مورفان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تاريخچه[سمول]

مورپان يو د تل شنو يعني Ever green او زينتي يا Ornamental نباتاتو له جملې څخه دى چې له ډېرې پخوا زمانې را په دېخوا په نړۍ کې پيژندل شوي دى نوموړى نبات د Cupressaceae د فاميلي پورې او همدارنګه د Coniferus د جنس پورې تړلى نبات دى چې په لاتين کې ورته Arborvitae هم وائي. چې په عمومي ډول Tree of Life هم يادېږي چې د ژوند د ونې په نامه معنى لري.

دمورپان علمي نوم Thuja Orientalis دى چې نوموړى نبات د پنځو   Species سپېشوزونو يا نوعو لرونکى دى چې دوه نوعې يې په شمالي امريکا کې په طبيعي ډول پيژندل شوي دي او درې نورې نوعې يي د ختيځې آسيا په هيوادونو کې په طبيعي ډول پېژندل شوي دي چې نوموړي بوټي د Cedors يعنې د سدرستان د کورنۍ پورې مربوط دي چې د سروي په نامه هم يادېږي د آسيا پېژندل شوي نوعې په هندوستان ، چين او ايران کې پېژندل شوي دي او همدارنګه ويل کېږي چې په تاجکستان کې په يو مسجد کې د مورپانو زرکلن 1000 بوټي اوس هم موجود دي او همدارنګه د روسيي علماء وايي چې د مورپانو بوټي ډېر کلونه پخوا مسلمانانو په مسجدونو کې د ښکلا لپاره کرلي او ډېر لرغونى او زوړ تاريخ لري.

د مورپانو طبقه بندي         Classification of Thuja[سمول]

             
Kingdom Plantae  
Division Pinophyta
Class Pinopsida
Order Pinales
Genus Thuja
Family Cupressaceae
                Species                
Thuja Koraiensis
Thuja Occidentalis
Thuja Plicata
Thuja Standishii
Thuja Orientalis


چې مونږ يوازي ترينه د  Thuja Orientalis مطالعه کوو

د مورپانو اقتصادي ارزښت[سمول]

   د مورپانو د بوټي اقتصادي ارزښت دا دى چې خلک ئې د پارکونو ، جماعتونو او سرکونو ترغاړو او د کورونو د ښکلا په خاطر چې تل شين وي او خلک ئې په لوړ قمت سره اخلي او زياتې پېسې لاسته راوړلاې شو او همدارنګه لرګى ئې د زياتو شيانو جوړولوپه منظور استعمالېږي لکه: د صندوقونو جوړول ، د ګيتارو جوړول ، د رباپونو جوړول او همدارنګه د کټارو يا Green Wall په خاطر استعمالېږي او هم د Lepidoptera لپاره غذائي مواد برابروي او همدارنګه ګرد او غبار تر ډېر حد پورې برداشت کولاې شي چې د هوا په تصفيه او د صحت لپاره ښه او په زړه پورې ماحول برابروي او همدارنګه د مورپانو د روزنې په نرسرۍ کې ډېر خلک کار کوي او د خپل کور اقتصادي مشکلات ورباندې حل کوي او همدارنګه د څوخت لپاره په زړه پورې لرګي برابروي چې دا ټول د مورپانو په اقتصادي ارزښت پورې اړه لري.

د مورپانو طبي ارزښت[سمول]

د مورپانو د بوټو تيل يا Oil او کفسول زياد طبي ارزښت لري لکه د لالندې امراضو لپاره استعمالېږي.

