موریتانیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له موریتانيا نه مخ گرځېدلی)

موریتاني چې په رسمي توګه د موریتاني اسلامي ولسمشریزه ده د افریقا په شمال لویدیځ کې پروت یو هیواد دی. پلازمینه یې نواکشوت ښار او رسمي ژبه یې عربي ژبه ده، مساحت یې ۷۰۰'۰۳۰'۱ کیلومتره مربع او ۰۰۰'۰۶۹'۳ میلیونه وګړي لری. د موریتانیا د پیسو واحد د موریتانیا اوقیه (MRO) ده او د خپلواکی کال ۲۸ نوامبر ۱۹۶۰ له فرانسه دی.

موريتانيا (/ˌmɒrɪˈteɪniə, ˌmɔːrɪ-/؛ عربي: موريتانيا، Mūrītānyā ، فرانسوي: Mauritanie ، بربر: Agawej or Cengit ، پيولر: Moritani ، اولوف: Gànnaar ، سونينکي: Murutaane) په رسمي ډول د موريتانيا اسلامي جمهوريت (عربي: الجمهورية الاسلامية الموريتانية) دی، چې د شمال لويديځې افريقا يو خپلواک دولت دی. لويديځ ته له اتلانتيک سمندر، شمال او شمال لويديځ ته له سويلي صحرا، شمال ختيځ ته له الجيريا، ختيځ او سويل ختيځ ته له مالي او سويل لويديځ ته له سينيګال سره ګډه پوله لري. دا هېواد په افريقا کې يوولسم تر ټولو پراخه هېواد دی او ۹۰ سلنه خاوره يې د افريقا په لويه دښته (Sahara)  کې پرته ده. د ۴،۴ ميليونه وګړو زياتره برخه يې د هېواد په منځني سوېل کې ژوند کوي او نږدې درېيمه برخه يې په پلازمېنه او پراخه ښار نواکچوټ “Nouakchott” کې متمرکز ده، چې پر اتلانتيک ساحل باندې پروت دی. [۱]

د هېواد نوم، د موريتانيا له لرغونې بربر پاچهۍ څخه تر لاسه کېږي، چې په ننني ماراکو او الجيريا کې پرته وه. بربريانو له ميلاد څخه درې پېړۍ مخکې د نننۍ موريتانيا سيمې نيول پيل او سيمه يې ونيوله. عربانو په اتمه پېړۍ کې ياده سيمه ونيوله او د اسلام مبارک دين، عربي کلتور او عربي ژبه يې ورته راوړل. د ۲۰ پېړۍ په لومړيو کې موريتانيا، د فرانسې له لورې د فرانسې د لويديځې افريقا د برخې په توګه ونيول شوه. که څه هم په ۱۹۶۰ ز کال کې يې خپلواکي تر لاسه کړه، مګر له همغه وخت راهيسې يې بيا پېښېدونکې کودتا او د پوځي استبدادۍ دورې ازمايلي دي. په ۲۰۰۸ ز کال کې د وروستۍ کودتا مشري جنرال محمد ولد عبدالعزيز وکړه، چې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ ز کال کې يې وروستۍ ولسمشريزې ټاکنې وګټلې. د ۲۰۱۹ ز کال له ټاکنو څخه وروسته يې محمد ولد غزواني ځايناستی شو، چې له خپلواکۍ راهيسې د موريتانيا د واک لومړنی سوله یيز لېږد وګڼل شو. [۲][۳]

نوموړی هېواد په کلتوري او سياسي ډول د عربي نړۍ برخه دی. د عرب يووالي (Arab League) غړی دی او عربي يې يوازينۍ رسمي ژبه ده. فرانسوي ژبه په کې په پراخه کچه ويل کېږي او د lingua franca په توګه خدمت کوي، چې د دې هېواد استعماري ميراث منعکس کوي. رسمي دين يې اسلام دی او نږدې ټول اوسېدونکي يې سني مسلمانان دي. موريتانيايي ټولنه د خپل عربي پېژندنې يا شناخت د خپرېدنې تر څنګ ګڼ توکميزه ده. د Bidhan يا د “White moors” په نوم توکم تر ۳۰ سلنه نفوس جوړوي، په داسې حال کې چې “Haratin” يا د “black moors” په نوم توکم ۴۰ سلنه رانغاړي. دواړه ډلې د عربي بربر توکم، ژبې او کلتور يووالی منعکس کوي. د نفوس پاتې ۳۰ سلنه نيمه صحرايي بېلابېلې توکميزې ډلې رانغاړي. [۴]

د اوسپنې فلز لرونکې ډبرې او نفتو په ګډون د طبيعي سرچينو د پرېمانۍ يا ډېرښت سره سره يو غريب هېواد پاتې کېږي. اقتصاد يې په بنسټيز ډول پر کرنې، کورنيو ژوو او کب نيونه باندې ولاړ دی. موريتانيا د انساني حقونو د بې وسه ثبت له امله پېژندل کېږي، چې د غلامۍ پرله پسې تمرين يې خورا د يادونې وړ دی چې د “Bidhan” او “Haratin” تر منځ د ثروت، نسب او ټولنيز درېځ له مخې د وګړو د ډلبندۍ د يوه تاريخي نظام پايله ده. دا هېواد د نړۍ تر ټولو وروستی هېواد دی، چې په ۱۹۸۱ ز کال کې يې غلامي له منځه یو وړه او په ۲۰۰۷ ز کال کې يې جرم وګڼله.

