Jump to content

منرالونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


معدني مواد Minerals: تعريف : هغه غيرعضوي مواد دي چې د حيواناتو په غذا کې د ودې، توليد اوساختمان لپاره په کار وړل کيږ د معدني موادو د موجوديت پرته بدن نشي کولاي چې په نارمل ډول وده وکړي. 1 – معدني مواد سره ددي چې د حيواناتو په نسجونو کې په ډيره لږه اندازه موجود دي مګر بياهم د حيواناتو په نسجونو کې ډيري مهمي دندي سرته رسوي نو له دي کبله د معدني موادو دکمولي په وخت کې حيوانات په عمومي توګه ښه وده او توليد نشي کولاي او په ډول ډول ناروغيو اخته کيږي. 2- هغه معدني مواد، چې د حيواناتو په نسجونو کې موجود دي اما داسي فکر کيږي چې د هغوي شتوالې د حيواناتو په روغتيااو توليد باندي کومه اغيزه نه لري لکه المونيم (AL) جرمنيم (Ge) کديم (Cd) ارسنيک (As) سرب (Pb) او سيماب (Hg) 3- زهري معدني مواد: هغه معدني مواد دي چې حيواناتو ته د اړتياڅخه زيات ورکړل شي نو په هغه صورت کې په ډول ډول نارغيو اخته کيږي شې دا معدني مواد عبارت دي له فلورين (F) کوبالت (Co) مولبدينيم (Mo) او سيماب (Hg) څخه عبارت دي د معدني موادو دندي معدني مواد د حيواناتو په نسجونوکې لا ندي دندي سرته رسوي 1- د بدن جوړښتي مواد په تيره بياهډوکې اوغاښونو د معدني موادو څخه جوړشوي دي، که چيرته د حيواناتو هډوکې او غاښونه کېمياوي تجزيه شي نو ښکاره به شي چې د هغوي په کېمياوي ترکيب کې زيات معدني مواد په تيره بيا فلورين (F) کلسيم (Ca) اوفاسفورس (P) وجود لري نولدي کبله د کلسيم او فاسفورس او فلورين د کموالي په وخت کې خرابيږي او خپله اړ وند دنده په نارمل حالت سره سرته نشي رسولاي 2- د حيواناتو په نسجونوکې يو شمير انزايمونه د معدني موادو په زريعه فعاليږي د مثال په توګه د کائنيز انزايم (Cainise Enzyme) د مګنيزيم د فلز په ذريعه او اتپاز انزايم (Atpase Enzyme) د حيواناتو په عضلا تو کې د کلسيم د فلز په ذريعه فعاليږي 3- د ويني د پړنتوب کيدلو په عمليه کې د ټپ په وخت کې د معدني موادوپه ترتيب بياد کلسيم فلزاته اړتيا لري که د کلسيم فلز د حيواناتو په وينه کې په کافي اندازه موجود نه وي په هغه وخت کې به دحيواناتو د ټپ وينه ژر لخته نشي او حيوان به د ټپ څخه زياته وينه د لا سه ورکړي. 4- د حيواناتو په نسجونو کې ځيني هورمونونه د معدني موادو په ذريعه فعاليږي د مثال په تو ګه د تايروکسين هورمون د انسان د تايرايد په غده کې د ايودين د عنصر په مرسته جوړيږي که چيري د ايودين عنصر د حيواناتو په وينه کې په کافي اندازه موجود نه وي په هغه وخت کې به د تايروکسين هورمون (Thyroxin Hormone) د حيواناتو د تايرايد په غده کې په کافي اندازه جوړ نشي اوحيواناته به په ډول ډول ناروغيو اخته شي په انسانانوکې د جاغور ناروغي رامنځته کوي 5- معدني مواد د بعضي ويټامينونو په جوړښت کې هم رول لري د مثال په توګه د ويټامين (Vit-B) د سفلرعنصر او ويټامين (Vit-B12) په خپل کېمياوي ترکيب کې د کوبالت عنصر لري. 6- همدارنګه يوشمير معدني مواد د حيواناتو په نسجونو کې نوري مهمي دندي سرته رسوي د مثال په توګه د هيمو ګلوبين او سايتو کروم پروتينونه چې د حيواناتو په نسجونو کې د اکسيجن په ليږدولو او د غذائې موادو په سمون کې رول لري د اوسپني فلز په ذريعه فعاليږي. 7- معدني مواد د حيواناتو په انساجو کې د ازموسس فشار کنترولوي 8- د عضلا تو انقباض اوانبساط هم د معدني موادو په شتوالي کې سرته رسيږي. 9- د حيواناتو په عصبي سيستم کې انګيزي هم د معدني موادو په شتوالي کې سرته رسيږي. 10 – معدني مواد د حيواناتو د ژوند د ساتني،توليد او رغتيا لپاره ضروري دي معدني موادو دکموالي په وخت کې حيوانات په ډول ډول ناروغيو اخته کيږي او د هغوي په توليد کې د پام وړ کموالي واقع کيږي