١- د کنسر د ناروغيو لپاره

٢- Scurvy ناروغۍ لپاره

٣- روماتېزم د ناروغۍ لپاره

٤- د بواسيرو د ناروغۍ لپاره

٥- د ملا د درد د ناروغۍ لپاره

٦- د زړه کمزوري د ناروغۍ لپاره

٧- د پوستکي د ناروغۍ لپاره

٨- ډېپرېشن د ناروغۍ لپاره

٩- د زخو او HPV د ناروغۍ لپاره

١٠- د بې خوبۍ د ناروغۍ لپاره

١١- د عضلاتو د درد لپاره

١٢- د سږو او ټوخي د ناروغۍ لپاره

١٣- د فشار د ناروغۍ لپاره

١٤- د تبې د ناروغۍ لپاره هم ترې کار اخستل کېږي

يعنې Heumop[hetec يعنې طبيبان ترينه په يوناني شکل کار اخلي او هم د مورپانو دبوټي شنې برخې د وېټامين سي Vitamen c څخه غني دي او په زياته پېمانه يا اندازه ويټامين سي لري.

د نرسري لپاره د ځاې انتخاب     for Nursery Site  Selection[سمول]

مخکې له دې چې د قوريي لپاره يو ځاې انتخاب کړو نو بايد مخکې يو څو سوالونو ته ځوابونه وويل شي او بيا وروسته د قوريه لپاره ځاې انتخاب کړو.

١: کوم ډول قوريه بايد مونږ جوړه کړو مؤقتي يا دائمي؟

٢: قوريه بايد غټه وي او يا وړه يعنې څه ډول؟

٣: قوريه د کوم ډول نيالګيو لپاره جوړيږي ځنګلي ، زينتي ، يا ميوه لرونکي؟

٤: ساحې ته د نيالګيو انتقالول او د ساحې مصافه په نظر کې نيول؟

کله چې مونږ پورتني سوالونو ته ځواب ووايو نو د نوموړو ځوابونو په نظر کې نيولو سره په ښه ډول د قوريه جوړول صورت نيسي.

ـــ قوريه بايد لويو لارو اوسرکونو ته نږدي وي تر څو دنيالګيو په انتقا ل کې ستونزي نه وي.

ـــ قوريه بايد يو مرکزي شکل ولري په دې خاطر چې روزل شوي نيالګي په اسانۍ سره په لږ وخت کې هر طرف ته انتقال کړو تر څو خراب او ضايع نه شي.

ـــ د قوريي په انتخاب کې ځيني نور ټکي په نظر کې نيول ضروري دي لکه: دائمي اوبه ، ميلان ، د بحر د سطحې څخه ارتفاع ، ښه خاوره ، او د ماهرو کارګرو ګمارل د ضرورتونو د جملې څخه شمېرل کېږي.

ـــ هغه ساحه چې په تېرو وختونو کې ور‌څخه د قوريي په توګه کار ا

ـ دغه راز نوموړي ساحه بايد جبه زاره نه وي او هم د غټو ونو د تاثير لاندې نه وي د ښې لمريزې خاورې لرونکې ساحه وي تيږې يعنې کاڼي ترخستل شوى وي بايد د نوي قوريي لپاره ترې کار وانخستل شي.

ــې ټولې شي او په عمومي ډول د قوريي شمال طرف آزاد پرېښودل شي او همدارنګه غټې ونې په قوريه کې د بستر ځاې نه لرې وي.

د قوريي جوړول Design of Nursery    

مخکې له دې چې قوريه جوړه کړو بايد اول قوريه تعريف کړو.

((د قوريه تعريف)):

د نورو علمي تعريفونو سره سره قوريه د هغه منظم شوي ساحې څخه عبارت ده  چې په محدوده او حاصل خيزه ساحه کې د يو منظم طرحه شوي پلان مطابق په دې خاطر چې د مختلفو نيالګيو لاسته راوړل وي که هغه زينتي ، ځنګلي يا ميوه دار وي که د تخم په واسطه وي او که د قلمو په واسطه او يا نورو طريقو په واسطه وي لاسته راوړو او مونږ هدف ترېنه د روغو ، قوي ، او ښاېسته حاصل ورکوونکي نيالګي په يو مناسب وخت کې لاسته راوړل وي قوريه بلل کېږي.

قوريه عموما په دوه ډوله ده[سمول]

١- مؤوقتي ٢- دائمي

١: مخکې له دې چې قوريه جوړه او يا ډيزاين Design کړو بايد د کاغذ پر مخ يي نقشه جوړه شي.


