ميلان کونديرا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ميلان کونديرا

ميلان کونديرا (په چېکي: Milan Kundera)(١٩٢٩ز) د چېک جمهوریت لیکوال او موسیقي پوه و چې په ۱۹۲۹ز کال زېږېدلی و. نوموړي په موسيقۍ پوهنه، فلم، ادبياتو او ښکلاپوهنه کې زده کړه وکړه، وروسته يې د پراگ په چارلز پوهنتون کې د نړيوالو ادبياتو تدريس پيل کړ. دوه ځلې د کمونيست گوند غړى شو او دواړه ځله ترې وايستل شو. په ١٩٧٠م کال کې د دې گوند مخالف شو. پنځه کاله وروسته رينز پوهنتون ورته وړانديز وکړ چې د څارونکي استاد په توگه ورسره کار وکړي، نوموړى په فرانسه کې پاته شو. په ١٩٨١م کال کې نوموړي د چکسلواکيا تابعيت بايلود او د فرانسې تابعيت ورکړل شو. چې په پاريس کې يې د پوهنتون تدريس پيل کړ، تر اوسه هورې ژوند کوي. نوموړي ځينې ناولونه وليکل: (ټوکه ١٩٦٥)، (د هستۍ د نه زغملو سپکوالى ١٩٨٤)، (ابديت ١٩٩٠). د دې تر څنگ نوموړى ځينې شعري ټولگې هم لري، چې چاپ شوې دي.