مني (مايع)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مني یوه عضوي جسمي مایع ده، چې سپرماتوزا لري او د همدې موخې لپاره جوړه شوې ده او سیمینل مایع هم ورته ویل کېږي. مني د نر یا هغه حیوان د ګونالډ (جنسي غدو) یا نورو جنسي غړو په وسیله پټه شوې ده، چې هم نرینه او هم ښځينه جنسي غدې لري او د ښځينه تخمدان د القاح کولو وړتیا لري. سیمینل ویسکل په شریان کې واقع دی او مني په همدې ځای کې تولیدېږي او سرچینه ترې اخلي. هغې پروسې ته انزال ویل کېږي چې له یوریترل سوري نه د مني د وتلو په پایله  کې رامنځته کېږي. د سمینل مایع پر لرلو سربېره په انسانانو کې د سپرماتوزوا څو برخې هم شته او له پروټولوټیک، انزایمونو او فرکتوز څخه عبارت دي. دا د سیمینل مایع هغه عناصر دي چې د سپرماتوزوا په بقا کې رول لري او د خپل حرکت یا «لامبو» وهلو لپاره وسیله برابروي. دا مایع وجینا ته د ژور خارجېدلو لپاره ډیزاین شوې ده، چې له دې لارې سپرماتوزوا رحم ته ننوتلی شي او له هګۍ سره له یوځای کېدو وروسته زایګوټ جوړوي.

دا د انسان هغه قضه ده چې په نورمال مني کې یې سپرماتوزوا لومړنۍ برخه ده او هغه استازي دي چې ښځینه هګۍ القاح کوي. مني په حیواناتو کې د کریوکنزروېشن د عملیې د ساتنې لپاره سره یوځای شوې او د جنټیکي موادو یو شکل دی. د حیواناتو د جینټکي سرچینو کریوکنزروېشن هغه چاره ده، چې غواړي جیڼټیکي مواد راټول کړي او د یوه ځانګړي نسل د ساتنې په موخه هڅه کوي.  

القاح کول[سمول]

سپرماتوزوا په خارجي یا داخلي بڼه هګۍ القاح کولای شي او دا په ډولونو پورې تړاو لري. بهرنۍ القاح هغه ده چې سپرماتوزوا له ښځينه جنسي غړو دباندې په مستقیم ډول هګۍ القاح کوي. د بېلګې په ډول ښځينه کبان په اوبیز چاپېریال کې هګۍ اچوي او په همدې ځای کې یې د نارینه کب په وسیله القاح ترسره کېږي.  

کله چې القاح په داخلي بڼه ترسره کېږي، نو دا وخت د ښځينه جنسي غړو دننه د القاح عملیه ترسره کېږي. د یوه نارینه له خوا د ښځینه له تلقیح کولو وروسته د یوځای کېدو له لارې داخلي القاح ترسره کېږي. د ذوحیاتینو، خزندو، مرغانو او د هګۍ اچوونکو تي لرونکو په شمول په ډېرو ملا تیر لرونکو کې جماع د نرینه او ښځینه د تکثیري غړو د فزیکي یوځایوالي له لارې ترسره کېږي. په کیسه لرونکو او پلاسنټايي تي لرونکو حیواناتو کې جماع د ویجنیا یا مهبل له لارې صورت نیسي. [۱][۲]

انسان[سمول]

ترکیب[سمول]

کله چې د انزال د پروسې وخت وي، سپرم د انزال له نلونو او د سیمینل ویسکلز، پروسټاټ او بلبوریترل له غدو څخه له تېرېدو وروسته د مني د جوړولو لپاره له مایعاتو سره یوځای کېږي. یو ژېړ ویسکوس مایع د مني د کیسو په وسیله تولیدېږي، د انسان ۷۰٪ مني له همدې موادو جوړېږي او په فرکتوز او نورو موادو کې ډېر وي. پروستاتیک رطوبت یوه سپین رنګه ( ځینې وخت روښانه) نازکه مایع ده، چې د ډای هایډروټسټورسټون په وسیله اغېزمنېږي او له پروټولوټیک انزایمونو، سیټریک اسید، اسید فاسفیتس او لیپیډونو څخه جوړه شوې ده. د بلبوریترل غدې د یوریترا د غوړ ساتلو په موخه په لیمن کې روښانه رطوبت ترشح کوي.[۳][۴]

سیرټولي سیلز هغه حجرې دي چې تناسلي نلونو ته د سپرم په لېږدولو کې همکاري کوي او په سیمینیفیر ټیوبونو کې مایع ترشح کوي، همداراز د سپرماتوسایټ د ودې ملاتړ او روزنه کوي. د ډکټولي ایفرینټس د مایکروویلي او لیسوسمول ګرانولز ترڅنګ کیوبایډل حجرې لري، چې د یوې اندازې مایع د بیاځلي جذبولو په وسیله ډکټل مایع اصلاح کوي. د ډکټوس ایپیډیمس اصلي حجرې د پینوسایتوتیک رګونه لري، چې د مایع د بیاجذبولو څرګندونه کوي، مني د  ډکټوس ایپیډمس اصلي حجرو ته له ننوتلو وروسته ګلیسروفاسفوچولین ترشح کوي او نه پرېږدي چې له وخت نه وړاندې القاح ترسره شي. د لاسرسي وړ تناسلي نلونه، سیمینل ویسکل، پروستات غدې او بلبوریترل غدې هغه غړي دي چې د سپرم ډېره مایع تولیدوي.      