د معدني موادو طبقه بندي

زيات مصرف لږمصرف کوونکي

 کوونکي                                
Ca

P Mg Na K S


کلسيم (Calcium) Ca: کلسيم په انساني عضويت کې په مقداري لحاط نسبت نورو اساسي منرالونو ته په زيات مقدار سره وجود لري يو اويا کيلوګرام (70Kg) وزن لرونکې کاهل شخص (1000-500mg) پوري کلسيم لري چې (99%) په هډوکو او غاښونو کې شته والي لري په هډوکو کې کلسيم د کاربونيټ فاسفيټ مالګي اوپه لږه اندازه د نورو مالګو په څيري موجود دي او د وجود سختمان جوړوي. د کلسيم فزيولوژيکې د ندي د حيواناتو په انساجو کې: نوموړي عنصر د حيواناتو په هډوکو اوغاښونو کې په زياته پيمانه پيداکيږ کلسيم او فاسفورس په ډيره لږه اندازه د حيواناتو په نورو نسجونو کې هم ليدل شوي دي د کلسيم عنصر د حيواناتو په نسجونوکې لاندي دندي سرته رسوي. 1- کلسيم د ټپ د ويني د کلکيدوپه عمليه کې رول لري. 2- کلسيم د حيواناتو په هډوکو او غاښونو د کلکيدو لپاره ضروري دي اوهم د عضلا تو په تقلص کې رول لري. 3- کلسيم د عضلو د انقباض او انسباط په عمليه کې هم رول لري. 4- دا ماده ياني کلسيم د حيواناتو په فزيولوژيکې سيستم زړه او د اعصابو نسجونه په نارمل او فعال حالت کې ساتي. 5- د حجروي پردو څخه د موادو تيريدل د دي عنصر په ذريعه کنتروليږي. د کلسيم کموالي په حيواناتو کې: 1- په هغه وخت کې چې کلسيم د حيواناتو د هاضمي په جهاز کې جذب نشي 2- په هغه وخت کې چې ويتامين (Vit-D) د حيواناتو په خوړو کې په کافي اندازه موجود نه وي. 3- په وخت کې چې کلسيم دحيواناتو په خوړو کې په کافي اندازه موجود نه وي. د کلسيم د کموالي په وخت کې حيوانات په لاندي نارغيو اخته کيږي 1- د رکت ناروغي: دا ناروغي په حيواناتو کې د کلسيم د عنصر دکموالي په وخت کې ليدل کيږي د دي ناروغي په وخت کې هډوکې په ښه توګه وده نه کوي او خپل اصلي شکل دلاسه ورکوي او کږيږي د رکت ناروغي په وخت کې د هډوکو بندونه شخيږي او خپله هډوکې نوميږي او د عصبي سيستم د انخطاط او غمگني لا مل گرځي. 2- استو ملاشيا: Ostiomalacia: د ناروغي د استيو پروسيس Ostioporosis دناروغي په نوم هم يا ديږي استو ملاشيا په عمومي توگه په بالغو انسانانو کې په زياته پيمانه ليدل کيږي د دي ناروغي په وخت کې هډوکې زخيروي کلسيم د لاسه ورکوي اوپه هډوکي کې سوري او منفذونه تشکليږي د ناروغ انسان هډوکې نرميږي او په اساني سره ماتيږي. 3- شدي ورکونکې ميندي د شيدو توليد لپاره کلسيم ته اړ تيالري د هغي پرته د کلسيم د کلسيم د کموالي په وخت کې د هډوکو کلسيم کم او هډوکي نرميږ تل د ځانه د دري ناروغيو شکايت کوي د ټابليتو په ورکولو سره د غه شکايت له منځه ځي د کلسيم او ويټامين ډي البته د کلسيم او ويټامين تابليت. 4- د کلسيم دکموالي په وخت کې حيوانات د اعصابواوعضلو کنترول له لا سه ورکوي او حيوانات په عصبي ناروغيو اخت کيږي. د کلسيم استقلاب کلسيم حيوانات په وړو کولمو کې د ابو په مرسته جذبيږي د کلسيم جذب په وړو کولمو کې انرژي ته هم اړتيالري د کلسيم په جذب کې لا ندي مواد مرسته کوي. 1- ويټامين ډي (Vitamin-D) 2- د انساجو داړتيااندازه. 3- د لکتوز شتوالي د هاضمي په جهاز کې. 4- د غذا کلسيم او فاسفورس په منځ کې مناسب نتاسب. 5- د هاضمي د جهاز PH دا بايد وويل شي چې د کلسيم په تيزابي PH کې د القلي PH په نسبت ښه جذبيږي. که چيري د کلسيم اندازه د حيواناتو په فزيولوژيکي سيستم کې د هغوي د اړتياڅخه زيات شي په هغه صورت کې اضافي کلسيم د ويتامين D په مرسته د حيواناتو په هډوکو کې ذخيره شي د کلسيم د اړتيا په وخت کې حيوانات د ذخيره شوي کلسيم څخه په نورو نسجونو کې استفاده کو. د پاراتايرايد د غدي هورمون هم ذخيروي کلسيم په استقلا ب کې رول لري که چيري د دي عنصر اندازه د حيواناتو په نسجونو کې زيات شي په هغه وخت کې به داضافي کلسيم څخه يوه اندازه د حيواناتوپه بولو (متيازو) کې هم د حيواناتو د بدن څخه بيرون وځي