٢: انتخاب شوي ساحه په منظمو بلاکونو تقسيم کړل شي او هر بلاک د الفباء او يا حسابي عددونو باندې ونومول شي.

٣: عموما د قوريي په اوږدو کې يو سرک چې عرض يي 2.5m مترو په اندازې وي ايستل کېږي تر څو چې په قوريه کې دعراده جاتو تګ راتګ په اسانۍ سره تر سره شي.

٤: تقسيم شوي بلاکونه په څلورو يا اتو برخو پورې ويشل کېږي چې تقسيم شوي بلاکونه د اړيو په نوم يادېږي او نوموړي اړۍ په ذکر شوو حرفونو نومول کېږي ترڅو کلکې او فلزي سپينې لوحې چې په تور رنګ ليکل شوي وي نسب او په ښه ډول نمره بندي شي.

٥: وروسته اړۍ په کوچنيو بسترونو باندې ويشل کېږي د بسترونو اندازه عرض يې (1m) او اږودوالى يې د(10-6) پورې وي چې همدغه بسترونه د تخمونو د کرلو لپاره استعمالېږي دا بسترونه د ځمکې څخه لږ څه اوچت دي.

٦: همدارنګه يوه ساحه  (  x 5   5 ) مترو کې وي د خاورې ، شګې او حيواني سري د يوځاې کولو لپاره پرېښودل کېږي.

٧: همدارنګه د (2m-1m) پورې يو ساحه د کمپوست لپاره پرېښودل کېږي.

٨: او همدارنګه چې په هغه قوريه کې اوبه کمې وي او يا د پلاستيکي خريطو نه په کې کار اخستل کېږي د بسترونو جوړول د (30-35cm) پورې د اصلي ځمکې نه ژور جوړېږي او هم دې په قوريه کې د سامان آلاتو ، چوکي دار ، او د دفتر لپاره ځاې انتخاب کړل شي.

٩: د قوريي ساحه د سيم لرونکو کټارو په واسطه احاطه کړل شي ترڅو د حيواناتو او انسانانو د تخريب او ضرر نه په امن کې وي.

١٠: د ډيزاين لپاره سامان آلات لکه   فيته ، رجه ، مېخونه او ځيني نور ضروري سامان بايد موجود وي.

د تخمونو د کرلو وختونه او بستر جوړول[سمول]

Times of Sowing and preparation of seed beds

د مورپانو د تخمونو د کرلو لپاره لانديني دوه وختونه ډير مناسب ګڼل کيږي:

١- په ګرمو منطقو کې د دلوي د مياشتې د 15 تاريخ نه د حوت د مياشتې تر 15 پورې او په يخو منطقو کې د حوت د مياشتې د 15 نه د پسرلي تر آخري ورځ پورې تعين شوى د ى خو د اقليمي شرايطو په نظر کې نيولو سره.

٢: دوهم وخت چې د مورپانو د تخمونو د کرلو لپاره انتخاب شوى دى هغه د ميزان د مياشتې د اول (1) تاريخ نه د قوس د مياشتې تر آخر پورې ټاکل شوى دى چې دا هم نظر اقليمي شرايطو په پام کې نيولو سره کرل کېږي.

بستر جوړونه:[سمول]

١- د مورپانو د تخمونو د کرلو لپاره بايد داسې ځاې انتخاب شي چې د اوبو مشکل و نلري.

٢- په کافي اندازه د لمر وړانګې ته مخامخ وي خصوصا د سهار په مهال کې د لمرلوري ته.

٣- همدارنګه ځمکه يې د هرزه ګياؤ څخه پاکه وي.

٤-  د نورو غټو بوټو د تاثيراو اغيزي لاندې نه وي.

٥- انتخاب شوى ځاې د (3-2) ځلو پورې په بيل واړول شي.

٦- غټې لوټې مېده او هوارې کړل شي.

