مورواکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مورواکي یو ټولنیز نظام دی چې په هغه کې ښځې د سیاسي مشرتابه، اخلاقي واک، ټولنیزو امتیازاتو او د ملکیت کنترول په برخه کې د واک لومړني دریځونه لري. په داسې حال کې چې دا تعریفونه په عمومي انګلیسي کې پلي کېږي، د انتروپولوژي او فیمینیزم د څانګو لپاره ځانګړي تعریفونه په ځینو برخو کې توپیر لري.

مورواکي کېدای شي، په میټریلینیل (Matrilineal)، مټريفوکل (Matrifocal) او مټريلوکل (Matrilocal) ټولنو باندې اشتباه شي. په داسې حال کې چې ځينې خلک شته، د دې لپاره چې مورواکه اوسي، ممکن هر ډول غیر سرپرست سیستم وګوري. لکه څرنګه چې په کلکه تعریف شوي دي، ډېری عالمان دا سیستمونه له مورواکۍ څخه رابېلوي.[۱]

  • مټريفوکل (Matrifocal): د ماټریفوکل کورني جوړښت له مخې ميندې د کورنۍ مشري کوي او پلرونه په کور او د ماشومانو په پالنه کې لږ رول لري.
  • ميټريلينيل (Matrilineal): د ښځینه وو له لارې د خپلوۍ نښه کول دي. دا کېدای شي، له یوه ټولنیز سیستم سره هم اړیکه ولري چې په هغه کې هر شخص په خپل میټرلین سره پېژندل کېږي، کېدای شي د دوی د مور نسب، ملکیت او یا لقبونو میراث په کې شامل وي.
  • مټريلوکل (Matrilocal): هغه ټولنیز سیستم دی، چې په هغه کې واده شوې جوړه ،د مېرمنې له والدینو سره یا نږدې ژوند کوي.

تعريفونه، مفاهيم او ايتيمولوژي (اشتقاق علم)[سمول]

د اکسفورډ انګلیسي قاموس (OED) له مخې، میثاقیت "د ټولنیز سازمان بڼه ده چې مور یا د کورنۍ تر ټولو زړه ښځه په کې د کورنۍ مشره وي او اړیکې د ښځینه کرښې له لارې حسابېږي. د ښځو په واسطه حکومت يا حکمراني کول. د جیمز پیپلز (James Peoples) او ګیریک بیلي (Garrick Bailey) په وینا: یونامتو تعریف "ښځینه واکمني" ده. د کلتوري انتروپولوژي (اشتقاق علم) په اکاډمیک ډسپلین کې د اکسفورډ انګيسي قاموس  (OED) په استناد: مورواکي " یو کلتور یا ټولنه ده چې په هغې کې دا ډول سیستم شته" یا "کورنۍ، ټولنه، سازمان او داسې نور چې د یوې ښځې یا مېرمنې له خوا واک لري." په عمومي انتروپولوژي کې د ویلیم اې هاویلینډ (William A. Haviland) په وینا : مورواکي "د ښځو واکمني" ده. مورواکي هغه ټولنه ده چې په هغې کې ښځې په ځانګړې ډول میندې د سیاسي مشرتابه، اخلاقي واک او د ملکیت کتنرول مرکزي رول لري، مګر هغه ټولنه په کې شامله نه ده چې کله ناکله د مېرمنو له خوا رهبري کېږي، د غیر مورواکي دلیلونو یا د هغه مسلک پر بنسټ چې په کې ښځې وي، په عمومي ډول مورواکۍ ته له اشارې کولو پرته غالب کېږي. لکه: فحشا یا د مېرمنو مرستندویه سازمانونه، چې د نارینه وو له خوا پرمخ وړل کېږي. په ۱۹۹۷ ز کال کې د لارنس ای کوزنر (Lawrence A. Kuzner) په وینا: ای ار راډکليفف ـ براون (A.R. Radcliffe-Brown) په ۱۹۲۴ ز کې استدلال وکړ چې د مور او پلار پالنې تعریفونه "منطقي او تجربوي ناکامۍ او ... خورا مبهم وو چې په ساینسي ډول ګټور وي".[۲][۳][۴][۵]

