مولانا محمد یوسف بونیری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مولانا محمد یوسف بونیری د ضلع بونیر د علاقه سالارزو د بامپوخې کلی دے چې په کال نولس سوه اویایم کښے زیږیدلې دے عصری او دینی علوم ئے په بونیر ، کراچئ او ملایشیا کښې ترسره کړی دی د پښتو د عظیم صوفیانو شاعرانو رحمان بابا او غنی خان بابا د کلامونو او نظمونو شرحه د سوشل میډیا په لاره ډیر په ساده پښتو کښے کوی چې هر خاص و عام پرے ډیر په اسانه پوهه شی

مولانا محمد یوسف بونیری په غنی خان او د غنی د شاعرئ په شرحه مشتمل کتاب هم لیکلې دے چې نامه ئے د غنی خان حقیقی پېژندګلو ده کوم چې په پښتون قام باندے لوئے احسان ګڼلې کیږی ولې چې دوئ د غنی خان بابا د هغې ګرانې شاعرئ د معنو او مقصدیت نه پښتانه په اسانه توګه خبر کړل د کومې په حقله چې لویو لویو پوهانو دا رائے قایمه کړې وه چې د غنی خان په شاعرئ به دوه سوه کاله پس پښتانه پوهیږی

په دے سلسله کښے د مولانا محمد یوسف بونیری یوټیوب چینل هم شته چې نامه ئے Molana Muhammad yousuf Buniri ده

مولانا محمد یوسف بونیری د یو ټیوب په لار د غنی خان لټون کتاب ټول شرحه کړے دے او اوس په دویم ځل د غنی بابا کلیات کتاب شرحه کوی