د کلسيم منابع شيدي د کلسيم د غوره منابعو څخه دي نور منابع ئې هګې،هډوګې نخود،لوبيا سبزيجات،شنه پاڼي لرونکې نباتات او دڅښلو د سختو او لو څخه عبارت دي فاسفورس Phosphors: فاسفورس د فاسفيت په څيرد ژونديو حجراتو په ساختمان او وظيفه کې رول لوبوي او همدا رنګه فاسفورس د کلسيم په څير د هډو کو او غاښونو په ترکيب کې په زياته مقدار سره موجود دي د عضويت په حجراتوکې فاسفيت شتوالي لري کوم چې پروتين، لپيدو، او کاربوهايدريتو سره د ترکيب په تو ګه د فاسفو لپيد، فاسفو پروتين اوHexose Phosphate په څير موجود دي علاو تاً د ATP او د هغي سره ورته مرکباتو په څير په سخمتان کې شتوالي لري چې د انرژي په ذخيره او ټراسنفورميشن (Transformation) کې رول لوبوي ديوکاهل شخص تقريباً (700gr) فاسفيت لرونکې دي چې د عضويت مجموعي وزن ئې تقريبً 1% تشکليوي د ويني پلازما کې د فاسفيت اندازه (3-5mg) دويني RBC نسبت پلازما په لوړ مقدار سره فاسفيت لرونکې دي په عضويت کې دفاسفورس فزيولوژيکې دندي فاسفورس لا ندي دندي سرته رسوي. 1- د هډوکو او غاښونو په جوړښت کې ونډه اخلي چې عضويت د فاسفورس 85-80% په هډوکو کې موجود دي. 2- هستوي اسيدونه RNA او DNA سختماني جز دي کوم چې د پروتينو په تشکيل کې او په ارثيت کې ډير ارزښت لري 3- د فاسفورس د لوړي انرژي لرونکې مرکباتو ATP او UTP او نور په سختمان کې برخه اخلي. 4- د حجروي غشا دعمده او سختماني اجزاوو څخه شيمرل کيږي. 5- د فاسفو لپيد، Latlacthines ،Cepharin او پلازمالوجين (Plasmolgen) او نورو سختماني برخه تشکيلوي. 6- ګلوکوزGalocose-1-6-Phosphate د انرژي ښه منبع د ي اوهم په عضويت کې وجود لري. 7- فاسفيت د انساوجود حجراتو په داخل کې دغوره انيون په څيره شتوالي لري. 8- څرنګه چې د پلاز ما فاسفيت په دوه شکلو (HpP4) او H2PO4 کې شتوالي لري بناپردي د بفر په علميه کې او د ويني PH په تنظيم کې رول لري. فاسفورس کموالي د حيواناتو په نسجونو کې د فاسفورس د کموالي په وخت کې حيوانات په لا ندي نارغيو اخته کي. 1- د ويني په پلا زما (Plasma) کې فاسفورس اندازه د نارمل حالت څخه ښکته ځي اوحيوانات د فاسفورس د کموالي له کبله د هډوکو په ناروغيو اخته کيږي. 2- د فاسفورس د کموالي په وخت کې دفاسفيت انزايم اندازه د حيواناتو په هډوکو او وينه کې زياتيږي دا انزايم فاسفورس او کلسيم د هډوکو څخه ليږدوي او حيوانات (Ostiomalacia) په ناروغي اخته کيږي. 3- د فاسفورس د کموالي په وخت کې د حيواناتو هډوکې په عمومي توګه د خپل مقاومت د لاسه ورکوي او ژر ماتيږي. 4- د فاسفورس د کموالي په وخت کې د حيواناتو په هډوکو بندونه شخيږي. 5- حيوانات د غذا د جوړه اشتهاد لاسه ورکوي او حيوانات کم خوراکې (Anorexia) په ناروغي اخته کيږي. 6 – حيوانات د غذا د نه خوړلو له امله خپل وزن د لاسه ورکوي او ډنګريږي. د فاسفورس استقلاب فاسفورس هم د حيواناتو په وړو کولمو کې د حيواناتو وينه ته جذبيږي د فاسفورس په جذب کې لاندي عوامل مرسته کوي. 1- د حيواناتو په خوړو کې د فاسفورس او کلسيم مناسب تناسب د غذا فاسفورس هغه وخت کې د حيواناتو د هاضمي جهاز څخه په ښه تو ګه جذبيږي چې د هغوي په منځ کې مناسب نسبت موجود وي چې د کلسيم او فاسفورس د جذب لپاره مناسب نسبت 1:2 دي. 2 – د حيواناتو د هاضمي د جهاز PH، فاسفورس په تيزابي PH کې د القي PH په نسبت زيات جذبيږي دا ځکه چې په تيزابي PH غير منحل فاسفورس دهغه په منحل شکل بدليږي. 3- د هايدرو کلوريک اسيد شتوالي د حيواناتو په معده کې د فاسفورس په جذب باندي مثبت تا ثير لري دا ځکه چې HCl هايدروکلوريک اسيد هم غير منحل فاسفورس لرونکې مرکبونه په منحل فاسفورس لرونکو مرکبونو بدلوي. 4- د لکتوز قند شتوالي د حيواناتو د هاضمي په جهاز کې هم فاسفورس په جذب باندي مثبت تاثيرلري دا ځکه چې لکتوز د حيواناتو د هاضمي په جهاز کې په لکتيک اسيد بدليږي لکتيک اسيد په غير مستقيمه توګه د حيواناتو د هاضمي په جهاز کې د فاسفورس او د کلسيم جذب زياتوي د فاسفورس غذائې منابع په عمومي ډول ټول هغه غذايي مواد چې د کلسيم غني منابع دي په لوړ مقدار سره فاسفورس هم لري په دي لړ کې شيدي (98%) لوبيا حبوبات د هګيو زيړ غوښه د يا دولو وړ دي. مګنيزيم (Magnesium) Mg  : مگنيزيم په عضويت کې (12gr) په شاو خوا کې د جود لري چې نيمائي برخه ئي هډو کو په غير عضوي موادو کې موجود دي او پاتي برخه ئي د نرم انساجو او د عضويت په مايعاتو کې شتوالي لري د ويني د سيروم (1-9,5mgr) مگنيزيم لرونکې دي چې تقريبً 1/2 برخه ئې له پروتينو سره داتصال په څير وجود لر همدارنګه د عضلي په (100gr) کتله کې (21gr) مگنيزيم شتوالي لري. په عضويت کې دمگنيزيم فزيولوژيکې دندي مگنيزيم د حيواناتو په نسجونو کې لاندي وظيفي سرته رسوي. 1- مگنيزيم په بدن کې د ډيرو انزايمونو د فعاليت لپاره ضروري دي دکلوروفيل په جوړښت کې برخه اخلي. 2- مگنيزيم د هډوکو اوغاښونو (Compla Salt) په تشکيل کې برخه اخلي. 3- د عصبي عضلو په انساجو کې Myocinisa انزيم هم فعالوي دا انزايم د عضلاتو په استقلابي تعاملا تو کې چې د عضلو د غځيدو او پراخيدو لپاره ضروري دي رول لري. 4- د حيواناتو په نسجونو کې د کاينيز (Cainase) انزايم هم د دي عنصر په ذريعه فعاليږي او د حيواناتو په اساجو کې د کو انزايم دنده اجراکوي. د مگنيزم کموالي ناروغي د مگنيزيم د کموالي په وخت کې حيوانات په لا ندي ناروغيو اخته کيږي. 1-Vasodilation ويزوډيلشن د دي ناروغي په وخت کې د ويني د رګونو قطر زياتيږي او د وجود فشار ټيټيږي 2- (Erythma) ددي ناروغي په وخت کې د حيواناتو پوستکې سورنګ اختياروي. 3- (Hyperemia) هايپريما ددي ناروغي وخت کې د حيواناتو د ويني په مجراکې د ويني حجم زياتيږي او فشار لوړځي. 4 – (Arrhythmia) اريتيما ددي ناروغي په وخت کې د حيواناتو د زړه حرکت بدلون مومي او حيوانا نارامي احساسوي. 5- د مگنيزيم د کموالي په وخت کې د حيواناتو د عضلو د هغو برخو حساسيت زياتيږي چې هلته اعصاب د عضلو سره وصل شوي په کوم ځاي کې چې اعصاب د علضو سره وصليږي. 6- د دي عنصر د کموالي په وخت کې حيوانات (Tremor) په ناروغي اخته کيږي د دي ناروغي په وخت کې د حيواناتو عضلي ريږدي. 7- د مگنيزيم کموالي د شيدو په غواګانو کې د شيدو د تبي (Milk Fever) د ناروغي سبب کيږي. د مگنيزم استقلاب مگنيزم چې د حيواناتو په وړو کولمو کې جذبيږي د حيواناتو په هډوکو او پستو نسجونو کې پيداکيږي د حيواناتو په نسجونو کې عموماً د کوانزايم په شکل دندي سرته رسوي مګنيزيم لکه د نورو ضروري عناصرو په څير د حيواناتو په کولمو کې جذبيږي. مګنيزيم د استقلاب څخه وروسته د حيواناتو په صفرا کې د (Bill) د تيوب له لاري د حيواناتو وړي کولمي ته دا خليږي او د حيواناتو په فضله موادو کې د حيواناتو د بدن څخه خارجيږي. مګنيزيم د استقلاب څخه وروسته يو اندازه مګنيزيم د حيواناتو د ادرار د لاري د حيواناتو د بدن څخه خارجيږي. د مګنيزيم غذاي منابع حبوبات او شنه نباتات د مګنيزيم ډيرښه منابع دي همدارنګه مګنيزيم منابع MgSO4 او MgSO3 څخه عبارت دي خود MgO2 څخه زياته استفاده کيږي سوډيم (Sodium)  : Na سوډيم هم د ضروري عناصرو د ډلي څخه يو مهم عنصر دي څرنګه چې دغه عنصر د حيواناتو په غذا ګانو کې يو کافي اندازه نه پيداکيږي نو له دي کبله بايد سوديم د حيواناتو په غذاکې هره ورځ د سوديم کلورايد په شکل علاوه شي سوديم کلورايد له د نورو عناصرو هم دحيواناتو په نسجونو کې پيداکيږي د ويني په هره (100ml) کې (160mg) سوديم موجود دي په همدي ډول د پلازما په هره (100ml) کې (330mg) سوديم شتوالي لري د يادولو وړده چې د اسکليټ غير عضوي برخه د عضويت مجموعي سوديم (1/3) برخه تشکليوي. د Na (+) ايون يو خارج حجروي ايون دي چې د وجود اوبه د لا زم اندازي څخه دسوديم فزيولوژيکي دندي 1- څرنګه چې د پلا زما په ايون کې د سوديم ايون نسبت نورو ايونونو ته په زياته مقدار سره موجود دي بناءً د سوديم ايون د پلازما د حجم او ازموتيک فشار په ساتنه کې عمده فکتور دي. 2- سوديم او پوتاشيم د کلسيم او مګنيزيم Antagonist دي له دي کبله دعصبي هيجاناتو په تنظيم کې مهم رول لوبوي. 