ملا سنګين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مولوي سنګین فاتح د حاجي مرسلین زوی په قوم ځدراڼ، د پکتیکا ولایت زېړوک ولسوالۍ د تنګي د کلي اوسیدونکی و. مولوي صاحب په ۱۹۷۴ کال د هجرت په دیار شمالي وزیرستان دته خیلو سیمه کې پیدا شوی و چې په پنځو وروڼو کې تر ټولو مشر و .

لومړنی ژوند او تعلیم[سمول]

ملا سنګین لومړنۍ زدکړې د شمالي وزیرستان همزوڼي کلي کې د مولوي حبیب الرحمن صاحب نه پیل کړې، د لوړو دیني زدکړو لپاره د ستر مجاهد مولوی جلال الدین حقاني صاحب مدرسې منبع العلوم ته لاړ. نوموړی په دې وخت کې زلمی و، د جهاد او وطن سره یې ډیره مینه درلودله، د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال به یې د درسونو د رخصتیو نه په استفاده د شراو فساد د عناصرو په ضد جهاد کې برخه اخيستله. وړه او لویه دوره یې په مدرسه (جامعة العلوم السلامیه زرګرۍ) کې له شيخ الحديث مولوي عبدالستار جان رحمه الله او شیخ مولوي سیف الله صاحب څخه ولوستله او په ۲۰۰۵ کې یې د فراغت پګړۍ وتړله.

د صلیبیانو په ضد جهاد[سمول]

کله چې صلیبي وحشي ځواکونو په ګران وطن افغانستان یرغل وکړ، د خلکو په ذهنونو کې د دوی د ټیکنالوژي، قوت او زندان رعب و؛ په هغه وخت کې شهید مولوي سنګین فاتح د اسلامي امارت له طرفه د مولوي جلال الدین حقاني صاحب په جبهاتو کې په پکتیکا کې د یوه نظامي مسؤل په حیث وټاکل شو. مولوي صیب د لومړنیو مجاهدینو څخه و چا چې په کمزورو وسایلو په خوست او پکتیکا ولايتونو کې د یرغلګرو په اکمالاتي کاروانونو او د دوی په پوځي مراکزو ځپونکي بریدونه پیل کړل .

یو قومي مشر او د عوامو د خوښې قومندان[سمول]

نوموړي د نظامي پوهې او مسلکي توب تر څنګ د ولسي قضایاوو او د هغوی د منازعاتو په حل او فصل کې خاص مهارت درلود . مولوي سنګین (فاتح) سره له دې چې د جګړې په مورچل کې یو باتور قومندان و خو له ولسي خلکو او خپلو ملګرو سره يې د یوه صمیمي دوست او خواخوږي ورور په حیث چلند درلود. شهید مولوي سنګین د مجاهدینو په پوځي او اخلاقي تربیه کې ډېر کوښښ کاوه او د نظامي عملیاتو د تر سره کولو په مهال به یې د ولسي خلکو د سر او مال خاصه پاملرنه کوله .

صفات او خويونه يې[سمول]

تقوی، دیانت او په نبوي سنتو تمسک یې طبیعي خاصه او له تظاهر او ریاکاري څخه یې کرکه کېدله او د خپلو ملګرو تر څنګ د دښمن عسکرو هم مولوي صاحب ته لوړ احترام درلود

په لومړي ځل د امریکایي عسکر بندي کیدل[سمول]