٧- ځمکه بايد په منظم ډول هواره اوسي چې داوبخور په وخت کې ټولو برخو ته په يو شان سره اوبه ورسيږي.

٧- خاورې يې بايد د ښو سپکو (Light Sandy) منځنۍ خاورو (Medium Loamy) يا درنو خاورو (Heavy Clay)  کې کرل کېږي.

انتخاب شوي ساحه د اډيو يا چرو په شکل جوړه کړاې شي او بيا که د اډيو په شکل کې کرل کېږي نو د اډيو اندازه يا عرض يي 1m او اوږدوالى ئي د (6-10m) مترو پورې تعين شوى دى او همدارنګه په اډيو کې د خطونو تر منځ فاصله د            (20-25cm) پورې تعين شوى ده د خطونه په بستر کې د شمال نه جنوب خواته ويستل کېږي.

د مورپانو د تخم کرل په بستر کې  Stratification Thuja Seed[سمول]

دمورپانو تخمونه لمړى په فلزي طشتونو کې اچول کېږي او بيا اوبه ورسره علاوه کېږي او بيا تخم د (24) ساعتونو لپاره په اوبو کې اچول کېږي چې وروسته هغه ډک او مطلوب تخمونه به د طشت په تل کې پاتي کېږي او پوچ او نا مطلوب تخمونه د طشت سر ته راخېژي او بايد ليرې شي.

ډک او مطلوب تخمونه د دوهم ځل لپاره بيا مينځل کيږي کله چې پرېمينځل شي بيا يې د شګې ، خاورې او سرې سره علاوه کوو بيا مخکې د تخم اچولونه جوړه شوې Mix خاوره په کرښو کې اچول کېږي او بيا وروسته تخم اچول کېږي کله چې تخم واچول شي د نوموړي جوړه شوي خاورې څخه  د تخم د پاسه په کم اندازه خاوره اچوو او همدارنګه يوه برخه خاوره پرېخودل کېږي ترڅو د اوبوخور څخه وروسته هغه تخم چې د ابوخور د اوبو په واسطه لوڅ او ښکاره شوى وي په پاتې خاوره باندې پټ کړل شي ترڅو په ښه ډول تخم وکرل شي او په ښه ډول سره جرمنېشن يا ټوکېدنه صورت ونيسي نوموړى کرل شوى تخم په بستر کې د (15-25) ورځو پورې ټوکېدنه کوي او يا تيغ وهنه صورت نيسي.

د تخمونو اماده کول،کرل په بستر کې او ټوکېدنه[سمول]

Stratification


   د مورپانو تخمونه لمړى په تاشونو کې اچول کېږي او بيا اوبه ورسره علاوه کېږي او بيا تخم د (24h) ساعتونو لپاره په اوبو کې اچول کېږي چي وروسته هغه ډک او مطلوب تخمونه به د تاش په تل کې پاتې کېږي او پوچ او نا مطلوب تخمونه د تاش سر ته راخېژي او لرې کوو ئې.

  چې ډک او مطلوب تخمونه د دوهم ځل لپاره بيا مينځو کله چې پرېمينځل شي بيا يې د شګې او خاورې د يو اندازه سرې سره علاوه کوو.

بيا مخکې د تخم اچولونه جوړه شوې Mix خاوره په کرښو کې اچول کېږي او بيا وروسته تخم اچول کېږي.

  کله چې تخم واچول شي د نوموړي جوړه شوي خاورې نه ورباندې يعنې د تخم د پاسه خاوره اچوو او همدارنګه يوه برخه خاوره پرېږدو پرېخودل کېږي ترڅو د اوبوخور څخه وروسته هغه تخم چې د ابوخور د اوبو په واسطه لوڅ او ښکاره شوى وي په پاتې خاوره باندې پټ کړل شي ترڅو په ښه ډول تخم وکرل شي او په ښه ډول سره جرمنېشن صورت ونيسي يا ټوکېدنه صورت ونيسي.

 نوموړى کرل شوى تخم په بستر کې د (25-15) ورځو پورې ټوکېدنه کوي او يا تيغ وهنه صورت نيسي.

