Jump to content

مورای جرستن هابر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مورای جرستن هابر
مورای جرستن هابر
مورای جرستن هابر

د شخص مالومات
پيدايښت ۵ جون ۱۹۲۷
د مړينې نېټه 21 فبروري 2024 (97 کاله)[۱][۲]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه

مورای جرستن هابر (د ۱۹۲۷ ز کال د جون په ۵مه زیږیدلی) یو امریکايي ریاضي پوه او د پنسیلوانیا په پوهنتون کې د ریاضي ښوونکی دی. نوموړی د جرستن هابر د الحبر د اختراع له امله او له نظري فزیک سره د مرستې له امله معروف دی. نوموړی همداشان یو مدافع وکیل او د پنسیلوانیا پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې د حقوقو ښوونکی دی.

د ماشومتوب دوره او زده کړې

[سمول]

جرستن هابر د نیویارک په بروکلین کې نړۍ ته سترګې غړولې دي، مور یې پاولین (پلرنی تخلص یې روزنزویګ؛ په رومانیا کې پیدا شوې او په ۱۹۷۸ ز کال کې وفات شوې) او پلار یې جوزیف جرستن هابر (په ۱۸۹۲ ز کال کې په رومانیا کې پیدا شوی او په ۱۹۷۵ ز کې وفات شوی) او په خپله یهودي دی. پلار یې د جواهراتو په جوړولو کې روزنه کړې وه، «خو دا چې و یې نشو کړای چې په هغه برخه کې کار ومومي، نو په یوه فابریکه کې د الوتکو د ظریفو وسایلو پر جوړولو بوخت شو». د خپلې مور په اړه جرستن هابر په ۲۰۱۵ ز کال کې داسې ولیکل: [۳]

«د یوه داسې کس په توګه چې په یوه کډواله او بېوزلې کورنۍ کې پیدا شوی یم، زه په رښتیا هم چې ډېر نېکمرغه وم. هغه ستونزې چې نن ورځ ورسره استعداد لرونکي خو بېوزله ماشومان مخامخ دي، زیاتره همدا ماشومان چې کولای شي په علومو، هنر او په ټوله کې د علم په برخه کې یې تر سره کړي، هغوی له خپل دې وړتیا څخه را ګرځوي. هغوی زیاتره زما په څېر مور هم نه لري، هغه مور چې د زامنو د زده کړې لپاره یې د یوې لار د موندلو لپاره مبارزه وکړه. موږ باید هغوی وپلټو او ویې مومو، هغوی باید له ګوښه توب څخه وباسو او فرصت ورته ورکړو، که څه هم موږ د هغوی د موندلو لپاره په پوره توګه کار نه کوو، خو زه ډېر نېکمرغه یم چې له خپل ژوند څخه مې خوند یووړ».[۳]

نوموړی یو نابغه ماشوم و او د لیتا هالنګورت په کتاب کې له ۱۸۰ څخه پورته د هوش د ضریب لرونکي ماشومان (۱۹۴۲ ز کال) کې یې له هغه څخه یادونه کړې ده. په دغه کتاب کې له جرستن هابر څخه د «L ماشوم» په توګه نوم اخیستل شوی دی او د هغه د نبوع وړتیاووې او شخصیتي ځانګړنې په بشپړ جزئیاتو سره توصیف شوي دي. کله چې هغه ۹ کاله او ۵ میاشتنی و، د سټنفورډ بینه ازمېښت (د هوش مقیاس) وښودله چې هغه د یوه ۱۷ تر ۱۸ کلن سړي هوش لري او د هغه د هوش ضریب له ۱۹۵ تر ۱۹۸ پورې ده. د سټنفورډ بینه ازمېښت چې یو کال وروسته پر هغه باندې تر سره شوه و یې ښودل چې هغه د یوه ۱۹ کلن او ۱۱ میاشتني سړي هوش لري او د هغه د هوش ضریب له ۱۹۹ څخه زیات و. [۳][۴]

نوموړی د سپیر ښوونځي ته ولاړ کوم چې اوس تړل شوی دی، دا ښوونځی په نیویارک ښار کې د چټکو زده کوونکو لپاره و. له سپیر ښوونځي څخه له فراغت وروسته، جرستن هابر په ۱۹۴۰ز کال کې د برونکس د علومو عالي لېسه کې شامل شو. له ۱۹۴۵ تر ۱۹۴۷ ز کال پورې یې د متحده ایالاتو په پوځ کې د پرکمشر په توګه دنده تر سره کړه او بیا د المان په پوځي اداره کې وګومارل شو.[۵][۶]

