۲۴][۲۵]

د ۲۰۱۹ ز کال تر می پورې هيڅ فزيکي جسم د بنسټ واحدونه نه تعريفوي. د بنسټ واحدونو په بدلون کې خوځښت دا دی، چې له فزيکي بدلون نه کوونکو څخه تر ټول سيستم د تر لاسه کولو وړ وګرځوي، چې د اصلي نمونې کېلوګرام لرې کولو ته يې ځکه اړتيا درلوده، چې دا وروستی لاسي صنعت دی، چې د واحد پېژندنې پرې تکيه کوي. پوهنيزه ميټرولوژي د واحدونو په بيا راپېژندلو کې ځکه مهمه ونډه لوبوي، چې د فزيکي نه بدلېدونکو لپاره د بنسټ واحدونو د کره پېژندنو درلودل اړين دي. له لاسي جوړ شوي (صنعت) څخه پرته د يو کيلوګرام ارزښت د بيا تعريف کولو لپاره د پلانک ثابت “plank constant” ارزښت بايد په يو بيليون کې ۲۰ برخې پېژندل شوی وي. پوهنيزه مترولوژي د کېبېل ميزان “Kibble balance” او د افوګادرو پروژه “Avogadro project” د پرمختګ له لارې د پوره ښکته ناڅرګندتيا په درلودلو سره د کېلوګرام بيا راپېژندنې ته د اجازې ورکولو په موخه د “Plank” ثابت يو ارزښت توليد کړی دی.  [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  24. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  26. Decision CIPM/105-13 (October 2016)
  27. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).