د انسانانو د مني په پلازما کې د عضوي او غیر عضوي برخو پېچلې لړۍ کې شامله ده.

کله چې یوه ښځينه پر سفر وي، نو سیمینل پلازما سپرماتوزوا ته خواړه او ژغورونکې وسیله برابروي او دا چاره د ښځینه تناسلي الې له لارې ترسره کوي. دا چې د ویجینا نورمال چاپېریال ډېر تېزابي ( له اصلي مایکروفلورا نه چې لیپټیک اسید تولیدوي)، سریښناک او د معافیتي حجرو په وسیله یې څارنه کېږي، نو د سپرم د حجرو لپاره د دښمن (سي ایف جنسي شخړه) په څېر دی. د سيمینل پلازما اجزاوې د دې دښمن چاپېریال ته د زیان اړولو کوښښ کوي. د پوټریسین، سپرمین، سپرمیډین او کاډاورین په څېر بنسټیز امینونه دا دنده لري چې د مني بوی او خوند برابر کړي. د ویجینا کانال له تیزابي چاپېریال سره همدا بنسټونه مبارزه کوي او د ترمنځ یې حایل کېږي. بله دنده یې دا ده چې په سپرم کې ډي این ای د تیزابي چاپېریال له تخریب نه ژغوري. 

بڼه او دوام[سمول]

په ټوله کې د مني رنګ سپین، خړ یا ژېر شفاف دی. وینه په مني کې سور یا ګلابي رنګ رامنځته کولای شي او دې ته هیماتوسپرمیا ویل کېږي. که د دې چارې نښې دوام وکړي، نو ښايي طبي ستونزه وي او باید اړوند شخص ډاکټر ته مراجعه وکړي.[۵]

کله چې انزال ترسره شي، د انزال شوې مني وروستۍ برخه سره یوځای کېږي او د ګلوبولونو په جوړولو پيل کوي، د انزال چې کومۍ پخوانۍ برخه ده، هغه ګلوبولونه نه جوړوي. دا چې په مني کې د پروسټاټ ځانګړی انتیجن شته، نو له ۱۵ نه تر ۳۰ پورې همدا انتیجن د دې لامل کېږي چې سیمینل کوګولم ډیکوګولېشن شي. فکر کېږي چې لومړنۍ ټوټه کېدنه له دې سره مرسته کوي چې په ویجینا کې مني وساتل شي، دا په داسې حال کې ده چې هګۍ ته د سفر په موخه مایع سپرم ازادوي.[۶][۷][۸][۹]

کله چې په ۲۰۰۵ ز کال کې څېړنه وشوه، نو راپور یې ورکړ چې په ادبیاتو کې د مني اوسط له ۳ تر ۷ سینټيپوز (سي پي) و، چې له ملي پاسکال-ثانیو(ایم پاس) سره مساوي دي. [۱۰]

کیفیت[سمول]

د القاح د ترسره کولو د وړتیا اندازه د مني د کیفیت په وسیله معلومېږي. په دې دې ډول د مني کیفیت په نارینه کې د القاح اندازه ښيي. سپرم په سیمن کې وي او هغه برخه ده چې القاح ترسره کوي، له همدې امله د سپرم کمیت او د سپرم کیفیت دواړه د مني په کیفیت کې شامل دي. [۱۱]

کمیت/مقدار[سمول]

په عموم کې د مني انزال یوه کاشوغه یا کم وي؛ خو حجم یې توپیر سره لري. د ۳۰ مطالعاتو لرونکې یوه څېړنه دې پایلې ته ورسېده چې د مني اوسط ۳٫۴ ملي لیتره و؛ خو له ځینو څېړنو د لوړې اندازې ۵٫۰ ملي لیتره یا د ټیټې اندازې ۲٫۳ حجم ترلاسه شو. په سوېډني او ډنمارکي سړیو یوه څېړنه ترسره شوه او دا پایله ترلاسه شوه چې که د انزال ترمنځ اوږده وقفه وشي، نو په مني کې د سپرم شمېر ډېرېږي؛ خو کچه یې نه ډېرېږي. [۱۲][۱۳]

زېرمه کول[سمول]

مني د ایلیني متغیرې تودوخې (ايي وي ټي) رقیق کوونکي په څېر ډیلیوټینټونو کې زېرمه کېدای شي. په دې اړه دا راپور ورکړل شوی چې دا تر اووه ورځو پورې مني د لوړې القاح لپاره ساتلی شي. د ایلیني د متغیرې تودوخې د رقیق کوونکي جوړښت له څو مالګو، شکرو او د باکتریا ضد استازو څخه رامنځته شوی دی او له کاربن ډای اکساید سره ګازدار شوی دی.[۱۴]