شهید مولوي سنګین (فاتح) هغه بریالی قومندان و چې د پکتیکا ولایت د مسؤلیت په مهال دده تر امر لاندې د قاري اسمعیل صاحب د ډلګۍ مجاهدینو په ۲۰۰۹ کال کې د پکتیکا په ولایت کې امریکايي افسر بوبریګدال له وسلې سره د امریکايي اډې له څو مترۍ څخه ژوندی اسیر کړ . د بوبرګډال نیول کیدل او بیا د هغه په محفوظ شکل ساتل چې په پای کې ورباندې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ تاریخي تبادله وشوه په پکتیکا کې د شهید مولوي سنګین د مسؤلیت د مهال یوه تاریخي پیښه وه .مشهور لیکوال او د سیاسي چارو شنونکي وحید مژده په خپلې یوې مقالې کې د مجاهدینو په لاس د دغه امریکايي افسر د اسارت قصه داسې لیکي : کله چې برګډال د ۲۰۰۹ ميلادي کال د جون په دېرشمه د پکتیکا د يوسف خېلو په ولسوالۍ کې له خپل مرکز نه وتلی و طالبانو ونيو. د نيول کېدو پر مهال ورسره يو M16 ټوپک و ( خو که يې له دغه ټوپک څخه کار اخيستی وای، حتماً به وژل شوی و ) د بریګډال د نيولو او موندلو لپاره، امريکايانو په پکتيا، پکتيکا او د غزني په اندړو او نورو ډيرو ولسواليو کې پراخ عمليات ترسره کړل، همدا رنګه د ده د ساتنې د ځای په اړه يې د معلوماتو پيدا کولو له پاره د جائزې وعده هم وکړه، خو طالبانو دی د امريکايانو له لاس رسي څخه لرې ځای کې ساتلی وو. د طالبانو په روايت مولوي سنګين ځدران چې هغه وخت د پکتيکا نظامي مسؤل و- برګډال يې د يوه بوډا کور ته بوته او هغه ته يې وويل : “کاکا ! پام پرې لره چې دا سړی درنه ونه تښتي. زه ډېری وخت بوخت يم نو تا ته يې درسپارم” بوډا له ځان سره فکر وکړ چې دا سړی خو د تېښتې لار نه لري. که له کوره ووځي، نو چېرته به لاړ شي؟ نو نه يې لاس ته زولنې ور اچولې او نه یې پښې ورتړلې، خو بریګډال وېرېده. هغه په دې اندېښنه کې و چې طالبان به يې ژر تعذيب کړي، يا به يې سر پرې کړي او ويډيو به يې خپره کړي، په داسې حال کې چې طالبان د دغه اسير په ارزښت پوه ول او هېڅکله يې داسې اراده نه لرله. برګډال د تېښتې لار لټوله، د همدې لپاره به چې کله بوډا ورته ډوډۍ راوړه، ده به لږه لږه پټه ساتله. تر دې چې يوه ورځ بوډا اودس ته د باندې ووت، برګډال هم له کوره نه راووت او ورک شو. برګډال چې خپل نظامي کالي بدل کړي وو او ځايي کالي يې په تن وو، پرته له دې چې څوک پرې پوه شي يا ورته ځير شي، ډېر ژر د کلي له بازاره ووتلی او د کلي نه لرې ځنګل او غره ته يې ځان ورساوه. بوډا چې کله د اسير له تېښتې خبر شو، طالبان يې خبر کړل. طالبان درې ورځې ورپسې ګرځېدل، بالآخره کلي ته څېرمه سيمه کې يې يو وار بيا ونيو . اوس بریګډال پوی شوی وو چې د تېښتې لار نه شته، نو بايد نوی حالت رامنځ ته کړي. همدغه امریکایي عسکر بریګډال و چې وروسته په تبادله کې یې هغه ۵ طالب مشران امریکایانو د ګوانتامو نه راخلاص کړل څوک چې د لس او دولس کاله د ګوانتنامو په زندان کې بندیان وو. د دښمن په ضد کامیاب عملیات:

د مولوی سنګین صاحب تر قوماندې لاندې په ۲۰۰۶ کال کې مجاهدینو د پکتیکا نکې په ولسوالۍ تعرض وکړ او په مکمله توګه یې فتحه کړه .

امریکایانو او اجیرانو یې څو وار کوشش وکړ چې په ولسوالۍ برید وکړي او بیرته یې ونیسې خو د مولوي صاحب د ملګرو له طرفه د سخت غبرګون سره مخامخ شول او ماته به یې وخوړله، د نکې ولسوالۍ تر اوسه پورې د اسلامي امارت د مجاهدینو تر ولکې لاندې ده .