 کله چې مونږ په بستر کې تخمونه وکرو نو پلاستيک دې ورباندې هوار کړل شي او د تيغ وهنې وروسته دې هغه لمر ته لږ لږ ښکاره کړل شي تر څو ښه او په زړه پورې بوزغلى لاسته راوړل شي.

د نوموړو بسترونو اوبه کول په دوه ډوله دي:

١- د اډيو په شکل.

٢- د او پاش په شکل.

  نو وروسته له ټوکېدنې نه هرزه ګيا کنټرول کړل شي او نوموړى بوزغلى په بستر کې د شپږ مياشتو نه تر يو کال پورې په بستر کې پرېښودل کېږي تر څو د ترانسپلنټ لپاره ښه او په زړه پورې وي.

په بستر کې دکرلو څخه وروسته دمورپانو ساتنه[سمول]

وروسته له دي چې د مورپان تخم په بستر کې وکرل شي نو داوبو له پاره يې بايد پوره پاملرنه وشي او کوښښ وشي چې دتيغ وهلو پوري يي دخاوري سطحه وچه نه شي ځکه چې په دي حالاتو کې بيا تخمونه تيغ نه وهي.

داندازي څخه زياتي اوبه هم دتخم دورستيدلو لامل ګرځي په لنډ ډول سره بايد ووايو چې د اوبو په هکله بايد ډيره پاملرنه وشي تر څو تخمونو ته په منظم ډول ورسيږي .

ددي پرته دکرلو نه وروسته دي ديخنۍ د مخنيوي په خاطر دمورپانو په نيالګيو باندي پناګاه يا سيور جوړ شي تر څو پوري تخمونه ديخ وهني د ضرر څخه وژغورل شي.

که چيري د نوموړي هدف له پاره پلاستيک څخه استفاده کيده نو بيا دي د شپي دپلوه پلاستيک استعمال شي او دورځي له پلوه دي پلاستيک بيرته ټول شي تر څو دلمر وړانګې دمورپان نيالګيو ته ورسيږي.

د بوزغليو ترانسپلنټ روزل او پارکونو کې کرل يا انتقالول[سمول]

د مورپانو د بوزغلي ترانسپلنټ د دوه عواملو پورې اړه لري.

١- که چېرې د بستر ښاوره حاصلخيزه او قوي وي نو له     (٣)درې مياشتو نه تر( ٦)شپږ مياشتو  پورې بوزغلى په بستر کې ساتل کېږي او بيا نرسرۍ ته د روزنې لپاره انتقالېږي.

٢- که چېرې د بستر ښاوره ښه حاصلخيزه نه وي او يا ډېره قوي نه وي نو بوزغلى د( ٦)شپږ مياشتو نه تر( ٩)نهو مياشتو پورې پرېښودل کېږي او بيا نرسرۍ ته انتقالېږي.

 عموما د بوزغليو ساتنه او روزل په بستر کې تر يو کال پورې ټاکل شوى تر څو ښه او په زړه پورې بوزغلى شي او بيا وروسته د يو کال نه نرسرۍ ته انتقال شي.

   نو کله  چې مونږ بوزغلي نرسرۍ ته انتقال کړو نو په نرسرۍ کې د نوموړي بوزغلي د بوټو تر منځ اندازه د (20CM) تر (25CM) پورې په چرو باندې کرل کېږي او همدارنګه د چرو تر منځ اندازه د (75-60cm) په اندازه ټاکل شوې ده ترڅو کارګران په ښه ډول خشاوه او سره ورکول او د نيالګيو ويستل په ازادانه ډول او په اسانۍ سه ترسره کړي.

   او همدارنګه کله چې بوزغلي په نرسرۍ کې وکرل شي سمدستي اوبه کېږي او څه موده وروسته سره ورکول کېږي او هم هرزه ګيا ئې کنترول کېږي.

 نوموړى بوټى په نرسرۍ کې له (3-2) کلونو پورې روزل کېږي.

