منرال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په جیولوژي (ځمک‌پوهنه) او منرالوژي (کان‌پوهنه) کې منرال یا د منرال ډولونه په ټولیز ډول یو جامد کیمیاوي مرکب دی چې نسبتاً مشخص کیمیاوي ترکیب او مشخص کرېسټالي جوړښت لري او په طبیعي کې په خالص ډول موجود دي. [۱][۲]

د ځمک‌پوهنې له پلوه د منرالونو په تعریف کې معمولاً هغه مرکبات نه شاملېږي چې یوازې په ژوندیو موجوداتو کې شته. ځینې منرالونه تر ډېره بیوجینیک دي (لکه کلسایټ) یا عضوي مرکبات چې کیمیاوي معنا لري (لکه ملیټ). ژوندي موجودات تر ډېره هغه غیر عضوي کاني مواد (لکه هایدروکسي لاپټيټ) سنټېز کوي چې په ډبرو کې هم موجود دي. 

منرال له ډبرې څخه یو جلا مفهوم دی چې هر ډول لوی جامد جیولوژیکي مواد پکې شاملېږي او په لویه کچه کې نسبتاً هم‌جنسه دي. یوه ډبره ښايي له یو ډول منرال څخه جوړه شوې وي یا ښايي د دوو یا څو بېلابېلو منرالونو ټولګه وي چې له فضايي پلوه په متمایزو فازونو وېشل کېږي. [۳]

له مشخص کرېسټالي جوړښت پرته ځينې جامد طبیعي مواد لکه عقیق یا ابسیډین [هغه ښيښه چې د اور غورځوونكي غره له موادو څخه په طبيعي ډول جوړېږي]، منرالایډ بلل کېږي. که یو کیمیاوي مرکب په طبیعي ډول له بېلابېلو کرېسټالي جوړښتونو سره واقع شي، هر جوړښت ته د یوه جلا منرالي ډول یا نوعې په سترګه کتل کېږي. مثلاً کوارټز او سټیشوېټ دوه بېلابېل منرالونه دي چې له ورته مرکب سلیکان ډای اوکسایډ څخه جوړ شوي دي. [۴]

د منرال پېژندنې نړیواله اتحادیه (IMA) د منرالونو د ډولونو د تعریف او نومونې لپاره یوه پېژندل شوې معیاري اداره ده. دغې ادارې د ۲۰۲۱ کال له نومبر میاشتې راهیسې د ۵۹۶۶ وړاندیزي یا دودیزو ډولونو له ډلې څخه  ۵۷۶۲ په رسمیت پېژندلي. [۵][۶]

پر مهم کیمیاوي ترکیب او کرېسټالي جوړښت سربېره، د منرالي ډولونو په تشرېح کولو کې معمولاً د هغوی عامې فزیکي ځانګړنې لکه بېرونی شکل، سختوالی، ځلا، روڼوالی، رنګ، کلکوالی، درز، ماتوالی، جلا والی، ځانګړی وزن، مقناطیسیت، فلورسینس، راډیو اکټیويټي، خوند، بوی او له تېزابو سره تعامل شاملېږي. [۷]

کاني مواد د مهمو کیمیاوي ترکیباتو پر اساس طبقه‌بندي کېږي؛ د طبقه‌بندۍ دوه لوی سیستمونه ډانا او سټرونز دي. سیلیکات د ځمکې کابو ۹۰ سلنه قشر جوړوي. د کاني موادو په نورو مهمو ګروپونو کې اصلي عناصر، سلفایډ، اکسایډ، هالایډ، کاربونېټ، سلفاټ او فاسفېټ شامل دي.[۸][۹]

تعریفونه[سمول]

د منرال‌پېژندنې نړیواله اتحادیه[سمول]

د منرال‌پېژندنې نړیوالې ادارې د جلا منرال په توګه یوې مادې ته لاندې شرایط وضع کړي دي:  [۱۰]

