مهجور بېټني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوره نوم: اکبر جان

قلمي نوم: مهجور

د پلار نوم: ګل مرجان

قبیله: بېټني

ذېلي ښاخ : رتن زئ

د زېږېدون نېټه: ۱۶ فروري ۱۹۸۱

د اوسېدو ځائ: لکي مروت خیبر پښتونخوا پاکستان

دنده: طب

مشغله: پښتو شعر و شاعري

د کلام نمونه


مزدوران یو ورځې شپې خرڅوو ښار کښې

خپل لاسونه خپلې پښې خرڅوو ښار کښې

راته ګوره، آئینې خرڅوو ښار کښې

ښکلي نۀ یو، چې کیسې خرڅوو ښار کښې

مونږ د هیچا لور سرتوره لیدے نۀ شو

لۀ دې وجهې لوپټې خرڅوو ښار کښې

پۀ دې هیله، چې که سیالو سره سیال شو

د لیلې د غوږ ډېډې خرڅوو ښار کښې

ستا پۀ شانې مرمۍ نۀ خرڅوو خانه!

مسواکونه او تسپې خرڅوو ښار کښې

بې تعلیمه یو خو بې شعوره نۀ یو

کتابونه او بستې خرڅوو ښار کښې

خپل بچي راته نهر پۀ کور کښې ناست دي

بادامونه او پیستې خرڅوو ښار کښې

مونږ غربت یو تر دے حال را رسولي

د خپل یار د لاس تحفې خرڅوو ښار کښې

د رڼا طرافداري کوو مهجوره!

لالټېنونه او ډیوې خرڅوو ښار کښې