او بيا وروسته د درې کلونو څخه روزل شوي بوټي پارکونو ته انتقالوي او بيا وروسته پارکونو ته د وړلو نه پارکونو کې د مورپانو د بوټي د کرلو اندازه (1.5m) نه تر (2m) پورې ټاکل شوى دى نظر د پارک ډيزاېن ته په پارکونو کې کرل کېږي.

   د ښې روزنې او ساتنې نه وروسته په پارکونو کې د يو ښه او په زړه پورې Green wall شکل غوره کوي چې په يو ډېره زړه پورې او زړه راښکونکي منظره بدلېږي او د سيمې د ښې ښکلا او ښکلې منظرې سبب ګرځي.

د مورپانو فزيکي خصوصيات:-[سمول]

   مورپان د تل شنو يا Ever Green نباتاتو له جملې څخه دى چې ګلان ئې Conoecious يعنې نارينه او ښځينه آلې په يو نبات کې موجود دي.

   او همدارنګه ګرد آفشاني يا Pollonationn يې د باد په واسطه صورت نيسي او همدارنګه Young Seedling يعنې نوى شين شوى بوزغلى د ستنو په شان پاڼې لري او غټ بوټي ئې د پلو په شکل پاڼې لري.

   او همدارنګه د پاڼو ريښې ئې د څلورو په اندازه وي او همدارنګه کېداې شي چې په يو کال کې د (5-3fT) پورې يا (1.5-1m) پورې په يو کال کې لوړ شي يا وده وکړي.

   او په ټول عمر کې د 15m يا 50ft پورې کېداې شي چې لوړ شي او همدارنګه د استعمال د نورو مواردو تر څنګ دا توانايي لري چې په ډېر کم وخت کې د کټارو شين دېوال يعنې Green Wall جوړ کړي.

   او همدارنګه نارينه غوزې ئې کوچنۍ او وړې دي او د بوټي په څوکه کې واقع وي او ښځينه غوزې ئې غټې يعنې د 1cm پورې اوږدېږي.

   او د پوټې په مابين کې موقيعت لري او همدارنګه لرګي ئې سپک ، نرم ، عطري بوي لرونکى دى چې په اسانۍ سره چوي او د ورستېدو په وړاندې زيات مقاومت لري.


د تخمونو د راټولولو وختونه او ساتل[سمول]

  د مورپانو د راټولولو وختونه د اسد د مياشتې د اول تاريخ نه تر 30 تاريخ پورې راټولېږي که چېرې زمونږ نه نوموړى وخت تېر شي نو مونږ کولاى شو چې تخم د دوهم ځل لپاره د ميزان د اول تاريخ نه تر د عقرب د مياشتې تر 10 تاريخ پورې راټول کړو راټول شوي.

   تخمونه دې په داسې يو مناسب ځاې کې واچول شي چې سمنټي فرش او يا پاکه ځمکه او يا ترپال وي هوار کړل شي.

   دغه تخم په نوموړي فرش يا پاکه ځمکه باندې د (5-3) ورځو پورې لمر ته واچول شي ترڅو خولې خلاصې کړي او تخم ترې توې شي.

   او وروسته چې کوم تخم لاسته راځي د ټوټه يي خلطو يا تاري سان په خلطو کې واچول شي.

   او وروسته نوموړى تخم په يو داسې محفوظ ځاې کې چې د لمر وړانګې لنده بل نه وي او ازاده هوا وي يعنې جريان ولري راځوړند شي.

   او دغه تخم مونږ کولاې شو چې د (3-1) کلونو پورې وساتو او هم کولاې شو چې د نوموړي تخم د ساتلو په خاطر ورسره يو ډول کيمياوي مواد يوځاې کړو لکه Siven سيون چې يو ډول پوډر دي او بل B.H.C بنزين هاېدرو کلوراېد چې د وېروسونو او نيماتودونو او نورو امراضو په مقابل کې استعمال کړو ترڅو تخمونه سالم وساتل شي.