مورفولوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مورفولوژي د تشريحي ژبپوهنې يوه فرعي څانګه ده، چې په هغې کې د يوې ژبې مورفيمونه او د هغوی جوړښت او ډولونه تر څېړنې لاندې نيول کېږي.

مورفيم: د يوې ژبې تر ټولو کوچنی مانا لرونکی واحد دي، چې تجزيه شي خپله مانا له لاسه ورکوي.

لکه: کتاب:(ک+ت+الف+ب) بې مانا اوازونه تری لاسته راځي.

مورفيمونه په دوه ډوله دي: ۱_ ګرادنیدونکي (خپلواک)، ۲_ نه ګردانېدونکي (نا خپلواک).

۱_ خپلواک: هغه مورفيمونه دي، چې خپل معنوي جوړښت لري او مانا ورکوي او په دوه ډوله دي:

۱_ نومونو ډله:( نوم، عدد، ستاينوم صفت، قيد، نومځري ضمير)

۲_ فعلونو ډله: ( اصلي فعلونه_ مرستيال فعلونه)

۲_ نا خپلواک: هغه مورفيمونه دي، چې د خپلواکو مورفيمونو سره یوځای کیدو په پايله کې خپله مانا ښندي. ډولونه يې ( سربلونه، اوستربلونه، وييکي،تاړي)

ليکوال: عابد الله حافظ