منک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

منک څه شی ده ؟ د څه د پاره استعمالیږي ؟ او گټه یې څه ده ؟

منک څه شی ده ؟[سمول]

منک هغه سر خلاصي بکس ماننده لوښی یا پیمانې ته ویل کیږي چې حجم یې 0.035 متر مکعب دی او د کانکریت اچونې پر مهال د کانکریټو د وچو مواد په ټاکلو نسبتونو د مخلوط یا گډولو د پاره استعمالیږي .

د څه د پاره استعمالیږي ؟[سمول]

د کانکریټو د وچو اړینو موادو (ریگ او جغل) په ټاکلو نسبتونو سره چې دغه نسبتونه د مارک له مخې ټاکل کیږی د مخلوط یا گډولو د پاره ترې گټه اخیستل کیږي .

د منک د بکس یا پیمانې حجم یا اندازې باید څومره وي ؟[سمول]

د منک د بکس حجم باید 0.035 متر مکعب یا په بل عبارت سره باید د بکس دری اړخیزه اندازې یې 40 په 35 او په 25 سانتي متره کې وي یعنې که دغه انداې یو پر بل کې ضرب شي 0.035 متر مکعب لاسته راکوي چې د یوې کڅوړې سمنټو حجم هم همدومره دی .

د منک حجم ولې 0.035 متر مکعب ټاکل شوی ؟

آیا کم او یا زیات کیدای شي ؟[سمول]

څرنگه چې د یوې 50 کیلوگرامه کڅوړې سمنټو حجم د 0.035 متر مکعب سره برابر ده نو په همدې آساس د منک حجم هم د یوې کڅوړې سمڼتو حجم سره برابر ټاکل شوي دی او همدارنگه پدې خاطر سره د منک حجم کم او یا زیات نه ټاکل کیږي چې که کم وټاکل شي د سمنټو د یوې کڅوړې حجم سره توپیر پیداکوي او غټه اندازه یعنې د دوه کڅوړو سمنټو د حجم په اندازې سره پدې خاطر نه ټاکل کیږي چې بیا یې گارگرانو ته انتقال او وړل ستونزمن کیږی ځکه د ډک منک وزن زیاتیږي.

د منک د کارونې گټه څه ده ؟[سمول]

گټه یې داده چې په معین او ټاکلو نسبتونو سره وچ مواد په سم شکل سره د منک پواسطه سره گډیږي مگر تر ټولو غټه او مهمه گټه یې داده چې د سمنټو د اندازه کولو څخه مخنیوي کوي یعنې ددې اړتیا نشته چې اول د سمنټو کڅوړه څیرې کړل شي او بیا اندازه اوبیا د ریگ او جغل سره گډ شي بلکي په نیغ او مستقیم ډول سره د سمنټو کڅوړه اخیستل کیږي او ریگ او جغل په سرک باندې څیرې او وسره کډیږي ځکه د منک حجم او یوې کڅوړې سمنټو حجم یو شان دی نو پدې خاطر سمنټ نه پیمانه کیږی چې پدې کار سره یو په کار کې آساني او چټکتیا راځي او له بلې خوا د سمنټو د ضایع کیدو څخه مخنیوي کیږي.