مونوفوبيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هغې رواني ناروغي نوم دی، چې پکې يو شخص له يوازيتوبه ډارېږي، په يوازيتوب کې د ډېرې ناامنۍ احساس کوي، ژورخپګان او ذهني تشويش ورته پيدا کېږي.د زړه درزا يې ډېرېږي، لړزه پرې راځي او ځينې نور علايم هم لري. رواني ډاکټران د داسې کسانو درملنه د هېپنوتيزم، درملو او نورو لارو څخه کوي.تنفسي تخنيکونه او د ماهيچو کرارول يې يوه بله درملنه ده، چې کېدای شي تر ډېره يې درملنه وشي. مونو: د يوازيتوب او تنهايي په مانا فوبيا: د وېرې او ډار په مانا