رېښه

موريتانيا خپل نوم، د هغه لرغوني بربري پاچهي څخه تر لاسه کوي، چې له ميلاد څخه مخکې درېيمه پېړۍ کې غوړېدل پيل کړل او وروسته د موريتانيا رومي ولايت شو، چې له ميلاد څخه مخکې اوومه پېړۍ کې يې وده وکړه. که څه هم دواړه سيمې سره نه يوځای کېږي: تاريخي موريتانيا د معاصرې موريتانيا په پرتله د پام وړ شمال خواته زياته پرته وه او ځکه چې د افريقا د مديترانه يي ساحل ټول لويديځ نيمايي په اوږدو کې خپره شوې وه.

د “Mauretania” اصطلاح، په خپل وار سره د “Mauri” په نوم د سيمې د بربر ولسونو لپاره د يوناني او رومي ژبو له exonym څخه اخيستل کېږي. د Mauri ويی د “Moors” نوم رېښه هم ده. [۵]

تاريخچه

د موريتانيا پخوانۍ قبيلې بربر “Berber”، نايجيرالاصله کانګو، او بافوور “Bafour” وګړي وو. “Bafour” د افريقا د لويې دښتې هغه لومړني ولس و، چې د خپل ژوند پخوانی کوچي ډول يې پرېښود او په بنسټيز ډول کرنيز ژوند يې غوره کړ. د “Sahara” دښتې پرله پسې وچېدنې ته په غبرګون کې يې سوېل لور ته کډه وکړه. زياتو بربري قبيلو د يمني (او ځيني وختونه د نور عرب) اصليتونو د لرلو ادعا کړې ده. د يادو ادعاوو د ملاتړ په موخه دليل يا ثبوت لږ دی، که څه هم د يمني وګړو د ۲۰۰۰ ز کال د DNA (ډي اوکسي ريبونيوکليک اسيد) يوې څېړنې له يادو خلکو سره د دوی شونې لرغونې اړيکه ونه ښودله. [۶][۷][۸]

نور وګړي هم له “Sahara” څخه سوېل او لويديځې افريقا ته کډوال شول. د يو شکمن عربي دود له مخې د “Almoravids” په نوم قبيلې سوېل لور ته يون وکړ او نږدې ۱۰۷۶ ز کال کې يې د ګانا لرغونې او پراخه سترواکي ونيوله. له ۱۶۴۴ څخه تر ۱۶۴۷ ز کال پورې د نننۍ موريتانيا سيمې اصلي يا ذاتي وګړو هغه يمني ماقيل عربان (Yemeni Maqil Arabs) په خپله وروستۍ هڅه کې شاتګ ته اړ کړل، چې د دوی پر سيمه باندې يې بريدونه کول. ياده بې پايلې هڅه د “Char Bouba” جګړې په نوم پېژندل کېږي. د بريد کوونکو مشري بن حسن قبيلې کوله. د بن حسن جنګياليو نسل يا اولاد د موري “Moorish” ټولنې پورته پوړ شو. بن حسن لپاره د حسنيه نومول شوی عربي ګړدود يا لهجه د پراخه کوچي نفوس په منځ کې حاکمه ژبه شوه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

بربريانو د سيمې د روحانيونو “marabouts” د ډېره کيو په توليد سره يو څه نفوذ بېرته تر لاسه کړ. ماراباوټس هغه چا ته ويل کېدل، چې په ياده سيمه کې يې اسلامي دود خوندي او تدريس کاوه. [۱۳][۱۴]

