منشي نولکشور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکټر لطیف یاد

دپښتو فرهنګ او ادب په وده کې دمنشي نولکشوردچاپخونو( مطبعو) ونډه

 دمنشي نولکشور نوم دافغانستان او پښتونخوا په علمي او ادبي کړیو کې ناپیژندل شوی نوم نه دی .ان تردې چې زموږ زیات شمیر دیني عالمان او طالب العلمان هم دده له نامه سره آشنا دي او هغه وخت چې دزیات شمیر ادبي تاریخي ، فقهې ، احادیثو او تفسیرونو دکتابونو وروستۍ پانه وګورو نو هلته به لیکل شوي وي چې داکتاب د منشي نولکشور په مطبعه کې چاپ شوی دي . دمنشي نولکشور په مطبعو کې چې په لکهنو ، کانپور ، اګره او لاهور کې وي په زرګونو ادبي ، تاریخي ، دفقهې ، تجوید ، حدیثو او پښتو فارسي او اردوادب ډیر کتابونه چاپ شوي دي.

 زه په دغه لنډه لیکنه کې لومړی غواړم چې منشي نولکشور در وپيژنم او بیا پر هغو پښتو کتابونو لنډه شانته رڼا واچوم چې دده په مطبعه کې چاپ شوي دي.

دمنشي نولکشور ژوند او لومړني حالات:[سمول]

منشي نولکشور په ۱۸۳۶ زیږدیز کال کې دهند داتهر پردیش دایالت ( صوبې) د علیګړ دضلعې په بستوني نومې ځای کې په یوې معززې کورنۍ کې دې نړۍ ته ستر ګې غړولي دي .پلار یې منشی جمناداس نومیده او دنیکه نوم یې منشي بال مکند و.

 منشي نولکشور دخپل پلار شپږم زوی وچې په فارسي ،عربي ، اردو ، هندي او اردو کې یې تعلیم وکړ او لس کلن و چې دآګرې په کالج کې شامل شو. دکالج په موده کې ده ته دمقالو او مضامینو دلیکلو شوق او مینه پیداشوه او دآګرې د( سفیر) په ورځپاڼه کې به یې خپل مضامین او لیکنې خپرولې .

 منشي نولکشور دکالج نه تر فارغیدو وروسته دلاهور دکوه نور دورځپانې سره هم خپلې علمي اړیکې جاري وساتلې .

کله چې په ۱۸۵۷ زیږدیز کال کې دهند ولسونو دانګریزانو پر خلاف پاڅون وکړ نو منشي نولکشور نیت وکړ چې په آګره کې یوه ورځپاڼه راوباسي ، خوحالاتو ورسره سازګاري ونکړه .وروسته یې دلهکنو په ښار کې یوه مطبعه جوړه کړه او داود اخبار هم دده په مشرۍ خپریده .

 ده وروسته په لاهور ، کانپور او اګره کې هم خپلې مطبعې جوړې کړې او زیا ت شمیر کتابونه یې پکې چاپ کړل .

دافغانستان واکمن امیر عبدالرحمن خان او منشي نولکشور :

امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۹۵ زیږدیز کال هند ته سفر وکړ او غو ښتل یې چې دانګریزانو سره سلا او مشورې وکړي څودکابل او کندهار خواته دروسانو دوړاندې تګ مخه ونیسي .