ېری عالمان، مساوي ناسرپرست سیستمونه، له مورواکۍ څخه لرې کوي، چې ډېر په کلکه تعریف شوي دي. د هایډ ګوتنر-ابندروت (Heide Göttner-Abendroth) په وینا: «د مورواکۍ د شتون منلو ته زړه نازړه کېدل کېدای شي. له یوه ځانګړي او کلتوري پلوه ، د تعصبي مفکورې پر بنسټ وي، چې مورواکي دې څنګه تعریف شي، ځکه چې په پلارواکه نظام کې نارینه په ښځو واکمني کوي؛ نو د مورواکۍ ډېری وخت داسې تصور شوی، چې ښځې په نارینه وو واکمني کوي، په داسې حال کې چې هايد ګوتنرـ ابندروت (Heide Göttner-Abendroth) په دې باور وه چې مورواکي مساوي دي.[۶][۷][۸]

مارګوټ اډلر (Margot Adler)

د مورواکۍ کليمه، د یوې ټولنې لپاره چې په سیاسي ډول د مېرمنو له خوا رهبري کېږي، په ځانګړې ډول د میندو له خوا چې ملکیت هم کنترولوي؛ ډېری وختونه د پلرونو د جنسیت په معنا تعبیر کېږي، مګر دا یو مخالف نظر نه دی. د پیپلس (Peoples) او بیلي (Bailey) په وینا: د انتروپولوژیست پیګي ریویس سنډې (Peggy Reeves Sanday) نظر دا دی چې: مورواکي د پلرونو عکس العمل نه دی؛ بلکې دا چې د مورواکۍ يعنې "د میندو په معنا ټینګار کوي، چې د میندو سمبولونه له ټولنیزو کړنو سره تړاو لري چې ښځې د دواړو جنسونو پر ژوند اغېزه کوي او په دې کړنو کې مرکزي رول لوبوي''. ژورنالیسته مارګوټ اډلر (Margot Adler) لیکي چې: په لفظي ډول"مورواکي" د ميندو له خوا د حکومت کولو په معنا سره ده، یا په پراخه ډول: هر کله چې حکومت او واک د ښځو په لاس کې وي، مورواکي ورته وايي. باربرا لف (Barbara Love) او الیزابیت شینکلین (Elizabeth Shanklin) وليکل: "له مورواکۍ" څخه موږ د یوې بې ځایه ټولنې معنا لرو، يعنې زموږ په فکر هغه ټولنه چې ښځې په کې هغه څوک دي، چې راتلونکی نسل تولیدوي، مورنۍ تعریفوي، د مور شرایط ټاکي او هغه چاپېریال ټاکي چې راتلونکی نسل په کې پالل کېږي. د سنتیا ایلر (Cynthia Eller) په وينا : " مورواکي" د هرې ټولنې لپاره د لنډې تشرېح په ډول فکر کېدی شي، چې د مېرمنو ځواک په کې د نارینه وو په پرتله مساوي یا غوره وي او په کوم کې چې کلتور د ارزښتونو او د ژوند پېښو په شاوخوا کې مرکزونه د "ښځینه" په ډول بیان شوي وي. ایلر (Eller) لیکي چې: د مورواکۍ مفکوره په بنسټیزه توګه په دوو ستنو ولاړه ده: رومانتیزم او عصري ټولنیزه نیوکه. د مورواکۍ مفهوم د دې لپاره و، چې د یوټوپیا (utopia) په څېر یو څه تشرېح کړي چې په تېرو وختونو کې د معاصر ټولنیز انتقاد د مشروعیت په خاطرځای پر ځای شوي وو. د باربرا اپسټین (Barbara Epstein) په وینا: د پخواني تاریخ څخه مخکې د پخوانۍ يا لرغونې دورې په اړه "مورواکي د یو ټولنیز سیستم په معنا سره ده، چې د واده او د خدای د عبادت په اړه تنظیم شوی دی، چې ښځې په کې د واک موقف لري". د اډلر (Adler) په وینا: په مارکسيستي دود کې دا د معمول له مخې، د پخوانۍ طبقې ټولنې ته اشاره کوي، چې ښځې او نارینه په کې په مساوي ډول په تولید او ځواک کې شریک دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

مېرمن اډلر (Adler) زياتوي چې : ځينې ښځینه پوهانې یادونه کوي چې د «مورواکۍ» کليمې ځينې تعریفونه، د هغې د لغوي معنا سره سره د ځواک هر ډول مفکورې ته شاملېږي او دوی وړاندیز کوي چې د پېړیو ظلمونو، د ښځو لپاره له دې ډول سره د ځان تصورول ناشوني کړي دي. [۱۸]

