ملک بهار شیراني
غازي ملک بهار خان شیراني په ۱۸۹۰ میلادي کال کې د شیراني ولسوالۍ په کړمه کلي کې د ملک ترکو کړمانزی کره زوکړی وو.نوموړی د خپلې قبیلې مشر او ملي مبارز وؤ.
ملک بهارخان شیراني | |
---|---|
قومي مشر او مبارز | |
د شخص مالومات | |
زېږېدنه | ۱۸۹۰ کړمه شیراني |
مړینه | ۱۹۳۵ کړمه شیراني |
پلرنی ټاټوبی | شیراني سهېلي پښتونخوا |
اولاد | ۳ |
پلار | ملک ترکوخان شیراني |
عملي ژوند | |
زده کړې | ږوب |
کار/مسلک | قومي مشر او مبارز |
سمول |
مخینه
[سمول]ملک بهار خان خپل د ماشومتوب ژوند پخپل کلي کې تېر کړو او خپلې لومړنۍ دیني زدکړې یې د خپل کلي په جومات کې ترسره کړې نوموړی د خپل قام د ملک زوی وؤ ځکه یې د نورو زدکړو لپاره ژوب ښار ته چې هغه وخت یې نوم فورټ سنډیمن وو مخه کړه او هلته یې له یوه سرائیکي ژبي استاد طارق محمود قیصراني څخه اته کاله غیررسمي زدکړې وکړې وروسته بیا د خپل پلار په لارښوونه خپل کلي ته ستون شو که څه هم نوموړی کم عمره وو خو بیا یې هم هلته د خپل پلار تر څنګ د قبیلوي ستونزو په حل کې رغنده رول ادا کول پیل کړو.
بریتانوي استعمار او خپلواکي خوښي
[سمول]کله چې ملک بهار خان شیراني دې نړۍ ته سترګې پرانستې هغه وخت ټوله پښتونخوا د بریتانوي استعمارګرو په منګولو کې شکنجه وه او ولس د مریتوب ژوند کاوه ، ښاغلی ملک بهار د خپلې قبیلې کړمانزیي مشر وو ځکه له لومړی ورځې څخه له بریتانیوي دولتي مامورینو سره پر قامي ستونزو باندې جرګو مرکو کولو ته اړو وو خو نوموړی کله هم فرنګي ښکیلاکګرو ته په درنه سترګه ونه کتل تل به یې کرکه زینې کوله او د وړ وخت په انتظار وو ترڅو د وطن د استقلال لپاره له فرنګي اسعمارګرو سره جګړه وکړي او ظلم او جبر د فرنګي نظام له منځه لاړ شي دا کار ډېر وخت ونه نیو او ډېر ژر د ډیورنډ لیکې دواړو لورو ته د استقلال جګړه پیل شوه او د نوموړي نیمګړۍ ارمان بشپړ شو چې اوس به د ولس په ننګ جهګړه پیل کوو.
د ملي خپلواکۍ جګړه
[سمول]کله چې په کال ۱۹۱۹ میلادي کې غازي امان الله خان د افغانستان د استقلال جګړه پیل کړه نو دلته په پښتونخوا کې هم پښتنو قبیلو خپلو وسلوالې مبارزې ته زړه ښه کړو ترڅو وطن د فرنګ زورواکو له خوني منګولو ازاد کړي .
۱. د موسیٰٰ خیل تحصیل جګړه: نوموړي د موسا خیل تحصیل په مشهوره جګړه کې ھم له نورو شیراني مبارزینو سره فعاله برخه یې درلوده او فرنگي ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله او ډېر دې غنیمت مال یې چې ډېری پکې وسله وه لاس ته راغله او وروسته یې په غازیانو کې ووېشله.
۳. د ماڼې خواه د تهاڼې سقوط: د موساخیل تحصیل له جګړې وروسته شیراني قبایلو پر ماڼې خواه ټهاڼه د برید هوډ څرګند کړ او د تهاڼې خوا شا غنډۍ یې ونیولې البته مرګ ژوبله ونشوه ځکه چې فیرنګیانو د خبرو اترو په ترځ کې تهاڼه سقوط کړه، غازیانو ته په غنیمت کې ډېره وسله او نور مهمات په لاس ورغلل.
۳. د سلیازي جګړه: د شیراني قبایلو او فرنګي وروستۍ جګړه د سهېلي پښتونخوا د ژوب په سیلاني ځای سیلیازي کې د جولای میاشتې پر ۱۶مه ۱۹۱۹ میلادي نېټه د بریتانوي استعمارګرو خلاف شیراني قبایلو هم یوه تاریخي جګړه وکړه، په یاده جګړه کې ملک بهار شیراني د خپلې قبیلې کړمانزئی له لښکر سره په ګډه برخه درلوده، په دغه څو ورځنۍ جګړه کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واویښته او وروسته فرنګي ځواکونه پر شا وتمبېدل او شیراني ځوانانو د سر په بیه له خپلې منطقې څخه ساتنه وکړه.
د انګلیسي ویکپېډیا پخپلهSherani District [۱]پاڼه کې لیکي چې په یاده جګړه کې د شیراني لښکر څخه مشو خان هیزئی شیراني ، سندی شموزئی شیراني او باشک کړمانزئی شیراني هم خپل ژوند له لاسه ور کړ او ډېر نور پښتانه مشران او ځوانان ټپیان شول په ټپیانو کې د ملک بهار شیراني کشر ورور ستانه دار کړمانزی هم وو. تر جګړه وروسته ملک بهار د فرنګیانو باغي وو او پاتې ژوند یې دې قبایلي شخړو په هوارولو کې خپل رغنده رول ادا کوی.
مړینه
[سمول]دا نوموړی غازي له لنډې ناروغۍ وروسته په کال ۱۹۳۵ز په شاخوا کې په خدایي مرګ مړ شو او خپل پلرني ټاټوبي کړمه کې خاورو ته وسپارل شو.
حواله جات
[سمول]https://en.m.wikipedia.org/wiki/Sherani_District
تاریخ شیراني (کتاب) از اطلس خان
Dawat media24group Norway