مولوي عبيدالله ايوبي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لوى مفسير شيخ الحديث عالم او متقي شخصيت حضرت مولانا محمد عبيدالله ايوبي (رح) ژوند ته لنډه کتنه:

    مولانا محمد عبیدالله ایوبي، کندهاري، نقشبندي، سلیمانخېلي، سني، حنیفی مذهبه او په طریقت کي د نقشبنديې طريقې پيرو و.

مولوي عبیدالله د ملا محمد ایوب زوى، د ملا شمس الدین لمسى د محمدکریم کړوسى او د سکندر کودى دئ. نوموړى د پنج شنبې په ورځ د ماپښین تر لمانځه وروسته د ذالقعدې پر ۱۵ مه د (۱۳۴۳ هـ. ق) دکندهار ولايت د پاشمول په کلي کي زېږېدلى دئ.

شيخ الحديث او مفسير لوى عالم مولوى عبيدالله ايوبي لومړنۍ زده کړي د خپل پلار ارواښاد مولوى محمد ايوب څخه تر سره کړي دي، وروسته پاکستان او هندوستان هيوادونو ته د زده کړو لپاره تللى دئ. د پرلپسې زحمت او زيار ګاللو څخه وروسته د خپل عمر په ٢٥ کلنۍ کي د فضيلت پګړۍ ور پر سرکړل سوه. وروسته ئې تدريس پيل کړ. د کندهار ولايت د سنځري په کلي کي ١٢ کلونو ډېر وخت تدريس وکړ، په همدې جريان کي ئې د کندهار دکدني د سيمي د مشهور شيخ کامل مولوى عبدالغني مشهور په بابک لاس نيوى وکړ او د نقشبنديې طريقې پيرو سو. څه وخت وروسته کندهار ښار ته راغلئ او د ملاعلم اخند په کلي کي ئې ١٣ کاله طالب العلمان و روزل. د ١٣٥٧ د غويي د کرغېړني کودتا سره سم مولوى ايوبي صاحب مهاجرت ته اړ سو او د ډېرو نورو منورينو او مشايخو په څېر ده هم هيواد پرېښود، د پاکستان هيواد د کويټي ښار ته ولاړ. مولوى ايوبي صاحب د تدريس تر څنګ ډېر کتابونه تصنيف کړل، چي مشهور هغه ئې په ١٨ ټوکه د قران مجيد تفسير (تفسير ايوبي) دئ، ډېر نور کتابونه ئې و پښتو ته را وژباړل او تر ٤٠ پر ډېرو کتابونو ئې حاشيې او تعليقات وليکل. مولوى ايوبي صاحب د ژوند ډېره برخه په تدريس او د شاګردانو په روزنه تېره کړه. د ژوند وروستي ٣٥ کلونه ئې د پاکستان د کويټي په ښار کي په تدريس پاى ته ورسول . په هيڅ سياسي جريان او ګوند کي ئې وظيفه وانه خيستل او بې پرې پاته سو. شيخ الحديث مولانا ايوبي صاحب څخه ٦ لوڼي او ٦ زامون پاته سوي، زامن ئې هم د علم په ګېڼه پسولل سوي اود ښه شخصيت څښتنان دي. لوى عالم او متقي شخصيت مولوي محمد عبيدالله ايوبي حنيفي نقشبندي سليمانخېلي د ١٤٣٦ ه ق کال د شوال مياشتي پر ١٣ مه نېټه په داسي کي د اجل داعي ته لبيک ووايه، چي په زرګونو شاګردان او په لکونو مسلمانان ئې د تدريس ، علمي مسايلو بيانولو او تصنيفونو څخه مستفيد سول. انا لله و انا اليه راجعون