د مني کریوپریزروېشن هغه طریقه ده چې مني د ډېر وخت لپاره ساتي. د دې طریقې په اړه راپور ورکړل شوی چې د انسان سپرم په بریالي ډول تر ډېرې مودې زېرمه کولای شي او د زېرمه کولو موده یې ۲۱ کاله اټکل شوې ده. [۱۵]

هندي فلسفه[سمول]

د هند د طب په سیستم کې ویل کېږي چې مني د ویني له ۴۰ څاڅکو نه جوړېږي او په دې سیستم کې ورته ایوروید مني ویل کېېږي. دا هغه دوره ده چې د خواړو هضم پای ته رسېدلی وي.[۱۶]

د برهماچاریا پرهېزګاري د هندي مذهب یو مهم اړخ دی. دا اړخ ښايي له څو ځانګړو ورځو یا مودې نیولې تر ټول عمر پورې وي او د مني ساتنه ډېره مهمه ګڼي او باارزښته ګڼي.

د یوګیګ په زیاترو متنونو کې د مني د ساتلو ارزښت ته اشاره شوې ده او د مني د ساتلو لپاره د مولا بندانا او اسویني مدرا په څېر ځانګړي اسانونه او بندونه شته. [۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Julian Lombardi (6 December 2012). Comparative Vertebrate Reproduction. Springer Science & Business Media. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4615-4937-6. مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dewsbury, Donald A. (1972). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Patterns of Copulatory Behavior in Male Mammals"]. The Quarterly Review of Biology 47 (1): 1–33. doi:10.1086/407097. PMID 4553708. 
  3. Mann, T (1954). The Biochemistry of Semen. London: Methuen & Co; New York: John Wiley & Sons. د لاسرسي‌نېټه November 9, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Guyton, Arthur C. (1991). Textbook of Medical Physiology (الطبعة 8th). Philadelphia: W.B. Saunders. د کتاب پاڼي 890–891. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7216-3994-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "HealthCentral.com - Trusted, Reliable and Up To Date Health Information". مؤرشف من الأصل في ۱۷ اپرېل ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gallup, Gordon G; Burch, Rebecca L (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "[Semen Displacement as a Sperm Competition Strategy in Humans]"]. Evolutionary Psychology 2 (5): 12–23. doi:10.1177/147470490400200105. 
  7. Dean, Dr. John. "Semen and sperm quality". مؤرشف من الأصل في November 10, 2000. د لاسرسي‌نېټه December 7, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Baker, R (1993). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Human sperm competition: Ejaculate adjustment by males and the function of masturbation"]. Animal Behaviour 46 (5): 861. doi:10.1006/anbe.1993.1271. 
  9. Balk, S. P.; Ko, YJ; Bubley, GJ (2003). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Biology of Prostate-Specific Antigen"]. Journal of Clinical Oncology 21 (2): 383–91. doi:10.1200/JCO.2003.02.083. PMID 12525533. 
  10. Owen, D. H.; Katz, DF (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Review of the Physical and Chemical Properties of Human Semen and the Formulation of a Semen Simulant"]. Journal of Andrology 26 (4): 459–69. doi:10.2164/jandrol.04104. PMID 15955884. 
  11. Bonde, J. P.; Ernst, E.; Jensen, T. K.; Hjollund, N. H.; Kolstad, H.; Henriksen, T. B.; Scheike, T.; Giwercman, A. et al. (1998-10-10). "Relation between semen quality and fertility: a population-based study of 430 first-pregnancy planners". Lancet 352 (9135): 1172–1177. doi:10.1016/S0140-6736(97)10514-1. ISSN 0140-6736. PMID 9777833. https://pubmed.ncbi.nlm.nih.gov/9777833/. Retrieved 2022-08-20. 
  12. Richthoff, J.; Rylander, L; Hagmar, L; Malm, J; Giwercman, A (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Higher sperm counts in Southern Sweden compared with Denmark"]. Human Reproduction 17 (9): 2468–73. doi:10.1093/humrep/17.9.2468. PMID 12202443. 
  13. Owen, D. H.; Katz, DF (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Review of the Physical and Chemical Properties of Human Semen and the Formulation of a Semen Simulant"]. Journal of Andrology 26 (4): 459–69. doi:10.2164/jandrol.04104. PMID 15955884. 
  14. Watson, PF (1993). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The potential impact of sperm encapsulation technology on the importance of timing of artificial insemination: A perspective in the light of published work"]. Reproduction, Fertility and Development 5 (6): 691–9. doi:10.1071/RD9930691. PMID 9627729. 
  15. کينډۍ:Cite press release
  16. "Shukra Dhatu: A Closer Look at Reproductive Tissue from the Ayurvedic Perspective". 15 July 2013. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Ashwini Mudra, How to do | Mudra Science". مؤرشف من الأصل في ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)