3- په زياته مقدار سره د Cl او H2CO3 سره يو ځاي او په وينه کې د کاربن داي اکسايد په انتقال او د ويني PH په تنظيم کې برخه اخلې. 4- د کلورين هغه Cl چې د HCl د تشکيل لپاره د سوديم کلورايد څخه مشتق کيږي له دي کبله د معدي عصاره د HCl په جوړيدو کې مرسته کوي. 5- څرنګه چې دا عنصر د حيواناتو د عصبي انګيزو د انتقال لپاره هم ضروري دي له دي کبله د سوديم د کموالي په وخت کې عصبي انګيزي د حيواناتو په عصبي سيستم کې په ښه توګه نه انتقاليږي د سوديم زياتوالي په وينه کې د ويني غلظت زياتوي. د سوديم د کموالي ناروغي د سوديم د کموالي په وخت کې لا ندي ناروغي په حيواناتو کې رامنځته کيږي. 1- د سوديم اندازه د حيواناتو په وينه کې په تيره بيا د حيواناتو د ويني په پلازما کې ټسټيږي. 2- د سوديم کموالي په وخت کې حيوانات عموماً (Gravy) په ناروغي اخته کيږي د دي ناروغي په وخت کې حيوانات اشتها د ملګي خوړلو لپاره زياتيږي او حيوانات د مالګي د ميندلو لپاره هڅه کوي. 3- حيوانات خپل وزن د لاسه ورکو او ډنګريږي. 4- حيوانات د غذا د خوړو د اشتها د لاسه ورکو دا ناروغي د غذا د تغذي په نظره د انوريکشيا (Anorexia) د ناروغي په نوم يا ديږي. 5- د سوديم د کموالي په وخت کې د حيواناتو د انساجو څخه زياتي او به ضايع کيږي دا ناروغي په حيواناتو کې Dehydration د اوبو د خارجيدو د ناروغي په نوم هم يا ديږي. د سوديم استقلاب سوديم د نورو عناصرو په څير د حيواناتو په کولموکي جذبيږي کله چې دا عنصر د حيواناتو پ انساجوکې د حيوان د اړتيا څخه زيات شي په هغه صورت کې اضافي سوديم د حيواناتو د انساجو څخه د حيواناتو په ادرار کي خارجيږي. د سوديم اندازه د حيواناتو په بولو(متيازو) کې د غذاي د سوديم د اندازي سره مستقمي اړيکي لري د سوديم اندازه د حيواناتو په انساجو کې د هورمونونوپه ذريعه هم کنتروليږي چې د هغوي څخه مهم د ادرينال دغدي هورمونونه دي د سوديم کموالي د حيواناتو په انساجو کې عموماً په هغه و ختونو کې ليدل کيږي چې حيوانات د اسهال،زړه بدي اود کانګو په نارغيو اخته وي همدارنګه د سوديم کموالي د حيواناتو په انساجو کې هغه وخت ليدل کيږي چې د حيواناتو په غذا کې د خوړو مالګه په کافي اندازه موجوده نه وي . د سوديم منابع او ورځني ضرورت : سوديم په پراخه پيمانه سره په اکثره خوړو کې شتوالي لري غوره غذائي منابع د خوړو مالګه (NaCl) سوديم کلورايد دي چې په پخلي کې استعماليږي غوښه نسبت نباتي خوړو ته زيات مقدار سره سوديم لري په داسي حال کې چې (Processed) شوي غذا ګانو په اضافي مقدار سره د سوديم لرونکي دي په (USA) کې د کاهلانو د سوديم کلورايد ورځني مصرف (5-16gr) پوري په نو موړي مقدار (90-95%) د ادرار له لاري اطراح کيږي او همدارنګه د خولو له لاري هم د وجود څخه خارجيږي . په هغه خلکو کې چې (Hypertension) د ويني د فشار زياتوالي کورنۍ تاريخچه نلر. کولاي شي دورځي (5gr) پوري سوديم کلورايد واخلو اما هغه خلک چې (Hypertension) کورنۍ تاريخچه لري بايد د سوديم کلورايد ورځني اخستينه ئي د يوګرام (1gr) څخه کم دي ځکه چې سوديم زيات مقدار اخستينه (Hypertension) توقوعات زياتوي په همدي تو ګه که يو شخص د يوي اوږدي مودي لپاره د حرارت د لوړي درجي سره مفروض وي اويو زيات مقدار سره خوله ولري يو مقدار سوديم د خولي د لاري ضايع کوي. پوتاشيم (Potassium) K: پوتاشيم د سوديم خلاف په زياته اندازه د حيواناتو د حجرو په داخلې مايعاتو کې پيداکيږي. پوتاشيم K يو دا خل الحجروي ايون دي چې د حجراتو کېمياوي فعاليت هغي تته اړتيالري د اعصابو او عضلا تو فعاليت د پوتاشيم خارج الحجروي غلضت پواسيطه تنظيم کيږي کېمياوي تجربي ښودلي ده چې د انسانانو په نسجونو کې (400mg) په حدودو کې پوتاشيم موجود دي ددي پوتاشيم څخه (70mg) په اندازه د انسانانو د خارجي مايعاتو کې او پاتي برخه ئې د انسانانو د حجرو په داخلې مايعاتوکې موجود دي د پوتاشيم فزيولوژيکي دندي : 1- په پلا زما کې د پوتاشيم ايون متناسبه سويه د زړه د نور مالي وظيفي لپاره ضروري دي په همدي ډول پوتاشيم د اسکليټي عضلي د اليافو په ورماله و ظيفه کې برخه اخلي. 2- پوتاشيم د زياتو انزايمونو دتعاملا تو لپاره ضروري دي. 3- پوتاشيم د عصبي فعاليتونو لپاره ضروري دي د يو تاشيم د کموالي په وخت کې د عصبي انګيزي د حيواناتو په عصبي سيستم کې په ښه تو ګه نه انتقاليږي 4- د حيواناتو په حجروکې د حجرو د پردو پوتنشيال هم د دي عنصر په دريعه کنتروليږي. 5- د حيواناتوپه فزيولوژيکې سيستم کې د اعنصر هم لکه سوډيم د ازموسس د فشار په کنترولولو کې رول لري. 6- يوشيمر انزايمونه چې د حيواناتو په انساجو کې شکري استقلابوي د پوتاشيم عنصر ته ضرورت لري. 7 – يو شمير انزايمونه چې د حيواناتو په انساجو کې الکترو ته د الکترون په انتقالي سيستم کې د انتقال ورکوي هم د يو پوتاشيم د عنصر په ذريعه فاليږي يعني په Cribcycal کرب سايکل رول لري. 8- د پوتاشيم د کموالي په وخت کې د حيواناتو په انساجوکې غدايي موادو په ښه توګه نه انتقاليږي. د پوتاشيم کموالي: د پوتاشيم د کموالي په وخت کې حيوانات په لاندي نارغيو اخته کيږي. 1 حيوانات د غذا د خوړلو اشها د لاسه ورکوي دا ناروغې د غذايي تغذيي له نظره (Anorexia) انوريکسياپه نوم ياديږي. 2- د حيواناتو وده د پوتاشيم د کموالي په وخت کې سستيږي ، دا ناروغي د غذائي تغذيي د رتياردت ګروت (Retorted Growth) په نوم يا ديږي. 3- حيوانات د پوتاشيم د کموالي په وخت کې د لتارجک (Lethargic) يا تمبلي په ناروغي اخته کيږي. 4- که چيري د پوتاشيم ناروغي اوږ ده شي په هغه صورت کې په حيوان د کوم حالت ته ننوځي او حيوان به د دري 3 هفتو څخه وروسته مړشي. 5- د پوتاشيم د عنصر د کموالي په وخت کې د حيوان د پو ستکې رنګ شين گرځي دا ناروغي د غذا دتغذيي له نظره سانياتيک (Cyanotic) د ناروغي په نوم يا ديږي. 6- د حيواناتو عضلې ضعيفيږي. 7- د حيواناتو سږي پړ سيږي دا ناروغي په حيواناتو کې (Pulmonary Edema) په نوم ياديږي. 8- د پوتاشيم د کموالي په وخت کې د حيواناتو د زړه عضلي تخريبيږي. 9- د پوتاشيم د کموالي په وخت کې سطحې اعصاب فلجيږي. د پوتاشيم استقلاب : پوتاشيم لکه سوديم د حيواناتو په وړو کولمو کې جذبيږي که چيري د پوتاشيم اندازه د حيواناتو په غذاکې د هغوي اړتيا څخه زياته شي په هغه صورت کې به اضافي پوتاشيم د حيواناتو د بدن څخه د ادرار پواسطه خارجيږي د پوتاشيم د کموالي نښي د حيواناتو په بدن کې په لاندي وختونو کې ليدل کيږي. 1- په هغه وخت کې چې حيوانات د اسهال په ناروغي اخته وي. 2- په هغه وخت کې چې حيوانات د کانګي په ناروغي اخته وي. 3- د ادرينال د غدي د نارغي په خت کې. 4- په هغه وخت کې چې پوتاشيم د حيواناتو د هاضمي په جهاز کې په ښه گټه نه اخلي. د پوتاشيم د کموالي په وخت کې حيوانات د غذاي موادو څخه په ښه توګه ګټه نه اخلي، نو له دي امله د پوتاشيم د کمولي په وخت کې حيوانات د ډنګرتوب په ناروغي اخته کيږي.


