مولوي نورالحق مظهري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مولوي نورالحق مظهري

پيژندنه[سمول]

مولوي نورالحق مظهري د ملا لعل محمد آخند زوی او د اخترمحمد مرحوم لمسی دی.

زېږېدنه[سمول]

مولوي نورالحق مظهري په 1359 سپوږميز کال کي د فراه په ولايت بالابلوک ولسوالۍ شيوان په کلي کي په متدينه مسلمانه کورنۍ کي دنيا ته سترګي روڼي کړې.


د ژوند پيل[سمول]

پدې خاطر چي پدې وخت کي په افغانستان کي د کمونستانو انقلابونه او د شورويانو يرغل وو په هيواد کي ژوند ډېر سخت وو نو ددوی کورنې هم د نورو افغانانو په څېر ايران ته مهاجر سوه چي پدې وخت کي مولوي صاحب د دوو کالو وو د هجرت په ديار کي يې لومړنۍ زدکړي او ليک لوست د خپل پلار څخه حاصل کړ.


د زده کړو دوام[سمول]

ددې وروسته چي ددوی کورنې د هجرت څخه افغانستان ته ستانه سوه د څه مدې وروسته يې پلار دده د مشر ورور مولوي محمد حسن صاحب سره د زدکړو د دوام لپاره د ايران د اهل سنتو ښار زاهدان ته واستوی څلور کاله يې هلته درسونه وويل، کله چي په افغانستان کي د طالبانو اسلامي تحريک حاکم سو او په هيواد کي د ننه ډېري مدرسې جوړي سوې مولوي صاحب هم د نورو طالبانو په څېر خپل هيواد ته ستون سو او په هيواد کي د ننه يې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ او د زدکړو تر څنګ یې د خپل مسلمان وولس لپاره په ګڼو برخو کي د خپل توانه سره سم خدمتونه هم کول تر څو چي د امريکايي اشغال په سبب د طالبانو اسلامي تحريک ړنګ سو او د څه وخت لپاره ديني مدرسې وتړل سوې.

ددې وروسته مولوي صاحب ايران ته او بيا پاکستان ته د خپلو زدکړو د دوام لپاره سفرونه وکړه چي بالاخره په 2004 ميلادي کي د پاکستان په کويټه ښار کي د مظهرالعلوم ديني مدرسې څخه د لوی دورې د احاديثو څخه فارغ سو او د فراغت پګړۍ يې پر سرکړه.

نومړي په خپل علمي سفرونو کي د ديني علومو تر څنګ چي مقصودي يې ويل په عصري علومو کي هم ډېره لاس رسي پيدا کړېده.


ليکلي آثار[سمول]

سره ددې چي د نوموړي مخي ته ګڼي ستونزي او نا برابر شرايط راغلي دي خو بيا يې هم ډېر علمي او معلوماتي آثار ليکلي دي:


لیکل سوي آثار[سمول]

1 – گروههاي گمراه

2 – غندل سوي انسانان

3 – ډېر ولور نيکمرغي ده که بدمرغي؟

4 – ازالة الشبهات في حجاب النسوة المسلمات

5 – د شبهاتو ازاله( د حنفي مذهب او لا مذهب ترمينځ مناظره)

7 – حل المسائل

8 – د نيکټايي شرعي حکم

9 – استعداد قوي

10 – مقالات مظهريه(درې ټوکه)

11 – جمع الازهار في الآيات والاحاديث والآثار

12 – فکري جګړه


ژباړل سوي آثار[سمول]

1 – تعليمات ديني اطفال

2 – طفل خوب


چاپ سوي آثار[سمول]

له بده مرغه چي د اقتصادي ستونزو له کبله تر اوسه تنها د د مولوي صاحب درې آثار چاپ سویدي نور یې همداسي بې چاپه پاته دي.


اوسني مصروفيتونه[سمول]

نوموړی د فراغت څخه بيا تردې دمه پوري دديني علومو په خدمت باندي بوخت دی چي د اوس لپاره د تجويدالقرآن ديني مدرسه کي د ديني علومو په تدريس باندي مصروف دی او او د تعلیم الاسلام راډیو فراه څانګي مسئوليت په غاړه لري.

نوموړي د تحصيل په دوره کي د ديني فرهنګي کارونو سره ډېره مينه درلودل چي د فراغت وروسته يې هم په همدې لاره کي خپل خدمت ته دوام ورکړی دی او د ګڼو ويب پاڼو او پاڼو لپاره په مختلفو موضوګانو کي افتخاري مقالې ليکي.

تر سره کړي دندي:


دولتي دندي[سمول]

مظهري صاحب د اسلامي امارت په چوکاټ کي د فتحي څخه مخکي د عالي تحصيلاتو ادارې د سویل لوېديځي حلقې مرستيال وو او د فتحي وروسته تر 1444/4/1 هـ ق پوري په فراه ولايت کي د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی وو.


خصوصي دندي[سمول]

مظهري صاحب تقريبا 7 کاله په فراه ولايت کي د تعليم الاسلام راډیو مدير مسئول پاته سو او تقریبا 16 کاله یې د تجویدالقرآن قلعه زمان مدرسه کي تدریس کړی.

نوموړی د ځوانانو او محصلينو د اصلاح لپاره په حقيقي او مجازي نړۍ کي ګڼ شمېر جلسات او ګروپونه هم لري چي په هره برخه کي خپلو مينوالو ته مشورې او معلومات ورکوي.