ملکدينزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملکدينزۍ د بارکزی قوم يو معتبره ښاخ دي چي د نورالدين ښاخ اړوند دی او په محلې توګه په سور کفنو او خانانو هم مشهور دي. ملکدينزۍ اکثره په افغانستان کي په کندهار ولايت او هلمند ولايت کې مېشت دي

په کندهار ولايت کي: د ډنډ ولسوالۍ په رواڼې کلی کي  او د معروف ولسوالۍ په ابوکلا , لنډۍ , تروه , ډاګ , غونډۍ , تور کڅ , شيله او مديز کي مېشت دي.

د معروف په ولسوالۍ کې د لنډۍ د کلې حاجې داود خان او حاجې محمد فضل خان , د ابو کلا نور محمد خان او سيد علي خان د ډاګ د کلي شهيد حاجې محمد ګل خان , حاجې نصر الله خان بارګزۍ , حاجې حبيب الله بارګزی او د شيلې د کلي يحی او موسی معروفې يې مهم تاريخې شخصیتونه او مشاهير دي. همدارنګه په ارزګان (تیرې) کې مشهور جهادې قوماندان محمد عظیم کاکو او د فراه ولايت انجينر ابراهيم اسپينزاده چې د ولسمشر حامد کرزې پر مهال د امنيت شورا معاون وو هم د بارګزو د ملکدينزو د ښاخ څخه دي.