مونږ او نړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د انسان د ژوند په آغاز کې يو وخت د ځنګله ميوې خوړل و، په ځنګلونو کې ژوند و، يو وخت خوراک د ښکار غوښې وې او ژوند به يې په غارونو کې کولو، پسته پسته يې چې څومره شعور بيداريدلو له غرونو، غارونو يې فکر د مځکې زراعت ته شو، د يو بل په وژلو يې لاس پورې کړ، هر باچا دغه هڅه کوله چې خواران مسکينان له ستوني تېر کړي ، خپل سرحدونه پراخه کړي، چې په دغه لغاو ترغاو کې بې حسابه انسانان ووژل شول، بيا چې ژوند جديد شو انسانانو د خپلې دفاع لپاره رنګ رنګ وسلې جوړې کړې، غرب لويدلي هيوادونه غلامان کړل او عربو بيا له دين نه په استفادي نور مسلمانان ګروي کړل غلامان يې کړل ، مزدوري مسلمانان کوي د خپلې برخې ګټه ترينه عرب باداران اخلي دغسې،عرب کې اوس هم د ختيځ مسلمان غلام دی، خولې به دی تويوي ګټه به يې عرب شيخ اخلي، لويديځ بيا ټوله نړۍ د خپلو وسلو او اقتصاد په زور غلامه کړه ، اوس چې ژوند له جديد دور څخه په مابعد جدت ورګډيږي، د پرمختګ وسيله ساينس ټيکنالوژۍ ده او د ژوند اسانتياوې به په ريموټ د مصنوعي انسان روبوټ په لاس مخته وړل کېږي، په داسې وخت کې پښتانه د سترو قوتونه په اشاره له زده کړو هم بې برخې دي او سيمه يې هم جنګ ته ور ټيل وهل کېږي، پښتون په يو او بل نوم وژل کېږي له پرمختګ پاتې دی ،حقوق ترينه اخيستل شوي، پخپلو مادنونو کې حق نه ورکول کېږي، په پښتونخوا کې خلک خپله برق نه لري خو پنجاب يې رڼا کړی، دغسې مادنونه يې پنجاب ته شپه او ورځ چليږي، د کرک ګيس د وزيرستان کرومايټ هم پنجاب ته روان دي، د ملاکنډ بريښنا هم پنجاب ته لاړه ده.دلته بيا سترو قوتونو امريکه، برطانيه، جرمنيانو خپل غلامان شل کاله واکمن کړل ، ټوله شتمني يې له دې سيمې په پټه خپلو هيوادونو ته انتقال کړه، ، هغوي چې لاړل بله ډله يې واکمنه کړه،شايد موده پس نور راولي، ټول انساني حقوق تر پښو لاندې شول، اوس ګاونډيان لګيا دي چې له غرب پاتې شوي زخيرې چور کړي، څوک مادنونه وړي، څوک بيا اوبه غواړي د ځينو سترګې بيا په ليتم،ګاز،تيل،زوغال، او طلا ته دي، په منځ کې برباد د دې سيمي ولس دی نه په خيټه موړ دی نه يې هم د ژوند اسانتياو ته لاس رسی شته، يا به په يو او بل نوم وژل کېږي، یا به يې اروپا ته په لار د سمندر کبان خوري يا به د عرب د شيخانو غلامي کوي، خو حل لاره داده که امکان ولري په ډليزه توګه له دې خطې وتل پکار او انساني حقوق جرم دی، د يو ښه ژوند تش تصور کول هم له زاڼو کټوري غوښتل دي.

د پرديو په دې جنګ کې ای درويشه زه دې خوا ته زما ورور دی هغه خوا ته

غنم رنګ کوچی