مونارشي
ښکارېدونکې بڼه
مونارشي د حکومت هغه شكل دى چې په هغه كې د حكومت اقتدار د يو تن په لاس كې وي، نورې ټولې وظيفې دده په واسطه خلكو ته سپارل كېږي. روسو(۱۷۲۱. ۱۷۷۸) وايي چې په حكومتونو كې دا د حكومت ډيره پياوړې بڼه ده، دا ځكه چې:
- ټول قدرت له يوه مركز نه اداره كېږي.
- د يوه ماشين ټولې برخې د يوې ارادې تابع وي.
- ضد او نقيض قوتونه چې يو بل خنثى كوي، په كې نه وي.
- ډير لږ فعاليت ډيرې ښې نتيجې وركوي، په دې شرط چې د حكمران استعداد په نظر كې نيول شوى وي.
د روسو په عقيده، مونارشي ځينې تاوانونه لري چې هغه دادي:
- د يو سړي حكومت استبداد منځ ته راوړي.
- واحد حكمران تل خپل پايښت د خلكو په كمزورۍ كې گوري.
د روسو په عقيده د مونارشي اساسي نواقص دادي:
- په مونارشۍ كې تل چالبازه، دسيسه كار او پست همته خلك قدرت ته رسي.
- په مونارشۍ كې بل عيب دقدرت تسلسل دى چې د حكمران د مړيني نه وروسته يې وارث ته قدرت سپارل كېږي. كيداى شي د حكمران له مړيني څخه وروسته يې ليونى ځوى د خلكو حكمران شي.