مور شیدی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ماشوم ته د مور شیدې ورکول مور اوماشوم دواړو ته گټه لري

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، نويو زېږېدلو ماشومانو ته د مور شيدې ورکول كولی شي، چي مور او ماشوم له خطرناكو ناروغيو وژغوري او د ماشومانو مړينه را كمه كړي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت (د مور په شيدو د ماشوم د تغذيې اونۍ) د يكشنبې په ورځ په كابل كې ونمانځله

د عامې روغتيا وزير ډاكټر سيد محمد امين فاطمي په جوړې شوې غونډه كې د هېواد پرټولو ميندو غږ وكړ، چي ماشوم ته دې د هغه د زېږېدو له شيبې څخه تر دوه كلنۍ پورې د خپلو سينو شيده وركړي او په دې توگه دې د ځان او ماشوم ژوند وژغوري.

ډاكټرفاطمي، نوي زيږيدلي ماشوم ته د مور د شيدو د اهميت په هكله وويل:

"که د زېږن په لومړي ساعت کې مور خپل نوي زېږېدلي ماشوم ته خپلې شيدې ورکړي، نو ۲۲ فیصده د ماشوم د مړينې په کچه کې ټیټوالی راځي.

که ماشوم ته د مور د شیدو په ورکولو کې یو ساعت تاخیر راشي، ۳۰ فیصده د ماشومانو د مړینې چانس زیاتیږي."

ډاكټر فاطمي په دې ټينگار وكړ چي، د دولت مربوط ارگانونه بايد د هېواد په مركزاو ولايتونوكي، د روزنيزو پروگرامونو او نورو مرستو له لارې د هېواد ميرمنې د مور د شيدو په اهميت پوه كړي.

د عامې روغتيا وزارت دا هم وايي، په هېواد كې دېرشو كلنو جنگونو، ټولنيزو ناخوالو، طبيعي پيښو او اقتصادي ستونزو، له ډېروميرمنو دغه چانس اخيستی، چې خپلو ماشومانو ته دې په منظمه توگه خپلې شيدې وركړي دهمدې له امله د هېواد ډېر ماشومان او ميندې په ناروغيو اخته شوي دي.

په افغانستان كې د يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملگرو ملتو د وجهي صندق مسوول گوپال شرما وويل، دوى غواړي چې، په دې برخه كې د خپلو تېرو مرستو په دوام، د هېواد په مركز او ولايتونو كې ميندو ته يو لړ روزنيز پروگرامو نه پيل كړي او مرستې ورسره وكړي:

"يونسف په دې برخه کې د افغانستان دولت سره خپلې مالي او تخنیکي مرستې جاري ساتي.

يونسف ژمنه کوي چې په دې هېواد کې به ماشوم ته د مور د شیدو په هکله يوه ستراتیژي جوړه او په پلي کېدو کې یې ورسره مرسته وکړي."

د عامې روغتيا د وزارت چارواکي دا هم وويل چې دوى د هېواد په ليرې پرتو سيمو كې بيوزلو ميندو ته يوه اندازه خوراكي مواد وررسولي او هڅه كوي چې په دې هكله له بهرنيو موسسو مرستې ترلاسه او دا لړۍ جاري وساتي