د پوتاشيم منابع : هغه غذايې مواد چې د پوتاشيم څخه غني دي د ميوه جاتو (ستروس،رومي، بانجان،کيله،سبزيجات،غوښه،حبوبات او شيدي ) څخه عبارت دي. د پوتاشيم ورځني غذائې ضرورت (4,5-1,5gr) پوري دي ديو متوسطي غذاي پواسطه د ورځني (8-4gr) پوري پوتاشيم اخستل کيږي چې نسبت ورځني ضرورت ته لوړ دي پوتاشيم په کوچنيو کولمو کې جذب او بياد ويني دوران ته دا خليږي او خارج الحجروي مايعاتو څخه د عضويت ټولو انساجو ته رسيږي. پوتاشيم په غوره توګه د انساجو د حجراتو په داخل کې ليدل کيږي د عضويت د پوتاشيم زيات برخه په عصبي حجراتو کې شتوالي لري. سلـــــــــــــــفر (Sulfur) S: کېمياوي تجروبو ښودلي ده چې د حيواناتو او نباتاتو په نسجونو کې دوه ډوله سلفر وجود لري. 1- عضوي سلفر Organic Sulfur- 2- غيرعضوي سلفر – In Organic Sulfur

د حيواناتوپه نسجونوکې د سلفرزياته برخه د عضوي سلفرپه شکل موجود ده عضوي سلفرپه زياته برخه دحيواناتو په وښيتانو،نوکانواو هډوکو کې پيداکيږي سلفرلرونکې امينو اسيدونه لکه سيتسن او ميتوتيونين د عضو يت  د ټولو حجراتو د ترکيب د جز په څير شتوالي لري کيرايتن د سلفر لرونکې امينو اسيد ستيسن څخه زيات غني دي.