مورواکي، ډېر کله د پلارواکۍ په مقابل کې د يو طبيعي او د منلو وړ جنس په توګه په منفي ډول وړاندې شوې، چې دا ډول مورواکي ،په حقيقت کې ناهيلي ده. مینه (Love) او شینکلین (Shanklin) وليکل:

کله چې موږ د "مورواکۍ" کليمه اورو، نو موږ د ځينو ځوابونو سره مشروط یو: دا چې مورواکي تېرو وختونو ته اشاره کوي، چې هېڅکله نه وه.  یاده مورواکي، د ښځو د واکمني، پر بچیانو د میندو د حاکمیت او د ښځو، د نارینه وو په وړاندې د ظلم یو ناهيلی تصور دی. موږ په منفي ډول د مورواکۍ په اړه چې د سرپرستانو په ګټه ده، مشروط شوي يوو. موږ ته دا احساس راکړل شوی دی، چې سرپرستي طبیعي ده. موږ لږ احتمال لرو، چې دا پوښتنه وکړو او لږ احتمال لرو چې زموږ انرژی د دې حالت پای ته رسولو لپاره لارښوونه وکړي.[۱۹]

د مورولۍ د مطالعاتو ښوونځی، چې مشري یې د ګوتنر-ابندروت (Göttner-Abendroth) له خوا رهبري کېږي، د دې اصطلاح د ټولنمنلي تعریف غوښتنه کوي: ګوتنر-ابندروت (Göttner-Abendroth) د مورولۍ عصري مطالعات د "نا پلرنيو ټولنو څېړنه او وړاندې کولو" په ډول تعریفوي. په ګټور ډول مورواکي، د نا پلارواکۍ په ډول راپېژني. نوموړي د مورواکي د دواړو جنسونو ترمنځ په مساوي ډول د واک شریکولو د ځانګړتیا په ډول هم تعريف کړې ده. د ډیان لیبو (Diane LeBow) په وینا: "مورواکه ټولنې ډېر ځله، د مساوي ټولنو" په ډول تشرېح شوې دي، که څه هم انسان پېژندونکي روبي روهریچ (Ruby Rohrlich) لیکي چې: "مورواکي په مساوي ټولنه کې د ښځو مرکزيت دی". [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

مورواکي هغه عام جوړښت دی، په کوم کې چې ښځه، په کورنۍ کې د واک څښتنه وي. د دې کارونې لپاره ځینې پوهان اوس د «مورني» پر ځای د څو اړخيز اصطلاح ته ترجېح ورکوي. د ډینیل موینیهان په ګډون، ځینو ادعا وکړه چې: په متحده ایالاتو کې د تور پوستو کورنیو ترمنځ مورواکي وه، ځکه چې د دوی څلورمه برخه د واحدې يعنې يوې مېرمنې له خوا رهبري کېدله. په دې ډول هغه کورنۍ چې د پام وړ لږه کيو څخه د پام وړ لږه کي جوړوي، په لویه نامورواکه ټولنه کې د مورواکي د قانوني کولو لپاره بسنه کولی شي. [۲۴][۲۵]