استعماري تاريخچه

فرانسې د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې د سينيګال له سيند څخه د شمال پر لور د نننۍ موريتانيا اړوند سيمو ادعا پيل کړه. په ۱۹۰۱ ز کال کې “Zavier Coopolani” د سترواک ماموريت دنده پر غاړه واخيسته. له “Zawaya” قبيلو او حسني جنګياليو کوچيانو باندې د پوځي فشار د ستراتيژيک يووالي له لارې يې پر موريتانيايي اماراتو باندې د فرانسوي حکومت پراخول اداره کړل. فرانسې له لورې د سيمو د نيولو هڅې په ۱۹۰۳ او ۱۹۰۴ ز کې پيل شوې، چې ځواکونه يې د “Trarza”، “Brakna” او “Tagant” په نيولو بريالي شول، مګر د ادرار “Adrar” شمالي امارت د شيخ مع العينين “Maa al-Aynayn” د استعمار ضد سرکښۍ (يا جهاد) له لورې اوږدمهاله مرستې تر لاسه کړې او د Tagant او نورو سيمو سرکښانو سيمې ونيولې. فرانسې په ۱۹۰۴ ز کال کې د موريتانيا سيمه ورغوله او د فرانسې د لويديځې افريقا برخه شوه، چې په لومړيو کې د څار او قيموميت لاندې او وروسته د مستعمرې په توګه وه. په ۱۹۱۲ ز کال کې فرانسوي پوځونو ادرار ته ماته ورکړه او ياده سيمه يې له موريتانيا سره يو ځای کړه. [۱۵][۱۶]

فرانسوي حکومت د غلامۍ پر وړاندې حقوقي مخنيونې رامنځته او د قبيلو تر منځ جګړه پای ته ورسوله. د امستعمري دورې پر مهال ٪۹۰ وګړي پووندګلو (کوچيان) پاتې شول. په پرله پسې ډول زياتو ځايي اوسېدونکو چې نيکونه يې پېړۍ پخوا څخه شړل شوي وو، موريتانيا ته کډوالي پيل کړه. تر ۱۹۶۰ز کال پورې د فرانسوي لويديځې افريقا پلازمېنه په سينيګال کې “Saint-Louis” وه. کله چې په همدې کال سينيګال خپلواکي تر لاسه کړه، فرانسې د “Nauakchott” سيمه د موريتانيا د نوې پلازمېنې په توګه غوره کړه. په هغه وخت کې نواکوچوټ د يوه پياوړي کلي (يا “ksar”) په پرتله لږ زيات [پراخه] و. [۱۷]

ایداري وېش

د موریتانیا هیواد په ټوله کې په ۱۵ ولایتونو او ۴۴ ولسوالیو ویشل شوی دی.

  1. ادرار
  2. اینشیري
  3. براکنه
  4. ترارزه
  5. تګانت
  6. تیرس زمور
  7. ختیځ حوض
  8. لویدیځ حوض
  9. داخله نواذیبو
  10. عصابه
  11. ګرګول
  12. ګیدی ماغا
  13. سویلي نواکشوت
  14. شمالي نواکشوت
  15. لویدیځ نواکشوت

تاریخ

کلتور

اقتصاد

سرچينې

  1. Wells, John C. (2008), Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd), Longman, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781405881180 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "First peaceful transfer of power in Mauritania's presidential polls". RFI (په انګلیسي ژبه کي). 2019-06-22. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 23 June 2019 باندې). Ruling party candidate declared winner of Mauritania election. Reuters.
  4. "Mauritania - The World Factbook". www.cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Shillington 2005, p. 948.
  6. Chaabani, H.; Sanchez-Mazas, A.; Sallami SF (2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Genetic differentiation of Yemeni people according to rhesus and Gm polymorphisms"]. Annales de Génétique 43 (3–4): 155–62. doi:10.1016/S0003-3995(00)01023-6. PMID 11164198. 
  7. کينډۍ:Cite thesis
  8. Stokes, James, المحرر (2009). Encyclopedia of the Peoples of Africa and the Middle East (په انګلیسي ژبه کي). Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 450. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781438126760. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Masonen, Pekka; Fisher, Humphrey J. (1996). "Not quite Venus from the waves: The Almoravid conquest of Ghana in the modern historiography of Western Africa". History in Africa 23: 197–232. doi:10.2307/3171941. http://www.arts.ualberta.ca/~amcdouga/Hist446/readings/conquest_in_west_african_historiography.pdf. 
  10. Insoll, T (2003). The Archaeology of Islam in Sub-Saharan Africa. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 230. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Velton, Ross (2009). Mali: The Bradt Safari Guide (په انګلیسي ژبه کي). Bradt Travel Guides. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84162-218-7. مؤرشف من الأصل في ۲۲ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Mauritania - History". Country Studies. Library of Congress. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ نومبر ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Mauritania - History". Country Studies. Library of Congress. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ نومبر ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Mauritania - History". Country Studies. Library of Congress. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ نومبر ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Keenan, Jeremy, المحرر (2013-10-18). The Sahara. doi:10.4324/9781315869544. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781315869544. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Mauritania: History". www.infoplease.com. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Pazzanita, Anthony G. (2008). Historical Dictionary of Mauritania. Lanham, Md.: Scarecrow Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8108-6265-4. مؤرشف من الأصل في ۲۲ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) page 369.