 دهند انګریزي ګور نر جنرال ( وایسرای) په هغه وخت کې دهند دپنجاب د لو دهیانې په ښار کې دافغانستان دامیر عبدالرحمن خان په ویاړ یوه لویه غونډه جوړه کړې وه چې په دغې غونډې کې دهندوستان دبیلابیلو ریاستونودوالیانو نه سربیره ډیرو معززو امیرانو هم پکې ګډون کړي وو. دې غونډې ته منشی نولکشور هم وربلل شوی و، که څه هم دهندوستان دریاستونو والیان په دې خبره خپه شول چې دکتابونو یو سوداګر ولې دې مهمې غونډې ته وربلل شویدی او دوالیانو سره په یوه صف او کتار کې ناست دی، خو انګریزي ګورنر جنرال دوی ته وویل چې منشي نو لکشور دعلم او پوهې په پر مختګ کې ارزښتناکه خدمتونه کړي دي اوانګریزي سرکار ځکه دا اعزاز ده ته ورکړی دی.په دې غونډه کې پر منشی نو لکشور باندې دامیر عبدالرحمن خان ستر ګې ولګیدلې نو هغه ته یې وویل چې راشه او زما تر څنګ کښینه .امیر عبدالرحمان خان منشي نو لکشور ته وویل چې تاسو علم ته ډیر خدمت کړی دی او ډیر اسلامي کتابونه ستاسو په مطبعو کې چاپ شوي دی نو ځکه زه ستاسو درناوی کومه. امیر عبدالرحمن خان دمنشي نولکشور نه وغو ښتل چې په افغانستان کې هم خپله یوه مطبعه پرانیزي .امیر عبدالرحمن خان منشی نولکشور ته دسرززروڅو سکې هم دسوغات او تحفې په ډول ورکړې .

 دمنشي نولکشور هم مهاله شاعر نیسان لکنهوی په اردو ژبه دامیر عبدالرحمن خان ددغه سفر او دمنشي نو لکشور سره دهغه دلیدنې کتنې په اړوند یو اوږد شعر لري چې دلته یې دلیکلو ګنجایش نشته .

منشی نو لکشور او دپښتو کتابونو چاپول :[سمول]

 دمنشي نولکشور په مطبعو کې ډیر پښتو کتابونه هم چاپ شوي دي چې زه یې یوازې دیو څو کتابونو نومونه راوړمه .

۱- ګنج پښتو :

مصنف یې مولوي احمد دی چې په ۱۳۲۲ مخونو کې په نول کشور پریس لاهور کې چاپ شوی دی چې دټولنیزو ، انتباهي او بو ختوونکو کیسو یوه ټولګه ده چې په روانه پښتو لیکل شوی دی او دپښتو ژبې داوسني نثر دپیلیدونکو نثرونو نه شمیرل کیږي .

۲- آرایش محفل مشهور په حاتم طایی:

 مولف یې نعمت الله دی اوخپروونکي یې چهجو سینګ او جیون سینګ دي چې دلاهور دنولکشور په مطبعه کې چاپ شوی دی .دچاپ کال یې ۱۹۰۵ زیږدیز دی چې د۱۳۲۳لیږدیز – سپوږمیز کال سره سمون خوري. دادحاتم طایی دمیړانې او سخاوت کیسه ده او په دولس څپه ییزه خوږه پښتو مثنوي کې په ۱۰۴ مخونو کې لیکل شوی ده.

۳- باغ وبهار معروف په چهار درویش:

ناظم یې ملا نعمت الله دی او دپیښور دکتابونو دتاجر محمد اکرم له خوا په ۱۳۲۶ لیږدیز- سپوږمیز کال جې له ۱۹۰۸ زیږدیز کال سره سمون خوري دنولکشور په مطبعه کې په ۱۳۶ مخونو کې چاپ شوی دی. مو ضوع یې دڅلورو فقیرانو دژوندانه دانتباه نه ډکه کیسه ده چې په دولس څپه ییزه مثنوی کې په خو ږه پښتو لیکلې شوې ده .

۴- تاریخ دسلطان محمود غزنوي :

ژباړونکی یې دتنګي مولوي احمد دی او دمیجر روس کیپل له خوا په ۷۵۵ مخونو کې دلاهور په نو لکشور پریس کې چاپ شوی دی . مو ضوع یې دفرشته دتاریخ دسلطان محمو د برخه ده چې په روانې پښتو ژباړل شوی دی.

۵- خوابنامه کلان :

ناظم یې نعمت الله دی او خپروونکی یې دیوان ګوپی سینګ دی چې دلاهور دنولکشور په پریس کې په  ۸۸ مخونو کې چاپ شوی دی.مو ضوع یې دخوبونو تعبیر دی چې په اته څپه ییزه مثنوی کې ویل شوی دی.