  1. دا باید یوه طبیعي جوړه شوې ماده وي چې د طبیعي جیولوژیکي پروسو له لارې په ځمکه یا له ځمکې بهر په نورو سیارو کې جوړه شوې وي. په دې کې هغه مرکبات نه شاملېږي چې په مستقیم او خصوصي ډول د انساني فعالیتونو (انټروپوجینیک) یا د ژوندیو موجوداتو (بیوجنیک) له لارې تولید شوي وي، لکه په نباتي انساجو کې تنګسټن کاربایډ، ادراري یا د پښتورګو ډبره، د کلسیم اوکزیلېټ کرېسټالونه او صدف. که جیولوژیکي پروسې يې په پیدایښت کې دخیلې وي، ښايي د دا ډول موادو تولید پر شرایطو برابر وي (لکه اېوېنکېټ چې له نباتي موادو څخه ترلاسه کېږي، یا تارناکیټ چې د الوتونکو له مدفوع یا الپریزیټ چې د کان له پاتې‌شونو څخه ترلاسه کېږي). فرضي یا احتمالي مواد هم نه په کې شاملېږي، ان که یې دا وړاندوېینه هم وشي چې په اوسنیو طبیعي چاپېریالونو کې د لاس‌رسي وړ نه دي، لکه د ځمکې یا نورو سیارو هستې. [۱۱]
  2. باید په طبیعي بڼه یوه جامده ماده وي. د دغه قانون لپاره یوه لویه استثنا اصلي سیماب دي: د منرال‌پېژندنې نړیواله اداره لا هم سیماب د یوې منرالي مادې په توګه طبقه‌بندي کوي، ان که په منفي ۳۹ سانتي‌ګرېد تودوخه کې متبلور هم شي، ځکه د اوسنیو قوانینو تر رامنځته کېدو وړاندې په کې شامل شوی و. اوبه او کاربن ډای اکسایډ منرالي مواد نه بلل کېږي، ان که په نورو منرالي موادو کې پیدا هم شي، خو د اوبو یخ یوه منرالي ماده ګڼل کېږي. [۱۲][۱۳]
  3. باید بشپړ مشخص کرېسټالوګرافيک جوړښت ولري؛ یا په عمومي ډول منظم اتومي ترتیب ولري. دا خاصیت د څو مایکروسکوپيکو فزیکي خاصیتونو ضامن دی، لکه کرېسټالي شکل، سختي او جلا کېدل یا درز. اوزوکرېټ، لیمونېټ، ابسيډين او ډېری نور بې‌شکله (غیر بلوري) مواد چې د ځمک‌پېژندنې په برخه کې شته، په دې کې نه شاملېږي. [۱۴][۱۵]
  4. باید نسبتاً مشخص کیمیاوي ترکیب ولري. ځینې هغه کرېسټالي مواد چې ثابت جوړښت او بدلېدونکی ترکیب لري، هم ښايي د یوه جلا منرالي ډول په توګه په پام کې ونیول شي. د دغو بېلګو یوه عامه برخه جامد محلولونه دي لکه مکینوېټ 9S8(Fe, Ni) او فېرس سلفایډ چې د نېکل د اتومونو له لارې د اوسپنې د اتومونو د پام وړ ځای پر ځای کول دي. په نورو بېلګو کې قشر لرونکي کرېسټالونه شامل دي چې بېلابېل قشرونه لري، یا هغه کرېسټالونه دي چې یوازې د خالي ځایونو او بدیلونو په منظم ترتیب کې توپیر لري. ځینې مواد چې د ترکیباتو دوامداره لړۍ لري، ښايي په خپله خوښه په څو منرالونو ووېشل شي. ښکاره بېلګه یې د اولیوین ګروپ دی 2SiO4((Mg, Fe) چې د مګنیزیم بډایه او د اوسپنې بډایه وروستي غړي یې جلا منرالونه (فورستراېټ او فایالایټ) ګڼل کېږي.[۱۶]

د دغو قوانینو جزئیات تر یوې کچې پورې د بحث وړ دي. مثلاً؛ په دې وروستیو کې د منرالي موادو په توګه د بې‌شکله موادو د طبقه‌بندۍ لپاره څو وړاندیزونه وشول، خو د منرال‌پېژندنې نړیوالې اتحادیې ونه منل.[۱۷][۱۸]

ډبرې، کاني ډبرې او قېمتي ډبرې یا جواهر[سمول]

ډبره د یوې یا څو منرالي مادو ټولګه ده. ځينې ډبرې لکه چونه یا کوارټزیټ ډبرې له یوه منرال څخه جوړې شوې دي، لکه د چونې په ډبره کې کلسایټ یا اراګونایټ او په کوارټزیټ ډبره کې کوارټز. نورې ډبرې د مهمو منرالونو په نسبي ډېروالي سره تعریفېدای شي. ګرانیت د کوارټز، الکالي فلډسپار او پلاجیوکلس فیلډسپار په نسبت تعریفېږي. په ډبره کې نور موجود منرالونه جانبي منرالونه بلل کېږي او د ډبرې پر لوی ترکیب ډېر اغېز نه‌لري. ډبرې په بشپړ ډول له غیر منرالي موادو جوړېدای شي. د ډبرو سکاره یوه رسوبي ډبره ده چې تر ډېره له عضوي موادو څخه د ترلاسه شوي کاربن په مرسته جوړه شوې ده.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