سلفرستين (Cystine) (Meyonine) لرونکي پروتينو په څير خوړل کيږي ليکن عضويت نه شي کولاي چې د غيرعضوي سلفيټ يا سلفر مصرف کړي. سلفر په A.A کې د مونو ډاي بانډ په شکل ليدل کيږي. د سلفر دندي : عضوي سلفر په کمه اندازه د حيواناتو په نسجونو کې د ويټامينونو او هورمونونو په تشکيل کې هم پيداکيږي شکري ، غوړي او پروتينونه هم يوه اندازه سلفر لري د سلفر فزيولوژيکي دندي : سلفر د حيواناتو په فزيولوژيکي سيستم کې لاندي دندي سرته رسوي. 1- د حيواناتو په نسجونو کې يوشمير انزايمونه فعالوي. 2- د حيواناتو په نسجونو کې ميتوتين،ستسين او امينونو اسيدونه هم د سلفر عنصر لري. 3- د حيواناتو په نسجونو کې کوانزايم A ليپوتيک اسيد مرکبونه هم د سلفرلرونکي دي. 4- سلفر د ويټامين B1 په کېمياوي جوړښت کې هم رول لري. 5- انسولين هم د سلفر لرونکي هورمون دي. 6- د حيواناتو په نسجونو کې يوريا هم د سلفر په مرسته جوړيږي.

د سلفر کموالي :

د سلفر د کموالي په وخت کې حيوانات په لا ندي ناروغيو اخته کيږي. 1 – حيوانات اشتها د لاسه ورکوي. 2- د حيواناتو وزن کميږي. 3- حيوانات تمبل گرځي. 4- د حيواناتو د سترګو څخه اوښکې بهيږي. 5- د حيواناتو د ويني او توري نسجونه خرابيږي،. 6- حيوانات ضعيفه کيږي او بل اخره مري.

د سلفر استقلاب :