۶- در مجالس :

ناظم یې ملا نعمت الله دی او خپروونکی یې دیوان چجو سینګ دی چې ۱۹۰۵۵ زیږدیز کال دلاهور په نولکشور مطبعه کې په ۲۴ مخونوکې چاپ شوی دی.دا په اصل کې دیو شمیر کیسو ټولګه ده چې دیني او انتباهی مطالب لري او په دولس څپه ییزه مثنوي کې لیکل شوی دي .

- دره نادره :

مصنف یې مظهر کاکا خیل دی چې به ۱۹۰۵ زیږدیز کال دلاهور په نولکشور پریس کې په ۱۳۴۴ مخونو کې خپور شوی دی موضوع یې دیني او فقهي مسایل دي چې په اته څپه ییزه مثنوي کې ویل شوی دی.

۸-داحمد نجم الدین دیوان :

مصنف یې قاضي ګل احمد او خپروونکی یې چهجو سینګ او بهګوان داس دي چې په ۱۹۱۳ زیږدیز کال دلاهور په نولکشور پریس کې په ۹۶ مخونو کې چا پ شوی دی. مو ضوع یې دقاضي ګل احمد دشعرونو بې تر دیفه ټولګه ده چې عشقي او دیني مطالب او ټکي لري .

۹- ربقة الاسلام :

 مولف یې معزالدین خټک او خپروونکي یې سادهو سینګ او سیوا سینګ دي .دخپریدو کال یې ۱۹۳۰زیږدیز کال دی چې د نولکشور په مطبعه کې په ۱۳۶ مخونو کې چاپ شوی دی چې راز راز فقهی مسایل په اته څپه ییزه مثنوی کې پکې لیکل شوي دي .

۱۰- دشمشاد ، دقاضي دلور ، دحسنینو دکرامت او دبغداد دفقیر کیسه :

 مصنف یې چراغ الدین دی . خپروونګی یې میاګل او محمد اکرام دي ، دچاپ ځای یې دنولکشور مطبعه لاهور دی چې په ۲۲ مخونو کې چاپ شوی دی. موضوع یې څلور فولکلوریکي کیسې دي چې چراغ الدین په ډیر خواږه شعر کې په دولس څپه ییزه مثنوي کې ویلي دي .

۱۱- ګلبڼ نعت :

مولف یې عبدالحکیم او خپرونکی یې ګل محمد او محمداکرام دي دخپریدو کال یې ۱۹۰۸ زیږدیز کال دی . د چا پ ځای یې د لاهور دنولکشور مطبعه ده . دمخونو شمیر یې ۲۴ دی چې له اردونعتي کتاب نه شعر په شعر ژباړل شوی دی.

۱۲- نوادرالسالکین :

 مولف یې محمد رفیق اکبر پوري او خپروونکي یې دیوان چجوسینګ دی.دخپریدو ځای یې د لاهور دنولکشور مطبعه ده . دغه کتاب په ۲۸۸ مخونو کې لیکل شوی دي چې دیني روایات پکې راغونډ شوي دي او په دولس څپه ییزه مثنوی کې کښل شوی دی . 

۱۳- نور نامه ، شمایل نامه :

 ناظم یې جان محمد درویزه او خپروونکي یې سادهو سینګ او بسنت سینګ دي . دخپریدو ځای یې دلاهور دنولکشور مطبعه ده او داسلام دستر پیغمبر حضرت محمد

( ص) دنور او شمایلو په اړوند منظوم او منثور معلومات پکې راغونډ شوي دي .

منشي نو لکشور په ۱۸۹۵ زیږدیز کال کې مړشو او په دې ډول دعلم او فضل نړۍ خپل یو خواخوږی له لاسه ورکړ.دهند حکومت دده دعلمی خدمتونو په ویاړ په۱۹۷۰ زیږدیز کال کې یو پوستي تکټ چاپ کړي دی چې دده انځور پکې چاپ شوی دی.

ترتیب کونکی: رازمحمد محمدی