د اتل سنګين تر قوماندې لاندې مجاهدينو د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ ودانۍ او ورسره نېږدې د امریکایانو او ځانګړو ځواکونو په ګډ کمپاین باندې تعرض وکړ او د سخت جنګ نه وروسته یې دواړه مرکزونه فتحه کړل چې د ګیان ولسوالۍ تر اوسه د مجاهدینو په لاس کې ده .
د ګیان ولسوالۍ پورې مربوط د لواړه په سیمه کې د امریکایانو په کمپاین یې مسلسل بریدونه وکړل په  اکمالاتی کاروانونو یې دوامداره کمینونه ووهل چې بالاخره امریکایان مجبور شول د لواړه کمپاین پریږدي .
د پکتیکا ولایت د چاربران په ولسوالۍ د مولوي سنګين تر قوماندې لاندې مجاهدینو تعرض وکړ او ولسوالۍ یې مکمله فتحه کړه چې لله الحمد تر نن ورځې پورې د اسلامي امارت سپين بیرغ ورباندې رپاند دی .
د منظم پلان له مخې د پکتيکا زیړوک ولسوالۍ په ودانۍ باندې اول د موټر بم برید او وروسته پراخ تعرض هم د مولوي صاحب له طرفه ترتیب شوی وو چې په نتیجه کې يې بې شمېره امریکایانو ژوند د لاسه ورکړ .

د اتل سنګين نور بې شمېره ځپونکي او بريالي عملیات چې د دښمن په وړاندې يې ترسره کړي دي چې دلته یې پدې لنډه لیکنه کې ځایول ناممکن دي.

په جهادي مزل کې زخمی کیدل[سمول]

مولوی صیب په جهادی مزل کې دوه واره ټپي هم شو ،یو وار د پکتیکا ولایت اورګون ولسوالۍ مربوط ګربګي کنډو سیمه(اوس د شهیدانو په کنډو یادیګی) کې امریکایانو بمبار ورباندي وکړ د مولوی صیب څلویښت ملګری شهیدان شول او مولوی صیب سخت زخمی شو،سانحه لویه وه خو دومره نه چې د مولوی صیب حوصله یې ماته کړي وی،مولوی صیب بیا روغ شو او د یرغلګرو انګریزانو په ضد جهاد ته یې دوام ورکړ، کله یې چې په میرانشاه بازار کې په شرخوښو او غلو باندي عملیات پیل کړل نو مولوی صیب د هر وار غوندي تر ټولو مخکي جنګیدو او په همدغو عملیاتو کې په مرمۍ ولګیدو خو الله تعالی د خپل دین د خدمت لپاره ژوندی وساتو.

شهادت[سمول]

امریکایان د اتل مولوي سنګين د کامیابو عملیاتو نه ډیر تنګ شوي وو همدا علت وو چې په ۲۰۱۱ کال کې یې مولوي صیب په تور لیست کې شامل کړ، دغه د خدای د لارې سرښندونکی مجاهد او د دعوت د لارې ستر داعي د ۲۰۱۳ میلادي کال د سیپتمبر د میاشتې په نهمه نېټه په شمالي وزیرستان کې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د یوه ملګري په حجره کې په نښه کړ، د صلیبیانو قاتل، د پکتیکا د غرونو زمری، د مجاهدینو او عوامو محبوب مشر، شمله ور ځوان مولوي سنګین فاتح په شهادت ورسید او د تل لپاره د ابدي ژوند په لور رخصت شو. انالله وانا الیه راجعون مولوي صیب د خپل پلار اولنی او آخرنی شهید زوی نه وو بلکې د مولوی صیب نه مخکې د مولوي صیب ورور عبدالوارث ‘حیدری’ د پکتیکا ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د امریکایانو سره په مخامخ جنګ کې شهید شوی و او د مولوي صیب د شهادت نه وروسته يې بل ورور محمد فاروق په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیان په لاس په شهادت ورسیدو. روح دې ښاد او یاد دې یي تل ژوندی وي

سرچينې[سمول]

شهامت ويب پاڼه googleweblight.com/i?u=http://shahamat1.com/?p%3D72865&hl=ps-AF