ميلاو پول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مېلاو پول
رسمي نومMillau Viaduct
ډيزاينرميشل ويرلوژو ،نورمن فاستر
موادفلزي
ټول اوږدوالی۲۴۶۰ متره
پراخوالی۳۲ متره
لوړوالی۳۳۲متره
کوارديناتونه۴۴°۰۴′۴۶″شمالي ۳°۰۱′۲۰″ختيځ

ميلاو پول (په فرانسوي کې: Le Viaduc de Millau) په نړۍ کې د سړک تر ټولو لوړ پول دی چې 343 متره لوړوالی لري، چې د فرانسې په سوېل کې د ترن سیند باندې پروت دی . [۱] دا پو ل د میشل ویرلوجو (ساختماني انجینر) او نورمن فوسټر (معمار) لخوا ډیزاین شوی او د 2004 په ډېسمبر کې د فرانسې د هغه وخت ولسمشر ژاک شیراک لخوا پرانېستل شو. او اوس دا پول د نړۍ تر ټولو لوړ پول دی. [۲]

تخنیکي ځانګړتياوې[سمول]

د دې پول سړک ۲۴۶۰ متره اوږدوالی لري او په ۸ سپينونو کې د اوسپنې برخې لري چې عرض یې ۳۲ متره او د هر کالم ترمنځ اوسط واټن ۳۴۲ متره دی. دا سړک تر 36,000 ټنو ډېر وزن لري او د 4.2 مترو په ژوروالي سره په نړۍ کې ترټولو اوږد کیبلي پول ګڼل کيږي، د پول سړک له سوېل څخه تر شمال پورې 3٪ سلېپ لري او همدارنګه د موټر چلوونکو لپاره د ښه لید له امله په سطحه د 20 کیلومتره قطر سره منحني خط لري.

د پول سړک په 7 کانکریټي ستنو اېښودل شوی چې لوړوالی یې له 77 څخه تر 246 مترو پورې توپیر لري. د ستنو پېړوالی 24.5 متره دی چې په پای کې په 11 مترو کې پای ته رسیږي. هره ستن د 87 متره جول ملاتړ کوي چې 700 ټنه وزن لري.

ساختماني پروسې[سمول]

د پول يوه پايه د کار د جريان پرمهال

د پول د جوړولو اصلي مرحلې په لنډ ډول په لاندې ترتیب دي:

  • په ورته وخت کې د اصلي کانکریټي ستنو جوړول او د دواړو اصلي ستنو تر منځ د فلزي تيرانو ايښودل، ترڅو دواړه ستنې سره وتړي.
  • په ځمکه کې د پول د فلزي سړک برخو جوړول او راټولول.
  • د بشپړ شوي سړک تړل په اصلي او مرستندویه ستنو کې د لوی هیدرولیک جیکونو په کارولو سره (په 4 دقیقو کې 600 ملي میتر).
  • د 87 متره مخکې جوړ شوي فلزي ماسټونو جوړول او په فلزي سړک کې نصب کول.
  • د کیبل ایښودلو کار ترسره کول او د کیبلونو په اوږدولو سره د دې د ډېر وزن له امله د سړک د خرابېدو له امله رامینځته شوي نابرابرۍ سمول.
  • د لنډمهاله مرستندویه فلزاتو ملاتړ له مینځه وړل.

د پروژې د جوړولو کار د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۱۶ پیل شو او د ميلاو پول په رسمي ډول د ۲۰۰۴ کال د ډېسمبر په ۱۶ مه له مهال وېش څخه یوه میاشت مخکې په کار پیل وکړ.

لګښتونه او مقدارونه[سمول]

د ميلاو پول په جوړولو څه د پاسه ۳۹۴ میلیونه یورو لګښت راغلی چې ټولې يې (اییفیج) فرانسوي شرکت ورکړي دي چې په بدل کې به تر ۷۵ کلونو پورې له ياد پوله د تېرېدونکو موټرو څخه د تېرېدو پيسې (حق العبور ) اخلي.

د پول په جوړولو کې له 127,000 متر مکعب څخه ډېر کانکرېټ، 19,000 ټنه فولاد د تقویت لپاره او 5,000 ټنه د کیبلونو لپاره پری سټریس فولاد کارول شوي دي. د پله جوړونکو په وینا، د میلاو پول به لږ تر لږه 120 کاله ګټور ژوند ولري.

انځورتون[سمول]

سرچينې[سمول]

ويکيپېډيا ګډونوال،«Millau Viaduct»،انګليسي ويکيپېډيا ۱۵ مۍ ۲۰۱۰.

بهرنۍ لینک[سمول]

د ایفل ټاور څخه لوړ یو پل [مړه لينکونه] همشهري ورځپاڼه، د فبروري 10، 2005.

  1. بریتانیکا
  2. France shows off tallest bridge