جرستن هابر خپل لیسانس د ریاضي په رشته کې په ۱۹۴۸ ز کال کې د ییل په پوهنتون کې تر لاسه کړ. هغه کله چې د ییل په پوهنتون کې وه د ریاضي د ویلیام لاول پټنام په لوبه کې یې ګډون وکړ او د هغه ټیم غړی و چې (له ماري ګل-من او هینري او. پولاک) سره یو ځای یې د ییل پوهنتون نه په دې لوبو کې استازولې کوله او په ۱۹۴۷ ز کال کې د دویم مقام ګټونکی شو؛ د هغوی هر یوه د ۳۰ ډالرو (د اوسني ارزښت له مخې ۳۵۰ ډالر) جایزه وګتله. نوموړي یو ځل بیا په ۱۹۴۸ ز کال کې په دغو لوبو کې ګډون وکړ او په ۱۰ غوره کسانو کې راغی. [۷][۸]

نوموړي د ریاضي په رشته کې خپله ماسټري او ډکتورا (۱۹۵۱ ز کال) د شیکاګو پوهنتون د ابراهام ادریان البرت تر لارښوونې لاندې تر لاسه کړل. د جرستن هابر د ډکتورا  د تیزس نوم «د مشتقاتو کړۍ» و.[۹]

جرستن هابر همداشان د حقوقو په برخه کې خپل د جي ډي (د لیسانس معادل) سند د پنسیلوانیا پوهنتون د حقونو له پوهنځي څخه په ۱۹۷۳ ز کال کې تر لاسه کړ او په ۱۹۷۴ ز کال کې د پنسیلوانیا په مدافع وکیلانو کې شامل شو.

مسلک

[سمول]

جرستن هابر له ۱۹۵۳ تر ۱۹۵۸ ز کال پورې د پنسیلوانیا پوهنتون د ریاضي په پوهنځي کې د مرستیال ښوونکي په توګه دنده تر سره کړ، وروسته یې بیا (۱۹۵۸ تر ۱۹۶۱ ز کال) د پروفیسور درجې ته ارتقا وکړه او بیا د پوهنتون د ښوونکي/پروفیسور (۱۹۶۱ تر نن پورې) او په هغه پوهنتون کې یې د ریاضي د پوهنځي د مشر په توګه ارتقا وکړه. د هغه د خوښې وړ څېړنیزې حوزې دا دي: د الجبري شکل د بدلون نظریه، نړیوال الجبر، د کوانټوم ډلې او د حقوقو اما پېژندنه. هغه کارونه چې د ده د شهرت لامل شول هغه په نظري فزیک کې د نوموړي څېړنې او د جرستن هابر د الجبر اختراع و. [۱۰][۱۱]

د هغه له تر ټولو غوره کارونه دا دي: «الجبري کوهمولوژي  او د شکل د بدلون نظریه» له ایس ډي شاک سره، د الجبرونو د شکل د بدلون نظریه او جوړښتونه او تطبیقات، ۱۱-۲۶۴ (۱۹۸۸)، «د کړیو او الجبرونو د شکل د بدلون په اړه»، د ریاضیاتو کالیزه، دویمه لړۍ، ۷۹ ټوک، ۱ شمېره (۱۹۶۴ جنوري)، ۵۹-۱۰۳ مخ او «د یوې اشتراک منوونکې کړۍ کوهمولوژي جوړښت»،  د ریاضیاتو کالیزه، دویمه لړۍ، ۷۸ ټوک، ۲۶۷-۲۸۸. نوموړی د خپلو همدې دوو وروستیو مقالو له امله په ۲۰۲۱ ز کال کې له څېړنې سره د ریښه اې مرستې په خاطر د لروي سټیل جایزې ګټونکی اعلان شو. جرستن هابر په ۱۹۹۰ کال کې وویل: «زه باور لرم چې د نه تسلیم کېدو وړتیا له علمي مولدیت سره تړلی دی. او په ریاضي کې... نه تسلیمېدل یوه فردي لاسته راوړنه ده». [۱۲][۱۳][۱۴]

جرستن هابر له ۱۹۸۲ تر ۱۹۸۳ ز کال پورې د پنسیلوانیا پوهنتون د ښوونکو د پلاوي مشر و.