لکه چې مخکي وويل شول چې سلفر د حيواناتو په نسجونو کې د عضوي اوغيرعضوي سلفر په شکل ليدل کيږي،عضوي سلفر د حيواناتو په غذا کې په زياته پيمانه ميتونين او ستيسن په شکل او غيرعضوي سلفر د حيواناتو په نسجونو کې د سلفايدونو په شکل ليدل کيږي. عضوي سلفر د حيواناتو په کولمو کې په ښه توګه جذبيږي سلفر د استقلاب د عملي څخه وروسته دحيواناتو په بولو ( متيازو ) کې خارجيږي د سلفايدونو په شکل. د سلفر منابع : د سلفر منابع عبارت دي له غوښي او پروتينونو څخه او همدارنګه په حيواناتو هم ليدل کيږي،غيرعضوي سلفر کله چې غدائې پروتين په بدن کې په احتراق ورسيږي هغه په سلفوريک اسيد تبديليږي چې د پښتورګو په وسيله د بدن څخه خارجيږي S د سوزيدو څخه SO3 اکسايد جوړيږي، او په تنفسي جهاز کې د اوبو سره يوځاي کيږي او سلفوريک اسيد جوړي چې حشرات او انسانان له منځه وړي. سلفر د پوستکې د ناروغيو د ملهمونو په جوړه ولو کې استعماليږي او د جواني داني د تداوي لپاره هم ورڅخه کار اخستل کيږي. اوسپنه Fe Iron: اوسپنه د مهمو حياتي فلزاتو له ډلي څخه دي چې د هيموګلوبين په جوړښت کې شامل دي، اوسپنه د حيواناتو د بدن په مختليفو برخو کې پيداکيږي کېمياوي تجزيو ښودلي ده چې د منځني وزن لرونکو انسانانو په نسجونو کې (308gr) اوسپنه موجوده وي. نوموړي اوسپني څخه په سلو کې 70 برخو هميوګلوبين او يايې (30) برخي په هيموګلوبين کې اوپه ذخيروي او انتقالي شکل د حيواناتو په فزيولو ژيکي سيستم موجوده ده. د اوسپني فزيولوژيکي دندي : 1- اوسپنه د حيواناتو په انساجو کې د غذاي موادو څخه د انرژي په توليد کې برخه اخلي. 2- اوسپنه د حيواناتو د حجرو په مايتو کاندريا کې د الکترون د انتقالي سيستم مهم جزدي. 3- اوسپنه د هيموګلوبين په کېمياوي جوړښت کې هم برخه اخلي. 4- د سايتوکروم اکسيدايز (Cytocrome-Oxidase) انزايم فعالوي. 5- د کتليز انزايم (Catalase Enzyme) فعالوي.

د اوسپني کموالي ناروغي : د اوسپني د کموالي په وخت کې حيوانات په لاندي ناروغيو اخته کيږي. 1- انيميا (Anemia) يا د کم خوني د ناروغي په وخت کې د حيواناتو د ويني رنګ تقريباً په نارمل حالت کې پاتي کيږي. اما د حيواناتو د وينه کې د هموګلوبين اندازه ټيټه ځي. 2- حيوانات ښه وده نه کوي. 3- حيوانات د غذا د خوړلو اشتها د لاسه ورکوي اويا د (Anorexia) په ناروغي اخته کيږي. 4- د اوسپني د کموالي په وخت کې حيوانات د اعصابو د مايلين غشاء هم تجزيه کيږي. د اوسپني استقلاب : اوسپنه د حيواناتو د هاضمي په جهاز کې د حيواناتو د اړتياسره سم جذبيږي په تيزابي محيط کې داسي اوسپني اندازه زياته وي د حيواناتو د هاضمي په جهاز کې د ويټامين (Vit-C) او د مالګې تيزاب HCl نسبتاً د اوسپني په جذب کې مرسته کوي د اوسپني د استقلاب د عمليي څخه وروسته د حيواناتو فضله مواد کې په ډيره اندازه د حيواناتو بولو (متيازو) کې په ډيره لږه اندازه د حيواناتو د بدن څخه خارجيږي. د اوسپني غذايي منابع : د اوسپني حيواني منابع زيات اهميت لري ځګر،زړه،پښتورګې،غوښه او د هګې زيړ او د هګي زيړ د حيواني منابعو غوره مثالونه دي. ايودين Iodine I: ايودين هم د حيواناتو په نسجونو کې په ډيره لږه اندازه ليدل شوي دي ايودين د حيواناتو په بدن کې د تايرايد په غده کې د لا ندي هورمونونو په شکل کې رول لري. 1- د تايروکسين هورمون (Thyroxin-H). 2- ډاي ايودو تايرونين هورمونونه (Di Iodo thyroxin-H).

