مولوی عبدالمجید کدخیل پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مولوی عبدالمجید کدخیل پېژندنه د افغانستان ډیر مشهور دینی عالم محترم مولوی صاحب عبدالمجید کدخیلی د کدخیلو د مولوی صاحب په نوم هم شهرت لري. مولوی صاحب عبدالمجید کدخیلی د مولوی صاحب میرزا عبدالحمید زوی په ۱۳۳۶ هـ ق کال د محرم الحرام د میاشتی په لومړۍ نیټه د جمعي په مبارکه شپه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالی کدخیلو په سیمه کې زیږیدلی دی. محترم مولوی صاحب چې کله د بلوغ دوري ته ورسید د عبدالحمید په نوم د یو کس لور سره چې د خوړیاڼو ولسوالۍ په کږی بازار کې اوسیده نکاح وتړله نوموړی د دوو میرمنو خاوند وو او د نوموړی میرمنو څخه لس اولادونه دی چې (۷) نارینه او (۳) تنه ئې ښځینه وو. محترم مولوی صاحب د خپلو اولادونو د ښوونې او روزنې مسولیت په ډیر ښه شان ترسره کړی دی. محترم مولوی صاحب تر شل کلنۍ پوري د خپلو کورنیو کارونو په اجرا کې مصروف وو کله چې نوموړی د (۲۱) کالو شو د هغه فطري ذوق او علمي شوق پر اساس چې ئې درلود د دیني او عربي علومو تحصیل ته ئې ملا وتړله او د قران کریم پر لوستلو ئې پیل وکړ د قران کریم تر بشپړیدو وروسته د جناب ملا زمین ګل څخه چې یو دینی عالم وو د صرف علم یاد کړ او د صرف میر نور کتابونه ئې په سره رود ولسوالی کې د مولوی ګل محمد څخه چې په د برزګ مشهور وو زده کړل په همدي ډول ېي د فقهو نور مشهور کتابونه په مختلفو ځایونو کې د مختلفو علماء کرامو څخه ولوستل. ورپسی ئې د احادیثو دور د حسامی او سراجی په شمول د دهلی په کشمیر ګیټ کې د عبدالرب په مدرسه کې وکړه بیا د دوو کالو لپاره د دیوبند مدرسی ته ولاړ او هلته ئې په اول کال کې د تفسیر ، بخاری،تلویح او توضیح، شرح مواقف، الیهات او د ادبو ټول کتابونه ئي ولوستل په دوهم کال کې ئې د احادیثو په دوره پیل وکړ چې د ترمذی شریف او له برخه او ټول نجاري شریف يې د مولانا حسن احمد مدینی څخه صحیح مسلم او طعاوی یې د مولانه محمد ابراهیم صاحب څخه او نسائی يې د فخر الحسین مولوی څخه ولوستل د ابو داود او ترمذی دوهم جلد او شمائل یې د مولانا اعزاز علی شیخ الادب صاحب څخه ابن ماجه ئې د مولانه ادریس کاند د هلوي صاحب څخه ولوستل. په ۱۳۶۶ هـ کال کې ټول دیني او عربی تحصیلات بشپړ کړل چې د محترم مولوی صاحب ټوله دینی علومو دوره یولسوو (۱۱)کالو ته رسیږي د دوری تر بشپړیدو وروسته خپل کلی کدخیلو ته راستون او په خپل کې کې یې بیا تدریس ته دوام ورکړ او نومړی کتابونه یې دوباره تدریس کړل. د نوموړی رسمې دندي: • دوه کاله یې د ورسک د غلجیو د کندخیلو د کلی په مدرسه کې د دینی او عربی علومو د استاد په صفت دنده اجرا کړی. • د هډی نجم الدین اخندزاده د کلی د نجم المدارس په مدرسه کې د شیخ الحدیث مدرس په صفت مقرر شو. • د خوږیاڼو د کږې په بازار کې یې د خطیب په صفت دنده اجرا کړی. • په پاکستان کې د مهاجرت پر مهال د پيښور ښار د قاسم په دارالعلوم کې د شیخ الحدیث په صفت دنده اجرا کړی. • د دارالفناء دریاست د مرستیال په توګه يې هم دنده اجرا کړی. د محترم مولوی صاحب سفرونه کله چې محترم مولوی صاحب د حزب اسلامی سره دنده واخیسته نو د سفرونو په لړ کې لومړی سعودی عربستان په لور حرکت وکړ او د حج د مراسمو د اداکولو وروسته مصر،عراق،ترکیه،عربی متحده ایالات او ورستی سفر يې د ایران هیواد ته وکړ د سفرونو په لړ کې د هماغه هیواد له مشرانو سره لیدنه کتنه کوله او د خپل هیواد له حال او احوال څخه به یې خبرول او د هغو هیوادونو مشرانو به ورته د مالی او ځاني ژمنو وعده ورکوله. په کال ۱۳۸۰ هـ ش کې د اجل داعی ته لبیک وویلو او وروسته د خوږیاڼو په بازی خیلو کې خاوری ته وسپارل شو. انا لله و اناالیه راجعیون

ادم زاهد (زاهدی)