مولوي مير احمد شاه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په وردگو ولايت كې د جغتو ولسوالۍ چې له دريو لوريو څخه دغرونو لوړو سلسلو خپله غېږه ترې را چاپېر كړې ده، كه څوك هلته لاړ شي، نو دا به وانگيري چې دا سيمه به يوازې غزني او اسمان ته لاره لري، خو نه، دغه سيمه د باميانو، غزني او د وردگو د سيد اباد او چك له ولسواليو سره گډې پولې لري. د تاريخ په اوږدو كې حكومتونو ورته هېڅ پام ندى كړى، خو ددې سره سره دغه سيمې ډېر غازيان، پوهان، شهيدان او د علم او قلم قهرمانان په خپله غېږه كې روزلي دي. د جغتو جريده يې په خپل وار در پېژني، په دې گڼه كې هم د مرحوم مولوي مير احمد شاه رح لنډه پېژندنه را اخلو، خو يو څه چې د يادولو وړ دي هغه دا، چې ددې شخصيتونو حق پدې څو كرښو نه ادا كيږي بلكې لازمه ده چې په بشپړه توگه نوي نسل ته ور وپېژندل شي ، پدې اړه بشپړو ځېړنو ته اړتيا شته چې په راتلونكې كې به يې تر سره كړو، نو په خپله مهربانۍ زموږ دكار نيمگړتيا راوبښئ.

مولوي مير احمد شاه (رح) د ملا محمد اعظم زوى او دملا محمد افضل لمسى دى ، نوموړى دوردگو ولايت د جغتو ولسوالۍ د بنگي په كلي كې په يوه دينداره او روحاني كورنۍكې نړۍ ته سترگې پرانيستې دي. د زيږېدو نېټه يې په دقيقه توگه نه ده معلومه.

مولوي مير احمد شاه (رح ) خپلې لومړنۍ زده كړې په كورنۍ او دكلي په جومات كې تر سره كړې، وروسته يې دوام ورنكړ، دځوانۍ پر مهال يې ښكار ته مخه كړه ځكه ده د ښكار سره ډېره مينه درلوده، وخت ناوخت به يې ښكار كاوه، د خپلې ځوانۍ په پېر كې يې يو ځل بيا په زړه كې د علم ولوله و غوړېده او دې ته يې و هڅاوه چې ددويم ځل لپاره د جغتو ولسوالۍ د كلاندې په كلي كې د وخت له نامتو عالم مولوي غلام نبي څخه چې په ملا تور مشهور وو زده كړې پيل كړې، نوموړي چې يو خارق العاده استعداد درلود، په ډېر كم وخت كې يې پگړۍ وتړله او مولوي شو، چې پدې سره د خپلې ټولنې د خدمت جوگه شو او خپل عمر يې تدريس ته وقف كړ .

مولوي مير احمد شاه (رح) په صرف، نحو، اصول، معاني، حكمت، فقه، عقايد، تفسير، حديث، منطق، رياضي او هندسه كې بې مثاله وړ تيا درلوده او په دغه علومو كې يې د هېواد په كچه لوى لوى عالمان وروزل. ډېرى عالمان په دې اند دي چې دافغانستان ډېر كم لوى علما د پيدا شي، چې دده د شاگردۍ افتخار يې نه وي گټلى، د بېلگې په توگه: شهيد مولوي نصرالله منصور، مولوي رفيع الله موذن، مولوي فيض محمد وردگ او د يوسف خېلو آخند زاده صاحب يادولاى شو.

د نوموړي عالم د پو هې ډېوه يوازې د وردگو سيمه نه وه رڼا كړې بلكې د هېواد ډېرې سيمې يې له فيض څخه برخمنې وې، لكه كندهار، غوربند، غزني، پكتيا، پكتيكآ او نورو ولايتونو كې يې هم شاگردان درلودل، دبېلگې په ډول كله چې دى وفات شو دده يو شاگرد د ملا بهاوالدين په نامه د هند له دېوبند څخه ليك راواستاوه او ددېو بند په مدرسه كې يې دده د فاتحې د اخيستلو يادونه كړې وه. ده ټول ټال ۶۰ كاله تدريس وكړ. نوموړي خپل ټول عمر دهېواد بچو ته په تدريس كې تېر كړ او په هېڅ سياسي جريان كې ور گډ نه شو، مولوي مير احمد شاه رح د قوي اندام لوړې ونې، نرم طبعيت، خوږې ژبې، او فصاحت خاوند وو، له عامو خلكو سره يې نېك سلوك كاوه او په ډېر صميمانه توگه به يې خلكو ته لارښوونه كوله، د يووالي او علم زده كړې ته به يې خلك تشويقول، په ديندارۍ كې يې مثال نه درلود. مولوي ميراحمد شاه ددوو مېرمنو خاوند وو، ۵ زامن يې له يوې او ۴ زامن يې له بلې مېرمنې څخه درلودل، چې له دغو ټولو څخه اوس يوازې ۵ زامن ژوندي دي او پاتې نورويې له فاني نړۍ سره مخه ښه كړې ده.

د ژونديو زامنو نومونه يې :[سمول]

ملا غوث الدين، ملا قيام الدين، ملا منهاج الدين، ملا امام الدين او ملا غياث الدين دي. ولوي مير احمد شاه د ۱۳۵۲ ل كال د اتمې مياشتې په ۲۶ نېټه حج ته لاړ او كله چې له حج څخه راستون شو د هماغه كال د ۱۲ مې مياشتې په اتمه نېټه يې د اځل بلونكي ته لبيك ووايه.او د جغتو ولسوالۍ دبنگي په كلي كې په خپله پلرنۍ هديره كې خاورو ته وسپارل شو.