د ايودين کموالي : ايودين د کموالي په وخت کې حيوانات په لا ندي ناروغيو اخته کيږي. 1- د حيواناتو د ژوند دارامي د اساسي انرژي اړتيا د ايودين د کموالي په وخت کې زياتيږي. 2- ايودين د کموالي په وخت کې د کلسترول،شحميات فاسفولپيدونه او کلسيم اندازه د حيواناتو په وينه کې کميږي. 3- حيوانات د جاغور په ناروفي اخته کيږي. 4- د حيواناتو جنسي تمايلات کميږي. د ايودين استقلاب : ايودين نورو عناصرو په څير د حيواناتو په کولمو کې جذبيږي نوموړي عنصر د تايرايد په غده کې په ډيره لږه اندازه زخيره کيږي ايودين د استقلاب د عمليي څخه وروسته د حيواناتو په بولو (متيازو او فضله موادو) کې د حيواناتو څخه خارجيږي. د ايوين منابع : بحري کبان د ايودين د ډيرغني منابعو څخه دي په همدي توګه د بحري سطحې په نږدي مناطقو نباتات په ميوه جاتو او نورو خوړو په کې کافي مقدار سره ايودين لري او د مالګو په ډول جذب او استفاده کيږي. منګانيز (Manganese) Mn: منګانيز هم د فلزاتو دجملي څخه يو مهم فلز دي منګانيز د حيواناتو په پښتورګو ينه او د پانقراس په غده کې پيداکيږي منګانيز د حيواناتو په ويښتانو،سږو او هډوکو کې هم ليدلاي شو منګانيز په ډيره لږ اندازه د حيواناتو په عصبي سيستم کې هم پيداکيږي. د منګانيز فزيولوژيکي دندي : 1- حيوانات د منګانيز د کموالي په وخت کې خپل عصبي کنترول دلاسه ورکوي. 2- د منګانيز د حيواناتو په انساجو کې د شحمي تيزابو د جوړيدو په عمليه کې رول لري. د منګانيز د کموالي نارغي : 1- حيوانات په عمومي توګه ديني په ناروغي اخته کيږي د دي عنصر د کموالي په وخت کې دصفرا يا Bile اندازه هم د حيواناتو په ينه کې کميږي. 2- د منګانيز د کموالي په وخت کې د حيواناتوهډوکو تغيرخوري د هډوکو بندونه د عادي حالت څخه غټيږي. د منګانيز استقلاب : منګانيز هم د حيواناتو په کولمو کې جذبيږي اود حيواناتو په ينه اوپښتورګو کې ذخيره کيږي منګانيز د استقلاب د عمليي څخه وروسته د حيواناتو په فضله موادو کې زياته اندازه او د حيواناتو په بولو (متيازو) کې په لږه اندازه د حيواناتو د بدن څخه خارجيږي. د منګانيز منابع : د منګانيز منابع عبارت دي واښه باب جوار او داسي نور. سيلينم Selenium: د سيلينم عنصر په ډيره لږه اندازه د حيواناتو په انساجو کې پيداکيږي سيلينم د حيواناتو په ترشحي غده واتو د پانقراس غدوکې وړي کولمي،سږو او په انساجو کې ليدل شوي دي د حيواناتو د زړه عضله د هغوي د اسکليټ د عضلاتو په نسبت ډير سيلينم لري. د سيلينم فزيولوژيکي دندي : 1- سيلينم د حيواناتو د هاضمي په جهاز کې د شحمياتو په جذب کې مرسته کوي 2- د ويټامينونو په انتقال کې رول لري. د سيلينم کموالي : 1- د سيلينم د کموالي په وخت کې د زړه عضلي خپل مواد دلاسه ورکوي او حيوانات د زړه په ناروغي اخته کيږي. 2- د سيلينم د کموالي په وخت کې د عضلي انساج تخريبيږي. د سيلينم استقلاب : سيلينم د حيواناتو د انساجو په ډيډيونوم اوايليوم کې جذبيږي. سليکان Silicon Si: د سليکان عنصر هم د هډو کو اوغضروفو په جوړ ولو کې برخه لري د سليکان د کموالي علامي ډيرکم ليدل کيږي ځکه چې سليکان په نباتاتو کې په کافي اندازه پيداکيږي. جست Zinc Zn: دا عنصر د حيواناتو د نورمال ودي،تکثراو د عمر د اوږد والي لپاره ضروري ګڼل کيږي . جست په W.B.C کې شتوالي لري د يو کامل انسان عضويت تقريبً (1-2gr) پوري جست لري په زياته اندازه په پوستکې کې وجود لري. د جست فزيولوژيکي دندي : 1- جست د حيواناتو په نسجونوکې په لاندي کېمياوي موادو په جوړولو کې رول لري. الف : پروتين ، ب : DNA او RNA 2- د انسولين هورمون دجست په ذريعه فعاليږي. د جست کموالي : 1- د جست د کموالي په وخت کې پوستکې خارښت کوي. 2- پوستکي ګونځي پيداکوي. د جستو منابع : يو مخلوط غذا (15-10mg) پوري Zn جست لري دورځني ضرورت لپاره فوق العاده د کفايت کوي ډير غني منابع غوښه، ځگر،هګي کبان او شيدي دي.


مس Cupper Cu: مس د نورو ضروري عناصرو په څير يو عنصردي مس سره له دي چې د حيواناتو په انساجو کې په لږه اندازه پيداکيږي او يو نورمال کاهل شخص عضويت تقريباً (150-100mg) پوري مس لري ځګر عضلات،پښتورګې، ماغزه او زړه کې په لوړ غلظت سره شتوالي لري.په لږ مقدار سره مس Hb د تشکيل لپاره هم ضروري دي.م د مسوفزيولوژيکي دندي : 1- د حجري په مايتو کاندريا کې د ساتيو کروم اکسيد اير انزايم هم مس ته اړتيا لر. 2- دهيموګلوبين په جوړو لو کې مرسته کوي مس د Vti- A لپاره ضروري دي. د مس کموالي : 1- د مسوکموالي په وخت کې حيوانات د ويني خپل سورنګ دلا سه ورکوي. 2- مس د نورمال RBC د جوړيدو د پاره ضروري دي . د مسو استقلاب : مس د نورو عناصر په څير د حيواناتو په وړوکولمو کې جذبيږي او مس د حيواناتو په ينه،توري او اعصابو په مرکزي سيستم کې ذخيره کيږي. د مسو منابع : ځګر د مسو ډيرغني منبع ده چې د 4-5mg په شاو خوا مس لري وچ حبوبات په شاوخوا کې مس لري. کوبالت Cobalt Co: د کوبالت فلز هم د حيواناتو په انساجو کې ډير مهمي دندي سرته رسوي کوبالت په زياته اندازه د حيواناتو په پښتورګو،توري، پانقراس او د ادرينال په غدوکې پيداکيږي . د کوبالت فزيولوژيکي دندي : 1- ويټامين B12 جوړوي. 2- Vit-B12 په شکل د ويني په تشکيل کې رول پري چې د سراطان د تداوي لپاره Co څخه کوم چې د وړانګي توليدوي کار اخلي. د کوبالت کموالي : 1- د شحمياتو اندازه د حيواناتو په نسجونو کې کميږي. 2- د حيواناتو د ويني د پلازما پروتين دعادي حالت څخه کميږي. د کوبالت استقلاب : کوبالت د حيواناتو په وړو کولمو کې جذب او په زياته اندازه استقلاب څخه وروسته د فضله مواد سره خارجيږي.

اخځليکونه 1 – غضنفر،الف شاه. (١٣٦٧). بيوشيمې،کابل پوهنتون طب پوهنځي 2- ميرشکرائي،سيداحمد. (١٣٨٢). کيمياعضوى،پوهنتون پيام نور 3- دوستېو،محمد. (١٣٧٥). بيوشيمې،پوهنتون تهران 4- سمين،عبدالقهار. (١٣٨٦). دخاوري کيميا،پوهنتون کابل 5- احمدزي،خان محمد. (١٣٨٥). بيوشيمې،ننګراهار پوهنتون طب پوهنځي 6- سهاک،محمدهاشم. (١٣٧٩). دتغذيې علم،افغان پوهنتون پيښور.