کاني ډبرې هغه منرالونه دي چې د یوه ځانګړي عنصر، معمولاً اوسپنې، لوړه اندازه غلظت ولري. مثلاً سیانابار (HgS) د سیمابو د کان ډبره ده. سفالیرایټ (ZnS) د زینک د کان ډبره ده. کاسیتریت (SnO2) د قلعي کاني ډبره ده او کلمنیت د برون د کان ډبره ده. [۲۴][۲۵]

جواهر با ارزښته او زینتي منرالونه دي چې د ښکلا، پایښت او معمولاً د کم‌پیدايۍ له امله له نورو جواهراتو سره توپیر لري. د منرالونو کابو ۲۰ ډولونه پر شرایطو برابر منرالي جواهرات دي او نږدې ۳۵ مورده یې عامې قېمتي ډبرې جوړوي. د جواهرو منرالونه تر ډېره په بېلابېلو ډولونو شته، له همدې امله ښايي یو منرال څو بېلابېلې قېمتي ډبرې جوړې کړي، لکه یاقوت او سره یاقوت چې دواړه کورانډیوم Al2O3 دي.[۲۶][۲۷]

سرچینې[سمول]

  1. John P. Rafferty, ed. (2011): Minerals; p. 1. In the series Geology: Landforms, Minerals, and Rocks. Rosen Publishing Group. کينډۍ:ISBN
  2. Wenk, Hans-Rudolf; Bulakh, Andrei (2004). Minerals: Their Constitution and Origin. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-52958-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stephenson, Tim; Stephenson, Carolyn. "Rocks & Minerals". Gem Rock. Creetown Gem Rock Museum. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Austin Flint Rogers and Paul Francis Kerr (1942): Optical mineralogy, 2nd ed., p. 374. McGraw-Hill; کينډۍ:ISBN
  5. Pasero, Marco; et al. (November 2021). "The New IMA List of Minerals – A Work in Progress" (PDF). The New IMA List of Minerals. IMA – CNMNC (Commission on New Minerals Nomenclature and Classification). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۳ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "IMA Database of Mineral Properties / RRUFF Project". Department of Geosciences, University of Arizona. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Definition of mineral variety". mindat.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Klein, Cornelis; Hurlbut, Cornelius S., Jr. (1993). Manual of mineralogy : (after James D. Dana) (الطبعة 21st). New York: Wiley. د کتاب پاڼې 440. د کتاب نړيواله کره شمېره 047157452X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Klein, Cornelis (14 October 2019). "Mineral – Silicates". Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. E. H. Nickel & J. D. Grice (1998): "The IMA Commission on New Minerals and Mineral Names: procedures and guidelines on mineral nomenclature". Mineralogy and Petrology, volume 64, issue 1, pages 237–263. doi:10.1007/BF01226571
  11. Nickel, Ernest H. (1995). "The definition of a mineral". The Canadian Mineralogist 33 (3): 689–90. https://pubs.geoscienceworld.org/canmin/article-abstract/33/3/689/12679/the-definition-of-a-mineral?redirectedFrom=fulltext. 
  12. "Mercury". Mindat.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Ice". Mindat.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Dyar, Gunter, and Tasa (2007). Mineralogy and Optical Mineralogy. Mineralogical Society of America. د کتاب پاڼي 2–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-939950-81-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  15. Chesterman & Lowe 2008, pp. 13–14
  16. "Mackinawite". Mindat.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Dyar, Gunter, and Tasa (2007). Mineralogy and Optical Mineralogy. Mineralogical Society of America. د کتاب پاڼي 2–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-939950-81-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  18. E. H. Nickel & J. D. Grice (1998): "The IMA Commission on New Minerals and Mineral Names: procedures and guidelines on mineral nomenclature". Mineralogy and Petrology, volume 64, issue 1, pages 237–263. doi:10.1007/BF01226571
  19. Chesterman & Lowe 2008, pp. 15–16
  20. Chesterman & Lowe 2008, pp. 719–21
  21. Chesterman & Lowe 2008, pp. 747–48
  22. Chesterman & Lowe 2008, pp. 694–96
  23. Chesterman & Lowe 2008, pp. 728–30
  24. Dyar & Gunter 2008, p. 15
  25. Chesterman & Lowe 2008, p. 14
  26. Jackson, Julia A., المحرر (1997). "Industrial mineral". Glossary of geology (الطبعة Fourth). Alexandria, Viriginia: American Geological Institute. د کتاب نړيواله کره شمېره 0922152349. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Nesse 2000، ص. 246.