په ایتمولوژیک ډول، مورواکي (Matriarchy) د لاتیني ماټر (māter) (ملکي مضاف  (mātris) "مور" او یوناني (ἄρχειν arkhein) يعنې "حکومت کولو" څخه اخستل شوی ده. د مورواکۍ مفکوره، د جوزف فرانسوا لافیتاو (Joseph-François Lafitau) له خوا په (۱۶۸۲ ز – ۱۷۴۶ز) کې تعریف شوې وه، چې لومړی یې دا نوم (ginécocratie) نومولی و. د انګليسي اکسفورډ قاموس (Oxford English Dictionary) يا په لنډ ډول (OED) له مخې: د موراکۍ کليمې ترټولو لومړنی پېژندل شوی سند، په ۱۸۸۵ ز کال کې دی. برعکس، ګینایکوکراسي (gynæcocracy) "د ښځو واکمني" معنا لري، چې د ۱۷ مې پېړۍ راهیسې کارول کېږي او د یوناني کليمې (γυναικοκρατία)  پر بنسټ جوړ شوی، چې په ارستوطالیس (Aristotle) او پلوتارک (Plutarch) کې موندل شوی دی. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Women at the Center: Life in a Modern Matriarchy, Cornell University Press, 2002.
  2. کينډۍ:Harvp
  3. Haviland, William A., Anthropology (Ft. Worth: Harcourt Brace College Publishers, 8th ed. 1997 (کينډۍ:ISBN)), p. 579.
  4. Kuznar, Lawrence A., Reclaiming a Scientific Anthropology (Walnut Creek, Calif.: AltaMira Press (div. of Sage Publications), pbk. 1997 (کينډۍ:ISBN)).
  5. Oxford English Dictionary (online), entry matriarchy, as accessed November 3, 2013کينډۍ:Subscription or libraries.
  6. Göttner-Abendroth, Heide. "Matriarchal Society: Definition and Theory". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    See also Sanday, Peggy Reeves, Women at the Center: Life in a Modern Matriarchy (Cornell University Press, 2002) ("matriarchies are not a mirror form of patriarchies but rather ... a matriarchy "emphasizes maternal meanings where 'maternal symbols are linked to social practices influencing the lives of both sexes and where women play a central role in these practicesکينډۍ:'").کينډۍ:Page needed
  7. Göttner-Abendroth, Heide (2017). "Matriarchal studies: Past debates and new foundations". Asian Journal of Women's Studies. 23 (1): 2–6. doi:10.1080/12259276.2017.1283843. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lepowsky, M. A., Fruit of the Motherland: Gender in an Egalitarian Society (U.S.: Columbia University Press, 1993).
  9. Compare, in Oxford English Dictionary (online), entry patriarchy to entry matriarchy, both as accessed November 3, 2013.کينډۍ:Subscription or libraries
  10. کينډۍ:Harvp (p. 184 n. 84 probably citing Spretnak, Charlene, ed., Politics of Women's Spirituality: Essays on the Rise of Spiritual Power Within the Feminist Movement (Garden City, New York: Anchor Books, 1982), p. xiii (Spretnak, Charlene, Introduction)).
  11. کينډۍ:Harvp
  12. کينډۍ:Harvp
  13. کينډۍ:Harvp (italics so in original)
  14. کينډۍ:Harvp
  15. کينډۍ:Harvp کينډۍ:Page needed
  16. کينډۍ:Harvp
  17. کينډۍ:Harvp
  18. کينډۍ:Harvp
  19. کينډۍ:Harvp
  20. Introduction, in Second World Congress on Matriarchal Studies.
  21. DeMott, Tom, The Investigator (review of Bennholdt-Thomsen, Veronika, Cornelia Giebeler, Brigitte Holzer, & Marina Meneses, Juchitán, City of Women (Mexico: Consejo Editorial, 1994)) Archived 2014-04-04 at the Wayback Machine., as accessed Feb. 6, 2011.
  22. کينډۍ:Harvp
  23. کينډۍ:Harvp
  24. Office of Policy Planning and Review (Daniel Patrick Moynihan, principal author), The Negro Family: The Case For National Action (U.S. Department of Labor, 1965) Archived April 28, 2014, at the Wayback Machine., esp. Chapter IV. The Tangle of Pathology, authorship per History at the Department of Labor: In-Depth Research, all as accessed November 2, 2013.
  25. کينډۍ:Harvp, citing Moynihan, Daniel, The Negro Family: The Case for National Action (1965) ("In this analysis Moynihan asserted that since a fourth of black families were headed by single women, black society was a matriarchy .... [and t]his situation undermined the confidence and 'manhood' of black men, and therefore prevented their competing successfully in the white work world.") and citing hooks, bell, either Ain't I a Woman: Black Women and Feminism (Boston: South End, 1981) or Feminist Theory: From Margin to Center (Boston: South End, 1984) (probably former), pp. 181–187 ("freedom came to be seen by some black militants as a liberation from the oppression caused by black women"), hooks, bell, pp. 180–181 ("many black men 'absorbed' the Moynihan ideology, and this misogyny itself became absorbed into the black freedom movement" and included this, "Moynihan's view", as a case of "American neo-Freudian revisionism where women who evidenced the slightest degree of independence were perceived as 'castrating' threats to the male identity"), and see hooks, bell, p. 79.
  26. کينډۍ:Cite dictionary
  27. Edvard Westermarck (1921), The History of Human Marriage, Vol. 3, London: Macmillan, p. 108.
  28. Liddell, Henry George, & Robert Scott, An Intermediate Greek–English Lexicon, for γυναικοκρατία.
  29. Liddell, Henry George, & Robert Scott, A Greek–English Lexicon, for γυ^ναικο-κρα^τέομαι.