نوموړي همداشان د پنسیلوانیا پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړې او د حقوقو لپاره د امار پېژندنې په اړه یو سیمینار هم تدریس کوي.[۱۵][۱۶]

نوموړی په ۲۰۱۲ ز کال کې د امریکا د ریاضي د ټولنې غړی شو او د همدې شورا غړی هم و. جرستن هابر همداشان د ا مریکا د ریاضي د ټولنې د بولټن ایډیټور هم و. جرستن هابر همداشان د امریکا د علومو د پر مخ وړلو د ټولنې غړی دی. [۱۷]

شخصي ژوند

[سمول]

جرستن هابر د ۱۹۵۶ کال د جون په درېیمه له ډاکترې روټ پریسیلا زاګر سره د نیویارک ښار د هسپانیايي او پرتګالي کنیسه (د یهودو عبادت ځای) کې واده وکړ. هغوی دواړو د پنسیلوانیا په مریون سټیشن او هاورفورډ کې ژوند کړی او دری زامن لري: جیریمي ایم. جرستن هابر، ډیویډ ازرا جرستن هابر (اوس په ارګوناټ منجمنت کې د بهادارو ونډو بنسټ اېښودونکی، مشر او مدیر) او ریچل ربیکیا سټرن (اوس په فکټ سټ شرکت کې حقوقي مدیر او د ستراتیژيکو سرچینو مشر). د هغه زوی، ډیویډ چې د تامیني صندوقونو مدیر او د ټایګر منجمنټ فارغ التحصیل دی د مالي چارو له کارپوه سټیوین پوسنر له لور، کیلي سره یې واده کړی دی. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې

[سمول]
  1. https://almanac.upenn.edu/articles/murray-gerstenhaber-mathematics — د نشر نېټه: ۱۶ مارچ ۲۰۲۴
  2. https://obits.goldsteinsfuneral.com/murray-gerstenhaber — د نشر نېټه: ۱۶ مارچ ۲۰۲۴
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Wigtil, C.J.; White, W.L. (2017). "Children Above 180 IQ Stanford-Binet: A Seventy-Five Year Follow-Up". Journal of Genius and Eminence (in English). 2 (1): 77‒91. doi:10.18536/jge.2017.04.02.01.08. ISSN 2334-1149. بياځلي په August 31, 2017.{{cite journal}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  4. Hollingworth, Leta S. (1942). Children Above 180 IQ (Stanford-Binet). Yonkers-on-Hudson: World Book Company. ISBN 978-0-405-06467-8.
  5. "The Cyclotron, by Murray Gerstenhaber, 16," Science Talent Research (1944) - Google Books.
  6. "Our Honored Temple Beth Hillel–Beth El Veterans," Veterans Day Program, November 11, 2017.
  7. "C.V."
  8. G. W. Mackey (August–September 1947). "the William Lowell Putnam Mathematical Competition," The American Mathematical Monthly, Vol. 54, No. 7, Part 1, pp. 400-403.
  9. کينډۍ:MathGenealogy
  10. "National Science Board, NSF Staff, Advisory Committees and Panels; Advisory Panel for Mathematical Sciences," NSF 1971 Annual Report.
  11. "C.V."
  12. Leroy P. Steele Prize 2021 for Seminal Contribution to Research
  13. "Murray Gerstenhaber," Google Scholar Citations.
  14. "On the Deformation of Rings and Algebras," Annals of Mathematics, Second Series, Vol. 79, No. 1 (January 1964), pp. 59–103, DOI: 10.2307/1970484.
  15. White, W. L. (1990). "Interviews with Child I, Child J, and Child L". Roeper Review. 12 (3): 222‒227. doi:10.1080/02783199009553276.
  16. "C.V."
  17. "List of Fellows of the American Mathematical Society", retrieved January 19, 2013.
  18. Deformation Theory of Algebras and Structures and Applications - Google Books
  19. "Weddings; Rachel Gerstenhaber, Alexander Stern," The New York Times, June 26, 1994.
  20. "Stocks".
  21. "Stocks".
  22. Melanie Grayce West (June 11, 2012). "Guiding Gifted Students," The Wall Street Journal.
  23. "Dr. Ruth P. Zager becomes Fiancee; Texas Physician Engaged to Dr. Murray Gerstenhaber, Professor at U. of P.", The New York Times, April 29, 1956.
  24. "Dr. Ruth Zager Wed to U. of P. Teacher," The New York Times, June 4, 1956.