ميوند ميړني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شاوخوا پنځه کاله وړاندې موږ ځينو زلميو په هلمند کې دهاشم سرواني تر نامه لاندې ادبي ټولنه جوړه کړه ، په اصطلاح په لږ وخت کې يې خورا کش وکړپه لسګونه ملګري پيدا سو ل، په دې ملګرو کې محراب الدين پژواک هم و،پژواک صيب به دخپل واوره ډير صفت کاوه چې ډير غلی انسان دی هيڅ مې بې کتابه نه دی ليدلی چې په نام کتاب بازار ته راسي بيا ده پيدا کړی وي موږ نه وو ليدلي هيله مو وه خو پژواک صيب ويل چې کور کې خوشاله دی غونډو منډو ټولنو مولنو نه ځي کال دوه تېر سول ما په سباوون راډيو کې کار پیل کړ ورو ورو دقوي ملګرو په لټه کې سوم چې دراډيو چلولو وړتيا ولري ، دا نو هغه وخت وو چې هلمند ادبي بهير هم کار پيل کړی وو ميده ميده ده هم پښې وکړې بهير ته په شوق راته کله شعر کله کومه ادبي ټوټه به يې لوستله ، دشعر انتخاب دنثر ډول يې په زړه پورې وه ددې وو چې له راډيو يې څوک واوري هلمند صيب ته مې وويل چې ته يې يوه ورځ راوليږه چې سم دم له نژدې ورسره کښينو دا بيا هغه وخت وو چې دارواپوهنې دکتابونو مينه وال بيخې ډير سوي وو چې دی يې هم ځانګړی مينه وال و،يوه غرمه يې پيښه راوکړه په ګډ دسترخوان راسره کښېناست خبرې يې پييلې کولې له ورايه دکتاب لوستلو اغيز په کې ښکاريده ،بس نور مو نو خوښ شو ، دا دی تر اوسه يې ټولې سړې او تودې راسره وګاللې چې دمګړۍ دسباوون راډيو تلويزيون دخبرخونې دروندمسوليت په خندا تر سره کوي دستايلو يو خوی يې دادی چې هر کاره دی کار ته نه ، نه وايي مایوسه کيږي هم نه داصولو پابنده دی قانع سړی دی هميشه خاندي له ځيړنيزو ريپورټونو سره مينه لري ، خپل عکسونه يې هم خوښ دي، هارون پاچا ، فياض خيشکی ، کرن خان ډير اوري دا چې اوس سخت بوخت دی مطالعه ورڅخه پاته ده دژوند ليک له ليکلو مخکې مې ورته ويل ته دې يوڅه مالومات راکړه چې ماسره نسته ژوندليک دې ليکم ويې خندل مالومات څه کوې زه به مې خپل ژوند ليک خپله درته وليکم خو خير چې ورڅخه غوښتي مې وه دا مالومات يې راکړل چې کټ مټ يې دده په نثر رانقلوم.

نوم میوند میړنی خو اصلي نوم مې صدام دی

دپلارنوم مې محمد نادردی، زیږیدنه مې لورلایي جنوبي پښتونخوا کې سوې،په کال ۱۳۷۲ د ثور په دریمه د شنبې په ورځ.

زده کړې مې نیمګړې دي، یوازي له دولسم ټولګۍ څخه فارغ سوی یم، د لوړو زده کړو تکل مې کړی، خو لا نه دی پوره سوی، دومره مې په ياد دي چې لمر راختلی وو،

د ماشومتوب او ځوانۍ پر مهال مې له شعرونو سره مینه وه، چې اوس کمه سوې، لامل یې دوامداره بوختیاوي، خو تر سلو زیات شعرونه لرم چې څه نا څه حساب ورباندي کیږي.

له نثر سره مې اوس مېنه ډېره سوې، مخکي مې هم څو ګوډې ماتې لیکني کړې، د لیکنو ارمان لرم، خو په څرګند ډول مې څه نه دي لیکلي،بس اوس هره ورځ ريپوټونه توليدوم،

له خپل مسلک سره مينه لرم .