ملک اختر جان شیراني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملک اخترجان شیراني(۱۹۳۰ ـ ۱۹۹۳) د شیراني قبیلې کړمانزی څانګې یو قومي مشر او پښتون ملتپاله سیاسي مبارز و.


ملک اخترجان شیراني
ملک اختر جان شیراني
ملک اختر جان شیراني

قومي مشر او پښتون ملتپاله سیاسي مبارز
د شخص معلومات
زېږېدنه ۷م اګست ۱۹۳۰
د مړينې نېټه ۲۵م ستمبر ۱۹۹۳
هديره کړمه شیراني
تابعیت سهېلي پښتونخوا
پلرنی ټاټوبی شیراني ولسوالۍ سهېلي پښتونخوا
ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند
اولاد ۹
پلار ملک بهارخان شیراني
عملي ژوند
تعليم شیراني او ږوب
کار/مسلک دولتي چارواکی
کاروونکي ژبه(ي) پښتو، اردو

مخینه:[سمول]

ملک اخترجان شیراني د سهېلي پښتونخوا په تاریخي سیمه شیراني کې پر ۷م اګست ۱۹۳۰میلادي کال د کړمې په کلي کې د ملک بهارخان شیراني په کور کې زېږېدلی و. د نوموړي پلار ملک بهار خان یو فعاله قومي مشر و چې د ولس ستونزې به یې د جرګو مرکو له لارې هوارولې. ملک اخترجان شیرانی لا ماشوم و چې د پلار له سېوري څخه محروم شو خو بیا هم نوموړي د خپل مشر ورور خلیفه امیرخان شیراني په مرسته خپلو زدکړو ته دوام ورکړ. د زدکړو تر بشپړو کېدو وروسته پر دولتي دنده وګمارل شو له دندې سره یې خپله قامي سیاسي ته دوامداره وساتله. نوموړی په کال ۱۹۸۶ میلادي کې حج وکړ.

زدکړې:[سمول]

ملک اخترجان شیرانی خپلې لومړي زدکړې د خپل کلي له دولتي ښوونځي "ګورنمنټ پرائمري سکول کړمه" څخه بشپړې کړې او وروسته یې بیا د نورو زدکړو (تعلیم) لپاره د ږوب ښار ته مخه کړه او هلته یې خپلې پاتې زدکړې سر ته ورسولې او دولتي مامور شو.

دولتي دنده:[سمول]

نوموړی له زدکړو وروسته پر دولتي دنده وګمارل شو نوموړی د دولتي دندې په لړ کې د یو څه مودې لپاره د ږوب ولسوالۍ تحصیل مسلم باغ ته کډه شو او هلته یې خپله دنده ترسره کوله. نوموړي له دولتي دندې سره د پښتون ملتپاله ګوند نشنل عوامي پارټۍ (NAP) وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر بېرغ لاندې خپله قامي مبارزه هم کوله ځکه ډېر ژر د سرکار له لوري له دندې څخه وځنډول(معطل) شو بیا له ډېرو هلو څلو وروسته پر یاده دنده پرځای (بحال) کړل شو خو څه موده وروسته بیا د تل لپاره له دندې ګوښه کړل شو.

سیاسي فعالیت:[سمول]

ملک اختر جان شیرانی د ږوب له هغه لومړیو کسانو څخه وی چې په شیراني تحصیل کې یې ملتپاله سیاست ته مخه کړه او د نشنل عوامي پارټۍ (NAP) تر بیرغ لاندې یې قامي سیاسي مبارزه پیل کړه خو چې کله خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي له باچاخان سره د اختلافاتو له سوبه نوی ملتپاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ جوړه کړه نو ملک اختر شیراني له خپلو ملګرو سائیں کمال شیراني، صوفي نورمحمد شیراني، کمال الدین کمال شیراني، ملا نور محمد شیراني، غلام الدین شیراني او ملا دین محمد شیراني سره په ګډه په نوي ګوند کې غړیتوب تر لاسه کړ او وروسته یې بیا د ضلعي کمېټۍ غړی شو. نوموړی د ختم نبوت تحریک ږوب فعال غړی هم وو. ملک حاجی اختر جان شیرانی د سیاسي فعالیت له علت د سرکار له لوري له دولتي دندې څخه ګوښه کړل شو.

مړینه:[سمول]

ملک اخترجان شیراني پر ۲۵م ستمبر کال۱۹۹۳ میلادي کې له دې نیمګړې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

سرچینې:[سمول]